سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک: په تېرو ۹ مياشتو کې د افغانستان صادرات له یو...

نړیوال بانک: په تېرو ۹ مياشتو کې د افغانستان صادرات له یو میلیارد ډالرو اوښتي

تاند:( جمعه، د دلوې اوومه)‏ نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو نهو مياشتو کې د افغانستان صادرات له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتي دي.

د دغه بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ په نهو مياشتو کې افغانستان یو میلیارد او ۷۰۰ ميليونه ډالره صادرات لرل، چې ۶۵ سلنه ېې پاکستان ته شوي.

سرچینه زیاتوي، په تېرو شپږو مياشتو کې افغانستان له ایران، پاکستان او چین څخه د درې میلیارده ډالرو توکي وارد کړي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د خوراکي او نفتي توکيو بيې کمې شوي او د ځینو توکیو بیې په سلو کې له اتلس سلنې څخه تر نهه سلنې راښکته شوي دي.

په دې توکیو کې پر نفتو سربېره د غنمو، بورې، غوړیو او وچې ډوډۍ يادونه شوې ده.

د اقتصادي شنونکو په باور، له افغانستان سره د نړیوالو د اقتصادي مرستو دوام او له روسیې او نورو سيمه ييزو هېوادونو څخه د يادو توکيو واردول په افغانستان کې د توکيو د ارزانه کیدو اصلي لاملونه دي.

د‌ طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ويلي، چې د صادراتو او توکيو د نرخونو په برخه کې پرمختګونه د دوی د هڅو له امله دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې يوه مقام خانجان الکوزي بيا پاکستان ته د صادراتو د زیاتېدو لويه برخه دغه هېواد ته د افغان کانونو د توکيو ډېر استول بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب