Homeخبرونهد حمدالله محب شرکت د اماراتو لومړنۍ تجارتي سپوږمکۍ فضا ته ولېږله

د حمدالله محب شرکت د اماراتو لومړنۍ تجارتي سپوږمکۍ فضا ته ولېږله

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حمدالله محب په مشرۍ «اوربیت‌ورکس» شرکت اعلان کړی چې په متحده عربي اماراتو کې جوړه شوې لومړنۍ تجارتي سپوږمکۍ یې په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته لېږلې ده.

حمدالله محب د «مارلان سپېس» او «اوربیت‌ورکس» شرکتونو اجرائیه رئیس دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي اماراتو کې فعالیت کوي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د چلولو په برخو کې کار کوي.

«اوربیت‌ورکس» د جمعې په ورځ ویلي چې «التایر-۱» سپوږمکۍ د «ترانسپورتر-۱۸» په نوم د سپېس‌اېکس د ګډ فضايي ماموریت په ترڅ کې د کلیفورنیا له وندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته وتوغول شوه.

د شرکت په وینا، له توغولو وروسته سپوږمکۍ په بریالیتوب مدار ته داخله شوې او د هغې سیګنال هم ترلاسه شوی دی. شرکت د سپوږمکۍ وضعیت عادي بللی او ویلي یې دي چې «التایر-۱» اوس د فعالولو او لومړنیو ازموینو پړاو ته داخله شوې ده.

د دې ټولګې هره سپوږمکۍ په پنځو سینسورونو سمبالېږي چې د تصویرونو، تودوخې، د رڼا د بېلابېلو طیفونو او راډیويي څپو اړوند معلومات راټولوي. د «اوربیت‌ورکس» په وینا، د «اېن‌وېډیا» شرکت چپس په سپوږمکۍ کې دغه معلومات په څو دقیقو کې پروسس کوي.

شرکت وايي، کله چې د سپوږمکیو دا ټولګه په ۲۰۲۷ کال کې بشپړه شي، سپوږمکۍ به له هرو څلورو ساعتونو وروسته د ځمکې له هرې برخې څخه تصویرونه اخیستلی شي.

د دغه فضايي سیستم د کارونې له برخو څخه د طبیعي پېښو د مدیریت، د سمندري سیمو څارنه، د چاپېریال ساتنه، د خوړو خوندیتوب، د زیربناوو څارنه او امنیتي چارې یادې شوې دي.

حمدالله محب، چې د «اوربیت‌ورکس» او «مارلان سپېس» اجرائیه رئیس دی، ویلي: «دوه کاله وړاندې اوربیت‌ورکس یوازې یوه مفکوره وه، خو نن هغه سپوږمکۍ چې په ابوظبي کې جوړه شوې، په مدار کې ده.»

د متحده عربي اماراتو چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې دغه هېواد غواړي تر ۲۰۳۱ کال پورې د نړۍ د لسو سترو فضايي اقتصادونو په ډله کې شامل شي.

حمدالله محب د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت پر مهال د ملي امنیت سلاکار او له مهمو حکومتي څېرو څخه و. هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د کابل له نیول کېدو وروسته له اشرف غني سره له افغانستان څخه ووت او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

محب د کمپیوټر انجینري په برخه کې یې زده‌کړې کړې او له برونل پوهنتون څخه یې د کمپیوټري سیستمونو په انجینري کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.

1 COMMENT

  1. سلام
    Orbitworks
    په امارات کې headquarters
    لری
    او Marlan Space د۲۰۲۴ کال راپه دې خوا په اما رات کې یوبل فضایی شرکت دی
    دواړه ډیر ابتدایی او نو تاءسیس کمپنۍ دی .
    دامنیت سلاکار ی، د کومو سیستمو نو انجنییرنګ، او دخبر محتوا او دکتورا لږ سره بې ارتباطه عوام فرېبه بریښی تقریبا لافه ده که چېرې په دقت وڅېړل شی .
    او که کوم غوړ عرب پېژنی بیا دکتورا هم مطرح نه ده مقرریږی خو یوه شرکت کې نه دوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...