جمعه, مې 17, 2024
Home+ټولنیز نزاکتونه | شکېبا نادري‎

ټولنیز نزاکتونه | شکېبا نادري‎

موږ په مخکنۍ لیکنه کې د ځینو ټولنیزو نزاکتونه یادونه کړې وه، لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو چې د هرې ټولنې دین، مذهب، دودونه او… له یو بل سره توپیر لري، همداسې یې ټولنیز نزاکتونه هم له یو بل څخه جلا او توپیر لري، لکه په لودیځه ټولنه کې د یو پردي هلک او نجلۍ ملګرتیا، چکر وهل، د سلام پر مهال یو بل ته لاس ورکول ډېره عادي خبره ګڼل کېږي، خو زموږ په ټولنه کې بیا دا هر څه بل ډول دي، نو کوم نزاکتونه چې په دې لیکنو کې ذکر کېږي، تر ډېره زموږ پر خپلې ټولنې پورې اړوند دي او زموږ له ورځیني ژوند سره ژوره اړیکه لري، لکه:

۱ – هېڅکله پرته له اجازې د چا کوټې او یا کور ته مه دننه کېږئ؛ د ځینو خلکو نه خوښېږي د خوب کوټې ته یې هر څوک دننه شي، نو اړینه ده چې د کوم چا کور او یا کوټې ته له ننه کېدلو مخکې لومړۍ  ټک ټک وکړو او دننه کېدلو لپاره د کور او یا کوټې له څښتن څخه اجازه واخلو.

۲ ـ  یو بل ته باید متقابل درناوی ولرو؛

یو شخص هغه وخت باید له مقابل کس څخه د درناوي تمه ولري چې خپله ورته درناوی وکړي. دا د ژوند اصول او د انسانانو ځانګړنه ده، که یو کس ته مو یو یا دوه ځله بې احترامي وکړه، درېیم ځل مقابل شخص هم ستاسو پروا نه کوي او ستاسو پر وړاندې درېږي او ستا د بې احترامۍ ځواب بېرته په بې احترامۍ درکوي.

۳ـ هېڅکله د نورو پر وړاندې په چا نیوکه مه کوئ؛

الله (ج)انسانان په بېلابېل ډول پیدا کړي دي، ښایسته، بدرنګ، تور، سپین، پیاوړي، کمزوري، تکړه، ټنبل…

نو موږ باید له ټولو یو ډول تمه ونه لرو، که یو کس څه کمي لري، نو باید په یوازې توګه ورته وویل شي چې دغه ستا ستونزه ده، ته کولای شې خپله ستونزه له بېلابېلو لارو حل کړې…اړینه نه ده چې یاد شخص د ټولو پر وړاندې ورټل شي او تېروتنه یې ورته یاده شي.

۴ـ هېڅکله د چا شخصیت او پیاوړتیا ته په سپک نظر مه ګورئ؛

یو شخص به ډېر تکړه وي، خو د نامناسب اقتصادي حالت له مخکې به ځان ته قیمتي جامې نه شي اخیستی، نو اړینه نه ده چې هغه د په یوې لویې غونډې کې د یو ډېر پیسه‌دار شخص په جامو کې راشئ ځکه چې هلته پیسه‌دار خلک راځي نه د انسان شخصیت په پیسو نه بلکې د هغه په خپل استعداد پورې تړاو لري.

۵ـ کله چې کوم چا درته خبرې کولې، نو د خپل موبایل پرځای د خبروکوونکي مخ ته وګورئ؛

د ډېری خلکو عادت دا دی چې شپه او ورځ په خپل موبایل کې بوخت/ بوخته وي، دا سمه ده چې ټکنالوژي زموږ ژوند ته ډېرې اسانتیاوې او پرمختګونه راوستي دي، خو هېڅکله دا باید هېر نه کړو چې کله چې یو کس راته خبرې کوي، نو موږ باید د خبروکوونکي مخ ته وګورو ځکه که موږ د خبروکوونکي مخ ته ونه ګورو، نو هغه ته ځان بد ښکاري او کېدای شي بیا هېڅکله له موږ سره پرته له اړتیا خبرې ونه کړي، ځکه هغه زموږ په دغه کړنه داسې حس کوي چې ګواکي زما خبرې دوی ته ارزښت نه لري، نو ولې خپله انرژي بې ځایه ضایع کړم او نور له موږ سره خبرې نه کوي.

۶- تر ټولو نږدې او کلکه اړیکه د مېرمنې او خاوند اړیکه ده، دا ښکاره خبره ده چې په هر خاوند خپله مېرمن او په هرې مېرمن خپل خاوند ګران دی، خاوند او مېرمن تل او په هرحالت کې باید  د یو بل ملاتړي او د یو بل تر څنګ وي، خو اړینه نه ده چې دوی د خلکو پر وړاندې رومانتیکې صحنې جوړې کړي، او یا په هر مجلس کې د خپلو ماشومانو په اړه وغږېږي، ځکه کېدای شي د دوی په شاخوا کې داسې کسان وي چې لا یې واده نه دی کړی او یا د اولاد له شتون څخه بې‌برخې دي.

۷ـ هېڅکله د خپلې سرګرمۍ او ساتېرۍ لپاره په چا ملنډې مه وهئ؛

ډېری داسې کسان شته، د دې لپاره چې څو شېبې یې په خندا تېرې شي، په ټولنه کې په شته معلولو ملنډې وهي، که موږ دې کړنې ته له هر اړخه پام وکړو، دا د انساني او اسلامي اصولو خلاف کړنه ده چې هېڅکله باید ترسره نه شي.

۸ـ هېڅکله خپل اضافي توکي، لکه د خوراکي موادو پاکټ، تش قلم، خالي ورقې او… له کثافات‌داني پرته پر سړکونو مه اچوئ؛

ډېری کسان د دې لپاره چې کثافات‌داني ترې لرې وي، نو هر څه چې خوري اضافي توکي هرې خواته غورځوري چې دا کړنه یې د ښار د ککړتیا لامل کېږي او یوه ناسمه کړنه ده. زموږ دین پر پاکۍ ټینګار کوي، بیا بیا په حدیثونو کې د نظافت یادونه شوې چې پاکي د ایمان یوه برخه ده، د پاکۍ کلمې له یادونې یوه موخه د چاپېریال پاکوالی هم کېدای شي.

ادامه لري….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب