عبدالهادي هادي د شاعرۍ له پیل څخه تردااوسه نه د بل شاعر د شعر اثر منلی او نه يې هم د چا ترسیوری لاندې شاعري کړې، هغه وخت چې لا تنکی زلمی هم وهڅه يې کوله چې هرڅه خپل ووايي نوځکه يې له هماغه وخته د کرکتونکو رضایت راخپل کړی و اوس چې يې په دې لاره کې نور مزلونه وهلي دغه هڅه يې نوره هم غښتلې شوې نوهمداسبب دی چې تراوسه يې د شعر زرینه لاره بیله اوهرڅه يې خپل دي.
شعرترډيره ځایه د شاعر په شخصی تجربو پوري تړلي دي هغه کس ښه شاعري کولی شي چې زیات په خپلو شخصی تجربو تکیه ولري زموږ د ځینو شاعرانو د شعرونو کمزوري په دې کې ده چې د نورو له تجربوڅخه استفادې کوي یا په بله وینا د نورو د ویرونو او ژړاګانو پیښی کوي اوځینی بیا د بیځایه مبالغوپه کولوسره شعرله حقیقته لیری کوي مثلا(( سیلابونه می داوښکوشول له سترګورابهر )) دې ته ورته خبرې ، حقیقت خودا دی چې د څوڅاڅکو اوښکو په تویولو سره یوښکلی تصویرجوړکړو.
هادی لاتنکی ځوان وچې دشعرونوکتابونه يې ولیکل اودشهرت اوازی يې خپری شوی هادی په شعوری ډول په دی پوهیږی چې څه ووایی ،څنګه يې ووایی اوڅنګه هغه ته هنری جامی ورواغوندی نوځکه يې شاعری پخه اوخوږه ده.
خویوه شی چې دده اوسنی شاعری يې ترپخوا ډيره سوزمنه او دردمنه کړی هغه دده په روح کې دبلخی مولاناپه څیریودایمی فراق، مایوسی، له یارانواودکلی له ماحول څخه لیری والی اودیوه ناپیژندویه سکون د موندلو لټون دی چې د ده دشعرونواوهنري هستونو دنیا يې له حسرتونو ډکه کړی ده .
دوطن په یاد به ډيروشاعرانو توري اوبدلی اوموزونی ساندی کښلی وي خوکومه ژړا چې په دی باب هادی کړی ده فکرکوم کموشاعرانوبه په دغه شان درد اومینی خپلی اوښکې بهولی وي.
څه وخت راځی ؟ دادهادی دهغه شعرنوم دی چې دهری پوښټنی په کولوسره دهرزړه هر رګ په ریږدیدا راولي ماغوښټل چې د دغه شعر یوازی یوڅو بندونه راواخلم خوچاڼ می پکې ونه شوکولی تاسی يې هم ولولئ:
څه وخت راځې؟
موده دې ډیره وشوه
څه وخت راځې؟
پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟
خلک هماغسې دي؟
مینه وړي، بې کینې او میلمه پاله دي لا؟
زورېدلی، ځپل شوي ، سربداله دي لا؟
لا هم سبا ته اسره نه لري څوک؟
لا هم بیګا ته ګوله نه لري څوک؟
لا هم شفق ، لا سپیده داغ نه شته ؟
لا هم کورونو کې رڼآ،
لا هم څراغ نه شته؟
۲
موده دې ډیره وشوه
څه وخت راځې؟
پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟
لا هم ښځې اسیرانې او بیواکه او سیاه سرې ګڼي؟
لا هم د خلکو ،
د کورونو،عزتونو او شرمونو واک له غلو سره دی؟
لا هم د سیمې او وطن ،
هغه بدنامې څیرې،
پر ځپل شوي ،رټل شوي ، لوټل شوي اولس واک چلوي؟
۳
موده دې ډیره وشوه،
څه وخت راځې؟
پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟
وایه د کلیو چمبه مارې نجونې شته دي که نه؟
ها د ښارونو مکتبیانې ، آ خونکارې نجونې شته دي که نه؟
زموږ د کلي د لالا ناوې تنور ته ،
جنکې سهار ټولیږي که نه؟
لا په چرګ بانګ بابا ټوخیږي که نه ؟
لا مې ادې ورته ډونګیږي که نه؟
هر مازیګر ،
د حوض پر غاړه ،
چنارونو باندې
لا هم خیلونه د مرغیو راټولیږي که نه؟
لا د اکا دمپور ټوپک؟
ورته ډکیږي ، پرې تشیږي که نه؟
۴
موده دې ډیره وشوه
څه وخت راځې؟
پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟
اخ بختورې ! عجب عیش دې وکړ!!!
ته چې راځې ، خیر دی یو سوال کومه!
نور څه مې نه دي په کار،
لږ د پستو ، باران وهلو، خاورو عطر راوړه!!!
زه نه غواړم په دی لیکنه کې د شاعرهربیت راواخلم اوتشریح يې کړم زما مقصد له دی لیکنی څخه دادی چې یوشاعرڅنګه کولی شی یونوی اثررامنځته کړی اویا له کومولارویوشاعرښه شعرلیکلی شی ؟ په جواب کې بیاخپله هماغه تیره خبره تکراروم په خپلوسترګودنیا ته کتل اوبس ، دهادی شعرونوته ځکه نوی وایم چې دهغه خپلی تجربی اونخښی پکې رامعلومیږی کېدای شی په محتواکې به يې دنوروشراکت راخپل کړی وي خوحقیقت دادی چې هغه دیوه فارسی ژبی شاعرخبره (( یک عمرمیتوان سخن از زلف یار ګفت )) ، دلته مقصد بیاهم دبیان انداز اوطرز دی چې باید بدل وي
ځواني جار د تا له نومه کړم جانانه
ته چې نه یې، شعر له کومه کړم جانانه؟
ستا د زلفو په ماښام پسې زړه چاودی
ژوند بیخونده، بې مفهومه کړم جانانه
یو د سترګو چریکي جګړه دې ښه ده
نور نفرت د جنګ له نومه کړم جانانه
د دې ښار په رنګینو کې سکون نه شته
چا له خپل کلي محرومه کړم جانانه؟
یوه لپه د کابل خاوره خو راوړه!!!
چې مې ډکه ترې رجړومه کړم جانانه
ددی غزل مقطع دومره ښکلی ده چې زه يې دڅوشیبودپاره ځای په ځای ودرولم وطن څومره خوږدی په تیره بیاڅوک يې چې له لمنی لیری پروت وي
یوه لپه د کابل خاوره خو راوړه!!!
چې مې ډکه ترې رجړومه کړم جانانه
ډيروپه دوطن خاوره ستایلی وي وطن به يې ترموره پلاره خوږګڼلی وي خوداسی چې یوه دنیا مینه يې په یوه بیت کې رانغاړلی وي فکرکوم کموبه داکارکړی وي (چې می ډکه تری رجړومه کړم جانانه ) دلته په دی بیت کې محتوا زړه ده خودبیان طرزيې ډيرنوی دی په حقیقت کې خودهنرمند کمال اوکارهمدغه دی چې زاړه شیان په نوی بڼه وړاندی کړي
اوس کـه راګـورې څـوک بـه هـیڅ نه وایي
اوس خو ملنګ یـم په کوڅه کـې نـاست یم
——- —— ————–
راپه یاد یې ، اندیښنه دې راسره ده
زما هم تبه ده، تحفه دې راسره ده
درد دې اخلم، توره تبه به دې پرې شي
د سخي ملنګ، نسخه دې راسره ده
څله ریږدې، څله داسې اوتر ګورې؟
راشه واخله، لوپټه دې راسره ده
لا وختي ده، لا خمار خمارویده یم
لا د ګل وجود، خوله دې راسره ده
دشاعرقوت په دی کې دی چې په څوساده تورو یوښکلی انځورجوړ اودوړاندی کولواندازيې وربدل کړي ((ته سروددخدای دنظم )) په شعرکې وګورﺉ ساده ګی رنګینی کلیوالی ماحول ، مینه اوشاعرانه صمیمت په څومره ښکلی انداز بیان شوی دی ډيروویلی دی چې زلفی دی دعنبرواومشکوبوی کوی اویا زموږدکلی فضا ستادزلفودعطرونوله برکته خوشبویه ده اویا داسی نور خوهمدغه خبره دلته په ډيروساده الفاظوپه نوی طرز راوړل شوی ده
له وږمو نه مې پیدا کړې، له څپو نه مې پیدا کړې
اخ، د ګل غوندې جانانه، له خوشبو نه مې پیدا کړې
ته سرود دخدای د نظم، ترنم د طبیعت یې
د سیندونو له سروده، شنو اوبو نه مې پیدا کړې
دوه ښایستوکي وري مې څري، بیګا میږه راته لنګه
د اومو شیدو له خونده، له اورګو نه مې پیدا کړې
بابا اوس مانځه ته ولاړه، مور مې سره تنور ته ناسته
د تودې ډوډۍ د وږم، خوریدو نه مې پیدا کړې
هادي بیرته راژوندی شوم، غنم رنګې راته خاندي
شکر شکر لیونۍ چې پورې غرو نه مې پیدا کړې
کله می چې دګران هادی غزلونه لوستل نوعجیبه خوند يې راکاوه په غزل فورم کې یوعجیبه خوند پروت دی که څه هم زیاتره شاعران په دی باور دی چې په غزلیز فورم کې نوښت اونوی خبره کول ګران دی ځکه دغزل لمنه تنګه اوقافيې خامخاله خلکوتکراریږي خو کله چې دګران هادی او دغفورلیوال ،جلال امرخیل ،نذیراحمد نذیر اودملنګ شاعر ومان نیازی غزلونه ته ګورو نو په دی باوري کېږو چې که څوک وغواړي نوغزل دتکرارله منګولوبچېدی اونوی کېدای شی دلته به دهادی یوڅوغزلونه ولولو چې په ساده ګی کې ډيررنګین ، خواږه اونوی دي
څنګه دې کلک په خولګۍ لاس نیولی
چا دې جلب د زړه د آس نیولی؟
له غرونو،غرونو،دریابونو اخوا
زړونو مو څرنګه تماس نیولی؟
خیر دی یو شین څراغ خو بل وښایه!
لږ مې ژوندی کړه، زړه مې یاس نیولی
په زړه دې پوه یم، په خوله هیڅ نه وایې
ذهن دې وریځو د وسواس نیولی
ای د سرود او ترنم الهې!
ما دې په چوپې خولې قیاس نیولی
یوې خبرې دې اوبه، اوبه کړم
وجود مې ټول عجیب احساس نیولی
د چا د بد نظر پروا ونه کړې
ما دې قران تر سره پاس نیولی
=======
سخت د ژوند له ماتې لوبې ستړی یم
نور له دې میراتې لوبې ستړی یم
نور دې نو له خولې نه زهر نه څکم
خدای چې له دې پاتې لوبې ستړی یم
سل ځلې شیبه کې مروره شې
بس، له بنګړي ماتې لوبې ستړی یم
—-=======——
څومره خوشې، څومره ستړې زندګي وه
بې له تا نه چې ما کړې زندګي وه
خپله دلته ، روح مې چېرته سرګردانه
زاره چاودې، میراتمړې زندګي وه
ستا د شونډو، له سرو میوو مې پیدا کړه
ګنې ما نه اوبو وړې زندګي وه
زمانه څومره بدرنګه وه چې نه وې!
د بلا د کاله غړې زندګي وه
ولې پوښتې، چې ژوند څنګه تیریدلو؟
بې له تا نو هغه مړې زندګي وه؟
ځینی کرکتونکی وایی چې شاعر باید په ذهن کې له آرشیف شویوپخوانیو تجربوڅخه مدام استفاده
ونه کړي زیات دی په هغواشیاوو زورواچوی چې په ورځنی ژوند کې ورسره مخ وی
له دی خبری مومقصد دادی شاعرچې کوم ماحول کې اوسی باید دهماغه چاپیریال داشیاوواوپیښوپه وړاندی خپل عاطفی غبرګون وښیی نه داچې دکمپیوټرترشاناست ، ګوتی يې په موس ایښی وي اوخبری دګودراودکلی دزاړه چنار کوي دنوی ماحول دحالاتواوشخصی عاطفی غبرګون په انځورولوسره شاعرمجبوره کېږی چې دنویو خبرو اوتجربوپه لټه کې شي ، نویو اشیا ووته ساه ورکړی اوپه خبرويې راولي چې ګران هادی دی ټکی ته نسبت ترنوروزیات متوجه دی داسی شعرونه يې ډيردی چې دشاعرداوسنی ماحول دحالاتوڅرګندونه کوي او دده داوسنی چاپیریال دخلکواحساسات ، مینی اوعاطفی راسپړي چې داپخپله موږته زباتیږي چې شاعر زیات په قراردادی تجربوتکیه نه کوی یوازینی هڅه يې داده چې له خپلوعینکو دنیا ته وګوري چې دغه دوامداره هڅه يې ددی سبب شوی چې ځانته بیله لار ولري
فیس بوک
فیس بک او مسینجر او زموږ د کلي د جومات پیتاوی یو شانته دی
هلته هم زموږ د کلي اوزګارخیل سره راټول او
خپله ښه د نورو سپکه کوي،
دلته هم،
له هره ګوټه،
کار نه غلي، روزګار وهلي، د ژوند له شوره تښتیدلي خلک،
نوي ځوانان او پیغلې،
یا هم د مرګ په تمه ناست وګړي،
د زړونو بړاس وباسي،
او تر نیمو شپو خوشې خبرې کوي.
چېرته په زرو کې یوه د کار خبره وشي،
خو نور ټول د میس یو، کیس یو او هاهاهاها لولز، په چړو،
د ښکلي وخت د قتلولو،
ډرامه روانه.
د وړې شوې، لنډې شوې دنیا ،
د تکنالوجۍ دې سونامي ته ، د چا پام هم نه دی.
دلته دفیس بوک په دی شعرکې په سیده توګه موږدشاعرشخصی تجربه اولید ګورو همداهیله مو له بل هرشاعرڅخه هم ده نوهرشاعراولیکوال که غواړي ځانته دبیلی لاری خاوند شی نو له خپله لیده دی دنیا ته وګوري اوهرڅه له خپلی تجربی اواحساسه ووایی
ګران هادی په یوه میاشت کې دومره شعرونه لیکلی چې یوکتابګوټی تری جوړیدی شی خدای دی دغه ګران اونوښتګرشاعرته نوره حوصله هم وکړي چې همداشان نورښکلی شعرونه ولیکی زه می په دی ښیرا سره چې وایی : (( څوک چې لیکلی شی اونه يې لیکی ګوتی يې ماتی شه )) خپلی خبری راغونډوم اوپه دی هیله یم چې دده دنویوشعرونوکتاب ډيرژر چاپ اوترموږه راورسیږی
په مخه موګلونه