ډاکټر راته وویل، که دې زړه کیږي چې وګرخې، ګرځه، هرڅه ته چې دې زړه غواړي خوره یې، پرهیز مرهیز مه کوه.
نن مې دا دوهم ځل دی چې له بستره راپاڅیږم. مازدیګر مې د روغتون د ودانۍ دننه قدم واهه بیا مې بهر ته دې پارک ته سر راښکاره کړ هغه وخت دلته بیروبار و، پایوازان د ناروغانو لیدو ته راتلل.
اوس لمر تر غرونو پناه شوی.هالته لرې په تیاره کې د عاجلې څانګې مخې ته د امبولانس شنه څراغونه څرخي:
« چې څوک به یې راوړي وي»
« په څه حال کې به وي»
« زه چې یې په کومه ورځ په امبولانس کې راوستم لاره څومره اوږده شوه»
« کله چې روغ وم هر وخت به مې ویل چې دا امبولانسونه څرنګه تیز ځي…»
« دغه ناروغ چې یې رارسولی زړه به یې تکیه شوی وي چې روغتون ته رسیدلی، خو اوس به څومره زړه خوري چې ډاکټران یې ولې ژرغم نه خوري»
سر مې وګرځید، د ونې ډډ مې ونیو. سترګې مې سره ولاړې، کښیناستم، چې سترګې مې وغړولې. د عاجلې څانګې له مخې امبولانس تللی و. د اووه منزله روغتون په یوې نیمې کړکۍ کې رڼا ده نور څراغونه مړه دي:
« څرنګه کراري ښکارې لکه هیڅ چې نه وي شوي»
« په ځینو کوټو کې به ناروغان څرنګه وره ته ګوري چې نرسه ورشي د درد کیسه ورته تیره کړي»
د خپلې خونې په خوا روان شوم. د دهلیز څراغونه ځیني مړه ځیني راڼه و. له یوې کوټې زګیروی راووت. دیوال مې تکیه کړ، غږ ټیټ شو. ګام مې واخیست. د نرسانو د کوټې له خوا د خندا داسې غږ راته لکه څوک چې په خوله لاس نیسي چې غږ یې جګ نه شي.
د دهلیز اخره د اوږده تیاره تونل په څیر ښکاریده. نرسانو یو بستر په بیړه بیړه تیر کړ، د بستر د ټیرونو ګرب ګربا شوه:
« عملیاتوي به یې»
« ښه ده چې ژر یې غم وخوري»
« له ډاکټره به غواړي چې بس درد یې ورکم کړي، که نور ژوند نه وي نه دې وي… ولې به داسې فکر کوي، خدای دې جوړ کړي…»
پر بستر مې پښې وغځولې:
« د درد په وخت خو دې ویل چې نور ژوند بس دی…»
د کړکۍ خواته مې سترګې واړولې، بهر ته د سپوږمۍ شغلې په مخامخ دیوال ځلیدې. پښې مې راغونډولې چې پاڅم، نه راټولیدې، ستړیا نه پریښودم، په خیال کې سپوږمۍ ته ولاړم چې سترګې مې رڼې کړې، نرسه مې سر ته ولاړه وه ډاکټر ته یې زما دوسیه ورښکاروله. زما ډاکټر ته پام و چې څه د هیلې خبره کوي هغه ماته کتل هیڅ یې نه ویل ما ته یې شا کړه. سر مې له بالښته پسې جګ کړ چې پوښتنه وکړم:
« ولې دې راته ویلي چې پرهیز مه کوه څه چې خورې هغه خوره؟!»
د ډاکټر سپینه چپنه د وره شاته پټه شوه.
پای