شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو ټولني او باړه گلۍ فیصلې/ محمد معصوم هوتک

د پښتو ټولني او باړه گلۍ فیصلې/ محمد معصوم هوتک

(څلرمه برخه)

( لکه په تېره برخه کي چي مي یادونه کړې ده، دلته یو وار بیا وایم چي د ښاغلي ستانه میر زهیرپه لیکنه کي دا فیصله ” دریمه” بلل سوې ده او اوس ماته څرگنده سو ې ده چي دا دهماغه ماخذ تېروتنه ده چي دوی دا فیصلې ځني رااخیستي دي. زه ئې دلته دڅلرمي فیصلې په نامه وړاندي کوم او زما سره په موجود اصل کي هم ” څلرمه فیصله” بلل سوې ده. زه به که خدای کول، ددې بحث تر وروستۍ برخي وروسته دفیصلو اصل متن جنساً هم خپور کړم او خپل نظر به هم ور سره مل کاندم (انشاء الله). باید دا خبره هم پر زیاته کړم چي په همدغه کال (۱۳۳۷ش) دکابل مجلې پرله پسې نمبر (۱۳۶ گڼه) د” پښتو لیک دود” ته وقف سوې وه او دا څلرمه فیصله هم له نورو فیصلو سره یو ځای خپره سوې ده.

زما دلیکني دابرخه به هم دښاغلي ستانه میر زهیر صاحب په راوړل سوي ترتیب سره وڅېړم او له اصل متن سره توپیرونه او نور وضاحتونه به ئې په سره رنگ خپاره کړم. د موادو اوډنه په دغه ترتیب کي لاندي باندي سوې ده. ما مقابله کړه. کومي مادې چي په اصل کي نسته، دهغو مخي ته مي وضاحت ورکړی دئ. د ستانه میر زهیر صاحب په لیکنه کي مي ټایپي غلطۍ هم ورسمي کړي دي. لکه : “بخښنل”، “ماسپښتن” مي ” بخښل، ماسپښین” کړي دي او داسي نور هم.(هوتک))

دريمه (څلرمه ) فيصله

=========

په 1337 هـ ش ( 1958 ع ) کال چې د پښتو ټولنې په بلنه د پېښور، او بلوچستان پښتانه ليکوال او پوهان کابل ته د خپلواکۍ د جشن په ورځو کښې راغلي وو، د سنبلې په پنځمه ــ اتمه ( د اګست په 27 مه _ 30 ) د پښتو ليک په باب مجلسونه او اد بي بحثونه شروع شول. (زما سره د موجود اصل پر لومړي مخ ئې کښلي دي چي دغونډي په برخه والو کي دافغانستان ۱۲ تنه او د پښتونستان ۸ تنه (ټول شل تنه)پوهان او لیکوال شامل ول. هوتک ) وروسته له څو غونډو او ډېرو څېړنو او بحث څخه د ځينو اختلافي موادو په باب دا ډول فيصله صادره شوه:

مختلف صورتونه……فيصله شوی صورت (په اصل کي دا جملې نسته. هورې ئې اول د ” لومړۍ غونډه” عنوان لیکلی دئ او دلومړۍ غونډي فیصلې ئې پر پنځو لویو برخو وېشلي دي : ۱ ــ په لاندنیو مقلوباتو کښې غوره شوی اشکال دادی ، ۲ ــ په محذوف او محذوف مِنهُ کلماتو کښې غوره شکال دادی ،۳ ــ په ځینو کلماتو کښې چه د “ز” او [ځ] دواړه مروج دی غوره شوی اشکال ئې دادی، ۴ ــ ځیني کلمات چه په (ژ)، (ز) او (ج) لیکل کیږی په (ژ) لیکل ئې غوره وگڼل شو، ۵ ــ په ځینو کلماتو کښې چه د ځینو حروفو ابدال موجود دی غوره شوی اشکال ئې دادی، ۶ ــ په پښتو کښې ځینی پردي مذکر اسماء او صفات بېقاعدې جمع کیږي. )(زه به په مثالو کي داخبره هم ورزیاته کړم چي نوموړی مثال په کومه برخه کي راغلی دئ. او څنگ ته به ئې د هري برخي نمبر ولیکم.هوتک)

ځمکه- مځکه – زمکه…ځمکه (په اصل کي ” زمکه” نسته ( ۱ برخه )

.سيوری-سوری…………. سيوری (۲ برخه)

زمری – مزری – ځمری….. زمری (په اصل کي “ځمری” نسته. ۱ برخه)

اخلم-اخلې-اخم،اخی-الم ، الې………… اخلم، اخلې (په اصل کي ” الم، الې” نسته. ۲ برخه)

کښته – ښکته – خکته……..کښته (۱ برخه)

بښل- بښنه =بخښل= بخښنه ……. بښل-بښنه (۲ برخه)

پښه – ښپه – خپه……….. ………….پښه(۱ برخه)

.ماسپښين-مازپښين-ماپښين…….ماسپښین (۲ برخه)

کښلی – ښکل ( د ليکلو اوويستلو په معنا ) کښل (په اصل کي ” دلیکل او ایستل” په معناــ ۱ برخه )

.کوم-کم…………………….کوم (۲ برخه)

کښلی ( ښايست په معنا ) (په اصل کي”د حسین په معنی”)… ښکلی (۱ برخه)

اغږل- اخښل –اخل …اغږل (۲ برخه)

ماسخوتن – ماخوستن…………. ماسخوتن (۱ برخه)

نمړۍ- مړۍ-نوړۍ………………نمړۍ (دا کلمه په اصل کي (مرې ” جامه” ، نمرې ده چي مرجح شکل ئې ” نمرې” بلل سوی دئ؟ د” نوړۍ” کلمه لاسوهونکي پر زیاته کړې ده . ۲ برخه)

ورځ – روځ ………………….. ورځ (۱ برخه)

زوی، زامن = ځوی، ځامن ……زوی- زامن (۳ برخه)

موږی – ميږوی……………… موږی. (۱ برخه)

زېږېدل- -ځېږېدل……………… زېږېدل (۳ برخه)

لوېشت – ولېشت………………لوېشت – لوېښت ( لوېښت په اصل کي نسته ـــ ۱ برخه)

زغستل – ځغستل………زغستل (په اصل کي ” ځغتل او ځغښتل” هم لیکل سوي دي خو دا راته ټایپي غلطي ایسي. ۳ برخه )

ورک – روک …………….. ….ورک (۱ برخه)

زلمی – ځلمی………….. زلمی (په اصل کي مرجح شکل ” ځلمی” بلل سوی دئ ــ ۳ برخه)

خسر – سخر ………………خسر (۱ برخه)

.سوځل، سېځل = سوزل ، سېزل ………سوځل – سېځل (په اصل کي ” سيځل” لیکل سوی دئ. ” سېځل” په اوږده یاء د لاسوهونکي زیاتونه ده ـــ ۳ برخه)

خوسا – سخا………….خوسا (په اصل کي ” خسا” هم سته ـــ ۱ برخه)

خوځېدل – خوزېدل ……………….خوځېدل (۳ برخه)

سکروټه – سروټکه – سکوروټه…….سکروټه (په اصل کي ” سکوروټه” نسته او پرځای ئې ” سکورټه” لیکل سوې ده ـــ ۱ برخه)

غورځنګ – غور زنګ…….. غورځنګ (۳ برخه)

ورور- رور……….ورور(۲ برخه)

زغمل – ځغمل………… زغمل (۳ برخه)

وروڼه – روڼه…………… ……وروڼه (۲ برخه)

ژرنده – زرنده – جرنده………. ژرنده (۴ برخه)

ورورولي – رورولي………..ورورولي (۲ برخه)

ژبه – زبه – جبه ……………………..ژبه (۴ برخه)

وروسته – روسته – روستو……… وروسته (په اصل کي ” روستو” نسته ــ ۲ برخه)

ژړا – زړا – جړا ………..ژړا(۴ برخه)

وروستی – روستی………….وروستی (۲ برخه)

ژوند – زوند – جوند…………….ژوند(۴ برخه)

ژمی – زمی – جمی……………ژمی (۴ برخه)

اوبدل – اودل – اوبل………اوبدل – اودل (۵ برخه)

ژوبل- زوبل –جو بل…….. ژوبل (۴ برخه)

.نښتل – مښتل …………….نښتل (۵ برخه)

خيژي – خېزي – خيجی …..خيژي(۴ برخه)

.بزرګان، ملکان = بزرګانان – ملکانان …بزرګان – ملکان (۶ برخه)

ژۍ – زۍ – جۍ………….. ژۍ (۴ برخه ــ په اصل کي ټول په (ی) لیکل سوي دي.)

وزه – بزه –بيزه ……………. وزه (۵ برخه)

ژور – زور – جور……….. ژور(۴ برخه)

کارغه – قارغه – کارګه……………… کارغه (په اصل فیصله کي نسته. ښایي له بلي فیصلې ئې رااخیستی وي)

نژدې – نزدې – نږدې ……. نژدې (۴ برخه)

ڼ – ڼر…………………….. ڼ (دا خبره دهمدې مجلس ددوهمي غونډي په فیصلو کي راغلې ده . هورې ئې تفصیل داسي دئ :” د دوهمې فیصلی په لومړۍ ماده کښی د (ڼ) لپاره بسیط شکل منل شوی دی مگر ددریمی فیصلې ددوهمی غونډی په “شپږمه” ماده کښې عدول ترینه شوی دی اود “ڼ” او “نړ” دواړو استعمال جائز شمیرل شوی دی. ځکه چه “ڼ” دپښتو، سانسکریټ، هندی او هسپانوی الفباء یو بسیط حرف دی د محض دروندوالی له امله مرکب توری گڼل او په مرکب صورت لیکل مناسب نه ښکاري ــ علاوتا د “نړ” لیکل د”ڼ” پرځای په لاندنیو تورو کښی داسې غلیظ التباس پېښوی چه د صحیح لیک او تلفظ امکان ئې له منځه ځی : نړول او مشتقات ئې ــ نړېدل او مشتقات ئې ــ نړ (دجریب څلورمه) ــ نړۍ، نړک، نړکه ــ نړا ( دخره نارې) نړل ــ نړیچغ ــ کونړ ــ ځکه نو [ڼ] دی په بسیط شکل لیکل کیږی او [نړ] شکل دی پرمخ متروک وی”.)

لمر – نمر – نور – مر – مير…. …….لمر – نمر(په اصل فیصله کي ” نور، مر، میر” نسته ــ ۵ برخه)

کجير – قجير…………. کجير ( دا د مجلس ددوهمي غونډي په فیصلو ( اوله ماده) کي راغلی دئ. هورې ئې لیکلي دي ” پړقا، ټوقی تقالی، قارغه، قجیر، چقړی، څپق، قوده، قچره، قجوری، قچری او داسی نور …. کلمات باید په ” ک” ولیکل شی نه په “ق”. دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کې له دې هر لغت څخه جلا جلا ماده جوړه کړې ده؟)

نمسی – لمسی – نوسی…….لمسی – نمسی (په اصل کي ” نوسی” نسته ــ ۵ برخه)

ټوکه – پړک – چکړې ……ټوکه – پړک (دا د مجلس ددوهمي غونډي په فیصلو ( اوله ماده) کي راغلی دئ.)

لمونځ – نمونځ – مونځ ………… لمونځ (په اصل کي ” مونځ” نسته او په ( لمونځ او نموځ) کي دواړه شکلونه منل سوي دي ــ ۵ برخه)

ټوقه – پړق – چقړی ……..چکړې (دا د مجلس ددوهمي غونډي په فیصلو ( اوله ماده) کي راغلی دئ.)

نمانځنه، لمانځنه – مانځنه……… نمانځنه – لمانځنه (۵ برخه)

زړۀ – زړه……. زړه (دا دمجلس ددوهمي غونډي ۳ نمبر فیصله ده او هورې ئې کښلي دي ” د [ زه، ته، ده، ښه، دده ] په کلمو کښی د [ه] دپاسه د (ء) یعنی همزه لیکلو ته ضرورت نشته …. دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي له دې هري کلمې څخه جلا جلا ماده جوړه سوې ده؟)

پسرلی- سپرلی …………..پسرلی – سپرلی (۱ برخه)

تۀ – ته ……………………… ته (دا دمجلس ددوهمي غونډي ۳ نمبر فیصله ده)

ږغ – غږ – ژغ…………….ږغ – غږ (په اصل کي “ژغ” نسته)

زۀ – زه – ځه….. …….زه (دا دمجلس ددوهمي غونډي ۳ نمبر فیصله ده)

کنځل – ښکنځل …………کنځل – ښکنځل (۲ برخه)

لوی – لو……… لوی (دا ماده بالکل مسخه سوې او له ځانه جوړه سوې ده په اصل کي دمجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي په (ب) جزء کي راغلي دي چي ( لوی) ته به د (ی) پر لکۍ همزه نه ورکوو او (لوئ) به ئې نه لیکو.)

مينځل – وينځل…………مينځل – وينځل (۵ برخه)

.دوی-دوئ…… دوی (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (ب) جزء)

لامده- لانده……………… لامده- لانده (۵ برخه)

.هغوی – هغوئ………. هغوی (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (ب) جزء)

جينۍ – نجلۍ – جلۍ – جيلۍ…جينۍ – نجلۍ ( په اصل کي ” جلۍ” نسته ـــ۵ برخه)

.لويديز- لوېديځ – لوئيديز ………لوېديز (د مجلس د دوهمي غونډي د څلرمي برخي (الف) جزء دئ او هورې ” لوېدیځ” نسته. دلته له ځانه ور اچول سوی دئ.)

لمبر – نمبر………. لمبر (۵ برخه)

.وويل – اووئيل ………………..وويل (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (الف) جزء)

نولس – نونس………….. نونس (۵ برخه ــ خو هورې ” نولس” غوره بلل سوی دئ.)

.يو، اينده ، يؤ-ا ئينده ………….يو – اينده (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (الف ــ ج) جزء . خو هورې ” آئینده ” او ” آینده” لیکل سوي دي یعني په مدلرونکي الف. دستانه میر زهیر په لیکنه کي ئې مد پخپل سرځني غورځولی دئ)

وېره – بېره – ايره ………….وېره (۵ برخه)

… } ې { ( مجهول يا ) (دا برخه هسي له ځانه جوړه سوې ده. په اصل فیصله کي په خورا زیات تفصیل سره د(ې) د استعمال په باب خبري سته. هورې ئې د مجهولي ياء په باب لیکلي دي :

دا یاء اوس دلري پښتونخوا( په بره پښتونخوا کي هم ــ هوتک) په لیکنو کښی ډیر رواج لری او تقریباً په غیر محل [ د ملینه او معروفو یاءګانو پر ځای] استعمالیږی لکه : زیری ــ کاڼی ــ دې ــ

غلې، مثلا ممدوت غلې دی

ولې ، مثلا عطامحمد ولې داسې اوکړه او نور …..

دا یاء دی پخپل محل کښی استعمالیږی لکه : دماضی مطلق او استمراری مخاطب مفرد دصیغی مثلا ته احمد ووهلې ــ ته احمد وهلې . دحال او استقبال مخاطب مفرد صیغې مثلا ته احمد وهې ــ ته به احمد ووهې ــ ته احمد وهلای شې ــ ته به احمد ووهلای شې .

د ماضی قریب او ماضی بعید مخاطب مفرد صیغې مثلا ته احمد وهلې یې ــ ته احمد وهلې وې .

د ماضی قریب او ماضی بعید مفرد مونث غایب صیغې مثلا احمد رحیمه وهلې ده ــ احمد رحیمه وهلې وه .

د اسم فاعل او اسم مفعول واحد مونث صیغه مثلا تلونکې ــ تللې .

د مختوم په های ملفوظی مونثو اسماوو جمع مثلا وزې ــ پښې ــ مړې ــ کږې او داسی نور ….)

ويبده – بيده – اوده……… ويده (۵ برخه)

…بې ځايه او د معروفۍ ياء په ځای استعمال نه شي ( دا برخه هم گونگه ده او زه به وروسته پر وږغېږم.)

وياله – بياله – واله……… وياله (۵ برخه)

+++++++++++++

تاسي ولوستل چي د څلرمي فیصلې مواد د ښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي هسي گډوډ او پخپل سر لاندي باندي اوډل سوي دي . په اصلي فیصله کي دا ټول مواد پر شپږو برخو منظم وېشل سوي دي او نه پوهېږم چي دلته تنظیم ولي ور ویجاړ کړی دئ؟

3 COMMENTS

  1. ښاغلی هوتک!
    هیله لرم چه روغتیا مو مله وي او د تل په څیر د نورو چارو تر څنګ د پښتو په پاللو کې لا ښې لاسته راوړنې ولرې.
    زما يوه پوښتنه چه تل مې په ذهن کې را سره ده.او هغه دا ده چه:
    کله چه د پښتو د لیک دود خبره کیږي نو ګمان کوم چه یو دلیل یی دا وی چه هر پښتو لیک که د هر چا (د هرې سیمی او یا هرې لهجې )وي ،نو چه په یوه بڼه ولیکل شي.
    زه چه کله هم د لوی کندهار د مشرانو او یا کشرانو لیکل لولم نو اکثر وینم چه د (شین )په ځای (سین) لیکي.
    زما پوښتنه دا ده چه ایا په پښتو ټولنه او یا په باړه ګلۍ یا هم کومو نورو علمی ناستو کی دا منل شوې چه د (شین او سین ) توپير نشته؟؟؟
    چه ښه او غوره بیلکه یی ستاسې په همدی پورتنۍ لیکنه کې د شین په ځای سین لیکل شوی.( لکه په تېره برخه کي چي مي یادونه کړې ده، دلته یو وار بیا وایم چي د ښاغلي ستانه میر زهیرپه لیکنه کي دا فیصله ” دریمه” بلل سوې ده او اوس ماته څرگنده سو ې ده چي دا دهماغه ماخذ تېروتنه ده چي دوی دا فیصلې ځني رااخیستي دي.)

  2. ښاغلې حاجي خانه
    تر سلام وروسته
    ستاسي دپوښتني جواب به ددغي لړۍ په وروستۍ برخه کي راسي. په هغه برخه کي زه ددې ټولو فیصلو کره کتنه لوستونکو ته وړاندي کوم.ـ
    هوتک

  3. شاغلی ھوتک صیب لومڑئ السلام علیکم وروستہ ستاسو نہ دیوی عامہ توصیی طلبگار یم چی معاصرو لیکوالانو یا ژباڑونکو تہ یی وکڑئ زکہ چی ھمدا دوی دی چی دادبی پشتو دنہ مھارت یا بلکل د نہ زدہ کڑی لاملہ کتابو لیکی یا ژباڑی کوی نو ھمدا د دوی بی معنا کڑنہ دہ چی معاصراو راروان نسل دپشتو دشکلی ادب سخہ کنارہ ساتی مھربانی دٹلیفون کیبورڈ می اردو دہ…دحجری د طالب نظر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب