جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاحدي: د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړيوال بانک راپور له...

احدي: د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړيوال بانک راپور له تناقضاتو ډک دی

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏ په جمهوري نظام کې د افغانستان يوه مهم اقتصادي او سوداګريز مقام ډاکټر انور الحق احدي د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک تازه راپور له تناقضاتو ډک بللی.

احدي په يوه مرکه کې وويل، چې په دغه راپور کې د افغانستان د ټولو نهو مياشتو صادراتو تر شپیته سلنې زیاته برخه پاکستان ته اړوند ښودل شوې، خو په ورته مهال د دغو صادراتو ارزښت ډېر کم او د ټولو صادراتو د ښودلي ارزښت کمه برخه جوړوي.

د هغه په وينا، سربېره پر دې د صادراتو ډېره برخه د افغان کانونو اړوند ده، چې دا کوم د پام وړ اقتصادي تولید نه، بلکې د طبيعي زېرمو خرڅول دي.

ډاکټر احدي، دې ته په کتو سره چې نړیوال بانک خپله په افغانستان کې حضور نه لري، د راپور په جوړيدو کې یې له غیر موثقو سرچینو څخه د استفادې اټکل کوي.

هغه په عین حال کې، د نفتي او ځینو خوراکي توکيو ارزانیدل او د افغانیو د مالي ثبات ساتل د راپور مهم ټکي بولي او د افغانیو په ثبات ساتلو کې د نړیوالو نقدي بشري مرستو اغېز برخلیک ټاکونکی یادوي.

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د نړيوال بانک د دغه راپور هرکلی او ستاینه کړې وه.

د نړيوال بانک د راپور په اړه دلته ولولئ:

نړیوال بانک: په تېرو ۹ مياشتو کې د افغانستان صادرات له یو میلیارد ډالرو اوښتي

1 COMMENT

  1. «چې دا کوم د پام وړ اقتصادي تولید نه، بلکې د طبيعي زېرمو خرڅول دي.»
    دیوه اقتصاد پوه سره داسی خبره نه لګیږی. هرهغه څه جی ملی بودجی ته دخل راوړی هغه دملی اقتصاد یوه برخه بلل کیږی. افغانستان چی تریلینونه ذخایر لری مګر بیا هم خراب اقتصاد لری. ځکه هغه نه ایستل سوی دی او نه خرڅ ته برابر دی. تور سکاره مصرفی معدن ده چی باید اوس وخت خرڅ سی او که په کمه بیه هم وی. دقوش تپی او نورو پروژو پراختیا باندی راځی. په اقتصاد کی تولید صرف صنعتی کارو ته نه ویل کیږی. کموډیتی دیو دولت یوه برخه بلل کیږی چی دنورو سره سره ددولت چی ډی پی ته تقویه او یا تاوان واردوی. افغانملتیان ولی دافغانستان سره مینه نه لری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب