شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د کیسو یو ښه کتاب/ هیله پسرلی 

د کیسو یو ښه کتاب/ هیله پسرلی 

د پوهنتون له کتابونو ورها خوا ما ښايي په خپل ژوند کې تر بل هر څه داستان ډېر لوستی وي او دا خبره خو له شایده پرته کولی شم چې تر بل هر ژانره مې د کیسو له لوستلو ډېر خوند اخیستی دی. کله چې په پښتو کې یوه کیسه ولولم او خوښه مې شي تر ډېرو یې اغېز راباندې پروت وي نسبت دې ته چې په پردۍ ژبه یوه کیسه ولولم.

دغه اغېر بېلابیل علتونه لرلی شي. یو علت یې ښايي دا وي چې کله په خپله ژبه کې ښه اثر لولو په کامیابۍ کې یې ممکن ځان شریک غوندې احساس کړو. بل علت یې دا کېدی شي چې موږ خپل روایت کم لیکو نو تقریبا ټول او تل د دې تږي یوو چې خپلې کیسې ولولو. حتا هغه کیسې چې مکان یې افغانستان هم نه وي، خو چې افغان/ې لیکلې وي په نهایت کې د یوه وطنوال/ې جهان بیني ده. له هر هغه اثر سره چې انسان کلتوري اړیکه لري، عاطفي اړیکه ورسره په اسانۍ پیدا کولی شي. د مولانا خبره: 

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش

باز جوید روزگار وصل خویش

تره مې اجمل پسرلی د خوشحال بابا په هکله تل وايي چې که  نن هم یو څوک په پښتو کې یوه ښه کرښه لیکي باید د بابا منندوۍ واوسي. دا خبره د هغه روسي کیسه لیکوال خبرې ته ورته ده چې د ګوګول د لنډې کیسې 

( کوټ) په هکله یې کړې وه:  “موږ ټول د ګوګول له کوټ څخه راوتلي یوو.” 

د عالي اثارو یو خصوصیت دا دی چې نور لیکوال /ې لیکلو ته هڅوي. هر کامیاب اثر، سره له دې چې له نورو بېل وي، خو په نهایت کې د خپلې ژبې د ادبیاتو دوام دی. موږ ویلی شو چې هر کامیاب اثر په یوې ژبې کې د ښې لیکوالۍ چانس ډېروي. که پښتو داستان یو ځنځیر وګڼو، د “چا او چا ویل” کتاب له لوستلو وروسته مې داسې احساس کړ چې په دې ځنځیر کې یوه بله کړۍ هم زیاته شوې ده.

د ډاکټرې شریف د کتاب د لوست په وخت مې ارمان وکړ چې کاش ما داسې کیسې لیکلی شوای. په دې لیکنه کې به ځینو هغو ټکو ته تم شم چې زما لپاره د  “چا او چا ویل” کتاب په افغانستان کې یوازې په یوه بل چاپ شوي اثر نه بلکې په افغانستان کې په یوه مهم چاپ شوي اثر بدلوي. 

خپل اواز

زموږ ډېرې کیسې ممکن داسې راښکاره شي لکه دې ته ورته څه چې مو بل ځای هم لوستی وي خو د ډاکټرې شریف کیسې د یو بېل اواز د اورېدو احساس راکوي. 

د سبک په هکله دوې مشهورې خبرې د لرغوني یونان له وخته راپاتې دي. اپلاتون سبک ته د امتیاز په سترګه کتل، یعنې په دې نظر و چې هر څوک د سبک څښتن نه دی. ارسطو بیا د خپل استاد غوندې فکر نه کاوه. دی په دې باور و چې هر اثر سبک لري خو سبکونه بیا په عادي، متوسط او عالي ویشل شوي دي. د هنر په هکله دا خبره مشهوره ده چې د کلیشې تاب نه لري فکر کوم سبک هم د تکرار تاب نه لري. ما چې د ډاکترې شریف کیسې لوستې د بل چا کیسې مې سترګو ته ونه درېدلې. 

“د چا او چا ویل” کیسو د افغانستان د داستان په سمندر غاړه کې د بل چا په پل، پل نه دی ایښی بلکې خپل پل یې جوړ کړی دی اوهمدا یې یو لوی امتیاز دی. 

ممکن ځیني لوستونکي استدلال وکړي چې یو لیکوال /ه د بل چا د سبک تر اغېز لاندې هم کامیاب اثار پنځولی شي. زه دا خبره منم. عملا مې له داسې کیسو او شعرونو خوند اخیستی دی چې د نورو د سبک اثر پرې له ورایه مالوم و خو فکر نکوم چې هغوی دې، چې خپله خبره په خپل طرز کوي، له هغو سره برابر وي چې خپله خبره د بل په طرز لیکي. 

ما پخپله د آغلې شریفې د کیسو له دې خاصیته ډېر خوند واخیست چې نه د نورو سیوری پرې پروت دی او نه بل چا ته د ورته والي پېښې کوي. 

بېل اواز د اصیل هنر یوه اصیله نخښه بللی شو. د دې لپاره چې دا خبره توضیح کړم “د چا او چا ویل” د کیسو  یو داسي اړخ به یاد کړم چې ممکن ځیني پرې نقد وکړي. ځینې کره کتوونکي ممکن پر دې کیسو دا نقد وکړي چې په مسلط پښتو نثر نه دي لیکل شوي او ټایپي غلطۍ پکې ډېرې دي. دا چې په پښتو کتابونو کې څرنګه د چاپي غلطیو مخه ونیسو پر دې باید خپرندویې ټولنې فکر وکړي خو که اول نقد ته راشو، زه دا منم چې د دې کتاب جملې ښايي هغسې پښتو جملې نه وي چې د استاد الفت په کتاب کې یې لولو خو تکراري پښتو جملې هم نه دي. د جملو کلیشه شوي جوړښتونه هم نه دي او نه هم د بلې ژبې د جملو داسې جوړښتونه رایادوي چې په پښتو کې ښه نه لګېږي د “د چا او چا ویل” د کیسو د روایت ژبه خاصه ده او چون خاصه ده نو په ژبني لحاظ هم په پښتو ادب واقعي اضافه ده.

 ځیني لوستونکي شاید استدلال وکړي چې د ټولو لیکوالو ژبه خپله او خاصه وي. څو میاشتې مخکې مې یو پښتو ناول لوست، د اولې پاڼې په لوستو مې زړه ورسره په تنګ شو. ته وا لیکوال فکر په بله ژبه کاوه، لیکل یې په پښتو کول. یوازې د نثر موضوع نه وه، د لوستو په وخت مې احساس کاوه لکه لیکوال چې په زوره کیسه پټوي او داسې ښکاره کوي لکه ډېر مهم فلسفي او عمیق بحث چې کوي.  

ځینې خلک د نوښت او خاص والي پېښې کوي خو د ” چا او چا ویل” نوښت واقعي دی، نه مصنوعي.

کنترل شوي احساسات 

د دې ټولګې په کیسو کې یو بل عالي خصوصیت د احساساتو تعادل دی. په بله وینا، په دې کیسو کې نه د تور او سپین قضاوت شته او نه د یوه خورد غم لپاره یو پاو اوښکې تویې شوې دي. کرکټرونه هغومره احساسات ښکاره کوي څومره چې په کیسه کې د پېښې د منطق غوښتنه وي. راوي د دې لپاره  چې د کیسو په تیم یا اصلي پیغام باندې تاکید وکړي د کریکټرونو عکس العملونه غیر طبیعي نه احساساتي کوي.

مثلا، د تابوت په نوم کیسه کې د کیسې د روایت کوونکې ورور چې معلول وي او د ډاون سندروم ناروغي لري په بل هېواد کې وفات کېږي. د همدغې کیسې په یوې صحنې کې چې راوي کار ته روانه ده لولو: (( المارۍ مې له کالو نه ډکه ده خو زما زړه ته هېڅ هم ونه لویده چې وایې غوندم. ګلابي کمیس مې ولید. وامې خیست، د همدغسې  موسم لپاره جوړ شوی. نه ګرم دی او نه هم ډېر نازک. همدا چې مې پورته کړ، رنګ یې تیز راښکاره شو. زما ګلابي رنګ خوښېږي خو نن راباندې بد ولګېده..خړ رنګ راته ښه واېسېده. زړه مې وشو چې تور واغوندم.)) 

دلته کریکټره چې د ورور په مرګ غمجنه ده اول ګلابي رنګ ویني، بیا خړ او بیا تور… او همدغه ګام په ګام د احساساتو ډېرېدل یوه واقعي انساني تجربې زېږوي. دا کیسه که بې تجربې لیکوال لیکله ممکن اول یې تور رنګ یاد کړی وای. یا ښايي ژوند یې بیخي د کمیس له تور رنګ سره تشبیه کړی وای. 

ډاکټره شریف په خپلو کیسو کې ژوند ته په ژور نظر ګوري. دا په خپلو کیسو کې تر سطحي احساساتو ورها خوا واقعي انسان راپېژني. د دې کریکټرونه له تور او سپین مفاهیمو سره بوخت نه دي بلکې د انسان سرنوشت انځوروي چې په پاراډاکس کې بند دی. 

د مثال لپاره به د “پل” په نوم کیسه یاده کړم چې اصلي کریکټره یې رڼا نومېږي. د کیسې په یوې صحنې کې لولو: ((نه یې غوښتل چې مور باندې فکر وکړي. مور یې په ژوند کې ډېره ځورېدلې وه. که یې د مور ځورېدل یادیدل، پلار یې مخې ته درېده چې څومره یې مور ځورولې وه. د دې خبرې منل سخت و..په ‍رڼا باندې پلار ګران و. دې ته مهربانه او مینه ناکه پلار و. بې عیبه دادا و خو مور ته یې سخت ګیره مېړه و چې که یوه ورځ یې د وتلو اجازه ورکوله بیا یوه میاشت یې نه پرېښوده چې له کوره ووځي.)) 

ایا د رڼا دغه روحي کشمکش د هر انسان کیسه نه ده؟ داستان چې تر بل هنر ژوند ته ډېر نژدې دی وجه یې دا ده چې تقریبا ټول کامیاب داستانونه دا مشترکه فلسفه لري چې هره کیسه د یوه کشمکش زېږنده وي. د داکټرې شریف د کیسو دغه کشمکشونه واقعیت ته ډېر نږدې دي. 

ځینې ممکن ووايي چې د ټولو کیسو کشمکشونه واقعي وي. فکر کوم چې زموږ په ځینو کیسو کې کریکټرونه او احساسات د پیغام په خدمت کې وي او دومره ډېر د پیغام په خدمت کې وي چې مصنوعي لګېږي. 

مثلا، د “بخت بي بي” په کیسه کې بخت بي بي او مور یې د نرواکې ټولنې د ظلم قربانیانې دي. په کیسه کې بخت بي بي د خپلې جایزې چوکاټ د پښو په ګوتو لېرې غورځوي. مور یې خپلې لور ته نېغ ځوابونه ورکوي. 

په دې کیسه کې مور فرښته نه ده او نه هم ژاړي بلکې دنیا ته او د خپلې لور قسمت ته په قهر ده. لور یې پخپله جایزه له قهره پخپله په لغته وهي، ورور یا پلار یې ورته جایزه نه ماتوي. همدغه قهر دی چې د بخت بي بي او د دې د مور کریکټرونه د کیسې د پیغام قرباني کوي نه بلکې په واقعي کریکټرونو یې بدلوي. تر ټولو مظلوم او ضعیفه انسان هم خپله دنیا لري او د عکس العمل ښکاره کولو طریقه لري. مثلا، د “چیغې” په نوم کیسه کې ښاپېرۍ ته پلار د ښوونځي اجازه نه ورکوي. د ذهني فشار په نتیجه کې ښاپېرۍ خبرې پرېږدي. چوپتیا ته پناه وړي، چوپتیا ستايي او بالاخره مري.

ډاکټره شریف چې استاده کیسه لیکواله ده په دې پوهېږي چې د داستانونو ماڼۍ په کریکټرونه ودانه وي او د پیغام یا د مشخص لیدلوري تر اثر لاندې خپل کریکټرونه غیرواقعي کوي نه. زما لپاره د یوې کیسې روح کریکټر دی. ډېر کله داسې شوي دي چې ما یوه کیسه په بېلو وختونو کې لوستې ده او بیل پیغامونه مې ترې اخیستې دي او داسې هم شوي دي چې یو ناول یا کیسه مې هېڅ په یاد نه وي خو کریکټرونه مې یې په یاد وي لکه ژوند چې مې ورسره کړی وي. او فکر کوم همدغسې کریکترونه دي چې موږ ته د ژوند واقعي تجربه راکوي هغه څه چې موږ یې له داستان نه غواړو او هغه څه چې “دچا او چا ویل”  د کتاب کریکټرونو ماته راکړل. 

اضافه خبرې

د افغانستان په کیسو باندې یو تقریبا تکرار شوی نقد دا دی چې زموږ په کیسو کې اضافه خبرې ډېرې وي. د اصولو په حساب هر هغه څه چې مستقیم یا غیر مستقیم د کیسو له بشپړولو سره یا د اصلي ټیم په رسولو کې مرسته نه کوي اضافه دي. 

د “چا او چا ویل” په کیسو کې د انځورونو تر مینځ ارتباط دومره استادانه لیکل شوی دی چې ښايي غلطه به نه وي که ووایم چې په دې کیسو کې ما یوه اضافه جمله هم و نه موندله. 

د افغانستان په ځینو کیسو کې موږ ته انځورونه اضافه ځکه ښکاري چې د انځورونو ترمینځ ارتباط سست وي او موږ چې پر کیسو شننه او کره کتنه کمه لرو دغه پیوند ته ممکن متوجه نه شو. د ډاکټرې شریف له کیسو مې زده کړل چې کله کله د یوې تشبیه، یا جملې یا حتا یوې کلمې په ذریعه دغه سست ارتباط په څرګند ارتباط بدلېدای شي. 

مثلا، د تابوت په کیسه کې لولو، (( نن سهار چې زړه نا زړه کار ته روانه وم، اول مې د هوا اټکل په تلویزون کې ولید چې وګورم څه واغوندم. دلته کله په اوړي کې بالاپوش اغوستو ته د چا زړه وشي او کله بیا په ژمي کې له ګرمۍ نه څوک په تنګ وي. دا لا د طبیعت بل ډول ګډوډي ده.)) 

دغه وروستۍ جمله ده چې دې انځور ته عمیقه معنا ورکوي. دغه وروستۍ جمله ده چې دغه انځور له ټولې کیسې سره تړي. 

یا مثلا، د سفر په کیسه کې چې راوي د ونکور ښار ته د یوې ډېرې پخوانۍ ملګرې لیدو ته ورځي، دا پخوانۍ ملګرې په کابل کې د دوی  ګاونډۍ وي. بیا په هندوستان کې چې دوی ټول کانادا هېواد ته د تګ په نیت مهاجر وي هلته سره ډېر نژدې شي. 

کیسه د ډېرو نورو خبرو ترڅنګ راته وايي، چې ژوند له لنډو سفرونو جوړ دی. په یو زمان او مکان کې ممکن له یو چا سره  ډېره نژدې دوستي ولرو او په خپل ذهن کې هغه دوستي همهغسې وغواړو څرنګه چې وه خو زمان  ډېرې نژدې اړیکې هم په تېر یاد بدلوي او له یو څه وخته وروسته ډېرې نژدې اړیکې او ښې خاطرې هم په نوستالژیا بدلېږي. د دې کیسې په پیل کې د ونکور ښار ښکلی طبیعت انځور شوی دی. د اول پاراګراف په وروستۍ جمله کې د ونکور په هکله لولو.

 ((افغانستان در په یادوي او ورسره ځوروي دې هم)) 

دغه وروستۍ جمله او د (یادوي) او (ځوروي) کلمې دي چې د ونکور انځور ته په دې کیسه کې عمیقه معنا وربخښي. که دغه جمله نه وای ښايي ځینو ته داسې ښکاره شوې وای چې دا انځور اضافه دی. 

تشبیه

د پښتو په لنډو کیسو کې تشبیه ګانې رواج شوي غوندې دي. دغه رواج زما لپاره یوه څه جالب په دې دی چې کیسه لیکوال خو د خپلو خبرو بیان ته ډېرې لارې لري نو که یوه خبره همداسې هم کولی شي ولې تشبیه کاروي؟ 

 تشبیه که کامیابه وي کمال یې دا دی چې په کیسه کې کیسې پیدا کوي خو که نوې نه وي، د ټولې کیسې له موډ سره هم اهنګه نه وي او د کیسې برخه نه وي، بیا داسې لګېږي لکه اضافه ټومبل شوی ګل. یو وخت مې د کامیابې تشبیه په هکله لوستي ول چې دوه خاصیته باید ولري: حیران دې کړي، قانع دې کړي. 

د چا او چا ویل د کتاب تشبیه ګانې په داستان کې د کامیابې تشبیه عالي مثالونه ګڼلی شو. یو علت یې ممکن دا وي چې د پښتو په اکثرو داستاني تشبیه ګانو کې لیکوال تشبیه د دې لپاره کاروي چې غواړي شاعري وکړي خو د اغلې شریف تشبیه ګانې موږ ته کیسې کوي. د دغو تشبیه ګانو د عالي داستاني خصوصیت د تشریح لپاره به ځینې مثالونه راواخلم. 

د عکس په کیسه کې چې موضوع یې ناکامه مینه ده، د مینې اړیکه له ماڼۍ سره تشبیه کېږي. زه دلته د کیسې یوازې هغه برخې راخلم چې د دغې ماڼۍ په هکله لیکل شوې دي:

 ((زما او د امین د مینې ماڼۍ ډېر ژر ودانه شوه. ما خپل ورک کور پیدا کړ.))

 (( په ذهن کې مې یو باد وچلېد خو زما د ودانې شوې ماڼۍ د دیوالونو د ژۍ نه غلی تیر شو.)) 

((مینه کې رخه شته. پر نړیدلې خښته به مې خټې واړولې.)) 

(( د ماڼۍ وروستۍ خښته ونړېده.)) 

یوازې د ماڼۍ په هکله لیکل شوې کرښې موږ ته ټوله کیسه کوي. له ټولې کیسې او د کیسې له پلاټ سره د دغې تشبیه وده په داستان کې د عالي تشبیه مثال دی. 

یا مثلا، د باد په نوم کیسه کې دا تشبیه راغلې ده.  (( ونې داسې ښکاري لکه ماشوم چې لمنه له مڼو یا توتانو ډکه کړې او له وزن سره یې لږ ملا کږه شوې وي. یا ګل پلورونکی بوډا چې په کړوپه ملا د ګلو ګیډۍ درته وړاندې کړي.)) 

دا پورته تشبیه ګانو ماته ځکه خوند راکړ چې دواړو دوه کریکټره او دوه زمانې زما سترګو ته ودرولې. 

پای، داسې احساس کوم لکه دا لیکنه چې پای نه لري. 

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.

 

   


LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب