Homeخبرونهمیتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا...

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په اړه ویلي چې یوه موده یې په محفلونو کې یوازې د دې لپاره نڅا کوله چې وړیا خواړه ترلاسه کړي.

چکرورتي د فرح خان په یوټیوب ویلاګ کې ویلي، په اداکارۍ کې بریالیتوب ته تر رسېدو مخکې یې ډېرې سختې ورځې تېرې کړي دي. د هغه په وینا، څو ځله یې په سړکونو، پلي لارو او پارکونو کې شپې سبا کړې دي.

ده ویلي، کله ناکله به د ډېر مزل له امله دومره ستړی شو چې پر پلي لار به ویده شو او کله چې به له خوبه راویښ شو، ځان به یې هماغلته وموند.

فرح خان د چکرورتي د هنري ژوند د لومړیو ورځو په یادولو سره ویلي چې د هغې ماما، «کې کې شکلا»، د امیتاب بچن لپاره فلمونه لیکل او چکرورتي به د هغوی په محفلونو کې یوازې د دې لپاره نڅا کوله چې د شپې ډوډۍ ترلاسه کړي.

د فرح خان په وینا، چکرورتي د نڅا لپاره هېڅ پیسې نه اخیستې او د نڅا په بدل کې به خواړه ورکول کېدل. هغې ویلي، ډېر کسان خپلې ستونزمنې ورځې یوازې «مبارزه» بولي، خو د چکرورتي د ژوند لومړنۍ دوره د ریښتینې مبارزې بېلګه وه.

فرح خان زیاته کړې چې ښايي چکرورتي یوازینی سوپر سټار وي چې د یوه ټیټ هنرمن په توګه یې کار پیل کړ او وروسته په لوی ستوري بدل شو.

میتن چکرورتي د ۱۹۵۰ کال د جون په ۱۶مه زېږېدلی او له څلورو لسیزو ډېر اوږد هنري ژوند لري. نوموړي په څه باندې ۳۵۰ فلمونو کې کار کړی چې هندي، بنګالي، بوجپوري، تېلوګو، تامل، کناډا، پنجابي او د نورو ژبو فلمونه هم پکې شامل دي.

چکرورتي درې ملي فلمي جایزې او څلور د فلم فېیر جایزې ترلاسه کړې دي. په ۲۰۲۴ کال کې هغه ته د هند درېیم لوړ ملکي ویاړ پدم بوشن هم ورکړل شو او د دادا صاحب فالکې جایزه یې هم ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...