جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد‌ پنجشېر تازه حال، ط - انو سره د يوه مخالف قوماندان...

د‌ پنجشېر تازه حال، ط – انو سره د يوه مخالف قوماندان د يو ځای کیدو خبر ورکړل شو

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴ مه) د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په پنجشېر کې یې د وسله والو مخالفانو يو قومندان ورسره يو ځای شوی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې له نوموړي سره ۱۴ نور وسله وال هم ملګري وو.

د‌ طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې دغه قوماندان په خنج ولسوالۍ کې فعاليت درلود او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب له دوی سره یو ځای شوی.

بل لور ته، د طالبانو د پنجشېر د والي وياند ابوبکر صديق په ضمني ډول د دوی د جنګياليو له لوري د لسګونه ملکیانو نیول کیدل تایید کړي.

نوموړي ویلي، چې دغه کسان د یوه ناسم پوهاوي له کبله نیول شوي وو، چې د دیني عالمانو په هڅه ېې د منځګړيتوب خبرې روانې دي.

په وروستيو کې نیږدې هره ورځ له پنجشېر څخه د طالبانو او ورسره مخالفو جنګياليو د جګړو او دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي، خو طالبان د خپلو مخالفو وسله والو ډلو فزیکي حضور ردوي.

له دې سره، طالبانو څو ځلې دوی سره د لسګونه مخالفو وسله والو د یو ځای کیدو ادعاوې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب