چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهپښتین: پښتانه بې وسه نه دي، وېشل شوي او د خپلو قاتلانو...

پښتین: پښتانه بې وسه نه دي، وېشل شوي او د خپلو قاتلانو ملاتړ کوي

تاند:( جمعه، د دلوې اوومه)‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] رهبر منظور پشتين د پاکستان تر ولکې لاندې پښتانه نقد کړي او ويلي:« پښتنو سره ظلمونه کيږي، بې وسه شمارل کيږي،خو پښتانه بې وسه نه؛ بلکې تقسيم دي، او د خپلو قاتلانو ملګرتيا یې شورو کړې ده.»

نوموړي د نقيب مسيد په نوم د پاکستاني پولیسو له لوري د يوه وژل شوي پښتون ځوان د تورنو وژونکو د بښل کیدو خلاف غونډې ته وویل:« راو انوار د پښتنو په وړاندې هیڅ نه دی خو پښتانه په فکرونو، په سيمو او خېلونو تقسيم دي، او دې تقسيم دښمن ته موقع ورکړې ده چې استحصال یې وکړي.»

هغه زیاته کړه، “د پښتنو قامي فکر نشته ځکه اتحاد یې نشته نو د داسې قامونو انجام هم داسې وي کوم چې د پښتنو دی”.

پشتين زياته کړه، “مونږ نور رياست ته نه ژاړو، نور قام ته ژاړو چې قام را يو شو د نړۍ يو بلا پرې ظلم نه شي کولی، نور د پښتنو د کورونو مخې ته د اتحاد دپاره کښېنو، که پښتون قام متحد شو په دنیا کې چې څومره هم زمونږ دښمنان دي که څومره زورور دي د ټولو حل په اتحاد کې پروت دی.

د نوموړي په خبره “که پښتانه يو شو بيا به خپل ژوند، خپله خاوره، خپل ولس بچ کړي د دې خاورې نه به دښمن ووځي دا د یو راو انوار خبره نه ده دا د نظام خبره ده”.

پشتين وويل، “په دنيا کې که څوک يو ملک چلول غواړي نو چې څوک بې انصافي او جرمونه کوي نو هغه نيسي او سزا ورته ورکوي خو په پاکستان کې مسله بله ده دلته چې څوک جرم کوي، قتل، اغوا کارۍ کوي او ايين نه مني هغه بري کيږي عزت ورکول کيږي او چې څوک یې مني هغه نسکورول کيږي”.

د نقیب مسید د قاتلانو په اړه د پاکستان د کراچۍ ښار د يوې محکمې پریکړه تر اوسه نورو پښتنو سياسي ادرسونو نه ده غندلې او د مخالفت لړۍ ېې پښتون ژغورنې غورځنګ يوازې مخې ته وړي.

2 COMMENTS

  1. د غربي اروپا پټ تګلار د پښتنو د مینځه وړلو همدا ده چه څو وارې مې لیکلی چه د سویسی جنرال «شتاهل» خبره وه چه ما ته یې په ۱۹۹۰ جنوری کې وکړه چه دوی پښتانه له مینځه وړي او افغانستان تاجکستان او ایران او پاکستان ته ویشل کېړي، که څه چه ما ورته وویل چه دا خوب به ګور ته یوسئ، دی لا ژوندی دی، خو بده یې دا ده چه پښتانه څوک پوه کړي؟

  2. سلامونه
    ليډر منظور صاب ټهيک خبرې کړي دي۔
    پښتنو بلوڅو ته لازمه ده خپلو کې اتفاق وکړي پنجابی سندهی کشميری او نور پردي له جنتنښان وطن څخه چغه کړي وباسي او پخپله هم پر لاهور او کراچۍ او لندن مندن لعنت ووايي۔
    زما په نظر پښتنو افغانانو نه ښه خلک او مسلمان په ټوله نړۍ کې نيشته۔
    نشنل عواميان ۔دانصف تحريک۔ ۔پي ټي اېم۔ آ ټ ت او پ ټ ت ۔حتی پيپليان اد ن پښتانه نور د پوکسټین پسکې نه اچوي ۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب