جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهنوم او مينه | لیکوال: ډاکتر محب الله زغم

نوم او مينه | لیکوال: ډاکتر محب الله زغم

سپوږمۍ د کابل پوهنتون له دروازې تېره شوې او د ادبياتو پوهنځي خوا ته روانه وه.پوره درې کاله کېده چې پوهنتون ته نه وه تللې. د ١٣٧١ کال د وري د مياشتې ٢٥ مه پوهنتون ته د هغې د ورتګ وروستۍ ورځ وه.

په دې دريو کلونو کې پوهنتون ډېر بدل شوى و. د ونو څانګې غوڅې شوې وې، هرې خوا ته د هيندارو ټوټې پرتې وې دېوالونه سوري سوري وو،پر سړکونو باندې د رژېدليو پاڼو دوړو او ګرځونو بړستن خوره وه. اکثره ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې وې خو د سړک دواړو خواوو ته د روسي بېد بوټي لا هماغسې ولاړ وو. يوازې پوهنتون نه و بدل بلکې د ټول کابل او کابليانوهمدا حال و.

د سپوږمۍ پر هغه صفا مخ چې پخوا به لکه هيندارې ځلېده اوس يو څه ګونځې پيدا شوې وې. غټې تورې سترګې يې په خپلو کاسو کې ژورې ننوتلې او چارچاپيره يې تورې کړۍ تاوې شوې وې. د اننګو او د شونډو پخواني سره يې نه وو پاتې. هغه غوښنې اوږې او د زرکې په شان په هسکه غاړه تګ هم ورپاتې نه وو. خو اوږده باڼه او توندې وروځې يې لا هماغسې ښکلې وې.

هغه چې کتابتون خوا ته ورسېده ځاى په ځاى ودېردله او د تېرو وختونو په ياد ډوبه شوه. دا هغه ځاى و چې کنشکا سره يې په وروستي ځل ليدلى و خو د زړه خبره يې ورته نه وه کړې.څلور کاله مخکې منى چې د دويم سمستر ازموينې نږدې وې دا له وږمې سره په کتابتون کې مطالعه کوله. يو کوچنى هلک چې په يوه وړوکي ټيمګي کې يې سکاره اچولي وو د دوې مېز ته ورغى بلا ډېر سپېلني يې په ټيمګي کې واچول او د دې شاوخوا ته يې وڅرخاوه ټول سالون له دوړو ډک شو، هلک له جيبه يو پاکټ راوايست د سپوږمۍ مخې ته يې پر مېز باندې کېښود او په منډه له دروازې ووت. سپوږمۍ په هلک پسې وکتل که ګوري چې د ښيښې له شا نه يو دنګ ښايستوکى ځوان ورته ګوري همدا چې سره سترګې په سترګو شول هغه هم وتښتېد. کاغذ يې پرانيست په کې ليکل شوى و:
(( ګرانې سپوږمۍ جانې!

اته مياشتې لس ورځې دوه ساعته او شل دقيقې کيږي چې زړه مې غواړي يو څه درته ووايم خو جرات يې نشم کولاى. زه دې هره ورځ څارمه خو ته راته هډو ګورې نه.درته ځولۍ غوړوم فقط يو ځل راته موقع راکړه چې د زړه خبره درته وکړم.

په بې سارې مينه
ستا مين ))

وږمې چې شا يې کړکۍ خوا ته وه او هغه ځوان يې نه و ليدلى وپوښتل: دا کاغذ د څه شي دى؟
سپوږمۍ ژر ژر کاغذ قات کړ او ځواب يې ورکړ : هېڅ … ام .. هغه وږمې لاس وروغځاوه د سترګو په رپ کې يې کاغذ چور کړ او په منډه له کتابتونه ووته. خط يې ولوست او په بېړه بېرته راغله. وروځې يې پورته کړې او ويې ويل : ښه نو سترګې مو روښانه اوس نو درته خطونه هم راځي هه.

سپوږمۍ وويل : توره بلا ورپسې ، دى ورک شه خط يې ورک شه.

له هغې ورځې وروسته به د وږمې له لاسه ډېره په عذابه وه هغې به هره ورځ ځوروله.سپېلني والا به هره ورځ يو خط او يو سور مرسل ګل ورته راوړه. سپوږمۍ څو ورځو پورې ځان بې پروا ښوده کله يې د سپېلني والا له لاسه خط نه اخيست کله يې خط څيراوه او ايسته يې غورځاوه خو د خطونو او ګلونو کاروان هماغسې ور روان و. هغه ځوان به هم تل په دوې پسې و.

وږمې ورته ويل چې دومره کبر ښه نه وي.وګوره خوارکى څنګه په سوالګرو سترګو درته ګوري. کاشکې ستا بخت زما واى.وګوره څومره ښکلې قواره لري. شنې سترګې يې لکه شنه اسمان دي لوړه پزه يې له غټو سترګو سره څومره خوند کوي. پلنې اوږې او غټ غټ مټونه يې بيخې د رامبو په شان دي.

سپوږمۍ يو يو وار چې د وږمې پام نه و د سترګو لاندې هغه ځوان ته کتل. د شپې به يې د خوب په بستر کې ځان سره ويل چې وږمه ريښتيا وايي هغه څومره ښکلى دى. بيا داسې وخت هم راغى چې هره ورځ به تر هغې ناکراره وه چې يا يې د هغه خط تر لاسه کاوه او يا ېي هغه ليده. اخر کې يې دا خبره له وږمې سره شريکه کړه. هغې ورته مشوره ورکړه چې ته هم ورته خط وليکه.همداسې يې وکړه خط کې يې همدومره ليکلي و چې (( ستا نوم څه دى.))

هغه يې په ځواب کې ليکلي و : ما خو ستا نوم پخپله پيدا کړ اوس نو ته هم زما نوم پخپله پيدا کړه.
وږمې بيا مشوره ورکړه چې اول به پسې ورشو او وبه ګورو چې په کوم پوهنځي کې دى. دا ورته معلومه شوه چې هغه د انجنيري د پوهنځي د دويم ټولګي محصل دى. د هغوې د ازموينې د نمرو ليستونه د دهليز په ښيښو پورې سرېښ وو. دوې يې په لوستلو پيل وکړ په ليست کې د کنشکا نوم د دواړو خوښ شو د هغه نمرې تر ګردو ټولګيوالو لوړې وې. وږمې وويل ((څومره ښه د اول نمره ګانو جوړه))

دا د ازموينو وروستۍ ورځې وې. ژمنۍ رخصتۍ راغلې.کال ته چې بيا درسونه پيل شول بيا هم د سپوږمۍ او د هغې خيالي کنشکا تر منځ د خطونو راکړه ورکړه شروع شوه. کنشکا هېڅ کله خپل نوم په خط کې نه ليکل او سپوږمۍ هم له قصده د هغه نوم نه اخيسته او يوازې يې ليکل (( بې نومه آشنا!))

د وري په ٢٥ مه هلک په همدغه ځاى کې چې اوس سپوږمۍ ولاړه وه له شا ورباندې غږ وکړ: سپوږمۍ جانې ! سلام
سپوږمۍ مخ ورواړاوه په رېږدېدلي غږ يې وويل : سلام
وږمې د سپوږمۍ له څنګه همداسې غلې لرې شوه تر څو هغوې په بې غمه زړه خبرې سره وکړي. خو هغوې د بوتانو په شان ولاړ وو کله يو بل ته او کله يې ځمکې ته کتل. هغوې به په همدې حال يو بل ته ډېر څه ويلي وي خو دغې چوپتيا د وږمې زړه تنګ کړ ، سپوږمۍ تر لاسه ونيوله او له ځانه سره يې روانه کړه.

سپوږمۍ ته د شپې تر ډېره ناوخته پورې خوب نه ورتله.زړه کې يې ويل چې خداى دې دا شپه ژر تېره کړي او سهار راولي چې بيا د هغه ديدن وکړم. ځان يې ګرماوه چې ولې يې داسې ښه موقع له لاسه ورکړې. ځان سره يې ژمنه کوله چې پروا نه لري سبا چې هر رنګه وي هرو مرو به ورسره خبرې کوم.

سبا هغې تر نورو ورځو وختي ځان چمتو کړى و چې پوهنتون ته لاړه شي خو پلار يې ورته وويل چې حکومت کې د ننه ګډوډۍ روانه ده څو چې د حالاتو پته لګيږي دا بايد له کوره ونه ووځي. د سپوږمۍ داسې حال و لکه چې پر سرو سکروټو دې يخې اوبه شيندلې وي.

څو ورځې وروسته جهاديان کابل ته ننوتل. دوې خپلو کې سره ونښتل. پوهنتون هم د جنګ پر ډګر واوښت او بند شو.

سپوږمۍ لا په دې چورتونو کې ډوبه وه چې يوغږ يې تر غوږو شو: سپوږمۍ!

شا ته يې وکتل وږمه ورروانه وه.خوله يې له موسکا ډکه وه، په منډه يې درې څلور ګامه واخيستل او سپوږمۍ ته يې ځان ورساوه. هغه يې په غېږ کې ونيوله ، څو وارې يې پر مخ ښکل کړه بيا يې هغه له مټو نه ونيوه په ځير يې ورته وکتل
ازموينې د نمرو ليستونه د دهليز په ښيښو پورې سرېښ وو. دوې يې په لوستلو پيل وکړ په ليست کې د کنشکا نوم د دواړو خوښ شو د هغه نمرې تر ګردو ټولګيوالو لوړې وې. وږمې وويل ((څومره ښه د اول نمره ګانو جوړه))

دا د ازموينو وروستۍ ورځې وې. ژمنۍ رخصتۍ راغلې.کال ته چې بيا درسونه پيل شول بيا هم د سپوږمۍ او د هغې خيالي کنشکا تر منځ د خطونو راکړه ورکړه شروع شوه. کنشکا هېڅ کله خپل نوم په خط کې نه ليکل او سپوږمۍ هم له قصده د هغه نوم نه اخيسته او يوازې يې ليکل (( بې نومه آشنا ! ))

د وري په ٢٥ مه هلک په همدغه ځاى کې چې اوس سپوږمۍ ولاړه وه له شا ورباندې غږ وکړ: سپوږمۍ جانې ! سلام
سپوږمۍ مخ ورواړاوه په رېږدېدلي غږ يې وويل : سلام
وږمې د سپوږمۍ له څنګه همداسې غلې لرې شوه تر څو هغوې په بې غمه زړه خبرې سره وکړي. خو هغوې د بوتانو په شان ولاړ وو کله يو بل ته او کله يې ځمکې ته کتل. هغوې به په همدې حال يو بل ته ډېر څه ويلي وي خو دغې چوپتيا د وږمې زړه تنګ کړ ، سپوږمۍ تر لاسه ونيوله او له ځانه سره يې روانه کړه.

سپوږمۍ ته د شپې تر ډېره ناوخته پورې خوب نه ورتله.زړه کې يې ويل چې خداى دې دا شپه ژر تېره کړي او سهار راولي چې بيا د هغه ديدن وکړم. ځان يې ګرماوه چې ولې يې داسې ښه موقع له لاسه ورکړې. ځان سره يې ژمنه کوله چې پروا نه لري سبا چې هر رنګه وي هرو مرو به ورسره خبرې کوم.

سبا هغې تر نورو ورځو وختي ځان چمتو کړى و چې پوهنتون ته لاړه شي خو پلار يې ورته وويل چې حکومت کې د ننه ګډوډۍ روانه ده څو چې د حالاتو پته لګيږي دا بايد له کوره ونه ووځي. د سپوږمۍ داسې حال و لکه چې پر سرو سکروټو دې يخې اوبه شيندلې وي.

څو ورځې وروسته جهاديان کابل ته ننوتل. دوې خپلو کې سره ونښتل. پوهنتون هم د جنګ پر ډګر واوښت او بند شو.
سپوږمۍ لا په دې چورتونو کې ډوبه وه چې يوغږ يې تر غوږو شو: سپوږمۍ !
شا ته يې وکتل وږمه ورروانه وه.خوله يې له موسکا ډکه وه، په منډه يې درې څلور ګامه واخيستل او سپوږمۍ ته يې ځان ورساوه. هغه يې په غېږ کې ونيوله ، څو وارې يې پر مخ ښکل کړه بيا يې هغه له مټو نه ونيوه په ځير يې ورته وکتل
وږمې وويل: نه ورورکه زموږ خو له کنشکا سره کار دى.
_ نوکنشکا خو زه يم کنه.

دواړو له هغه نه بخښنه وغوښته او رخصت يې کړ. هغوې په نهيلۍ سره کتابتون خوا ته وخوځېدې. وږمې سپوږمۍ ملامته کړه: په هغه ورځ مجسمې غوندې ولاړه وې ژبه خو به دې ګونګۍ نه وه. ولې دې د نوم پوښتنه و نه کړه؟

سپوږمۍ چوپه خوله روانه وه هماغه ځاى سره چې هلک د ښيښې له شا دوې ته په کتابتون کې کتل ودرېده له ماتې کړکۍ نه يې وږمې ته هغه ځاى وښود چې دوې ناستې وې او سپېلني والا خط ورکړى و. بيا يې د هلک د تېښتې لاره وروښودله چې هغه داسې د ونو منځ ته وتښتېد. نا څاپه يې سترګې د ياداښت پر يوې کتابچې ولګېدې چې د هيندارو د ټوټو او د ونو د رژېدليو پاڼو پر سر خلاصه پرته وه.ورنږدې شوه راپورته يې کړه په لوستلو يې پيل وکړ که ګوري چې هغه پاڼه د دې په نوم شروع شوې ده :
(( ګرانې سپوږمۍ جانې !
نه پوهېږم چې دا مينه ده که لېونتوب. لا مې د هغې ورځې وهل نه دي هېر خو بيا هم ستا په ياد پوهنتون ته راغلم. اوس کتابتون سره ولاړ يم هماغه ځاى چې تا په لمړي ځل راوکتل او ما دې سترګو ته تاب رانه وړ. خو اوس زه هغه ډارن نه يم که مې مخې ته راشې ترهغې به درته وګورم چې ))

دې نه وروسته کتابچه سپينه وه. مخکينۍ پاڼه يې راواړوله دغه کيسه په کې وه:
(( نن مې ډېر وهل وخوړل. د سپوږمۍ په ياد پوهنتون ته تللى وم . وسله والو ونېولم. ويل يې چې ته زموږ دښمن ته جاسوسي کوې. دومره يې ووهلم چې ټول بدن کې مې روغ ځاى پاتى نه و خو خداى راباندې رحم وکړ يو ټولګيوال مې راپيدا شو هغه هم وسله وال و.هغه ته مې وويل چې پوهنتون کې تېر يادونو تازه کوم. هغه ډېر راپورې وخندل او ويې ويل چې ته خو ريښتيا چې عجب ، عجب سړى يې.اوس چې دغه کرښې ليکم ټول بدن مې خوږيږي خو د سپوږمۍ په خاطر به دا هر څه وزغمم.
١٨ _ ٩ _ ١٣٧٣ ))
د کتابچې هره پاڼه د سپوږمۍ په ياد ډکه شوې وه.هغه يې هره ورقه په ډېر شوق ولوستله. يو ځاى کى داسې ليکل شوى و: (( نن مې په ژوند کې تر ټولو ښکلې ورځ وه. سپوږمۍ خداى مهربانه کړه يوه پرزه يې راولېږله زما د نوم پوښتنه يې
کړې وه. خوما ورته خپل نوم ونه ښود. څنګه وکړم بابا راباندې داسې نوم ايښى چې سړى ورباندې شرميږي. ))
سپوږمۍ د کتابچې اول مخ راواړاوه هلته په ښکلي مشقي خط ليکل شوى و :
د عجب ګل حيران
د خاطراتو دفتر
وږمې چې تر دې دمه د سپوږمۍ په څنګ کې غلې ولاړه وه او د هغې سره يوځاى يې ياداښتونه لوستل له خندا شنه شوه. په ملنډو يې وويل: دا يې بله خوشالۍ! تا ورباندې د کنشکا ګومان کاوه خو هغه د شاد ګل ورور وخوت.

دواړو وخندل خو اندېښنې د سپوږمۍ خندا ولوټله له اندېښنې په ډکه لهجه يې وويل : وګوره د اخري پاڼې نېټه نشته دا به يې کله ليکلي وي؟

_ پر کتابچې خو يې لا ګرد نه دى لويدلى زه خو وايم همدا اوس به يې ليکلي وي راځه چې وګوره همدلته به چېرې پټ وي.

چارچاپېره يې وکتل څو ګامه هاخوا يو محصل ونې ته ډډه لګولې وه. وږمې ورنه پوښتنه وکړه: وروره دغه کتابچه، د دې کتابچې څښتن خو به دې نه وي ليدلى؟
هغه ځواب ورکړ : نه بي بي جانه نه مې دى ليدلى.
څو شېبې وروسته يې غږ وکړ : هو ريښتيا _ دا به _ د هغه سړي له جېبه به لويدلې وي _ هغه چې عسکرو په موټر کې يووړ.

سپوږمۍ په وارخطايۍ پوښتنه وکړه : ولې ؟ څه يې کړي وو؟ جنګ خو به يې نه وي کړى؟

_ نه بابا هغه بېچاره د څه کولو نه و. زړه مې ډېر ورباندې بد شو ظالمانو بد رقم وژلى و _ د خوارکي پر سر باندې يې ميخونه ټک وهلي وو. هغه کراچۍ وينې لاندې په صندوق کې يې د هغه مړى پټ کړى و.

د هغه خبره لا نه وه خلاصه شوې چې سپوږمۍ پر ځمکه وغورځېده او بې سده شوه.
١٣٨٦ _ ٠٩ _

1 COMMENT

  1. سلامونه ډاکټرصیب محب الله جان،
    کیسې د له ځان سره یوې بلې خیالي نړۍ ته بوتلم هغه نړۍ چې رسامي يې په لیکلو نه کیږي. کېسه په زړه پورې وه خوځینې برخې یې تکراري وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب