جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د سالک نثر | ګل رحمن رحماني

د سالک نثر | ګل رحمن رحماني

استاد مصطفی سالک د پښتو ادب د اسمان هغه ځلانده ستوری دی چې نږدې دوه نیمې لسیزې د ادب او ژورنالېزم په ډګر کې روښان او روان پاتې شوی او په دواړو برخو کې یې پر خپله ژبه د ډېرو  ارزښتمنو اثارو لورېینه کړې ده.

که څه هم زما په ګډون ښايي ګڼ لوستونکي هغه د یوه ډېر لوړ ذوقه او داسې شاعر په توګه وپېژني چې یوازې د شعور د جزیرې نه، بلکې د لاشعور د نړۍ ژورې تجربې یې هم په شاعرانه رنګ کې رنګولې او تصویر کړې  دي، خو نوموړي په «پاتې شه باران دی» او «د اوښکو موسکا» کې راته دا هم ثابته کړه چې ښه او د پاخه نثر لیکونکی هم دی، حتی دا دواړه اثار یې تر ننه هم د زلمیو لیکوالو لپاره د لیکنې الهام بښونکي دي، ځکه چې د لیکوال اوچت شاعرانه مزاج، فلسفي لید او د الفاظو پر لښکر هنرمندانه واکمني د هغه د بډای تخیل او عالي فکر بیان کې کله هم د ابهام په لومو کې نه دی بند شوی او لیکوال ته یې ځانګړی نثري سبک  او اسلوب ور په برخه کړی دی.

د ادب او ژورنالېزم په ډګر کې فعال کسان یا داسې دي چې ادب ته یې د ژورنالېزم سبک او بیان را لېږدولی او یا هم په ژورنالېزم کې ورڅخه کټ مټ ادبي ژبه کارول شوې ده، خو ما چې څومره سالک صاحب لوستی او اورېدلی دی، د دواړو تر منځ د توازن ځانګړی هنر لري او  ژورنالستیک راډیويي متنونه یې هم د مسلکي جواز تر بریده د ادبي ژبې د تجربو پر مټ ښکلي کړي او حتی ابدي کړي دي، د بېلګې په ډول یې «د عشق لمر» ګډ اثر وړاندې کولی شم.

دلته غواړم د هغه پر نثري ښکلاوو خپل یو څو یادښتونه له لوستونکو سره شریک کړم او استناد به مې هم تر ډېره د هغه یو بل اثر « له څاڅکي تر سېپۍ» وي چې د ادبیاتو په ځانګړي ډول شعر په اړه دی او محتوا یې هم د نوم په څېر ښکلې ده.

له مخکې مې چې یادونه وکړه د سالک صیب نثر هم شاعرانه کیفیت او خوږلت لري، دا خوږلت له تصویري بیان، لنډو جملو، استدلال، پر ځان باور، مکالمو، مثالونو، پرېکنده بیان او غوره ایجاز (لنډون) څخه را پیدا شوی دی او له مضر اطناب څخه یې په ټوله کې ډډه کړې ده. د نثر ځینې نورې ځانګړنې یې هم په لاندې ډول وړاندې کوم.

  1. زړه را ښکونکی پیل

لا تر اوسه هم زموږ د ګڼو مقالو او لیکنو پیل په کلیشه يي او تشریفاتو کلمو او ترکیبونو کېږي او دا پیل ډېر ځله تر اصلې برخې د رسېدو واټن کې د لوستونکي حوصله او ذوق ځپي، یا په بل عبارت لیکوال په نا مستقیم ډول خپلې اصلي خبرې ته راځي، حال دا چې د څېړنې د نوې مېتودولوژي له مخې باید لیکوال او څېړونکی له دې هسې او غیر معلوماتي مقدمې تېر شي او مخامخ په موضوع پيل وکړي، ځکه چې د اوسني لوستونکي وخت ډېر لنډ او تنګ دی.

 د سالک صیب د لیکنو پیل له دغه غوره ځانګړنې برخمن دی چې مخامخ خپلې موضوع ته راځي، له تشریفاتي او له داسې جملو او ترکیبونو راوړنې ډډه کوي چې لوستونکی ستومانه کړي، د هغه د لیکنو پیل هم له لفظي ښکلا او هم ډېر ځله له یو ډول داسې تلوسې او زړه راښکون څخه ډک دی چې موږ یې د داستاني متنونو ځانګړنه ګڼلی شو. د هغه د څو مقالو پیل داسې دی:

«که په ماشومتوب کې د نارینه جنسي میلان لټوو، هماغه د فرایډ خبره به رامخې ته کېږي چې د ماشوم ګوته ردول دغه میلان ته طبیعي اشاره ده، خو داهسې یوه نظریه ده تر اوسه هیڅ ساینسي تجربې د ماشوم په ګوته رودلو کې د جنس اثبات نه دی کړی.»

(پښتو ادب او د ښځې تصوراتی وجود! ـ له څاڅکي تر سیپۍ. ۱۰۲مخ)

«جمالیات لوستل زما د زلميتوب یوه رنګینه مشغولا وه، ځکه دا موضوع راته زړه ښکاري، خو بیا هم لیکلو ته اړ شوم، سبب یې دا و چې پر یوې لنډۍ مې غور کولو او د غور په وخت راته ښکاره شوه چې په لنډۍ کې د جمالیاتو د دریو مشهورو نظریو څرک لګي»

           (یوه ټپه او د جمالیاتو درې نظریې ـ له څاڅکي تر سيپۍ. ۹۱ مخ)

          «شاعرانه جمود کارول شوې اصطلاح ده، خو ښايي زه ددغه اصطلاح مانا لږه څه محدوده کړم او د هغه حالت لپاره به یې وکاروم چې یو شاعر تر میاشتو او ان تر کلونو داسې احساس کوي چې ګواکې نه شي لیکلای او که هڅه کوي هغه هم بریالۍ نه وي»

         (شاعرانه جمود ـ له څاڅکۍ تر سيپۍ. ۶۲ مخ)

     «همزولۍ ښاپېرۍ په افسانو کې راغلې ما بس پري په ښاپېرۍ اړولې چې د هر انسان له تولد سره د هغه همزولې ښاپېرۍ یا پیرۍ هم جهان ته راځي چې یو شمېر د جنس په اړه اختلاف لري»

       (د شاعر همزولې ښاپیرۍ ـ له څاڅکي تر سيپۍ. ۳۴مخ)

د پورتنیو څلورو واړو مقالو پیل د پښتو اوسنیو مقالو خلاف ښکلی او مخامخ پیل شوی او لیکوال په کې خپله اصله خبره له لومړۍ کلمې پیل کړې چې مخکنۍ غوره ځانګړنې لري او لوستونکی له ځان سره ساتي.

  1. تصویري بیان

څومره چې کلمې حسي او انځوریز اړخ پیدا کوي، هومره د لوستونکي او لیکوال تر منځ اړیکې نږدې کېږي، د نثر اغېز زیات او د لوستونکي په ذهن کې تلپاتې کېږي، دا چې سالک صیب نوښتګر شاعر دی، دلته یې هم له خپل دغه هنر څخه ګټه اخیستې، یا په بل عبارت د شعر اغېز یې پر نثر هم پاتې شوی دی.

   «په لرغوني نورستان کې هم لکه د نورو بشري ټولنو د پیل په څېر عقلانیت جرړې نه وې غځولې، خو ژوند یې د تخیل په زانګو کې زنګېده، تر دې چې له ښاپیریو سره یې مینې کولې.»

        (شاعر او د خپل چاپېریال کړه وړه ـ له څاڅکي تر سيپۍ. ۲۹مخ)

    «بله لاره یې له همفکره شاعرانو ادیبانو سره ناسته ولاړه ده چې تاسو کېنئ نو ستاسو ذوقونه هم ورته ګرځي تر ډېره مو د خوښې شاعران، کتابونه او اثار یو ګرځي د هنر په اړه مو نظریات نږدې کېږي بیا به تاسو د یوه رباب تارونه ګرځئ چې د نغمې پر مهال به ټول سر وي، نو وایم چې له هم اندو شاعرانو او ادیبانو سره ناسته ولاړه د الهامونو سرچینه ده.»

                         (شاعرانه جمود ـ له څاڅکي تر سيپۍ. ۶۵ مخ)

 « زه چې ددې لیکنې ودانۍ پورته کول غواړم نو په بنسټ کې راته اړینه برېښي چې د هندي سبک په اړه هم ځینې څرګندونې ولرم.»

 «یوه ښکلې ده، خود پرسته ښکلې، ايینې ته ځي، خپله ښکلا یې خوښېږيخو دا چې خود پرسته ده، څه باید وکړي، خامخا به ایینه کې خپلې ښکلا ته سر ټیټوي او بیا خو دا منظره پسې د کتو شي چې ددې سر انځور ته ټیټ شي او د انځور سر دې ته»

(بې خزانه غزلبڼ ـ له څاڅکي تر سيپۍ . ۱۱۵ مخ)

    «د طبیعت ښکلا بې غرضه ښکلا ده، او د هر سالم ذوق د خوښې ښکلا ده، شاعر باید غوږ ونیسي چې ابشار په کوم تال کومه سندره وايي، ته حس کړه چې د ماښامي په را نږدې کېدو ځنګل زړه ته څه احساس ورکوي، هلته انساني رابطې څنګه جوړېږي او څه یې مخه نیسي؟»

(شاعر او د خپل چاپېریال کړه وړه ـ له څاڅکي تر سيپۍ.۲۹مخ)

«… او عشقي رومانونه د دوی احساس له مینې او ښکلا سره اشنا کوي، هغه څه چې لومړۍ وړانګې یې د یوه زلمي د ذوق د غره له هسکې څوکه پریوزي.»

(تحمیلي ذوق ـ له څاڅي تر سيپۍ. ۲۶ مخ)

  1. د ترکیبونو ښکلا

   شعري یا شاعرانه ترکیبونه د شعر زرینه ماڼۍ کې اړین ژبني توکي دي، خو د سالک په نثر کې هم په لا ډېر مهارت کارېدلي دي لکه: شعري لا شعوري، خیالي ګلدان، د تخیل رنګيني، د حس سیکه، د احساساتو عکاسي، د محبوب تصور، هنري تابلوګانې، د تعریف سیمه، تخیلي اختراع، تحمیلي ذوق، تغزلي بیان، شاعرانه جمود، شعري منطق، ګونګه شاعري، همزولې ښاپېرۍ او نور…

  1. معلوماتي اړخ

  په نثر کې، هغه که هنري وي یا عادي ـ علمي، یوازې د لیکوال شته پوهه او معلومات بسنه نه کوي، اړتیا ده چې خپل معلوماتي لیدلوري هم د نورو پوهنو او تیوريو په رڼا کې شریک کړي، که څه هم دا کار په څېړنه کې اصل دی، خو په تخلیقي اثارو کې هم د نثر معلوماتي اړخونه محتوا ته اعتبار او ښکلا ورکوي.

د سالک صیب نثر هم پر خپلو معلوماتو سربېره اړوند او متناسب نقل قولونه او معلومات لري. مثلا د رومانټسیزم او غني خان مقاله کې نږدې هر څو پراګرافه وروسته یو معلوماتي پراګراف راغلی دی، په یاده مقاله کې لیکي: رومانیویت په خپل وخت کې چټک یون وکړ او وروسته ددغه مکتب پرنګي شاعرانو بایرن، کیټس، شیلي، ورډز ورټ، شیرډان، جین اسټین بلیک او کالرج دغه مکتب پر مخ بوت.

 د شاعر همزولې ښاپېرۍ لیکنه کې راځي: په اردو او فارسي ادب کې دغې همزولې ښاپیرۍ ته همزاد هم وايي، لرغونو مصریانو هم پر همزولې ښاپيرۍ باور درلود او ( کا) یې بلله، د هندویزم فعالان هم همزاد یادوي او وايي همزاد نه مري، بلکې داسې به ووایو چې دغه افسانوي ارزښت ته یې د تناسخ رنګ ورکړی دی.

   د جنون او شاعري لیکنه داسې پیل شوې ده: لغت لیکونکي جنون له جنه مشتق ګڼي، مجنون یاني پیریاني! خو دا ښايي د هغه وخت نوښت وي چې د هر رواني انساني بدلون لپاره یې په بهر کې علتونه کتل، خو دا نوم تر اوسه پاتې شو، نو ښکاره خبره ده چې له اوسنۍ ارواپوهنې او طب سره به پر دې اړه خپلې خبرې وي.

  1. لنډون او موضوعي تسلسل

 د سالک صیب نثر د اوږدو، پېچلو او بې ربطه جملو پر ځای له لنډو جملو او تر ټولو کوچنیو پراګرافونو څخه جوړ شوی چې ډېر ځله یوازې محور جمله اصلي مهفوم وړاندې کوي او پر فرعي جملو تکیې ته اړتیا نه لري. له څاڅکي تر سيپۍ باندې د هغه د مقدمې پیل کټ مټ را اخلم.

 په دې کتاب کې تر ډېره پر تخلیق خبرې شوي،  او مرغلره هم له څاڅکي تر سیپۍ د تخلیق یو لړ پړاوونه تېروي.

دا چې دا مضمون له شعره دی نو د شعري کره کتنې لپاره راته دا نوم مناسب ښکاره شو

دا نوم د کتاب احاطه نه شي کولای، او یوازې د هغه لپاره یوه استعاره ده.

ښايي د کتاب د نوم او منځپانګې په تړاو نور تعبیرونه هم وي، خو دلته به همدا ویل بس وي.

په نورو مقالو کې هم د جملو له همدا ډول چست او لنډ سکښت څخه کار اخیستل شوی دی، له ترکیبي او معترضه جملو او بې خونده یا تکراري ترکیبونو له راوړلو څخه ډډه شوې ده. بله هم د موضوعي تسلسل خبره ده، شاعر هم په عمومي ډول د کتاب د مقالو راوړنې او هم د هرې مقالې د ځینو څنګزنو عنوانونو او موضوعاتو په تحلیل کې دغه تسلسل ته پام کړی دی، د بېلګې په ډول د شعري ذوق سپړنه کې د موضوع تسلسل دېر ښه راغلی او لوستونکی روزلی شي.

 همداسې په شاعرانه یا ادبي منطق مقاله کې هم موضوعي تسلسل تر پایه پورې داسې بیان شوی چې لوستونکي ته قدم پر قدم نوې پوهه او معلومات ورکوي او ورسره روزل کېږي، دلته خلاق او مسلکي لوستونکی دا حس کوي چې ادبي منطق له رواني یا د نفسیاتو له زاویې هم څه ناڅه وسپړل شي چې ورسره جوخت په بله مقاله کې د حمزه او د میني نفسیات بحث پیل شوی دی او دا تشه د حمزه بابا په ادبي څېره کې له یوې فردي زاویې ډکه شوې ده.

  1. تجربه او وضاحت

 سالک صیب له خپل ادبي ژوند څخه ګڼې تجربې لري، له سترو شاعرانو سره یې ناسته پاسته شوې چې ان تر حمزه بابا پورې رسېږي. تر ټولو غوره اړخ یې خپله تجربه ده، د ګونګې شاعرۍ په مقاله کې یو ځای لیکي: اشرف مفتون یوه ورځ راته ویل زما نوښت دادی چې زرینې او تورې زلفې نه یادوم پستې زلفې یادوم چې دواړه په کې راشي، تورې او شنې سترګې نه یادوم ښکلې سترګې یادوم دواړه ښکلې وي نو مفتون چې د ادب د افاقي کولو کومه فلسفه مخکې کوله یوازې شعرونه یې نه لیکل، بلکې د خپلو اندونو د اثبات لپاره به یې په خپلو ټولګو کې فلسفیانه ډوله نثري بحثونه هم چاپول.

بل ځای وايي: غضنفر صیب زما پر یوه بیت لیکنه کړې وه او استدلال یې دا و چې د وحدت الوجود اظهار ډیر پخوانی شو نوی انداز ورته په کار دی، رښتیا هم ما په خپله شاعرۍ کې د تصوفي تجربو لپاره د نویو مجازي علامتونو موندلو هڅه کړې، دا چې څومره به بریالۍ وي، د یوه شاعر په توګه یې ماته ویل ګران دي.

یو بل ځای لیکي: سهراب سپهري ډېر خلک له کاره وویستل، سپهري بې مانا شعر نه دی ویلی خو هنري منطق یې دومره پېچلی دی چې اوس له بیدل سره پرتله کېږي. ما او زما همفکره ادیبانو له دغو شاعرانو غوښتي وو چې د خپلو شعرونو مانا هنري منطق او تر شا یې پرته فلسفه راته ووايي خو ددغو ملګرو ځواب به تشه موسکا و.

د شاعرانه جمود د ماتېدنې په بحث کې یوه سپارښتنه کوي چې طبیعي ده د هغه تجربه به هم په کې شامله وي، ځکه وايي چې خپله دی هم نږدې پنځه کاله له دې رنځ سره مخ شوی دی. دا سپارښتنه داسې ده: یوه بله لاره هم شته او هغه دا چې ددغو شعري تجربو پر مهال لږ لږ هغه هنري اثار هم ورسره ولولئ چې ستاسې زړونو ته تر ټولو نزدې دي.

په همدې ډول د جانان د خولې خبره لیکنه کې وايي: زه خپله ددغه تخنیک د کارولو لېوال یم، زما په کتابونو کې هم د جانان د خولې خبرې شته او باور وکړئ ددغه راز شعرونو اغېز چټک او پارېدونکي وی، ما په ټولنیزو رسنیو کې خپل ډېر شعرونه خپاره کړل، خو دا دوه بیتونه مې د فېس بوک پر ډېرو دېوالونو وکتل:

سالکه تا خو زما نه منله

راته نکریزې ږدي واده مې کېږي

د سیند سندرې ته ځنګل ناڅي

سالکه دلته مې تصویر واخله

  1. استدلال

د وړاندې کړو فرضیو او موضوعاتو په تړاو استدلال کول د سالک د نثر یوه بله ښه ځانګړنه ده. د شاعرانو ډلې لیکنه کې یو ځای لیکي: د کډوالۍ د وخت شاعري د پښتو ادب د معاصر ادب تاج شاعري بولم. دی دلته  نه وايي چې ده یاني خپل نظر پر ټولو وتپي، خپل دریځ یې انفرادي او ښه بیان کړی او بیا استدلال داسې کوي: ځکه هلته انجویزم، ډلبازۍ، مافیا او دا خبر نه وې، خو چې افغانستان ته راغلل، د خپلو اسلافو کارنامې یې پر اوبو یوړې، زما په نیت شک مه کوئ، نه د کومې سیمیزې ادبي ډلې غړی یم، او نه خپله داسې ډله لرم.

د همدې لیکنې پای کې خپله اندېښنه هم له انفرادي زاویې څرګندوي: نور به دا ووایم چې دا بت پرستي که روانه وي د شعر بهیر به شاته روان وي. بله دا چې ادبي مافیا په پښتونخوا کې نه وه او اوس هم نشته او دا ځکه چې هلته پروژې نشته. او دا هم یاد لرئ چې دا به د معاصر پښتو شعر تاریخ کې یو تور څپرکی وي.

  1. پر ځان باور

پر ځان باور هغه مهال راپیدا کېږي چې یو څوک په ځان کې څه وویني، شاعر د خپلو کلمو پر لښکر د پاچاهۍ تاج په سر کېږدي، مفکر د فکر بډایه خزانه ولري او  هنرمن د انسان او طبیعت د پخلاینې یا نږدېوالي لپاره فوق العاده ځواک. سالک صیب د یوه ادیب په توګه د ادبي موضوعاتو د شننې پر مهال د نقل قولونو او استناد پر ځای په زغرده خپل نظر بیانوي او پرېکړه کوي، ځکه په خپله پوهه او لید باوري دی.

د ګونګه شاعري مقالې په پیل کې وايي: یو شمېر خلکو ته به ګڼ شعرونه ګونګ وي په دې مانا چې د شاعر په تجربه کې به ځانونه نه شي ورګډولای. خو دا شعرونه به ګونګ نه وي، شاعر به په سمبول، استعارې، تشبېه او نورو سره خبره کړې وي، خو د لوستونکي ذهن به نه ور رسي.

   وروسته په دې اړه خپل نظر داسې څرګندوي: دلته زه ګونګ شعرونه هغو شعرونو ته وايم چې د یو شمیر کسانو له خوا یې یوه مانا نه کره کېږي او ذهني انځور یې نه استعاره وي نه سمبول، نه تشبېه او نه بل څه .

  1. نوښت

لفظي او معنوي نوښت د سالک د نثر بله غوره ځانګړنه ده، دی د لیکنو لپاره یا له یوې مخې نوي موضوعات غوره کوي او یا په زړو موضوعاتو کې د سپړنې نوي لیدلوري او زاویې پیدا کوي. په دویم قدم کې یې د بیان لپاره تراشلي، کره او د محتوا مناسب الفاظ پیدا کوي او په معنوي اړخ کې یې موخې او معلومات داسې اوډي چې د لوستونکي په معلوماتو کې خامخا زیات والی راولي، که لیکوال وي د نوو موضوعاتو الهام ورکوي او قناعت یې حاصلوي.

 مثلا ګونګه شاعري، شاعرانه ذوق، شعر او ښځینه احساس، د ټپې لیدلوری او نور داسې عنوانه دي چې لفظي او معنوي نوښت په کې رعایت شوی او د سړک غاړې ادبیات که څه هم زړه موضوع ده، خو زاویه یې نوې او په اوچت هنري نقد ښکلې شوې ده.

 سالک له څاڅکي تر سیپۍ کتاب مقدمه کې لیکي: دلته ډېر مضمونونه د مطالعې نه، د فکر زېږنده ده. تاسې چې دا کتاب ولولئ ډېر ځله هر مضمون په خپله برخه کې یو نوی پیل دی.

  1. ښکلا او تناسب

 له دې وروستي ټکي څخه مطلب دا دی چې هره موضوع د بیان لپاره خپل الفاظ لري، خو کم لیکوال په دې راز پوهېږي چې د محتوا او موضوع له بدلون سره څنګه د متن په لفظي ښکلا کې هم څه ناڅه بدلون روالي او متناسبې کلمې ورته وکاروي.

د سالک صیب په خپل نثر کې دې موضوع ته هم ښه پام کړی دی، دی د خپل اثر (له څاڅکي تر سیپۍ) په مقدمه کې لیکي: ما هڅه کړې چې د شعري تخلیق کوم بڼ ته هم ننوځم اغزیو ته ډېر پام ونه کړم او یوازې له ګلونو یې یوه ګېډۍ جوړوم خو شاعران ادبیان حساس خلک دي که کومه خبره یې د چا د ځور سبب ګرځي بښنه غواړم.

د جانان د خولې خبره لیکنه کې یو ځای راځي: دا شعرونه ډېر وخت خواږه وي، خو ولې؟

دا ځکه چې دا خبره د تاج محل د کیسې غوندې ده، مین خپلې معشوقې ته یو څه بښي نو باید ښکلي وي، کله چې شاعر د معشوقې له خوا خبره کوي، پوره هڅه کوي چې د خپل هنر کمال وښيي، ځکه کومه خبره چې ښکلې نه وي هغه کله خپل ښکلي محبوب ته منسوبوي.

د لنډیو د لیدلوري په اړه لیکنه کې لاندې لنډۍ داسې تفسیروي:

زما دعا سلام پرې وایه

بیا ورته وایه ماشومان دې یادوینه

دلته د لنډۍ ښځه خپله غوښتنه په یوې طبیعي غوښتنې بدلوي او ورته وايي چې دعا سلام مې ورته وایه او دا ورته وایه چې ماشومان دې یادوي او بله دا چې ډېری خلک دومره د بل چا په کیسه کې نه کېږي لکه د خپلو ماشومانو په کیسه کې چې کېږي.

ددې لنډۍ بل تعریف هم کېدی شي، جینۍ ده په کور کې ناسته ده او خپل مین رابولي، څنګه؟ که د لیدلوري موقیعت جوت نه شي په ګرانه به ترې هغه کیسه راوځي چې ما یې یادونه وکړه. کیسه داسې ده چې جینۍ او هلک خپلوان دي. خو دا هم ورته ګرانه ښکاري چې د خپل پښتني حسن غرور مات کړي او ورته ووايي چې زه دې غواړم، دا ترې هم را وستی شي چې کېدی شي هلک نه یوازې جینۍ مینه وي او مینه یې هم پټه وي. ځان نه مطرح کوي، په هر حال دواړو حالتونو کې ماشومان یادوي.

په پای کې ویلی شم چې ښاغلی مصطفی سالک د غوره نثر لیکنې لپاره هم کره او روانه ژبه لري او هم ناویلي موضوعات او سوژې چې له برکته یې نثر لوستونکی روزي او  ژبه یې د خپل ظاهري جذابیت له امله د یوه ښکلي داستان په څېر تر پایه له ځان سره ساتي. بس وروستۍ خبره یې دا چې پښتو ادب دې بې سالکه نه شي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب