دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+شګې په «یو څو لپې فکرونو» کې| رحمت شاه فراز

شګې په «یو څو لپې فکرونو» کې| رحمت شاه فراز

د ټولنې عام لوستی قشر عموماً د مشرانو او مشهورو لیکوالو خبرو ته ډېر غوږ نیسي او په یوه مسئله کې چې د مشهور لیکوال نظر په ګوتو ورشي، ډېر په درنه ورته ګوري. د ټولنې مشهور لیکوال هم چې د خپلې ټولنې خیر غواړي، کله د خپل تخصص په ساحه کې او کله د وخت د تقاضا مطابق خبرې کوي او کله بیا د خپل ذوق او طبعي پنځونه ټولنې ته وړاندې کوي. هلته چې د داسې لیکوالو کمی وي چې خلک يې په وړتیا او اخلاص شکمن نه وي، د خپل محبوب لیکوال د خبرو لا ډېر تود هرکلی کېږي. «یو څو لپې فکرونه» د همداسې یوه استاذ لیکوال تازه چاپ شوی اثر دی، چې زموږ په ټولنه کې يې په وړتیا او د ټولنې لپاره د خیر په نیت باندې شکمن کسان نه تر سترګو کېږي.

د استاذ اسدالله غضنفر نوم چې یاد شي، په لویه کې د ادیب، نقاد، کیسه لیکوال او د داستاني او تاریخي ادب د ژباړن په توګه د ذهن په پرده انځورېږي، خو د خپلو ټولنیزو او فکري لیکنو له مخې، د خپلو ځینو چاپو اثارو له مخې او د خپلو کړیو دندو له مخې د فردي او اجتماعي رنځونو د طبیب او د هېواد په کچه مسایلو کې د صاحب نظر او د افغان انسان ستونزو ته د ممکنه حل لارو د لارښود په حیث هم شهرت لري. روزمره خبرو ته نږدې، خوږ او روان نثر خو هسې هم د غضنفر له نوم سره تړلی شوي دي.

یو څو لپې فکرونه د وخت او ټولنې تقاضا او غوښتنو ته په کتو د لیکل شویو لیکنو یوه لویه ټولګه ده. د استاذ د لیکنو یوه ښېګڼه دا ده، چې تر ډېره پورې خپل فکر بیانوي او تا ویلي او چا ویلي يې په خبرو کې ډېر کم لیدل کېږي، ممکن د استاذ د محبوبیت یوه وجه به همدا وي، ځکه خلک د تېرو او نورو د خبرو په ځای د دې تمه لري، چې پخپله لیکوال د ویلو لپاره څه لري.

په ادبیاتو کې ماهر سړی طبعا هغه څوک وي، چې له ټولنپوهنې، ارواپوهنې، تاریخ، مذاهبو او نورو اجتماعي علومو سره يې پخه راشه درشه پاللې وي. استاذ چې ټولنې ته غږېږي، د یوه ټولنپوه په توګه نه غږېږي، بلکې د خپلې مطالعې، مشاهدې او تجربې په رڼا کې راته د ټولنې عیبونه او ښېګڼې تجزیه کوي او پایله يې راته بیانوي. ښکاره ده چې دغه خبرې به د ټولنپوهنې د متخصص له خبرو سره فرق لري او د تحقیق او څېړنو په ځای د شخصي مطالعې او تجربو ثمره به وي. و دې شي، چې دغه خبرې به د متخصص د خبرو هومره مسلکي هم نه وي، خو دا ټولنه چې د هر فرد کور دی او هر غړی د کورنۍ د بهتري سوچ له ځانه سره لري، امکان یې شته چې د متخصص تر خبرو ډېرې ګټورې وي، سره له دې چې مسلکي به نه وي. موږ له یوه انسان نه دوه شیان نه شو اخیستلای؛ د تجربو خزانه او د بیان ازادي. هر انسان خپلې تجربې لري او هر انسان حق لري چې دغه تجربې په ازاده فضا کې بیان کړي. له تجربو نه مې د انسان مطالعه، مشاهده، سفرونه، تحصیلي او کاري ژوند او داسې نور ټول موارد منظور دي، چې له امله يې یو انسان اوسمهال ته را رسېدلی دی.

د دې کتاب د مطالعې په وخت کې یو داسې انسان لولو، چې د ټولنې ګڼو اړخونو ته ځیر شوی، خیر او شر ته يې پام اوښتی او هڅه يې کړې چې خپله مخاطبه ټولنه هم دغو مسایلو ته متوجه کړي او ممکنه حل لارې يې ور په ګوته کړي. د استاذ نثر هسې هم داسې دی، چې خپلې خبرې د احتمال، امکان، شاید او زما نظر او ممکن داسې وي، له قیدونو سره راته بیانوي، چې دغسې خبرې که هر څوک مني نه، خو اوري يې خامخا.

داسې نه ده چې استاذ په دې کتاب کې ټولې نوې خبرې کړې دي، بلکې د کتاب لویه برخه خبرې استاذ پخوا هم کړې دي، یوه متوسط لوستونکي ته به په نورو ځایونو کې هم مخې ته ورغلې وي او په عادي اذهانو کې به هم دا خبرې خورې ورې پرتې وي، خو استاذ هڅه کړې چې په یوه موضوع باندې د خپلې پوهې او تجربو په رڼا کې هر اړخیز وغږېږي. مثلاً په «لټي او لټان» مقاله کې د دولتي کارمندانو لټي د اکثریت خلکو تجربه او سترګو لیدلی حال دی، خو استاذ یوازې د لټۍ پر یوه اړخ خبرې نه دي کړې، بلکې له ګڼو زاویو پرې غږېدلی، چې د ګڼو زاویو شتون او د زاویو بدلون زړو او عادي خبرو ته هم یوه نوې سا ورکړې ده، دغه راز د لټۍ نور عوامل او لاملونه او د لټۍ زیانونه یې هم را سپړلي، چې په دې ډول د یوې موضوع بشپړ انځور زموږ مخې ته جوړېږي، چې د دغه ډول انځورونو په انځورولو کې استاذ په پښتو ژبه کې یګانه زمانه دی.

دا هم ده چې نوې خبرې عموماً په تحقیقي او تخلیقي اثارو کې وي، خو چې ټولنې ته د خیر او فلاح خبرې کوو، د ډېرو نویو خبرو تمه نه شو کولی. ټولنې وخت په وخت له نویو ستونزو سره مخ کېږي، خو دغه ستونزې د موضوع له مخې متفرقې وي او عموماً د جلا جلا قلمونو او فکرونو مسؤلیت ګرځي.

«یو څو لپې فکرونه» په دې هم د نوو خبرو له کمښته سره مخ دی، چې زما په نظر د استاذ په ذهن کې ستونزې زیاتې دي، خو د دې ستونزو لپاره يې حل لارې کمې او له یو بل سره مشترکې لیدلې دي. له دې امله په کتاب د تکراري خبرو ډېر ژور سیوری پروت دی او په ځینو ځایونو کې د اطناب سبب شوی دی. د مثال په ډول، استاذ چې فرد ته غږېږي، د نورو په کار کې کار نه لرل، غیبت نه کول، له دروغو ځان ساتل په څېر د نصیحتونو تکرار سره مخ کېږو او چې ټولنې یا ټولنیز نظم ته غږېږي، په قانون سازي، د قانون حاکمیت او د قانون اهمیت مو بیا بیا سترګو ته درېږي. په کتاب کې به ډېرې کمې لیکنې داسې وي، چې د قانون د اهمیت یا لږ تر لږه د قانون کلمه دې ونه لري.

په ځینو لیکنو کې استاذ ډېر زیات تفصیل ته مخه کړې، چې د «ګړني تاریخ» او «د ملي یووالي د لارې خنډونه او فرصتونه» یې د یادونې وړ دي. د ګړني تاریخ موضوع سره له دې چې مهمه ده، خو نوې نه ده او سره له دې چې تر دې پخوا به خبرې پرې نه وي شوې، خو دومره پېچلې نه ده، چې دومره بېلګو ته دې ضرورت ولري، چې استاذ راوړې دي.

«د ملي یو والي د لارې خنډونه او فرصتونه» د دې کتاب تر ټولو ارزښتناکه لیکنه ده او همدا یوه لیکنه هم د دې لپاره کافي ده، چې دا کتاب بار بار چاپ او ولوستل شي. خو ډېر طوالت او اطناب دا ستونزه پېښه کړې، چې لوستونکي ته نتیجه ګیري سختوي او سره له دې چې لیکنه یوه سریزه لري، خو بهتره به وه چې پایله یا لنډیز یې هم لرلی، تر څو لوستونکي په پای کې د فکر او نورو خبرو لپاره یو څه ترلاسه کړي وای. استاذ چې د وطن دننه وو او بوختیاوې یې ډېرې وې، نو کوم کتابونه یې چې چاپ شول، هغو کې یې د تفصیل په ځای د اجمال اړخ غالب وینو.

د «یو څو لپې فکرونه» مقالې په بېلا بېلو وختونو کې لیکل شوې او د کتاب په بڼه چاپ شوې دي. دا خبره ځکه کوم، چې د کتاب زیاتره لیکنې په تاند او بي بي سي پښتو وېبپاڼو کې هم وخت په وخت خپرې شوې دي. هغسې چې دغه لیکنې تر ډېره د یو ځل لوستو لیکنې دي، نو په کتاب کې يې دوهم ځلې خپرول ډېر مناسب نه ښکاري. مثلاً «ابن الوقت» یوه داسې لیکنه ده، چې په دې مو پوهوي، چې فرصت طلبي بد کار دی. پاته لیکنه راته د فرصت طلبي په اړه د لیکوال استدلال، پوهه او شخصي تجربې انځوروي، چې تر ډېره په حافظو کې د ساتلو یا د عمل کولو خبرې نه دي. که هدف دا وي، چې دغه لیکنې به په کتاب کې ښې خوندي شي، نو زما په نظر اوسنۍ زمانه کې انټرنټ تر ټولو خوندي ځای دی، چې د سانسور د ښامار خوله هم نه ور رسېږي او د مراجعې لپاره هم اسانې وي. زما چې دغو لیکنو ته اړتیا شي، طبعا په انټرنټ کې يې لټوم، چې هر ځای د لاسرسي وړ هم  دی او نقل قول یې هم راته اسانېږي.

په کتاب کې د تکرار خبره پورته هم وشوه، خو داسې ښکاري چې ټولنې ته د خیر د فکرونو په رسولو کې استاذ ته بهترینه لاره تکرار په سترګو ورغلې، خو د کتاب یوه لیکنه چې بیا بیا هم لوستل کېدلی شي، د یوې خبرې تکرار به ولې ضرور وي؟

د «یو څو لپې فکرونو» ډېری لپې په یوه رنګ و بوی نه دي، یانې استاذ د یوې موضوع په بیان کې تر پایه ټینګ نه دی پاته شوی او داسې ښکاري چې ذهن ته ورغلې ټولې خبرې یې کړې دي. مثلاً «د لواړګیني مرشد په مجلس کې» چې د حمزه بابا په حضور کې د یوه صوفیانه محفل بیان او خاطره ده، د پېریانو له لوري د غلا انګېرنه د مقالې له سوژې سره ډېر ربط نه خوري.

د استاذ په هره لپه کې د اخلاص له عنصر نه انکار نه شو کولی، په دې چې اخلاص د زړه خبره ده او د زړه په خبرو خدای پوهېږي، خو د ځینو مقالو له لوستو وروسته په دې پوه نه شوم، چې په دې لپه کې د ګټې او فکر خبره کومه وه؟ د «جادو او جادويي لید» له لیکنې د لیکوال له مشاهدو، معلوماتو او بازاري واقعیتونو پرته نور څه اخلو؟ دغه راز «د پوره یو نسل پاچا» چې د نصیر احمد احمدي ستاینه ده، نه ادبي نقد دی او نه په ادبي تاریخ کې یوه زیاتونه؛ نو انسان ته سوال درېږي، چې د یو چا تشه ستاینه او د خپلې ستاینې په استناد کې د نورو خلکو خبرې را اخیستل، لوستونکو او ادب ته څه ورکوي؟ استاذ چې د نن ټولنې ته خبرې کوي او د نن په ټولنه کې د ټولنې نیمی محروم شوی نفوس هم شامل دی، زما په نظر لږ تر لږه په دې ارزېده، چې په ستونزو او ممکنه حل لارو يې خبرې شوې وای.

د استاذ دا کتاب له ټولو هغو ښېګڼو او خوبیو برخمن دی، چې په تېرو کتابونو کې يې موجودې دي او یا بالعموم زموږ په ادبي حلقو کې استاذ ته منسوبېږي، او کومو برخو ته يې چې ما د نقد ګوته نیولې، هغه به یا زما د فکري لغزش پایله وي او یا به په رښتیا دغه ستونزې موجودې وي. هغسې چې استاذ په خپلو لپو کې د اخلاص عنصر یاد کړی، دې نقد کې به هم د اخلاص کمی نه وي پېښ شوی.

عموماً زموږ په ادب کې د یوه لیکوال اثار له تکاملي زاویې پرتلنې ته نه ایښودل کېږي، یانې دا چې وکتل شي، زموږ یوه لیکوال په خپل تازه اثر کې له پخوانیو اثارو څومره لاره بېله کړې، څومره ترقي يې کړې او په کومو کومو دلایلو يې نوی اثر بهتر دی. د استاذ دغه ډول پرتلیزه مطالعه نویو لیکونکو او ادب ته نوې خبرې ورکولی شي.

1 COMMENT

  1. ډیره ښایسته لیکنه وه، زما په اند دا ډول لیکنې نور لوستونکي له فکر کولو سره اشنا کوي. زموږ ډیری وروڼه کله ناکله تر دومره حد پورې د مشهورو لیکوالو، شاعرانو، نقادانو، تاریخ لیکونکو تر اغیز لاندې راشي چې بیا د هغوو لیکوالو د لیکنو په اړه له دې ویرې چې څوک مې ونه غندې له هر ډول نظر ورکولو څخه تیریږي او هغه د زړه خبرې چاته نه کوي او که یې وکړې هم نور وچ کلک مقلدین یې په غندنه پسي را وزی. څو د ګوټو په شمار لیکوال به داسې وي چې دا زغم لري چې په لیکنو باندې یې د نیوکو هر کلی کوي له نیکه مرغه دروند استاد او آن کورنۍ یې دا زغم لري، بلکې که څوک یې په لیکنو باندې تبصره یا نیوکه کوي ورته خوشحاله کیږي. او دغه کار د پرمختګ په سترګه ګوري دوئ ټول له لوی استاد مرحوم پسرلي صاحب نه را نیولي د کورنۍ تر ټولو لیکوالانو پورې یې په وچ زور له چا درناوی نه غواړي، بلکې دا درناوی یې په خپلو جادویې لیکنو، څیړنو او… تر لاسه کړی دی. زه باور لرم چې هر کله څوک د استاد لیکنې لولي نوي نوي څه په کې مومي. داسې خبرې چې پخوا چا نه دي کړي خو دا ښه خبره ده چې په داسې خبرو به باندې هم تبصرې وشي او نظر ورکول شي. دا ډول لیکنه موږ ته د نظر شریکولو نوي کړکۍ پرانیزې. تاند اوسۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب