جمعه, مې 3, 2024
Home+زه/ اجمل پسرلی

زه/ اجمل پسرلی

د سګریټ لوګي یې د مځکې لور ته پو کول. سترګې یې لاندې په یو ځای کې ښخې کړې وې:

« که لږ رادې خواته شي له چوکۍ به ولویږي»

« په څه چرت کې به وي؟»

« ورته ووایم چې ونه لویږې»

ږیره یې له زنې سره شناوې ښکاریده، وریځې یې هم تورې سپینې وې. بریتونه یې  اوږده نه و خو د ږیري له تورو ویښتو سره یې بریتونه راځوړند معلومیدل.

د چوکۍ څنګ ته له انبار سره یوشی پرمځکه پروت و، ځلیده:

« څه نه وي ترې لویدلي»

د سګریټ لوګی ورک شو، سګریټ یې غورځولی و…

«داسې ژر یې بیا وڅکاوه»

راته ویې ویل:

«څه دې ویل»

سر مې وخوځاوه، ویې خندل، وچې چاک چاک شونډې یې سره ډيرې خلاصې نه شوې.

ترې رهي شوم. د ونو له شا مې ورته وکتل. په خپل ځای کې نه و:

«چیرته ولاړ»

د پارک تر دروازې چې ورسیدم، په هاغه بله لاره راوګرځیدم. لکه په یوه دایره کې چې راچورلم، راتلم، راتلم پر همهغه چوکۍ کښیناستم چې مخکې هاغه سړی ناست و، پر چوکۍ مې لاس وواهه:

«کلکه نه ده»

ځان مې سره سم کړ. پوزې ته مې لاس ونیو، بیرته مې لاس لرې کړ:

«څرنګه بوی دی؟..د سوځیدلي باران وهلي سګریټ د فلتر بوی….لږ تریخ، یو څه د نم بوی»

د سګریټو تش ډبی مې پر ډیران واچاوه، هاغه ځلیدونکی شی لاهم پروت و، راوامې خیست، د ایینې تیګړی و. پترې نیولې شونډې مې پکې ښکاره شوې، د خپلو شونډو شکیدلی پوست مې په ګوتو کې ومروړه. ایینه مې له ورایه ونیوله، رڼا ته مې ږیره لږ ډیره سپینه راته وایسیده. ګوتې مې لمدې احساس کړې، د هیندارې شا په خټو ککړه وه، ایسته مې واچوله، پر سمنټ یې کړنګی شو.

شاوخوا مې په پارک کې نظر تیر کړ هیڅوک نه ښکاریدل، یوازې وم، بیخي یوازې، بس زه وم او د پارک کوز سر د لمرلویدو خواته زړې ونې شمال ته زنګیدې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب