سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+ماهرنګ بلوچ څوک ده، څه کاره ده او څه غواړي؟

ماهرنګ بلوچ څوک ده، څه کاره ده او څه غواړي؟

خان محمد ستانکزی/جرمني

ماهرنګ بلوچ د بشري حقونو یوه بلوچه فعاله ده، او وایي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا په بلوچستان کې په غیرقانوني او جبري توګه د بلوچانو د ورکولو اوغیرقانوني (ماورای عدالت) قتلونو پر ضد مبارزې ته یې لستوڼي پورته کړي دي.

ماهرنګ په ۱۹۹۳ کال کې پیدا شوې، له مسلکي پلوه د طب ډاکتره ده چې د بولان طبي پوهنتون څخه فارغه شوې ده. نوموړې د بلوچ یکجهتي کمېټې تر نامه لاندې جوړښت په چوکاټ کې فعالیت کوي او وایي چې د کار هدف ساحه یې د بلوچانو حقونه دي.

ډاکتره ماهرنګ د عبدالغفار لانګوي لور ده او ویل کیږي چې پلار یې یو کارګر و. د ماهرنګ د کورنۍ په رابطه ویل کیږي چې په کوېټه کې اوسېدل خو چې مور یې ناروغه شوه، د تداوۍ لپاره کراچۍ ته ولېږدېدل.

شاه میر بلوچ او د هندوستان «دي وایر انډیا» ورځپاڼې لیکلي چې د ماهرنګ پلار د ۲۰۰۹ د ډسمبر په ۱۲مه په کراچۍ کې روغتون ته په لاره د پاکستان امنیتي ځواکونو وتښتاوه، او دغه وخت چې ماهرنګ د ۱۶ کالونو وه، لاس په کار شوه او د پلار د تښتول کېدلو پر ضد یې اعتراض پیل کړ.

یادو سرچینو او د برتانیا ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې ماهرنګ په لږ وخت کې د محصلینو د مقاومت خوځښت کې مشهوره شوه، خو پلار یې د ۲۰۱۱ د جولای په میاشت کې په داسې حال کې پیدا شو چې وژل شوی و او په بدن یې د شکنجې نښې لیدل کېدلې.

څو کاله وروسته د ماهرنګ د کورنۍ بل غړي ورک شو. د بلوچ ورنا په نامه یوه خبري وېب سایټ چې د بلوچانو او بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۲۵مه ولیکل چې، د پاکستان د سرحدي قول اردو (فرنټیر کورپس) عسکرو د ډسمبر په ۱۵مه د ماهرنګ بلوچ ورور نصیراحمد د بلوچستان مرکز کوېټې څخه وتښتاوه.

د هندوستان «دي وایر انډیا» خبري وېب سایټ د نصیراحمد تښتونکي د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی اېس آی) کسان بللي دي، او ویل کیږي چې په دې لړ کې د فعالیت له امله له هغه وخت راهیسې تر نن ورځې پورې ماهرنګ د بلوچانو د مقاومت خوځښت په یوه نومیالۍ څېره باندې بدله شوې ده.

په نورو سربېره، ماهرنګ بلوچ د حکومت له خوا له بلوچستان څخه د طبیعي منابعو د اېستلو پر ضد کار کوي. دغه راز، په ۲۰۲۰ میلادي کال هغې په بولان طبي پوهنتون کې د محصلانو د سهمیه سیستم د له منځه وړلو د وړاندیز پر ضد اعتراض پیل کړ.

د دغه سیستم له مخې، د بلوچستان له لیرې پرتو سیمو څخه د طب محصلینو لپاره ځایونه په پام کې نیول کیږي، او ویل کیږي چې مقاماتو غوښتل دغه سیستم له منځه وېسي خو د هغې اعتراضونو او د نه خوړلو اعتصابونو یې مخه ډب کړه.‌

ماهرنګ بلوچ او ورسره ملګرو ښځو د ۲۰۲۳ د ډسمبر په میاشت کې د «بلوچ لانګ مارچ» تر نامه لاندې د بلوچستان له کیچ ولسوالۍ څخه د پاکستان تر پلازمېنې اسلام اباد پورې څه باندې ۱۶۰۰ کیلومتره اوږده لاره په پښو ووهله او هلته یې اعتراض پیل کړ.

«دي ډیپلوماټ» آنلاین خبري مجلې چې د متحده ایالاتو له مرکز واشنګټن ډي سي څخه خپرونې کوي، ولیکل چې ماهرنګ او ورسره نورو ښځینه فعالانو، چې مېړونه، ورونه او نور خپلوان یې امنیتي ادارو ورک کړي وو، دا مارش په بلوچستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او جبري ورکولو په مقابل کې د خپل غږ پورته کولو لپاره ترسره کړ.

د بلوچ یکجهتي کمېټې په وینا، معترضین د آی اېس آی له خوا وتښتول شول او څه یې د اسلام اباد پولیسو له خوا بندي کړای شول چې یو شمېر یې را ازاد شول، خو د رسنیو د راپورونو او وکیلانو په وینا ډېر یې لا هم ورک دي.‌

ماهرنګ بلوچ د خپلو فعالیتونو د اوږدو ګامونو په لړ کې له څو میاشتني ځنډ څخه وروسته د جولای په ۲۷مه له کوېټې څخه ګوادر ته د «بلوچ راجی مچی – د بلوچانو لویه غونډه» په نامه یو لوی مارش پیل کړ.‌

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې امنیتي ځواکونه په لاره کې په بلوچ فعالانو باندې ډزې کوي، یو شمېر کسان وژني او ګڼ شمېر نور زخمي کوي، او د هغو بسونو ټایرونه په ډزو سوري کوي چې بلوچان په کې د اعتراض لپاره ګوادر ته ځي.

ماهرنګ وایي چې په ګوادر کې به یې اعتراض درې ورځې دوام کوي او د خپل غږ اورېدلو ته به پراختیا ورکوي.

ګوادر د پاکستان هغه سمندري بندر دی چې د چین له خوا د بلوچستان په ساحه کې جوړېږي، او بلوچان یې د جوړېدلو مخالفت کوي.

د دې لیکنې د خپرولو پر وخت په اېکسپاڼه تازه خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې امنیتي ځواکونه په ګوادر کې په ناستو معترضینو د ډزو برید کوي، او فعالانو لیکلي چې ځواکونه غواړي ماهرنګ او د هغې بله ملګرې سمی دین بلوچ ورسره بوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب