پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې یو بل خبریال نیول شوی

په کندهار کې یو بل خبریال نیول شوی

دوشنبه، د اسد ۸ مه) په کندهار کې خبریالان او د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د امریالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په کندهار کې یو خبریال، محمد ابراهیم محتاج نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن (دوشنبې) په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د ښاغلي محتاج پر نیول کېدو اندېښنه ښوولې او د نوموړي د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په کندهار کې د طالبانو یوې سرچینې د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د ملت ږغ راډیو خبریال محمدابراهیم محتاج بې درکه شوی دی.

دې سرچینې دا هم ویلي چې د طالبانو امنیتي ادارې پر ښاغلي محتاج د رسنیزې سرغړونې په تړاو د کوم تور په اړه معلومات نه لري.

دا په وروستۍ یوه میاشت کې درېیم خبریال دی چې په کندهار کې نیول کېږي.

تر دې وړاندې د سرطان په ۲۲ مه طالبانو په کندهار کې د ازاد  خبریال محمدیار مجروح ونیوه چې لا هم خوشي شوی نه دی.

د خبريالانو مرکز د ښاغلي محتاج د نیول کېدو په اړه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په کندهار کې د طالبانو له سيمه ييزو چارواکو غواړي چې د خبريالانو خپلسري او غير قانوني نيونې او پر سيمه ييزو رسنيو فشار او تهديد پای ته ورسوي او د خبريالانو او رسنيو هر ډول شکايتونه دې د رسنيو د شکايتونو د څېړلو د کمېسيون له لارې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب