یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د سياف او ګلمیران ښارګوټي غير قانوني اعلان شول

ننګرهار کې د سياف او ګلمیران ښارګوټي غير قانوني اعلان شول

تاند:( جمعه، د دلوې اوومه)‏ په ننګرهار کې د طالبانو د ادارې چارواکي وايي د سياف فاميلي او ګلميران له لوري پلورل شوې ځمکې قانوني نه؛ بلکې غصب شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو کرنې او غصب مخنيوي کميسيون رئيس مولوي عبدالستار محمد وايي د خپلو غړو په ملتيا يې سره رود ولسوالۍ کې په ۲۸۶۱ جريبه کې د سياف فاميليو سيمه وکتله، چې دولتي تثبيت شوه او هيڅ ډول قانوني اسناد نه لري.

نوموړی وايي په ياده سيمه کې ګلميران له لوري سباوون په نوم يو تن باندې ۳۶۴۸ جريبه ځمکه پلورل شوې چې دا هم دولتي ځمکه ده او هيڅ ډول قانوني او شرعي اسناد نه لري.

کرنې رئيس وايي په دواړو ښارګوټو کې خلکو له لوري د استوګنې کورونه جوړ شوي، چې له دې وروسته نوی کار نه شي کولی او د ځمکې خلاصون په موخه به قانوني اقدامات تر سره شي.

مخکې یو بل جهادي مشر سید اسحاق ګیلاني هم په ننګرهار کې د غیر قانوني ښارګوټي په جوړولو تورن شوی او ویل شوي وو، چې په ښارګوټي کې جوړ شوي کورونه به وران شي.

ځايي خلک بیا وايي، چې د يادو ناقانونه ځمکو پلورونکي بايد ونیول شي او اخیستونکو ته حساب ترې واخيستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب