چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+په لیکلو کې انځورونه | وحیدالله مومند

په لیکلو کې انځورونه | وحیدالله مومند

په تخلیقي ادبیاتو کې د کیسې، پېښې او یا روایت انځورونه په ژر پوهېدو او د موقعیت په روڼتیا کې مرسته کوي. د یوې کیسې بیان چې د انځور په بڼه وي لوستونکي باندې ژر اغېز کوي، په لیکنه کې تلوسه ډېروي او د کیسې خوند ډېروي. هر انسان په ژوند کې ډ‌ېرې کیسې او تجربې لري، د دغو کیسو بیان یا پر ژبه کېږي او یا په لیکلو. د یوې کیسې روایت باید داسې په یوه لیکنه کې وشي، چې لوستونکی ځان په پېښه یا کیسه کې شریک وبولي. د یوې کیسې، پېښې او یا حکایت بیان د الفاظو په انځورونه کې واقعیت نږدې کوي او ټولنې ته یوه ګټور پيغام وړاندې کوي. د پيغام په ژر لېږد کې اړینه ده چې خپلو کیسو، روایتونو، لیکونو، سفرونو او یادښتونو ته انځور ورکړو. داسې هم باید ونه‌شي چې کیسه له پيل څخه تر پایه ټوله په تصویر ولاړه وي، بلکې په ځینو مهمو ځایونو کې د یوې فرعي پېښې انځور وکښيل شي، یا هم د کیسې هغه برخې چې تیاره انځور لري او د کیسې غوټل بلل کېږي باید په انځوریز ډول بیان شي. د لته د نصیر احمد احمدي له «اغزن سیم» ناول څخه یوه بېلګه را اخلو:

« یوه خیرنه پرده مې لرې کړه، ټوخی راغی، لویه کوټه د چیلم له لوګي ډکه وه. په بېړه مې دواړو خواوو ته وکتل، څو تنه پر غوړ تخت پراته ول، خرهاری یې خوت، څنګ ته یې پر پلاستیکي څوکیو دوه ځوانان ناست ول، د یوه له خولې سپين لوګی راووت، د چیلم سر خانه سره انګار نیولې وه».

په دې جملو کې تاسو وینئ؛ چې نجلۍ په ناڅاپي ډول یوې نالیدلې کوټې ته داخلېږي، شاوخوا ګوري، ټوخی اوري، لوګی او بیا غوړ تخت ویني، د سړیو خرهاری، پلاستیکي څوکۍ او د چلیم د سرخانې سور انګار باندې یې سترګې لګېږي، چې دا ټول په ذهن کې د یوه ورک تصویر کیسه راته واضحه کوي، همداسې د هرې کیسې غوټې باید په ترتیب لوستوونکو ته خلاصې شي. د اغزن سیم په بل ځای کې لیکل شوي:« مور ته ورنږدې شوم، سترګې یې لوڅې وې، ماته یې کتل. یو دم یې پر ټټر ورپرې وتم، پر غاړه مې یې مخ کېښود، خوله مې تروه وه، نه پوهېدم زما اوښکې وې که د وینو خوند. بیا چا تر ولیو ونیولم، ور ومې کتل، علي رضا و، ټتر ته مې يې سوکان ونیول، پورته یې کړم، پر ځمکه ولګېدم، په سترګو مې تیاره راغله، هڅه مې کوله چې باڼه سره جلا کړم، نه کېده، په سترګو مې زور را وست، څو پیاوړو کسانو له ځمکې توره لویه پلاستیکي خلطه پورته کوله، له خلطې زما د مور سپین لاس راوتلی و».

دلته تاسو د کیسې د انځوریزې برخې بیان په ډېر وضاحت لوستلی شئ، بیان داسې شوی چې فکر کېږي دا هر څه تاسو هم لیدلي، خو دا ډول انځوریز بیان په کیسو کې د لوستوونکو په ډېرېدو او  د پيغام په حسي لېږد کې ګټوره ونډه لري. احمدي په یوه بل کتاب« بوډا او د لیوانو پلونه» کې لیکي: « په سترګه کې مې یو درد احساس کړ، یو نری او سوځونکی درد، بیا مې کیڼ بغور تود شو او وروسته په هېڅ هم نه یم پوهېدلی، خو کله چې پر هوښ راغلم، نو په چت کې یوه پکه په تېزۍ سره تاویده.» د یوې کیسې په لیکلو کې دا هغه ځایونه دي چې که بیان نه شي او تصویر ونه لري نو لوستونکو ته په ذهن کې د لا څپړنې پوښتنې پيدا کوي او د دې کیسو په څپړنه کې د لوستوونکي ذهن بوخت ساتل کېږي او لیکنه جذابیت له لاسه ورکوي.

د ځینو ژوندیو کلیمو او جملو کارول په لیکنه کې د لوستوونکو د شمېر په ډېرښت کې مرسته کوي  او د متن وضوح زیاتوي. د یوې سیمې، پېښې او یا کیسې د انځورولو لپاره اړینه ده چې لیکوال په اړونده تشه کې ځان محسوس کړي، هماغسې ځایونو ته سفر وکړي چې غواړي کیسه یې ولیکي، له هماغسې خلکو سره وګوري غواړي د ژوند کیسه یې روایت کړي، لیکوال باید د پېښې د ځای له طبیعت نیولې تر اقتصاد، زده کړې، سیمې، فرهنګ، کلتور او چلند پورې ټول پوره معلومات حاصل کړي. بهرني لیکوالان کله چې ناولونه، لنډې کیسې او ځینې نور روایتونه لیکي نو له لیکلو دمخه هماغې سیمې ته ځي او له یادښتي پاڼو او کليپونو په ګټې اخېستلو سره کولای شي په اسانۍ خپله ټاکل شوې سوژه بشپړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب