شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبتصویرونه، اوښکې او قاتلان/ ډاکتر محب زغم

تصویرونه، اوښکې او قاتلان/ ډاکتر محب زغم

دغو دوو تصویرونو ته به ډېرو ژړلي وي.

دغه عکس په ۱۹۹۳ کې د سودان په دارفور کې اخیستل شوی. جګړو قحطي راوستې، وړه ماشومه خبره شوې چې هلته نژدې چېرې خواړه وېشل کېږي. دا روانه ده خو په څښېدو. د درېدو او ګرځېدو وس نه لري، ډېره وږې ده. ورپسې ټپوس روان دی. دا چې لږ شانتې څښېږي، ټپوس هم یو ټوپ وهي. ټپوس دې ته ګوري چې نجلۍ به کله ساه ورکوي چې دا یې وخوري. د دې عکس عکاس ژورنالیست کیوین کارټر (Kevin Carter) ته په ۱۹۹۴ کې د پولیټزر جایزه ورکړل شوه. خو هغه د جایزې تر اخیستلو څو میاشتې وروسته ځان وواژه.

1 ده نور د خشونت هغه صحنې نه شوې زغملی چې په افریقا کې یې لیدلې وې. ده دغه عکس اخیستی او له هغه ځایه تللی و، هماغسې چې د ژورنالیزم تقاضا ده، یعنې ژورنالیست باید یوازې مشاهد اوسي او پخپله په څه شي کې مداخله ونه کړي. دا چې په دې وړۍ نجلۍ څه بلا راغله، دی پرې خبر نه شو خو، د عکس تر چاپېدو وروسته نورو ورباندې نیوکه وکړه چې ته اول انسان یې، بیا ژورنالیست. ژورنالیزم درته اجازه درکوي چې د دې مرګي حالې نجلۍ له څنګه تېر شې خو انسانیت درباندې حکم کوي چې ویې ژغورې. ځینو خو لا سختې خبرې ورته وکړې: «ته او هغه ټپوس سره یو شان یې. ټپوس د ماشومې مرګ ته منتظر و چې ویې خوري او تا یې عکس د شهرت لپاره واخیست، دواړو د نجلۍ په دې وضعیت کې خپله ګټه لټوله.» ممکن همدغو خبرو هم کارټر ځانوژنې ته هڅولی وي.

دویم تصویر چې موږ ورته اوښکې تویې کړې1

دا یوه عراقۍ ماشومه ده چې په دارالایتام کې اوسېږي. هغې خپله مور نه ده لیدلې او د مور د لیدو ارمان په خیالونو کې پوره کوي. نجلۍ پر ځمکه د مور رسم کښلی او په غېږه کې یې ویده شوې ده. ماشومې بوټونه د مور له پښو سره ایستلي دي چې د هغې کالي ککړ نه کړي.

دا دوه تصویرونه د دوو بېلو سېمو، د بېلو خلکو، د بېلو رنګونو، قومونو او مذهبونو حال راته بیانوي خو دوه شیان په دواړو کې مشترک دي:

یو، انساني درد، هغه درد چې ویده وجدانونه راویښوي.

دوه، د دې ناخوالو علت. د دواړو دردونکو صحنو علت جګړه ده.

زموږ په وطن کې په دې درې دېرشو کلونو کې به لکونه داسې دردونکې صحنې واقع شوې وي.

نو، اې قاتله! مخکې تر دې چې پر ماشه ګوته ټینګه کړې، مخکې تر دې چې چېرته ماین پټ کړې، مخکې تر دې چې انتحاري واسکټ واغوندې، دغه تصویرونه دریاد کړه. د هغو وګړو ماشومان دریاد کړه چې ته یې وژنې. ته څه فکر کوې، د جنت د ګټلو بله هېڅ لاره نشته؟

ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه درځم

ما ډېرې لیدلي د جانان کلي ته لارې دي

6 COMMENTS

  1. زغم صیب، ډېرو خلکو به د دې تصویرونو په لیدو ژړلي وي او له ډېرو سترګو به ستاسو د لیکنې تر لوستو وروسته اوښکې راڅڅېدلې وي. خو کاشکې چې په دې بې رنګو اوښکو کې دومره توان وی چې د قاتلانو زړونه یې نرم کړي وی.

  2. اناهيتا خور ښه ويلي خوزه وايم چې کاشکي ټول ډاکټران لکه ته داسې وای عواطف يې ژوندي وای ستاپه څېر احساس ورسره وای د يوچا ژوند ته يې په درنه کتلی تجاران نه وای ، څېړنې ښيي چې له جګړو وروسته ډېر افغان ناروغيو او بې کيفيته درملو وژلي …

  3. شكلى ليكنه وه. به ريشتا هم به هر جا جي زره لري، دا انجورنه اغيز كوي. خو كاشكي هر جا زره درلوداي.

  4. زغم صاحب: څومره ښه چا ویلی دی دل به دست اور که خج اکبر است از هزاران کعبه یک دل بهتر است
    زموږ سرما یه داران دغسی تصو یرو ته خا ندی صمیرونه مړه دی وجدان په معنی نه پوهیږی انسا نیت بشر یت ته نه ګوری په بی وظلو تراحم نشته خو دومره به ووایم چه اله دا دټولو مدد ګا ر شی لعنت په جنګ او جګړه مارو:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب