پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د تل لپاره / اسدالله غضنفر

د تل لپاره / اسدالله غضنفر

په ځینو لیکنو کې لولو چې پلاني د تل لپاره له دنیا سترګې پټې کړې. څرنګه چې هیڅوک هم د څو ورځو په مخه هغې دنیا ته نه ځي، نو دلته (د تل لپاره) راوړل د ویونکي یا لیکونکي ښکاره تېروتنه بللای شو. البته، دغه قید  په ځینو نورو ځایونو کې هم یا بې ضرورته راځي، یا یوازې (تل) کافي وي او یا تر ځان ښه معادل لري چې پکار ده پام ورته وکړو.

 (د تل لپاره) په ګرامري لحاظ قیدي عبارت دی. دغه قید د پښتو په پخوانو کتابونو کې نه مومو، په غالب ګومان په شلمه پیړۍ کې پښتو ته راغلی دی او  د انګلیسي ژبې د FOR EVER ترجمه ښکاري.

  د مخکینیو پیړیو په کتابونو کې د دې قید په ځای باندې (تل تر تله)، ( تر تله) ، (تر تلو) یا (تل تتله) عبارتونه وینو.

 په خیبرالبیان کې لولو:

 مرګ به ورشي وسړي ته ناګهان

 نشته په دنیا کې د سړي تل تر تله مقام

په مخزن الاسلام او ځینو نورو پخوانو کتابونو کې ( تل تتله ) هم لولو. د مخزن الاسلام د کریمداد په محلقاتو کې راغلي دي: ( اول زده کړه چې وجود د حق ژوندی دی، تل تتله ، بې زواله، نه په سا نه په اروا دی.)

خوشحال خټک فرمایي:

 ژبه عادت کړه په ښو ویلو

 چې دې عادت شي هغه تر تلو

که یې عادت کړې په بدګوییه

مخ به دې تور کا تر پردو خپلو

(د تل لپاره) قید بې ضرورته استعمال په احساساتي لیکنو کې نسبتا زیات وینو.له ثور کودتا وروسته به د افغانستان دولتي مطبوعاتو لیکل چې: استبدادي نظام د تل لپاره نسکور شو. څو ورځې دمخه مې هم په یوه لیکنه کې ولوستل چې: د افغانانو هوډ د هغوی خوب د تل لپاره په اوبو کې لاهو کړ.  په یوه خبر کې مې لوستي ووچې : د کابل اونیزه د تل لپاره وتړل شوه. په دغو مثالونو کې ( د تل لپاره ) عبارت یوازې  خپل ویونکي یا لیکونکي احساساتي او توند و تیز کسان معرفي کوي.

 دغه عبارت په ګڼو جملو کې د لیکونکي یا ویونکي خبره د واقعیت له دایرې باسي. یو ځای لیکلي وو چې: چوکۍ د تل لپاره غلو ته په لاس ورغلي. دلته که لیکونکي (د تل لپاره) په ځای د (ډیر ځله) یا د (اکثره وخت) عبارت راوړی وای، خبره به یې له واقعیت سره بې ارتباطه نه وه. کله چې ( د تل لپاره) وایو، آینده مو په نظر کې وي، خو د لیکونکي منظور دا دی چې چوکۍ تر اوسه پورې غلو ته ورکړ شوي دي. له دې درکه هم د ذکر شوې جملې قید ناسم دی.

 په هغه ځای کې چې (تل) مطلب رسولای شي، (د تل لپاره) یا معنا تحریفوي او یا نثر بې خونده کوي. نثر ورسره ځکه بې خونده کېږي چې تر بحث لاندې قید د پښتو خپل طبیعي مال نه دی، ترجمه شوی عبارت دی او په همدې وجه یې د نثر استادان په استعمال کې زړه ور نه ښکاري. یو ځای لیکلي وو: هغوی غواړي چې افغانستان د تل لپاره وروسته پاتې او ګاونډیو ته محتاج وي. دلته یوازې (تل) کافي دی.

 که څوک د متوفي په اړه  ولیکي چې : هغه له موږ د تل لپاره لاړ ؛دلته یې نه (تل) او نه هغه د کلاسیکو اثارو عبارتونه معادل دي. ځينې خلک (د تل په مخه) عبارت استعمالوي چې شاید (د تل لپاره) تر ګردو نږدې معادل وي. موږ ویلای شو چې: هغه له موږ د تل په مخه لاړ.

 (تل) ډېره لنډه، یوه سیلابي کلمه ده خو د ابدیت لویه معنا پکې نغښتې ده. په همدې وجه ډېر ځله لیکونکي د هغې ترمعنوي اثر لاندې راشي او یو څه نور توري ورسره زیات کړي چې په صورت کې یې هم د محتوا قوت پیدا شي. پخوانو چې (تر تله) جمع کړی او (تر تلو) یې بللی دی، یا ېې د (تر تله) په ځای (تل تر تله) راوړی دی، وجه یې همدا د ټینګار غوښتنه ده. اوسني ویناوال او لیکونکي په (تل) پسې ممکن بې ضرورته (د… لپاره) ورزیات کړي چې شدت پکې زېات شي خو  ډېر ځله یې ممکن د ګټې په ځای تاوان کړی وي. (تل) خوارکي په شاعرۍ کې هم د خپل لنډوالي سزا لیدلې ده. مونږ په ګڼو شعرونو کې وینو چې د معنا د ضرورت په خاطر نه بلکې  یوازې د وزن د پوره کولو په خاطر د (تل) قید راغلی وي. دغه ټوکه کله کله  له ( زه) او ځینو نورو کلمو سره هم کېږي چې زموږ د شعر یو کمزوری اړخ دی او مطالعه یې پکار ده.

دا لیکنه د ۲۰۱۲ د مې په ۶ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب