سه شنبه, مې 7, 2024
Home+په دې ورځ شمال ټلوالې کابل ونیوه

په دې ورځ شمال ټلوالې کابل ونیوه

تاند- له نن څخه ۲۲ کاله پخوا د ۲۰۰۱ کال د نوومبر په ۱۳ مه د شمال ايتلاف ځواکونو د امریکا د بي ۵۲ الوتکو د کارپټ بمبارۍ په سیوري کې کابل ښار ونیوه.

امریکا او متحدانو یې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم وروسته له دې هوايي بریدونه پیل کړل چې طالبانو د اسامه بن لادن له ورسپارلو یا د افغانستان له خاورې له شړلو انکار وکړ.

امریکا له طالبانو دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې بن لادن او د ده تر مشرۍ لاندې القاعده شبکه یې په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې نېټې په تروریستي بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړه.

له درنو بمباريو او د امريکا په مرسته د شمالي ټلوالې له نژدې يوې نيمې مياشتې مځکنيو جګړو وروسته د طالبانو نظام د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په لومړۍ اوونۍ ورپرزېد. برهان الدین رباني، چې ځان یې د افغانستان قانوني ولسمشر باله، ارګ ته ستون شو او اصرار یې کاوه چې واک بل چا ته نه پرېږدي. تر دې چې له اوږدو بحثونو وروسته د ۲۰۰۱ د دسمبر په ۹ مه د بن د کنفرانس برخوالو یوه موافقه لاسلیک کړه چې د نوي نظام د بنسټ ډبره یې کېښوده.

د  دې موافقې پر اساس، چې له طالبانو او د حکمتیار له اسلامي حزبه پرته نورو سیاسي خواوو لاسلیک کړه، پر یوه شپږ میاشتني موقت حکومت سلا وشوه او دغه راز ومنل شوه چې له کلونو جګړو وروسته دې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره نړیوال سوله ساتي ځواکونه دېره شي.

د بن په کنفرانس کې د پخواني پاچا ظاهرشاه پلویانو هم برخه لرله خو زوروه برخه د شمال ټلوالې وه. دوی حامد کرزی د موقت حکومت د مشر په توګه ومانه خو حکومت یې په قومي بنیادونو ووېشه.

د روم د موافقې له مخې، د حامد کرزي حکومت ۳۰ وزارتونه لرل چې د هغو له منځه یې ۱۱ پښتنو، ۸ تاجکانو، ۵ هزاره ګانو، ۳ ازبکانو او ۲ ښځو ته ځانګړې وو. خو کلیدي وزارتونه لکه دفاع، بهرنیو چارو، کورنیو چارو او ملي امنیت د نظار شورا خپل کړل.

سیما سمر او سهیلا صدیق د کابینې ښځینه غړې وې. سیما سمر ته پر وزارت سربېره د کرزي مرستیالي هم ورکړل شوه. کرزي ته، چې د ډېرو په باور چندان واک یې نه درلود، ۵ مرستیالان ټاکل شوي وو.

خو له نیمګړتیاوو سره سره د بن کنفرانس موافقې ځینې مثبت ټکي هم لرل؛ لکه ټولنیزې ازادۍ، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او بشرزي حقونه، پر انتخاباتو ټینګار او ولسواکي.

په موافقه کې دغه راز راغلي و چې له موقت حکومت وروسته به د لویې جرګې تابیا نیول کېږي چې انتقالي حکومت جوړ کړي او په بل پړاو کې انتخابات ترسره کړي.

1 COMMENT

  1. کابل خو داسی جادوئی سرزمین دی چی هم ئی نور کسان په تبه نیولی دی او هم نورو جادوګرانو د اوږدو یا لنډو مودو لپاره په تبه نیولئ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب