جمعه, مې 17, 2024
Homeدا هم ولولئچارلس بکوفسکي |‍ ژباړه: ارشاد علي

چارلس بکوفسکي |‍ ژباړه: ارشاد علي

چارلس بوکوفسکي (بوکوسکي) چې مکمل نوم یې هینري چارلس بوکوفسکي جونیر دی، د ۱۹۲۰م کال د اگست په ۱۶ د جرمني په اندرناک ښار کې زیږیدلی دی. دی د یوه امریکايي سرباز او جرمنۍ مور یوازینۍ زوی وو. دی په درې کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته ولاړ او په لاس انجلس کې میشت شو. همالته لوی شو او د ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۱ پورې یې د لاس انجلس په کالج کې زده کړې وکړې. بیا یې ښوونځی پریښود او د لیکوال کیدو لپاره نیویارک ته ولاړ. چارلس په خپله شاعرۍ او لېکوالۍ کې د توندې او جنسي، انځوریزې او تصویرې ژبې کارولو پر اساس چې په یوه له فساده ډکه ټولنه کې ژوند کول انځوروي، پیژندل شوی دئ. په ۱۹۴۶ م کال کې یې د خپلو کتابونو د نه خپریدو له کبله لیکوالي پریښوده او لس کاله یې د یوه سخت شرابي ژوند تیر کړ. کله چې د معدې زخم ورتخ پیدا شو نو بیا یې لېکوالۍ ته مخه کړه او د خپلې لېکوالۍ د جاري ساتلو لپاره یې مختلفې دندې ترسره کړې لکه: لوښي مینځونکی، د ټرک چلوونکی او بارونکی، د پارکینگ منشیتوب، د مغازې منشیتوب، د سره صلیب کارکوونکی، د لفټونو جوړونکی، د سپیو د بسکټو جوړولو په کارخانه کې کار، په قصابۍ کې کار، د کولچو په فابریکه کې کار او لنډه دا چې هر کار یې ترسره کړئ. بوکوفسکي خپله لومړی کیسه په ۲۴ کلنۍ کې ولیکله او په ۳۵ کلنۍ کې یې شاعري پیل کړه. په ۱۹۵۵م کال کې لېکوالۍ ته د بیا راگرځیدو پر اساس یې( گل، سوک او حیواني چیغه) په نامه د شعرونو یوه ټولگه د کوچنیو خپرندویو ټولنو له لورې په کلني ډول چاپ کړل شوه. په ۱۹۶۳م کال کې یې (په خپلو لاسو کې زما زړه نیسي) په نوم یوه شعري ټولگه چې د شرابیانو، فاحشو، بایلونکیو قماربازانو او لویدلیو خلکو په هکله وه خپره کړه. له دې وروسته یې( مقلده مرغۍ ماته بخت غواړي)،( هر وخت جنگ)،( کله وار دومره یوازې شې چې یوازیتوب معنا پیدا کړي) په نامه شعري ټولگې خپرې کړې. دا چې لیکوالي یې پیل کړي وه نو د یوه منحرف او یوه متفکره لیکوال په حیث پیژندل کیدو او له مرگ وروسته یو له مشهورو امریکايي لیکوالانو او د ۲۰مې پیړۍ یو له غوره ادبي څیرو څخه شمیرل کیدو. بوکوفسکي دومره ابتکاري لیکوال وو چې دده لیکنو دده خپل ژوند هم شا ته پریښی وو؛ دده د شاعری یو شمیر کتابونه چې وړاندې نه وو چاپ شوي، دده له مرگ وروسته چاپ شول او شهرت یې لا ډیر شو. دده ناولونه او لنډې کیسې بې دریغه زیات ریالستیک او خندوونکي دي. د ناول کرکټر یې هینري چیناسکي، یو بې تجربې کارگر، بې حسابه شرابي، د کلاسیکې موسیقۍ مینوال او د اسونو قمارباز دئ. بوکوفسکي د نظم او نثر شاوخوا ۴۵ کتابونه لیکلي دي. د انجونو، شرابو، قمار او نورو خرمستیو ښه مینوال وو. دی د ۱۹۹۴م کال د مارچ په ۹مه د کالیفورنیا په سن پیدرا کې د ناروغۍ له کبله مړ شو.
د نثر څو بېلگې يې:
“هوښیار کس یو ساده شی په سخته طریقه وايي او هنرمند بیا سخت شی په ساده طریقه بیانوي. “
“زما دا کل گیري هلکان چې نیکټایي یې اچولي وي او ښه دنده ولري نه خوښیږي. زما ناهیلي سړي خوښیږي، داسې سړي چې غاښونه یې مات وي، ماغزه یې پوچ وي او لارې یې هم پوچې وي. دوی مې خوښیږي، دوی ټول له حیرانتیاوو او چاودنو ډک دي. “
“موږ دلته ددې لپاره یو چې شراب وڅښو، جنگ ووژنو، په عجایبو پسې وخاندو او داسې ژوند وکړو چې مرگ مو هم د اخیستو پر مهال ولړزیږي.”
څو ناولونه او شعري ټولگې یې:
Notes of a Dirty Old Man (1969)
Pulp(1994)
Hollywood (1989)
Post Office (1971)
__
The People Look Like Flowers At Last (2007)
The Last Night of the Earth(1992)
Love Is a Dog from Hell (1977)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب