پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسره مياشت: ۵ مياشتو کې مو د نیږدې يو لک ناروغانو وړیا...

سره مياشت: ۵ مياشتو کې مو د نیږدې يو لک ناروغانو وړیا درملنه کړې

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏د افغاني سرې میاشتې اداره وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې د هېواد په کچه ۹۵۵۸۳۱ ناروغانو ته په وړيا ډول روغتیایي خدمتونه ترسره کړي دي.

یاده اداره زياتوي، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ ثابت او سیار کلینیکونه او روغتیایي کمپونه لري چې بیوزله هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

يادې ادارې دا معلومات په داسې حال کې خپاره کړي، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې د طالبانو له واکمنيدو سره د نړيوالو په مرسته تمويلیدونکي روغتيايي مرکزونه له فعالیته وغورځیدل.

طالب چارواکو پر جمهوري نظام نیوکه کړې، چې په روغتیايي برخه کې ېې د پراخو مرستو له ترلاسه کولو سره بیا هم اساسي کارونه نه دي کړي.

په افغانستان کې حاکم بشري او اقتصادي ناورين، په پراخه کچه او په خاص ډول د ښځو او ماشومانو اړوند د خوارځواکۍ او نورې ناروغۍ زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...