پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبپه شـعر کې تلوسه / ډاکتر محب زغم

په شـعر کې تلوسه / ډاکتر محب زغم

تلوسه هغه کشش دی چې لوستونکی یا اورېدونکی د اثر لوستلو یا اورېدلو ته اړ باسي. د تلوسې خبره د کیسې او ناول په باب ډېره کېږي. که په کیسه کې تلوسه نه وي، لوستونکی یې په نیمه کې پرېږدي. د کیسې د کار خبره په پای کې یې وي نو که کیسه لیکوال غواړي چې خلک د ده اصلي خبره (پیغام) ولولي، مجبور دی چې په کیسه کې تلوسې ته پام وکړي.

تلوسه په شعر کې هم وي. نظم خو باید لکه لنډه کیسه وي، باید په لومړیو بیتونو یا جملو باندې لوستونکی خپل کاندي. څومره چې نظم پر مخ ځي باید هماغومره تلوسه په کې زیاته شي او نظم باید داسې پای ولري چې د لوستونکي زړه ته ولوېږي، فکر کولو ته یې وهڅوي او احساسات یې راوپاروي. د نظم شاعر باید د لنډې کیسې د لیکوالو کمال ولري.

په غزل کې بیا هر بیت تلوسه غواړي ځکه چې هر بیت بشپره وینا وي. د هندي سبک شاعري به ښايي په همدې وجه ډېر مینه وال ولري چې غښتلې تلوسه په کې وي او د لوستونکي قناعت حاصلولای شي. په هندي سبک کې معمولاً د حسن تعلیل له صنعت څخه ډېر کار اخیستل کېږي. په لومړۍ مسره کې یوه ادعا کېږي، شاعر د یوه شي په باره کې خپله رایه څرګندوي، هغه هم داسې چې لوستونکي ته شک ورپیدا کوي چې دغسې به وي که نه؟ په دویمه مسره کې بیا د خپلې مدعا د ثبوت لپاره یو شاعرانه دلیل وړاندې کوي. دغه دلیل دومره ښکلی او د مدعا له موضوع سره دومره متناسب وي چې لوستونکي ته خوشحالوونکی قناعت ورکوي. د دې سبک بل کمال دا دی چې شاعر معمولاً پټه تشبیه کاروي، د تشبیه توری په کې نه وي، مشبه او مشبه به په لومړي نظر سره ورته نه ښکاري خو چې سړی ورته ځیر شي، د دوی تر منځ ګډ اړخونه موندلای شي. لوستونکی چې د فکر کولو په مټ د شاعر مطلب ته رسېږي، داسې انګېري چې په دې کشف کې ده هم برخه اخیستې ده نو له شعره ډېر خوند اخلي، لکه شعر چې ده پخپله جوړ کړی وي.

                    پوه شوم پسرلیه د عزت په راز

سر کې د لښکر ځي علم پټه خوله

استاد پسرلی ادعا کوي چې د عزت په راز پوه شوی دی. لوستونکی هم غواړي پوه شي چې دغه راز څه دی؟ دا پوښتنه تلوسه زېږوي. په دویمه مسره کې پسرلي صاحب خپله ادعا ثابته کړي ده «سر کې د لښکر ځي علم پټه خوله» دلته عَلَم او عزتمن سړی سره تشبیه شوي دي خو د تشبیه وجه او د تشبیه توری یې څرګند نه دي. علم هغه بیرغ دی چې د جنګیالیو په سر کتار کې وړل کېږي. علم د عسکري قطعې پت ګڼل کېږي، هر عسکر او افسر چې د علم له مخې تېرېږي، ورته سلامي کوي. ښاغلی پسرلی وايي علم ځکه د لښکر په سر کې وي چې خوله یې پټه ده، چې نه غږېږي او شور نه کوي نو که څوک غواړي چې خلک یې عزت وکړي باید ډېر ونه غږېږي.

سید جېلاني جلان وايي:

  چې مو سترګې شوې خوږې پر تا نو خیر دی

 د سجدې ځای ته کاته کېږي لمانځه کې

دلته شاعر دعوا کوي چې یار ته کتل د خیر کار دی، لوستونکي ته پوښتنه پیدا کېږي چې دا څنګه؟ بیا شاعر ورته دلیل راوړي چې په لمانځه کې خو سړی د سجدې ځای ته ګوري. دغه دلیل لوستونکی قانع کوي او خوند ورکوي.

موږ چې زلمکي وو، یو ملګری به مو راغی، ښه په ولولو به یې ویل: ((خبر یئ که نه؟)) ملګرو ته تلوسه پیدا کېده چې څه مهمه خبره به وي؟ ټولو به حیران حیران ورته کتل خو هغه به ویل: ((نن یکشنبه ده)) زموږ ځینې شاعران همدا کار کوي. په لومړۍ مسره کې سړي ته تلوسه پیدا کړي، ښکلی تصویر جوړ کړي، یوه ادعا وکړي، لوستونکی ورته په تمه وي چې دویمه مسره به دغه ښکلا بشپړوي خو ګوري چې داسې نه کېږي.

دغه مسرې وګورئ:

هومره حسن یې په تن باندې انبار دی

¯¯¯

چې بې آبه بې حرمته په کې اوسي

¯¯¯

د خلیل په شانې اور راباندې بل کړئ

¯¯¯

د ارمان غوټۍ به وسپړي ګلونه

¯¯¯

خبرې کړې شونډې دې رېږدي

دوه لومړي نیم بیتونه د کلاسیک شاعر علي خان دي، درېم او څلورم یې د اوسني شاعر شمس الدین شمس او وروستی نیم بیتی د لنډۍ دی. تاسې لطفاً یو څو شېبې د لیکنې پاتې برخه مه لولئ، په همدې نیم بیتیو غور وکړئ، ځان سره فکر وکړئ چې شاعر باید په دویمو نیم بیتيو کې څه درته ووایي؟ له شاعره د څرنګه خبرو تمه لرئ.

اوس بشپړ بیتونه ولولئ او وګورئ چې په کومو بیتونو کې شاعرانو ستاسو تمه درپوره کړې ده؟

هومره حسن یې په تن باندې انبار دی

چې باریکه شوه د یار په دغه بار ملا

¯¯¯

چې بې آبه بې حرمته په کې اوسي

هغه ځای که دې وطن شي مه یې وینه

¯¯¯

د خلیل په شانې اور راباندې بل کړئ

چې خوشاله د ماما مغروره لور شي

¯¯¯

د ارمان غوټۍ به وسپړي ګلونه

په لېمو کې د باران نښه پیدا شوه

¯¯¯

خبرې کړې شونډې دې رېږدي

لکه سور ګل چې د سهار شمال وهینه

اوس نو خپل نظرونه راسره شریک کړئ، وبه ګورو چې کوم شاعر څومره د لوستونکو ذوق ته ځواب ویلای دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب