جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د سټلایټ له لارې افغانستان کې د کوکنارو کښت څارو

ملګري ملتونه: د سټلایټ له لارې افغانستان کې د کوکنارو کښت څارو

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏د‌ نيشه يي توکيو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې ويلي، چې د سټلایټ له لارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت چارې څاري.

سرچينه زياتوي، چې په دې اړه يې د بريتانيا له يوه پوهنتون سره د ګډ کار تړون لاسليک کړی.

د‌ ياد شوي تړون له مخې، کرانفیلډ (Cranfield) پوهنتون به په دې اړه تر لاسه شوي عکسونه او شواهد څېړي او له مخې به یې د کوکنارو د کښت سطحه معلوموي.

د بريتانيا ياد شوي پوهنتون ويلي، چې د سټلایټ له لارې، دغه ارزونه د روان میلادي کال له پيله شروع شوې او د جولای مياشتې پورې به دوام وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د څارنې او ارزونې پر مهال به پينځه سوه زره هکتاره کرنيزه ځمکه وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د طالبانو چارواکو په يو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د کښتونو د اړولو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب