پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د پوهنې وزیر عصري زده کړې کفايي فرض وبللې

د طالبانو د پوهنې وزیر عصري زده کړې کفايي فرض وبللې

تاند(دوشنبه، د اسد ۸ مه) د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي “حبیب الله اغا” د دې خبرې په تاییدولو سره چې د عصري تعلیم زده کړه او د متخصصو ځواکونو روزنه ضروري ده، وویل: افغانان د عصري زده کړو په وسیله کولای شي د پردیو بې پېلوټه الوتکو مخه ونیسي او د افغانستان د هوايي قلمرو ساتنه وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د ګټونکو په ستاینغونډه کې وویل چې د عصري تعلیم زده کړه کفايي فرض دی او معاصر او دیني علوم دواړه د نننۍ ټولنې اړتیاوې دي.

مولوي حبیب الله اغا همداراز وویل: «دوی د افغانستان اسمان ته رسېدلي، بې پیلوټه الوتکې یې زموږ په اسمان کې ګزمې کوي، موږ د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې څه لرو! موږ هیڅ نه لرو!، مګر موږ یې جوړوو، دا زموږ لپاره اړینه ده چې نه یوازې خپل ځان، بلکې د خپل هیواد جغرافیه هم خوندي کړو.”

هغه ټینګار وکړ: «اسلامی امارت د نویو علومو مخالف نه دی او په دغو علومو کې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.»

د طالبانو د پوهنې وزیر په داسي حال کې د عصري علومو پر اهمیت ټینګار کړی چې د دوی حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي دي.

1 COMMENT

  1. په ۱۹۷۲ کال کښی د افغانستان په پارلمان کښی اکثریت کمونیستان او اخوانیان داخل وو او د امریکا او د روسیی سفارتونه له ابتدا څخه په هڅه کښی وو چی څه ډول د خپلو منافقو او شیطانت لوبو ته زمینه برابره کړۍ شی او روسیی د خپلو غلامانو له خوا د حسن شرق له لاری کمونیستی کودتا باندی بریالی شول او همدی کمونیست ملی خائین حسن شرق حلقی لږه موده وروسته د کمونیستی کودتا مؤقتی رهبر خود خواه او بی ځایه مغرور محمد داؤد سره د اکثریت فامیل سره په قتل ورساوه او همدارنګه د غلیسی امریکا لپاره ددی خائينی کمونیستی کودتا په واسطه د پنجابی پاکستان په واسطه هم د تخریبکاری زمینه برابره کړۍ شوه !

    د حزبونو رامینځ ته کول په اکثریت بی سواده ملت کښی د اجنبیانو په ګټه تمامیږی او نه دی ملت او د امریکا سفیر کاؤبائی اظهار چی د پادشاه ورځی په شمار دی او دا ډول شیطانی تبلیغونه د خرڅ شوو او اجنبیو غلامانو له خوا مسلسل هم په خوا تیت کیدی او هم اوس تیت کیږی او ځینی ادعا کوی که د کمونیستی کودتا صورت نه وای موندلۍ نو مرحوم جنرال عبدالولی کودتا باندی لاس پوری کاوه د اجنبیانو رنګارنګ غلامان دومره بی حیا شوی دی چی اجنبیانو اوس په هر ډول درواغو ادعاو او تاریخونو نوشتو باندی سرګردانه لګیا کړی دی او زیات خائین کمونیستان اوس د پنجابیو قادیانیو چړیانو ( طالبانو ) پلاویان شوی دی ، بلی غلیسی امریکا ته کاملآ څرګنده وه چی افغان ملت د زړه له کومی مسلمان ملت دی او اجنبیان هیڅکله په خپله خاوره کښیاجنبی نشی ځغملۍ نو د کمونیستانو له لاسه پنجابی پاکستان ته تښتیدلی افغانان او ددوی اولادونه د امریکا په ډالرو منظم تربیه اوباید وروزل شی تر څو ددوی په وسیله د افغان ملت کنترول راوستلو لپاره د پنجابی پاکستان تر پروګرام لاندی صورت وموندلۍ شی ، اصیلی افغانانی او اصیل افغانان ددی شاهدان وو چی غلیسی امریکا د ملی خائین خلیلزاد په وسیله او د پنجابی پاکستان په کاملی همکاری د ډورامائی بدلونونو سره باالاخیره حکومت چړیانو ته دوهم ځل لپاره تسلیم کړۍ شو او غلام تربیه شوی تنظیمونه ( د پنجابیانو او اخوندی ایران غلامان) او امریکا او انګلستان کښی خاص تربیه شوی ( ددیموکراتانو تر نام لاندی ) کسان د امریکا په امر په اتفاق سره له افغانستان څخه وتښتیدل !

    بلی افغان ملت مینځ کښی صادقانه فعالیت په ډیر احتیاط سره شروع شوۍ دی او افغان ملت باید قانع کړۍ شی چی دا چړیان دستوری په افغان ملت باندی حکمران کړۍ شوی دی اما واقعیت کښی پنجابی پاکستان د افغانستان حکمرانی کوی !!!

    چړیانو ته دستور ورکړ شوۍ دی چی جلکۍ کلآ د مکتبونو څخه او میرمنی د بهر کارونو څخه لری وساتل شی او ټول مکتبونه او پوهنتونونه په قادیانیو مدرسو قادیانیو شیاتو پوهنتونو باندی تبدیل کړی یعنی افغان ملت جاهل او پنجابی پاکستان د افغانستان ټول کارونه تر کنترول لاندی ولرلۍ شی !

    یاده : چړیا ن د امریکا په اجازه اود پنجابی پاکستان په کومک چین او روسیی سره نیږدی شوی دی او پنجابی پاکستان د انګلیس او امریکا په موافقی سره په کالونو د چین سره ډیر دوستانه اړیکی لری ، بلی سیاست ډیر مغلق دی او عادی کسان د لویو قوتونو تخریبکاره پلانونو باندی هغه وخت پوهیدای شی کله چی تباهی او بدبختی عملآ وګوری !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب