شنبه, مې 4, 2024
Homeادبارنِست همينګوې او د هغه وروستى ناول

ارنِست همينګوې او د هغه وروستى ناول

ع څاروان

په وروستيو کې د نامتو امريكايي ليكوال (ارنِست همينګوې) يوازينى ناچاپ ناول خپور شو. د هغه د دې ناول چې (تر كليمانجارو لاندې) Under Kilimanjaro نومېږي، لس زره ټوكه له چاپ كېدو سمدستي وروسته خرڅ شول. د امريكا د كينټ پوهنتون خپرنۍ څانګې د همينګوې د دې اثر په چاپولو او خپرولو سره په روان (۲۰۰۶) عيسوي كال كې د كتاب بازار تود كړ. د كنټ پوهنتون د كتاب چاپولو څانګه يوازينۍ خپرنۍ موسسه ده چې په دې بريالۍ شوې ده چې د همينګوې د دې ناچاپ ناول د خپرولو او چاپولو امتياز رانيسي.

د اسوشېتيد پريس خبري آژانس د راپور له مخې د همينګوې د دې اثر لومړۍ لس زره نسخې په لومړيو څو ورځو كې وپلورل شوې. كينټ پوهنتون ته په دومره لنډ وخت كې د يوۀ كتاب د لومړي چاپ د ټولو نسخو پلورل كېدل بې سارى ښكاري ځكه چې د دې پوهنتون خپرنۍ څانګې تراوسه پورې اكثره كتابونه له اووه نيم سوه تر دوو زرو په تېراژ كې چاپ كړي وو.

تر كليمانجارو لاندې ناول د همينګوې په څلورو په لاس كښل شويو كتابونو كې چې په ۱۹۶۱ كال كې دهغه د مړينې په وخت په كيوبا كې په يوه صندوق كې پاته شوي وو ، وروستى ناچاپ اثر دى. په دې ناول كې د ۱۹۵۳-۱۹۵۴ كلونو ترمنځ افريقا ته د همينګوې او د دۀ د څلورمې مېرمنې سفر او هغه پېښې چې دوى ورسره په دې سفر كې مخامخ شوي، انځور شوي دي.

همينګوې يوسلو اووه كاله پخوا د ۱۸۹۹ م كال د جولاى په ۲۵ مه نېټه د امريكا د ايلي نويز په (اوك پارك)كې زېږېدلى ؤ. كوچينواله يې په اوك پارك او د ميشيګان څنډو ته نژدې په والون كې تېره كړه. د دۀ د كيسو اكثره پېښې له همدې سيمې سره تړاو لري. په ۱۹۱۷ كې له ليسې تر فارغېدو ورسته په (كانزاس سيټي سټار) ورځپاڼه كې خبريال شو. دا ورځپاڼه په هماغه وخت كې د امريكا مشهوره او مطرح ورځپاڼه وه. همينګوې له عسكرۍ څخه د سترګو د كمزورتيا له امله معاف شو خو د امبولانس د چلوونكي په توګه د لومړۍ نړيوالې جګړې محاذونو ته لاړ.

د ۱۹۱۸ كال د جولاى په اتمه نېټه د اتريش، ايټاليا د جنګ په جبهې كې ټپي او په ميلان كې بستر شو، همالته پر خپلې رنځورپالې (نرسې) اګنس ون كروسي) مين شو او هغې ته يې د وادۀ وړانديز وكړ. همدا كيسه د دۀ د (له وسلې سره خداى پاماني) كتاب اصلي تيم ده. كله چې بېرته امريكا ته ستون شو او په شيكاګو كې يې له ناروغۍ وروسته شپې ورځې له خپلې كورنۍ سره تېرولې ليكوالي يې بيرته پيل كړه. په ۱۹۲۱ كې يې له (هالي ريچردسن) سره وادۀ وكړ، ډېر ژر دواړه فرانسې ته لاړل او په پاريس كې د تورنتوسټار ورځپاڼې استازى شو. همينګوې هلته  د فرانسې له وتليو ليكوالو سره وپېژندل او خپل غير ژورناليستيك، ادبي اثر  يعنې (زموږ عصر) يې په ۱۹۲۴ كې چاپ كړ. د هغه د لنډو كيسو دا ټولګه يو كال وروسته (۱۹۲۵) په امريكا كې هم چاپ شوه.

د ارنيست همينګوې لومړنى ناول (لمر لا هم ځلېږي) په ۱۹۲۶ كې چاپ شو چې له بركته يې هم ډېرې پيسې وګټلې او هم په امريكا او اروپا كې ښه مشهور شو. (بې ښځو سړي)، (ګټونكى څه نه ترلاسه كوي)، (زنګونه د چا لپاره نه ږغول كېږي) د هغه د ځينو نورو اثارو نومونه دي. همينګوې د شكريا قند ناروغي لرله او دوه وارې په روغتون كې بستر شو ، دوهم ځل چې له روغتون څخه رخصت شو د ۱۹۶۱ د جولاى په دوهمه يې په خپل كور كې خودكشي وكړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب