شاعر كه د خيال، فكر او عاطفې پر وزرو، په غزل كې له قافيې او په ازاد نظم كې له خاص اهنګ او وزن سره چې تر ډېره د شعر ارزښتمن توكي دي، استفاده كوي، خو كه يې د هر يوه تله درنه كړه، ګواكي، په شعر كې يې كمى احساس شو، خو په ټوليز ډول د شعر په ژانر كې ازاد نظم د فكر لپاره ښه ميدان لري، چې څومره د فكر نيلى په كې ځغلولى شي، هومره واټن په مخ كې لرې.
كه څه هم يو وخت د پارناليسن شاعرانوله شعر څخه هدفونه ورغوځول او د شكل، ښكلا او كمال ته يې توجه وكړه د پارناسين په عقيده شعر نه بايد څوك وژړوي يا وخندوي، بلكې فقط بايد ښكلى وي(ادبي څېړنې ۱)
خو اوس داسې نه ده، د شعر ډيرى منتقيدين وايي چې مقصد دې څه دى؟ كوم مهم پيغام لرې؟ داسمه ده چې ټولنه پېغام ته اړتيا لري، مګر ستا پيغام دومره مهم دى چې ته يې شعر ليكلو ته اړيستلى يې؟ ځكه له دغه ځايه ستا نوښت او نوې خبره معلوميږي! خو تر ټولو ښه خبره دا ده چې تر كومې كچې د پښتو د ازاد نظم په اړه خبره ده، نو دا مهال په پښتو كې ډېر داسې شاعران لرو چې دا لاره يې بريالۍ پاللې ده.
له ښه بخته په دې چاره كې اوس ډېرى شاعران بوخت دي، زموږ ټولنه چې دا مهال له فكري اړخه له كومې تشې ډكه ده، د دې تشې علت، را پيدا كول، د هغى په اړه ټولنې ته شعور وركول د ډېرو شاعرانو د شعر موضوع ده، له همدې كبله زموږ ډېرى شاعران د ورېښمو د مبارزې ګلالي لارويان دي.
د دغې هنري مبارزې يو لاروى هم عبدالغفور لېوال دى چې دا مهال يې د روانو ناخوالو په وړاندې نه ستړې كېدونكې مبارزه كړې ده، هغه كه په نثر كې د افغانيزم تر عنوان لاندې په دې ورستيو كې د ولس ستونزې را سپړي او د حل لارې ورته لټوي نو ترڅنګ يې په غزل او ازاد نظمونو كې هم بريالي برخه اخستې ده، په دې وروستيو كې چې هغه د بيټ نيكه تر عنوان لاندې كوم ازاد نظم ليكلى دى، د خپل ولس له ارمانونو او زړه په كې را روان دى.
زه دلته د ازاد نظم پر تاريخچه نه ږغېږم او نه هم دا سپنيووم چې ازاد نظم ولې رامنځ ته شو يواځې دومره كافي ده چې د زبيرحسرت يو لند پراګراف مو مخې ته كړم: په ١٩١٥ کې د نظمونو د يوې تذکرې په سريزه كې رچرډ الډينګټن (Richard Aldington)١٨٩٢-١٩٦٢) كې استعمال كړه. نوموړي ادعا كړې وه چې: “موږ په “ازاد شعر” باندې ټينګار د دې لپاره نه کوو چې دا دې د شاعرۍ د يواځيني صنف په توګه وکارول شي. موږ د دې خبره د ازادۍ د يو اصل په توګه کوو.”
خو دا چې په پښتو ادب كې ازاد نظم څنګه او د فكر له پلوه چې دا مهال زموږ ټولنه ورته ډېره اړتيا لري پر كوم بريد ده؟ او د ورېښمو په مبارزه كې زموږ ځوان كهول څنګه قدم اخستى وړوكي بحث ته اړتيا شته، كه څه هم په پښتو كې ډېرنظمونه شته، د عبدالمالك بيكسيار شعر ( او ما ليده چې روسان چا وايستل) د پير محمد كاروان صيب ځنګل ته ليك او نورو ګڼو شاعرانو شهكار نظمونه وړاندې كړې دي، اوږدې غميزې يې په كې ځاى پر ځاى كړې دي، خو په دې وروستيو كې چې زموږ له اوسنيو حالاتو سره لاس او ګريوان يو تازه تخليق شوى شعر عبدالفغور لېوال، د بيټ نيكه تر عنوان لاندې خپور كړى دى، دا د ورېښمو د مبارزې يو سپيڅلى ارمان دى، په دې ازاد نظم كې يې مقصديت ته چې له ناوخوالو د ټولنې را ايستل دى ښه پام اړولى، تر څنګ يې زموږ د تاريخ تېره هېره زمانه يې د شاعرانه الفاظو په مټ خوندوره وړاندې كړى دى، ښايې د نثر له مخې دا موضوع څو مقالې وغواړي، مګر افرين پر داسې هنر، له دې ښكاري چې په پښتوكې ازاد نظم اوس نور هم د جرئت، شعريت، رومانيت، معنويت او پرسن فيكشن له مخې لوړو پوړيو ته پورته شوى دى.
د بيټ نيكه نظم په اډانه كې د پښتنو سلګونه كاله تاريخ چيغې وي، وينې ترې څاڅي، زګيروي يې خيژي، يو بوډا په يوه پراخه سوځنده دښته كې د لمسيو په انتظار ولاړ دى، په سپينه ږيره كې يې رڼې اوښكې ځليږي، ځمكې ته وايي كه تږې يې نو زما اوښكې دې د مور شيدې سه، خو زما د لمسيانو وينې بيرته راكړه، دا جملې پخپله د عاطفۍ خورا ژورې رېښې راننګوي.
په د غه نظم كې غفور ليوال يو بل لوى كمال دا كړى دى چې د بيټ نيكه او توت ترمنځ يې خوندوره مكالمه كړې ده چې دې ته په ادبي اصطلاح كې پرسن فيكشن وايي او پرسن فيكشن دې ته وايي چې توت، ستوري، سپوږمۍ، سيندونو، غرونو او … ته د انسان په سترګه وكتل شي، هماغسې خبري وكړي، د يوانساني كركټر تمه ځينې وشي، لكه زموږ په پښتو لنډيو كې له ستورو او سپوږميو سره د مينو خبرې.
د استاد اسدالله غنضنفر په وينا: personification ” پرسن فيكشن داسې وي لكه:
سپوږمۍ په غره راپورته كېږه
چې مساپر په سين ګډېږي ډوب به شينه
دلته په حقيقت كې له سپوږمۍ سره خبرې دي. سپوږمۍ ته د انسان په سترګه كتل شوي دي، سپوږمۍ ته ساه وركړاى شوې ده، سپوږمۍ ته روح وركړاى شوې ده. دغه شي ته پرسن فيكشن وايي.))
استاد غضنفر دا هم وايي چې پرسن فيكشن زموږ په روح كې دی، د انسان په طبيعت او په خټه كې دی او هر شاعر چې هغه ته توجه كوي په حقيقت كې د انسان روح ته لاره كوي۳.))
په دغه شعر كې لېوال هم د پرسن فيكشن لاره تعقيب كړې ده، د بابا او توت ترمنځ مكالمه يوازې د تېر وخت كيسې نه كوي، بلكې هغه د تېر او اوس وخت پرتله كوي، له همدغه ځايه د يوه ستر فكر چينه را خوټيږي، ټولنه پوهوي چې اوس د برياليتوب په وړاندې روان دي او كه د ناكامۍ، يا څه به كوي او څنګه به له ستونزو امان پيدا كوي؟ كله چې موږ تېر تاريخ له اوس حالت سره پرتله كوو، ضرور به يو لامل لري، يا مو پرمختګ كړى دى، ځكه يې مثال وركوو چې پخوا داسې نه و او يا پېغور چې نيكونو مو څه كوول او موږ ولې د وينې په سيند كې لامبو وهو.
خو دا كار اسانه هم نه دى، د خان خوشحال بابا خبره
په دنيا كې به ډېر كم وي
چې هنر يې د كيميا زده
عبدالفغور لېوال، چې په شعر اونثر دواړو كې ښه برلاسى دى يو علت يې دا هم دى چې مقصديت ته په كې ډېر پام اړوي او پر مطالعه خو يې ځكه شاباس، چې د همدې مطالعې او رياضتونو وجه ده چې په شعر او نثر دواړو كې يې جلال او جمال ، فصاحت او بلاغت، معنوي او ښكلايز اړخونه ځليږي، ښايې ډېر به دا راسره ومني چې د نوموړي ازاد نظمونه د پښتو ادب په دنيا كې ځان ته مقام لري، هغه په دې لاره كې بلا كلونه خواري كړې ده او وړ تجربې يې په كې ترلاسه كړې دي، ان منظوم داستانونه يې ليكلي دي، كه يې ارشاك او اوشاس ولولئ، نو هله پوهيداى شيئ چې تېره هېره زمانه يې د شاعرانه الفاظو په جادو او په محتوا كې د كار په ټكو څنګه د لوستونكي مخې ته په ګډا كړې ده، دا سمه ده چې په ازاد نظم كې قافيه او رديف خپل واك او ځواك مانا نه شيندي او ځاى يې د موضوع تسلسل، ځانګړى ريتم، وزن او اهنګ نيسي په دې كې يې كمى نشته، خو د موضوع په عاطفي ډول له لوستونكي سره ګډول او ترپيغامه تلوسه په كې ساتل، د لېوال صاحب هغه ښېګڼه ده چې د نوموړي نظمونو په ټولنه كې خورا مينه وال پيدا كړي دي.
يو ځل د لېوال ازاد نظم لولو:
بیټ نیکه ۱
ټک ، ټک ، ټک
ستومانه غږ
دبیټ نیکه دماتې شوې امسا،
له سوې زمکې دلوګیوتورماران پاڅیږي
لمر ،دودغړن، لکه له سرو سکروټو وتې سکه
باد په خوني سترګو راغلی ، هدیره کې ګډ دی
باد وږی، تږی د کوم سوي وربل وږم بوړبوکۍ ته سپاري
اودیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې ،
لاخړ اسمان ته په دعا پورته دي
چوپتیا سندرې وايي
نیکه دلرې زمانې
دغرو له شانه راځي
ستړی ستومانه راځي،
هغه خپل لاس
پر خپلو سپینو وروځو پاس ایښی دی،
خوهېڅوک نشته
ان
یو ژوندی سیوری هم نه ښوریږي،
اودنیکه سترګې پوښتنې کوي :
((لویه خدایه ،لویه خدایه !
ستا په مېنه په هرځایه …
… دلته دي دغرو لمنې
زموږ کیږدۍ خو پکې نشته ؟
داوګړي چیرې تللي ؟
لویه خدایه لویه خدایه !))
بیټ نیکه غوږ نیولی
چوپتیا سندرې وايي
یوازې باد ته دایرو ډمې په کرکه ناڅي
په دې چوپتیا کې
یوناڅاپه له کوم لوري دآسونو دپښو آواز
په نیکه خوږ لګیږي :
((څوک به وي ؟))
په مهربانه نظر ځير شو دافق لوري ته :
((آه
احمد دی، زما سرلوړی بچی
زما دسترې پښتونخواه شهنشاه
له خپل ویاړلي لوی لښکر سره به چیرې درومي،
چې لږ ترې وپوښتم ؛زما دستر ټبر کډه په کومه تللې ؟
آسونه ځغلي
لیوني آسونه
آسونه باد سره همزولي ،
خونړوسترګو نه اور بادوي
خو تر آسونو مخکې
یو څوتورسرې ، ماشومان ، بوډاګان
په یبله پښو
کله راوپرځي او بیرته هسک شي
سپاره په تورو ورنه وریبي ببر سرونه
اوزمکه ژر له تندې وزغمي ماشومې وینې
نیکه حیران پاتې دی
څوک ، ولې ، چا …؟
او دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې
لکه دعا چې کوي :
بابا ! داګرده ستا سکه بچي وو
څوک په آسونو سواره
او څوک ترمخه دمرګي پر مزله
یو په یوه مذهب او بل یې له کوم بله خېله
او س ستر احمد نشته ،
همدادي ستا دکور وګړي …
نه ! نه !
نیکه ،پرزمکه اوښکې وپاشلې
که خاوره تږې وي ، دا اوښکې یې (( دمور شیدې سه! ))
زما دبچو وینې دې بېرته راکړي.
هاغه دی زما دننګیالي هوتک دتورې آواز
ورځم لمن یې نیسم
زویه !
له وروڼو نه دې وروڼه بچ کړه
دتورو لاستي مات کړه
هله میرویسه زویه …
خو دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې
لکه دعا چې کوي :
نه بابا داسې نده
دا دهوتک دتورې غږ ندی ، داستا لمسي دي
چې یوله بل څخه ورمیږ پرې کوي
یوه ته پارس کې چا ماغزه ورکړي
بل د پرنګ له ابلیسانو نه سبق ویلی
یوله عربو نه کڅوړه پرشا
بل دترخو پاتیو دیګ ته ناست دی
خپل بچي وژني دآجوج او دماجوج په نامه …
نه ! نه !
نیکه دخپلې شملې څنډه ترغاښونو لاندې ونیوله
زما بچو باندې یې کوډې کړي
زما بچي ویده دي
هاغه دی زما غازي امان مشال په لاس ولاړ دی
ورځم ، چې ویښ یې کړي ، کتاب ورکړي
ددې دنیا له رڼاګانو نه یوباب ورکړي …
خو دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې
لکه دعا چې کوي :
بابا ! امان ندی ، غازي دې ندی
هغه یې وخته لا دکفر په نامه شړلی
بابا ! مشال نشته رڼا یې نشته
دا خویې ستا پر زړه مېنه باندې اور بل کړی
چا ورته راوړل دګاونډ له کوره تور لاسونه
ستا دکلا په برج یې اور پورې کړ
چې پرې الف اوبې بیا ونه لیکي
ستا دخوږو لمسوپه لاس کې تختې وسوزیدې ..
نه ! نه!
لمسي مې ځارشم
که دشیطان سترګې لمبې غواړي زما پر مېنه
زما هډوکو ته دې اور واچوي
خو زما دښکلې ملالۍ وربل ته اورمه نیسئ
زما دلمسو دکتابو بورجل ته اور مه نیسئ .
نیکه سلګۍ وهي
په ملا ماتیږي
نیکه ، دسپینو وروځو لاندې ځلیدلې سترګې
دخړ اسمان ټټر ته پورته کړلې
او دیوازې اوراخیستې ونې ډډ ته کیناست
بابا لاسونه ددعا اسمان ته لپه نیسي :
لویه خدایه ، لویه خدایه !
ستا په مېنه په هرځایه
غر ولاړ دی درناوي کې
ټوله ژوي په زاري کې
دلته دي دغرولمنې
زموږ کیږدۍ دي په اورسوې
پکې ډیر کړې لویه خدایه
لوستي ، لوستي داوګړي
په سرونو کې یې پوهه
او په زړونو کې یې مینه
لویه خدایه لویه خدایه
دلته موږ باندې اوربل دی
تورلوګی دی تور بورجل دی
مېنه ستا کې موږ میشته یو
بل دچا په مله تله نه یو
هسک او مزکه نغښته ستا ده
دمړو، وده له تا ده
داپالنه ستا ده خدایه
لویه خدایه لویه خدایه
پکې ډير کړې لویه خدایه
لوستي، لوستي دا وګړي
په سرونوکې يې پوهه
او په زړونو کې یې مینه
لویه خدایه لویه خدایه
لومړى چې هغه نظم پيل كړى، موږ ته يې يوه صحنه ترسيم كړې ده، خو د نثر په څېر نه، بلكې شاعرانه مهال جوړوي.
ټك ټك ټك…
لوستونكى او اورېدونكى فكر كوي دا به د څه وي؟ ساعت. نه : ځكه ستومانه ږغ حس كوو. د لارې پر سر د سړك د جوړولو د كاريګر ږغ؟ نه. نو څه دي؟ د بيټ نيكه د ماتې شوې لكړې اواز دى، دلته موږ د يوه راڼه انځور له مخې سونه كاله وړاندې تګ كوو، له دې وروسته چې په نظم كې څه مخې ته راځي، هغه هم حيرانوونكي دي، ځكه چې د بيټ نيكه په اړه موږ لوستلي دي چې:
دلته دي د غرو لمنې
زموږ كېږدۍ دي په كې پلنې
دا وګړي ډېر كې خدايه
لويه خدايه لويه خدايه
خو د هغې برعكس حالت وينو:
له سوې زمکې دلوګیوتورماران پاڅیږي
لمر، دودغړن، لکه له سرو سکروټو وتې سکه
باد په خوني سترګو راغلی، هدیره کې ګډ دی
باد وږی، تږی د کوم سوي وربل وږم بوړبوکۍ ته سپاري
او د یوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې،
لاخړ اسمان ته په دعا پورته دي
چوپتیا سندرې وايي
نیکه د لرې زمانې
د غرو له شانه راځي
ستړی ستومانه راځي،
دلته چې موږ د بيټ نيكه د مناجات برعكس حالت وينو، يو ډول تنده احساسو او مخ په وړاندې ځو چې د شاعر هدف څه دى؟ څه راته وايي؟ د بابا شعر خو داسې نه و، ضرور يو څه پېښه شته،همدغه حالت تلوسه زيږوي، خو په دې شعر كې د ګڼو شاعرانه انځورونو په منځ كې غښتلى پاراډاكس هم مخې ته راځي چې په پښتو شاعرۍ كې ډېر كم ترسترګو كېږي او دا پاراډاكس شعر نور هم خوندور كوي، لكه : چوپتيا سندرې وايي
د چوپتيا سندرې خوندور پاراډاكس ځكه جوړكړى دى، كله چې اضداد د يو بل تشريح وكړي، دې ته پاراډاكس وايي، لكه چوپتيا او سندرې د يو بل ضد حالت دى، مګر دلته د ډېرې چوپتيا تشريح په سندرو شوې ده. دغسې پاراډاكس په شعر كې ځانګړى خوند او غښتلى تصوير رامنځ ته كوي.
د لېوال صاحب په شعر كې بل لوى هنر دادى چې هغه پر تصويرونو او تشبيه ګانو خورا لاس بر دى، ويل كېږي چې كه څوك غواړي ښه شاعر شي، نو هغه دې په طبيعت كې د پنځو حواسو په وسيله مطالعه پياوړي كړي، بيا په اسانۍ سره كولى شي، د تخيل پر مټ حسي، عيني او ذهني تصويرونه سره وتړي. په دغسې كسانو كې يو هم لېوال صيب دى، هغه چې كله وغواړي كوم تصوير وړاندې كړي، نو كمى ورسره نه وي، رضا براهني كه د نزار قباني په اړه ويلي و: (( هغه چې په هرڅه لاس واهه هغه په شعر بدلېدل ۳.))
لېوال صيب ته هم خداى داسې شاعرانه مزاج وركړى دى، يا هغه ځان له ماشومتوبه د طبيعت په نظارو بوخت ساتلى او خپل حافظه كې يې د ټولنې ډېر تصويرونه خوندي كړي دي، نو ځكه چې كوم څه ته نيت وكړي، چې بايد شاعرانه شي، هغسې يې ښكلي وړاندې كوي:
هغه خپل لاس
پر خپلو سپینو وروځو پاس ایښی دی،
خوهېڅوک نشته
ان
یو ژوندی سیوری هم نه ښوریږي،
اودنیکه سترګې پوښتنې کوي:
((لویه خدایه ،لویه خدایه !
ستا په مېنه په هرځایه …
… دلته دي دغرو لمنې
زموږ کیږدۍ خو پکې نشته ؟
داوګړي چیرې تللي ؟
لویه خدایه لویه خدایه !))
بیټ نیکه غوږ نیولی
چوپتیا سندرې وايي
یوازې باد ته دایرو ډمې په کرکه ناڅي
يو عمر خوړولى په دښته كې خپل نظر ځلغوي، خو كه لمر ته مخ يو او يا نه يو، موږ په طبيعي ډول لاس پر وريځو پاس ږدو، لكه له دې لارې چې غواړو خپل نظر غښتلى كړو! دا تصوير شاعر له خپلې كليوالې ټولنې اخستى دى، خو د دلته د سپينو وريځو يادول د بابا انځور نور هم پياوړى كوي او له عمره ضعيف خلك، په داسې حالت كې د ډېرې زوړتيا له كبله دا نه شي پامولى چې هاغه لرې، ونه، تېږه، كه انسان دى؟ خو شاعر دلته له بل پياوړي منطق نه كار اخلي، د دې لپاره چې د بيټ نيكه انځور مو نور هم په ذهن كې پياوړى كړي وايي: يو ژوندى سيورى هم نه ښوري، د كمزورو سترګو لپاره په لرې ليد كې يوازې ښورېدل د يوچا يا د يوڅه د راتګ زيرى وركولى شي، د دې ټكو په لوستو، د شعر هغه لنډ تعريف چې شعر پوهانو كړى د لوستونكي په ذهن كې را ژوندى كېږي چې ويلي يې دي: شعرد فكر او تخیيل عاطفي تړون دی، دا ځكه چې دلته فكر، خيال او د لوستونكي غمشريكي په يو څپڅپانده حالت بدليږي او له دې وروسته بل شاعرانه غښتلى شاعرانه تصوير وړاندې كوي، د نيكه سترګې پوښتنې كوي، كله چې سترګې يوې اوبلې خواته تلولۍ تلولۍ د دې لپاره چې څه وويني د سوال په مانا دي، ځكه هغه ځان سره فكر كوي، دې خواته خو به نه وي؟ بيا سترګې بلې خواته ونيسي دې خواته خو به نه وي؟ خو دا د لېوال صاحب شاعرانه فطرت دى چې د كمال دې پوړيو ته يې رسولى دى، له دې ځايه پوهيداى شو چې زموږ په ژوند كې ډېر څه شته چې خوندور شاعرانه كيدلى شي، خو سم مو پام نه دى ورته كړى او په نظم كې له دې ځايه وروسته چې شاعر د لوستونكي د شعرتنده نوره هم سيوا كوي، يوه كړكۍ ورته پرانيزي، اورېدونكى او لوستونكى يوې بلې صحنې ته دروي، چوپتيا ماتيږي، د اسونو، ږغ راځي د احمد اسونه دي! د احمد له نوم اورېدو او لوستو ټكان خوري او د اوږد تاريخي واټن راكموي، د احمدشاه بابارح او بيټ نيكه رح ترمنځ شاوخوا اته سوه كاله وخت تيرشوى۴، خو د دومره لوى واټن راكمول، لوستونكى دې ته متوجې كوي، چې بابا او احمد خو زموږ اتلان دي، دلته شاعر څه ويل غواړي چې يوې زمانې ته يې راوړي او په هم دې شكل او د نظم تر پايه پورې يولس پيړۍ زموږ په ذهن كې را ژوندۍ كوي:
زما دسترې پښتونخواه شهنشاه
له خپل ویاړلي لوی لښکر سره به چیرې درومي،
چې لږ ترې وپوښتم؛ زما د ستر ټبر کډه په کومه تللې؟
آسونه ځغلي
لیوني آسونه
آسونه باد سره همزولي،
خونړوسترګو نه اور بادوي
خو تر آسونو مخکې
یو څوتورسرې، ماشومان ، بوډاګان
په یبله پښو
کله راوپرځي او بیرته هسک شي
سپاره په تورو ورنه وریبي ببر سرونه
اوزمکه ژر له تندې وزغمي ماشومې وینې
نیکه حیران پاتې دی
څوک ، ولې ، چا …؟
او دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې
لکه دعا چې کوي :
بابا ! داګرده ستا سکه بچي وو
څوک په آسونو سواره
او څوک ترمخه دمرګي پر مزله
یو په یوه مذهب او بل یې له کوم بله خېله
اوس ستر احمد نشته،
همدادي ستا دکور وګړي …
د بابا او توت ترمنځ مكالمه په دغه شاعرانه مكالمه كې شاعر زموږ د اوږدې غميزې و روح ته ځان رسولى دى، زموږ په ذهن كې تېر برم او اوسنى حالت تمثيلوي، له يوې خوا تاريخ را يادوي، له بلې خوا زموږ خپلمنځۍ شخړې، انقلابونه را يادوي، چې له دې حالته يو ډول نصيحت او هغه چاته چې په دې حالاتو كې لاس لري لوى پېغور پروت دى.
خو په وروسيتو كرښو كې يوې سترې عاطفې او يوې سترې غمېزې ته تم كېږي:
نه ! نه !
نیکه ،پرزمکه اوښکې وپاشلې
که خاوره تږې وي ، دا اوښکې یې (( دمور شیدې سه! ))
زما دبچو وینې دې بېرته راکړي.
هاغه دی زما دننګیالي هوتک دتورې آواز
ورځم لمن یې نیسم
زویه !
له وروڼو نه دې وروڼه بچ کړه
دتورو لاستي مات کړه
هله میرویسه زویه …
خو دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې
لکه دعا چې کوي :
نه بابا داسې نده
دا دهوتک دتورې غږ ندی ، داستا لمسي دي
چې یوله بل څخه ورمیږ پرې کوي
یوه ته پارس کې چا ماغزه ورکړي
بل د پرنګ له ابلیسانو نه سبق ویلی
یوله عربو نه کڅوړه پرشا
بل دترخو پاتیو دیګ ته ناست دی
خپل بچي وژني دآجوج او دماجوج په نامه …
شاعر ځكه د ټولنې ترجمان بلل كېږي، چې هغه د ټولنې د ناخوالو رېښو ته ځان رسوي، هغه د فلسفي غوندي، د ولې په ځواب پسې سترګې غړوي، ځواب لټوي او بل تر ټولو غټ همت يې دا وي چې خپل اوواز د تاريخ په ژورو ګړنګونو كې په چېغو چېغو زمزمه كوي، چې تر پېړيو پېړيو يې انګازې خورې وي او همدا شاعران دي چې تاريخونه په سالمه توګه انتقال كړي. په دې نظم كې هم زموږ د تېرو څو انقلابونو لويه غميزه، له ګاونډيو نېولې تر نړيوالو چې زموږ په احساساتو يې لوبې وكړې، انځور شوې دي:
نیکه دخپلې شملې څنډه ترغاښونو لاندې ونیوله
زما بچو باندې یې کوډې کړي
زما بچي ویده دي
هاغه دی زما غازي امان مشال په لاس ولاړ دی
ورځم ، چې ویښ یې کړي ، کتاب ورکړي
ددې دنیا له رڼاګانو نه یوباب ورکړي …
خو دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې
لکه دعا چې کوي :
بابا ! امان ندی ، غازي دې ندی
هغه یې وخته لا دکفر په نامه شړلی
بابا ! مشال نشته رڼا یې نشته
دا خویې ستا پر زړه مېنه باندې اور بل کړی
چا ورته راوړل دګاونډ له کوره تور لاسونه
ستا دکلا په برج یې اور پورې کړ
چې پرې الف اوبې بیا ونه لیکي
ستا دخوږو لمسوپه لاس کې تختې وسوزیدې …
نه ! نه!
لمسي مې ځارشم
که دشیطان سترګې لمبې غواړي زما پر مېنه
زما هډوکو ته دې اور واچوي
خو زما دښکلې ملالۍ وربل ته اورمه نیسئ
زما دلمسو دکتابو بورجل ته اور مه نیسئ .
نیکه سلګۍ وهي
په ملا ماتیږي
نیکه ، دسپینو وروځو لاندې ځلیدلې سترګې
دخړ اسمان ټټر ته پورته کړلې
او دیوازې اوراخیستې ونې ډډ ته کیناست
بابا لاسونه ددعا اسمان ته لپه نیسي :
په دغه نظم كې شاعر د خپل ولس تر ټولو ويرجن حالت را سپيړلى دى، دا سمه ده چې جكړه هرچرته روانه ده، مګر زموږ په ټولنه كې يې لامل څه دى؟ او بيا د دې لامل په اړه قضاوت كول هم اسانه خبره نه ده، ناپلیون یو ځل خپل ورور جوسیف ( یوسف ) ته په یو لیک کې لیکلي و: تر ټولو مهمه ځانګړنه چې یو کس یې باید ولري، هغه د هغه د قضاوت قوت دى چې باید له ډېرو نورو لوړ وي.)
لېوال صاحب همدغي ټكي ته ځان رسولى او د خپل دې ازاد نظم لمنه يې په يوه خوندور پيغام را ټوله كړې ده، په تېرو ناخوالو كې د ولس بې سوادي، د غميزو مورينه ګڼي او بېرته غبرګيږي د بابا له اروا څخه همدا پيغام داسې را غبرګوي:
لویه خدایه ، لویه خدایه !
ستا په مېنه په هرځایه
غر ولاړ دی درناوي کې
ټوله ژوي په زاري کې
دلته دي دغرولمنې
زموږ کیږدۍ دي په اورسوې
پکې ډیر کړې لویه خدایه
لوستي ، لوستي داوګړي
په سرونو کې یې پوهه
او په زړونو کې یې مینه
لویه خدایه لویه خدایه
دلته موږ باندې اوربل دی
تورلوګی دی تور بورجل دی
مېنه ستا کې موږ میشته یو
بل دچا په مله تله نه یو
هسک او مزکه نغښته ستا ده
دمړو، وده له تا ده
داپالنه ستا ده خدایه
لویه خدایه لویه خدایه
پکې ډير کړې لویه خدایه
لوستي، لوستي دا وګړي
په سرونوکې يې پوهه
او په زړونو کې یې مینه
لویه خدایه لویه خدایه
لېوال صاحب د شعر ژبه د ډاكټر لطيف بهاند د هغې خبرې مصداق دى چې د شعر د ژبه په مقاله كې يې د شاعر د شعر د ژبې جوهر په ګوته كړى دى : د شعرژبه ځانګړي خصوصیات لري.داپه دې مانا چې دشعر ژبه باید صیقل شوې اوښکلې وي.په شعرکې هره کلمه ځان ته بیله مانا لري اوزیاتره دکلموله اصلي مانا سره شعري ماناوې توپیر لري.په شعري ژبه کې دشاعراحساسات،عواطف اوتخیل وده کوي.
ژوند دې وي، پاتې لړۍ له نورو ځوانو شاعرانو او د ورېښمو د مبارزې له لارويانو سره………..
——————-
شعر له تاند ويبپاڼې څخه
۱ادبي څېړنې ۷۱،۷۳ ص
۲د كليد ۵-۷ ګڼه ادبي بحثونه. صديق الله بدر
۳ د مينې كتاب: د ډاكټر لطيف بهاند ژباړه ۳ مه
۴د بيټ نيكه د ژوند موده تواريخ ليكونكو د ۳۰۰ او ۴۰۰ هجري كلونو تر مينځ ياده كړې
۵ناپليون : ليډر شيف د ډاكټر ځلاند له كتابه
د شعر ژبه د ډاكټر لطيف بهاند مقاله
سلامونه ! انس حقانی ته یې ور ډالۍ کړی ، چې ضمیر راویښ شی