د رحماني صاحب خبره يوهْ ملګري راته كړې وه ان په هغه ړومبۍ شېبه يې لا ليدو ته هوسېدلى وم.
ډاكټر رحماني له لندن څخه دباندې په يوهْ واړه ښار ګوټي كې اوسېدهْ. نابلدي او د موټر نه لرلو د رحماني صاحب ليدل نه راپه برخه كول خو ملګري مې موټر راپسې راوست دا هيله يې راترسره كړه چې په ګده رحماني صاحب وګورو.
په لاره كې ملګري راته د رحماني صاحب په اړه خبرې كولې، كه
رښتيا ووايم خبرو ته يې ډېر نه وم غوږ، لكه د ماشوم په دې بيړه كې وم چې وخت زر واوړي او رحماني صاحب په خپلو سترګو ووينم. كله كله څوك داسې فكر كوي چې په چټكۍ د وخت تېرولو ته خبرې، فكر او ذكر نه دى پكار، خو وخت بيا كله چا ته كتلي، د خپلې خوښې او مرضۍ پادشاه دى.
د ملګري په كومو خبرو چې پوه شوم نو دومره راته څرګنده شوه چې رحماني صاحب ان په هغو كلونو كې دلته راغلى چې په وطن كې كراري وه. حكومت د لوړو زده كړو بورس وركړى و. ده دلته واده كړى و بېرته وطن ته نه و ستون شوى. همدلته په يوه پوهنتون كې ښوونكى و.
رحماني صاحب ته زما ملګري وار د مخه تيلي فون كړى و، چې كور ته يې ورسېدو نو مېرمنې يې ورپرانيست په انګريزي ژبه يې وروبللو.
– د ريمن ملګري ياست، هاى (Hi) لطفاً راځئ…
هغه مخته موږ ورپسې د ناستې خونې ته ولاړو، د ناستې ست يې راته وكړ خپله له خونې ووته، ښايي خاوند به يې خبراوهْ، ملګري مې وويل: د رحماني صاحب مېرمن انګرېزه ده ځكه ورته ريمن وايي چې په خپله ژبه يې جوړ وي.
زه غلى د خونې په نندارې شوم. په دېوالونو دوه انځورونه راځړېدل. په يوهْ ميز يو عكس اېښى و. په انځورونو كې يو د يوهْ كلي تصوير و چې لكه زموږ د كليو غوندې د يوهْ واړه نار په غاړه ونې وې او ژېړې پاڼې يې باد وهلې لاندې پرتې وې. بل انځور هغه نوى ډول اروپايي انځور ګري وه چې زما سر پرې نه خلاصېږي. كاږه واږه مخونه، تېرې بېرې كرښې او ګډوډ رنګونه. له دغه انځوره مې ژر سترګې په مېز پراته عكس ته واړولې د رحماني صاحب مې مېرمن وپېژنده. په هغه عكس كې يې هم د سرهْ مخ په وړې پوزې تورې ټاپې څرګندې وې. هلته هم ټيټه ښكارېده، يا ښايي رحماني صاحب ډېر لوړ و، چې دا يې ايله تر څنګليو رسېده.
رحماني صاحب وځنډېد خو مېرمن يې د شربتو له دوو ګلاسونو سره راغله. ګيلاسونه يې ما او زما ملګري ته ونيول. خپله يې څه ونه ويل، موږ هم غلي وو. لږ وروسته رحماني صاحب په خونه راننوت. په رښتيا لوړ دنګ، غوښور سړى و.
خړ بخونې سترګې يې له ليرې برېښېدې. په شونډو كې داسې موسكى و لكه زموږ د ښوونځيو ښوونكي چې به كله غصه نه وو او په كوم كار به يې ستايلي وو. له روغبړه وروسته رحماني صاحب د وطن په اړه پوښتنې وكړې، عجيبه وه دېرش كاله دلته اوسېدلى و په دې دومره موده كې يې په وطن او خپلوانو خبر نه واخيستى. زړه مې وغوښتل ددې خبرې علت وپوښتم خو ووېرېدم چې خړ نه شي.
ده په خپلو خبرو كې چې ډېرې يې په احتياط كولې او هره كلمه يې جلا جلا ويله د وطن زړې كيسي كولې، ويل يې نه روغتون، نه سړك و نه سم ښوونځى او څه چې وو هغه په دې جګړه كې خراب شول! عجيبه ده رحماني صاحب يوه ښه اوږده شېبه غلى و، موږ هم غلي وو ده دا سكوت مات كړ له يوه اسويلي سره يې وويل:
– نه پوهېږم خلك به په دې شرايطو كې خپل ماشومان څرنګه روزي؟
له رحماني صاحب سره مو هغه مازديګر چاى هم وڅښه چې رخصت مو اخيست نو له جېبه يې خپل كاردونه راوويستل راويې سپارل. ښه مې په زړه دي چې د كارډونو د راسپارلو پر وخت يې ويل: – كله كله ټيلي فون كوئ، ښه به وي.
په لاره كې زما ملګري بيا د رحماني صاحب په اړه خبرې شروع كړې. دا ځل خبرو ته غوږ وم هغه ويل:
– رحماني صاحب د برايټن په پوهنتون كې د سايكالوژۍ استاد
دى، ډېر تكړه سړى دى، دلته يې خلك ډېر قدر كوي، ډېر دروند سړى دى. خواره كى زوى نه لري دوه لوڼې لري چې يوه په لندن كې او بله په مانچستر كې سبقونه وايي. يو څو مياشتې وروسته به دى تقاعد اخلي.
ما له ملګري وپوښتل:
– وطن ته څرنګه نه دى تللى؟ هغه خبره د قسمت په حواله كړه:
– بس ياره قسمت به يې نه و.
له رحماني صاحب سره تر ليدو ډېره موده وروسته يوه ورځ زما ملګري تيلي فون راته وكړ. له رحماني صاحب سره يې خبرې كړې وې وربللي يې وو. موږ په ګډه د ملګري په موټر كې د رحماني صاحب لېدو ته له لندن ووتو. رحماني صاحب اوس تقاعد شوى او په كور ناست و.
خپل پخوانى كور يې هم بدل كړى و، اوس په يوهْ واړه اپارتمان كې اوسېدهْ چې يو بل ګاونډى يې هم درلود. د كور ور ده په خپله راخلاص كړ. اوس يې وړه ږېره پراېښې وه، په خبرو، خندا او حركاتو كې يې له ورايه مينه او ګډوى ښكارېده. په خپله يې چاى راوړ د چاى څښلو پر وخت ده هم ځان ته پياله ډكه كړه. خبرې يې لومړى زموږ د كارونو په باب وې خو وروسته د ځان په اړه ډېر غږېدهْ.
ويل يې: پخوانى كور مې خرڅ كړى دى.
د هغه په نيمه بيه ورته دا اپارتمان لوېدلى نورې پيسې يې په لوڼو وېشلې دي هغوى خپل سبقونه خلاص كړي. ده ورته ويلي چې بايد خپل خپل كورونه واخلي او په رخصتيو كې چيرې لاړې شي.
خو دده په فكر هغوى نور فكرونه كوي دده خبرو ته غوږ نه نيسي.
رحماني صاحب د لوڼو په باب له خبرو وروسته لږ چورتي شو خو په يو څه خندايي وويل:
– زه تينا ته وايم چې دې نجونو د پيسو له تر لاسه كولو وروسته اوس تيلي فونونه هم كم كړي خو هغه يې نه مني.
رحماني صاحب د لوڼو په باب خبرې داسې كولې لكه چې زړهْ تشول غواړي. موږ غلي وو. مناسبه مو نه ګڼله چې د هغه په كورنيو مسايلو كې ځان ورګډ كړو. دهْ هم نور څه ونه ويل د خپل كيڼ لاس نوكان يې په خپلو غاښونو پرې كول. موږ چاى څښه ما له ځان سره كومه پوښتنه پيدا كوله چې بيا خبرې راپيل شي. خو لا مې سوال نه وموندلى چې د موسيقي ژغ راتر غوږ شو، د جاز موسيقي تېز غږ ورو ورو تېزېده، دومره تېز شو چې رحماني صاحب د نوكانو پرې كول پرېښودل په عصباني ډول يې په انګرېزې ژبه وويل:
– د خداى لپاره.
موسيقي له پاسني پوړه راتله. پاس د بل چا اپارتمان و. د هغه اپارتمان د خلكو په باب رحماني صاحب وويل:
– اصلاً دا نه ګوري چې نور خلك به په عذاب شي، څو څو وارې مې ورته شكايت وكړ، خو هېڅ، لكه چې دېوال ته خبرې كوې. دا يو خو يې زموږ په پوهنتون كې شاګرد هم و. اوس زما خبره هم نه مني.
رحماني صاحب پورته شو، بخښنه يې وغوښته له خونې ووت له كوره دباندې يې د خپل برني ګاونډي د وره زنګ وواهه ښايي ګاونډى به يې هغلته ولاړ و چې لږ وروسته په لوړ غږ خبرې را تر غوږ شوې. يوهْ زلمي غږ لكه د كنځلو غوندې دهْ ته څه وويل، ددهْ پوړېدلى غږ هم پورته شو. بيا د يوې ښځې غږ تر منځ شو خو شور د دروازو په پورې وهلو غلى شو. رحماني صاحب له خپلې ميرمن سره بېرته د ناستې خونې ته راننوت. مخ يې سور شوى و، ساه يې لنډه لنډه كېده مېرمن يې پرته له دې چې له موږ سره ستړې مه شې وكړي ده ته وويل:
– ته ارام ته اړتيا لرې بايد وغځېږې.
بيا يې مخ راواړاوهْ، بخښنه يې وغوښته ويې ويل:
– ريمن ارام ته اړتيا لري، دى بايد پرېوځي. كه په تاسو بده نه لګرېږي دى بايد څملي.
ما خپل ملګري ته وكتل هغه په يو ډول موسكا سروښوراوهْ له
رحماني صاحب څخه يې رخصت وغوښت. موږ دواړه راووتو، په موټر كې زما ملګري پښتو سندرې غږولې، دى ورو ورو روان و يو ځاى يوې لويې ودانۍ ته ده ګوته ونيوله ويې ويل:
– رحماني صاحب په دې پوهنتون كې استاد و.
ودانۍ ته مې پام شو د يوې خوا پر دېوال يې له پاسه تر لاندې پاستيكونه راځوړول شوي وو د دېوال او پالاستيك تر منځ يو څه واټن و، هلته كار ګرو كار كاوه ملګري مې ويل لكه چې نوى رنګ وركوي.
1999
شمالي لندن