شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکابل کې د اخطار پاڼوخپریدل؛ مخ لوڅې ښځې په مرګ ګواښل شوي

کابل کې د اخطار پاڼوخپریدل؛ مخ لوڅې ښځې په مرګ ګواښل شوي

تاند:( جمعه، د دلوې اوومه)‏ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ناڅرګندو کسانو د اخطار پاڼو له خپرولو سره مخ لوڅو ښځو ته د مرګ ګواښ کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو اخطار پاڼو عکسونه خپاره شوي، خو نه ده معلومه چې دغه پاڼې د چا له لوري خپرې شوې دي.

د‌ طالبانو د ډلې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې اخطار پاڼو پرته د افغانستان له مختلفو سيمو څخه راپورونه وايي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونه او په خاص ډول د امر بالمعروف وزارت ګومارلي کسان له هغو ښځو او نارينه وو سره ناوړه او متشدد چلند کوي، چې د دوی د سلیقې برعکس ظاهري بڼه لري.

د طالبانو له واکمنيدو سره د ډېرو افغانانو او په خاص ډول د ښځو ازادۍ سلب شوي، تر دې چې د زده کړو او کار کولو حقونه ورڅخه اخيستل شوي.

طالبان له دې کبله د نړیوالو له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

5 COMMENTS

  1. ډیر دورونه تیر شو دا د جهل او تورتم دور به هم تیر شي او بیا به رڼا راشي. دا طالبانو ته دوهم چانس و خو دوی انسانیت او اسلامیت ته احترام ونکړ که دې وار الله جارو کړه او انشاالله جارو کیږي به بیا به خلک د خپل کلي په ملا هم اعتبار نکوي او نه به ورپسې څوک لمونځ کوي. هغه وخت راتلونکی دی که چا ته ووایې چې ملا یې نو درته وایي به چې پلار دې ملا دی.

  2. افغانانو ته ! طالب دسړي زوی ندی خو دالیک خوشې کوسمداري د ستمیانو ده چې هر څه مني خو نه پښتون ! دا غلط لیک او د پنجیانو پرو پا ګنده ده !!

  3. داسی ښکاری چی دا پاڼی به کوم بیسواده لیکلی وی ځکه ګرامری غلطیانی هم لری. دوهم خبره داده چی د حمارت مهر او نشان هم پکی نښکاری. فکر نکوم دا به د طالبانو لخوا وی ګرچه د هغوی جهالت تر دی هم ډیر دی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب