پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+چو کفر از کعبه برخیزد کجا ماند مسلمانی

چو کفر از کعبه برخیزد کجا ماند مسلمانی

یونس تنویر

    د پښتو ادب د شعر پنځګر اوسنی نسل، به همدومره نه پاتیږي. وخت به ترې یو څو هغه شاعران د تاریخ پاڼو ته یوسي، چې هغوی په یقیني توګه شاعران و. که موږ د یو چا شاعري ښه وګڼو، او د هغه د شعر مقام د پشکال د مچانو وي، نو د شعر له مزي به غورځي. د ملغلرو سره د ډبرو پیل شونې نه دي. دا ځکه چې د شاعر هر څه تاریخ ته پاتې کیږي. او تاریخ هغه مضامین ساتي، چې هغه یو ځل څېړل شوي وي. نقادان به شاعري نادرسته تعبیر نه کړي. ځکه دا د نقد اصل دی، چې د حق ویلو په طرف پاتې شي. اګر که تاسو یو څو ښه لوستونکې لرئ؛ ځکه لوستونکی د ښه او بد په تشخیص نه پوهیږي، ګنې زیاتې خبرې داسې وي، چې هغوی پوره خیالي مانا لري. خصوصاً په تصوف کې د خبرو دغه شکل ډیر عالي او نادر دی؛ نو خبرې شعر نه دي.

 مسله دا ده، چې د شعر لپاره یو غوره مزل په کار دی. یو داسې مزل، چې هغه پوره په تخیلاتو ولاړ وي. یو شمېر شاعران داسې هم دي، چې دوی په خلکو کې ورک شي. او بېر ته داسې را پیدا شي، چې هیڅ د کمال ساری یې نه وي. په رښتیا لوی شاعر وي. اصل کې شعر خپله یوه لویه تجربه ده. او له دې تجربې په اسانۍ نه شئ را وتلی. تشویق او شهرت دې نه شي ترې را ایستلای. ددې تجربې څخه را وتل، خپله یو ډول ریاضت دي. دا د شعر لیکلو ریاضت دی. دا د تخلیق ژوند دی، نو د تخلیق ژوند د شهرت لپاره نه وي، بلکې د فن لپاره وي، نو که شاعر فن پرېږدي او شهرت پسې ځي، نو شاعر به نه شي. مشهور به شي، ولې بیا به هم ادنا او عادي شاعر وي. 

یانې شاعران باید خپل تخلیق ته ډېر متوجې وي. دوی باید په دې پوه شي، چې د شعر د الفاظو تړون او ترکیب یوه الهامي پېښه ده. کنه په شعوري ډول له الفاظو او تورو ژبپوهنه رامنځته شوې وي. د شعر ویونه د ترکیب په لحاظ د مانا خیزۍ لپاره وي او د شعر مانا مولده وي. یانې مانا خپله د ځان لپاره په شعر کې کلمات ټاکي.

دمانا اصلي مرکزیت تخیل دي او تخیل خپله یوه الهامي پېښه ده. نو فطري ده، چې شکل د الهام په مرسته جوړیږي. یانې د شعر ژبه الهامي وي.

اوس دا فطري والی په دې مانا نه دی، چې موږ په پیدایشي طور شاعران یو یا نه یو؛ بلکې پر موږ کې زیاتې غریزې وي، چې ځینې یې په ذوقي او محیطي طور ژوندی او مړې وي. یانې هر انسان د هر شي د پوهې بانې کیدای شي. ولې ذوق چې په کوم لوري تمایل پیدا کړي، د هم هغه شي غریزه پکې راژوندی کیدای شي. بیا هم هغه غریزه د انسان شوق، ذوق او کار وي.

د شعر ژبه د شعر په موسیقۍ کې ډېره ونډه لري. او موسیقي هنر دی، نو هنر په خپله یوه فطرۍ انګازه ده، چې په کوښښ یې رامنځته کړې وي.

 دا د کره کتونکو او څيړونکو یو لوی شوق وي، چې عالي تخلیق پیدا کړي او عالي تیوري رامنځته کړي. یانې ښه تخلیق یوه ښه تیوري رامنځته کوي. په دې ډول ادب پراخیږي او د سیمې او هیوادونو سره د سیالۍ جوګه کیدای شي. یانې موږ که په فرهنګي لحاظ سیال نه شو، نو په سیاسي لحاظ هیڅ سیال کیدای نه شو.

اصلي خبره دا ده، چې تاسې داسې شاعرانه اجتهاد وکړئ، چې لوستونکي مو خپله وپېژني. ډېر مشهورو شاعرانو شعرونه موږ ته ټوکې ښکاري او پسخند پسې وهو. تاسو باور وکړئ، چې موږ ځینې شعرونه لولو ، نو شاعران یې موږ ته شاعران نه، بلکې یوازې محلي بې سواده مجلسیان ښکاري. نو که یو شاعر هم شهرت طلب کیږي د سیاسونو سره یې فرق څه شو؟ او که چېرې شعر د شهرت وسیله ګرځوي، نو بیا د فارسي شاعرۍ ددې مسرې نه بل څه کیدای شي؟؟؟

چو کفر از کعبه بر خیزد کجا ماند مسلمانی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب