Homeخبرونهایران ته د ملا برادر سفر؛ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې...

ایران ته د ملا برادر سفر؛ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې یې د سفر اجنډا کې نشته

تاند (شنبه، د عقرب ۱۳ مه) د طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی یو لوړ پوړي پلاوي د ایران په بلنه تهران ته سفر وکړ.

د ملا برادر دفتر وايي، چې دغه پلاوی به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراخېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.

سرچینه زیاتوي: ملا برادر به همداراز په دې سفر کې د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورټ او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي. 

د ملا برادر په سفر کې له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت د خبرو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان ترڅنګ ایران هم له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن دی، خو طالب چارواکو د یاد شوي هېواد د دغه چلند په اړه څه نه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...