دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د ځنګل پاچا یوه شپه پر ښار پاچهي وکړه

د ځنګل پاچا یوه شپه پر ښار پاچهي وکړه

تاند- د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د شنبې په شپه یو زمری له سرکس څخه وتښتېد او نه یوازې یې د سرکس خاوندان بلکې پولیس درسته شپه سرګردانه کړل.

د زمري له تښتېدو وروسته د روم د لایسپولي د سیمې ښاروال الساندرو ګراندو له ښاریانو وغوښتل چې له کورونو ونه وځي.

زمري له سرکسه تر تښتېدو وروسته د روم په واټونو کې ګرځېده تر دې چې ساعتونه وروسته پولیسو او د سرکس کارکوونکو په ګډه ونیوه.

د ایټالیا رسنیو د لاریسپولي د مېنې په واټونو کې د زمري د چکر وهلو ویدیوګانې خپرې کړي دي.

د روم دا مېنه نژدې ۴۰ زره هستوګن لري.

د لایسپولي ښاروال اعلان وکړ چې له ۵ ساعته هلوځلو وروسته زمری نیول شوی دی.

زمری غالباً په داسې مرمۍ ویشتل شوی چې د بیهوشۍ درمل پکې و. دا ډول مرمۍ حیوان نه ژوبلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب