دوشنبه, اکتوبر 20, 2025
Homeخبرونهد دوحې د اوربند له موافقې د «پولې» کلمه وایستل شوه

د دوحې د اوربند له موافقې د «پولې» کلمه وایستل شوه

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۷ مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان تر منځ د شنبې د اوربند په اړه خپل رسمي بیان تازه کړی او له هغې نسخې څخه یې د «پولې» یادونه لرې کړې ده.

د قطر له لوري د اوربند په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیورند فرضي کرښې ته د پولې د کلمې کارولو ډېر بحثونه پارولي وو.

په اصلي اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ ناوخته د دوحې د خبرو له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې وه، راغلي و چې دا اوربند به د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د پولې پر اوږدو کې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته وکړي. خو په بله نسخه کې، چې تر لومړۍ شاوخوا ۱۸ ساعته وروسته خپره شوه، دا جمله داسې بدله شوې: «د قطر دولت هیله څرګندوي چې دا مهم ګام به د دواړو ورورڼو هېوادونو تر منځ د کړکېچونو د ختمېدو او په سیمه کې د تلپاتې سولې د بنسټ د ټينګښت سبب شي.»

دغه بدلون په افغانستان کې د سیاسي او رسنیزو کړیو پام ځانته اړولی، ځکه د ډیورند کرښې موضوع — چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ناندریزه یا متنازع ده — لا هم خورا حساسه ګڼل کېږي. د افغانستان پخوانیو حکومتونو او طالبانو دواړو تر اوسه ډیورند کرښه د نړیوالې رسمي پولې په توګه نه ده منلې.

ځینې سیاسي شنونکي د قطر دا بدلون یو «دیپلوماټیک ګام» بولي، تر څو داسې تاثر رامنځته نه شي چې دا هېواد د ډیورند کرښه د رسمي پولې په توګه پېژني، په ځانګړي ډول د هغو کورنیو غبرګونونو له امله چې په افغانستان کې راولاړ شوي وو.

د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، له اوربند وروسته په یوه مجازي خبري کنفرانس کې وویل چې د ډیورند کرښې موضوع د دوحې د خبرو پر مهال نه ده څېړل شوې، او دا یې «خیالي پوله» وبلله، زیاته یې کړه چې دا ډول مسایل د «ملتونو د پرېکړې» موضوع ده.

د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند موافقه د څو ورځو له خونړیو سرحدي نښتو وروسته لاسلیک شوه،. په دې نښتو کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (UNAMA) په وینا، لږ تر لږه ۳۷ ملکي کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. کابو ټول ملکیان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي یا ټپیان شوي ځکه چې افغان ځواکونو یوازې پر پاکستاني پوستو او ځواکونو بریدونه کړي خو پاکستان یې په بدل کې پر ملکي ساحو ځوابي بریدونه کړي دي.

 دواړو خواوو ژمنه وکړه چې نورې جګړې به نه کوي او د موافقې د پلي کولو لپاره به تخنیکي کمېټې جوړوي.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو دوهم پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول ښار کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب