جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+په دې ورځ د استرالیا لومړنۍ صدراعظمه جولیا ګیلارد زېږېدلې

په دې ورځ د استرالیا لومړنۍ صدراعظمه جولیا ګیلارد زېږېدلې

تاند- له نن څخه ۶۳ کاله پخوا د ۱۹۶۱ د سپټمبر په ۲۹ مه جولیا ګیلارډ د بریتانیا د ویلز په ګلامورګان کې وزېږېده.

ګیلارد د استرالیا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه چې په ۲۰۱۰ کې د استرالیا د هیواد مشرۍ (صدارت) ته ورسیده.

د استرالیا لومړنی صدراعظم اډموند بارټن و او ګیلارد د استرالیا دېرشمه صدراعظمه وه.

د دې پلار اصلاً بریتانیايي او د اروادرملنې (سایکالوجي) روغتیاپال و. مور یې سکاټلنډۍ – آیرلنډۍ وه. جولیا په ماشومتوب کې د سږو په یو ډول ناروغۍ اخته وه او ډاکترانو یې مور و پلار ته سپارښتنه کړې وه چې په نسبتاُ توده سیمه کې دې واوسي. له همدې کبله دوی په ۱۹۶۶ کې د استرالیا اډلایډ ته کډه شول.

استرالیا ته تر مهاجرت ۸ کاله وروسته ګیلارډ او کورنۍ یې د استرالیا تابعیت ترلاسه کړ. دا تر ۱۹۹۸ پورې، چې پارلمان ته بریالۍ کېده، دوه تابعیته وه او دا مهال یې بریتانیايي تابعیت پرېښود.

دې په اډلایډ لومړنۍ زده کړو وکړې او وروسته یې په پوهنتون کې هنر او حقوقو ولوستل. د محصلۍ په دوره کې له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۲ پورې د اډلایډ پوهنتون استازې او همداراز د کارګر ګوند غړې وه.

دا په ۱۹۸۲ کې ملبرن ته لاړه چې د محصلانو په اتحادیه کې کار وکړي. په ۱۹۸۳ کې د محصلانو د اتحادیې ريیسه شوه چې تر دې وړاندې یوازې یوې بلې ښځې هم دا مقام ترلاسه کړی و.

په ۱۹۸۶ کې د حقوقو او په ۱۹۸۹ کې د هنر په برخو کې له پوهنتونه فارغ التحصیله شوه.

په ۱۹۹۶ کې په فدرالي انتخاباتو کې د کارګر ګوند له لوري سنا جرګې ته کاندیده شوه خو بریالۍ نه شوه خو دوه کاله وروسته؛ یعني په ۱۹۰۸ کې د کارګر ګوند له لوري د پارلمان غړیتوب ته بریالۍ شوه.

جولیا ګیلارد د صدراعظمۍ په دوره کې ځینې مهم کارونه وکړل؛ لکه: د روغتونونو بودجه یې زیاته کړه او د ځان وژنې د مخنیوي لپاره یې ځانګړې بودحه تصویب کړه. دفاعي بودجه یې کمه کړه. د کډوالو او پناه غوښتونکو د چارو د سمون طرحه یې جوړه کړه.

په افغانستان کې یې د استرالیا سفارت پرانیست او له افغانستان سره یې د اوږدمهالو پوځي او مالي مرستو ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب