یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهزهرا بلوچ: اسلام اباد له کابل سره دیپلوماتیک چاینلونه ساتلي

زهرا بلوچ: اسلام اباد له کابل سره دیپلوماتیک چاینلونه ساتلي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱مه) وروسته له دې چې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د خپل هیواد د دیپلوماتیکو سرچینو په قول وویل چې  حکومت یې پرېکړه کړې چې د افغانستان د طالبانو د حکومت په اړه په خپله پالیسۍ کې لوی بدلون راوړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې نن وویل چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ له بې اعتمادۍ سره سره پاکستان ارتباطي چاینل ساتلی دی.

د دغه وزارت ویندویې زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې په خپلې اوونیزې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل:«پاکستان له افغانستان سره د مثبتو اړیکو د دوام لپاره پوره هڅه کړې او په دې برخه کې موږ پر ټولو اړوندو موضوعاتو خبرې کوو.»

دې زیاته کړه:«زموږ له بې باورۍ او زموږ له جدي اندېښنو سره سره پاکستان له افغانستان سره ارتباطي چاینل پرې کړی نه دی.»

کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوچ څخه د اړیکو د ترینګلتیا په اړه وپوښتل شول، هغې په زغرده د پاکستان په پالېسۍ کې د ظاهري بدلون په اړه تبصره ونه کړه خو په اړیکو کې یې د ننګونو یادونه وکړه او دا ادعا یې تکرار کړه چې د افغانستان خاوره ګواکي د «ترهګرو» له خوا د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

ایکسپریس ټریبیون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له خولې زیاتوي چې د اسلام اباد بهرنۍ پالیسي د دوی د امنتیتي اندېښنو ځواب ویونکې ده او افغان لوري ته یې دا خبره روښانه کړې او ترې غوښتي یې دي چې ژر تر ژره پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد موثر اقدامات وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان یوې بلې ورځپاڼې بیزنس ریکارډر ویلي و، د دې لپاره چې د ټي ټي پي غړي د افغانستان له خاورې څخه په کار اخیستلو پر پاکستان بریدونه کوي او د افغانستان اوسني چارواکي یې مخه نه نیسي، نو پاکستان پرېکړه کړې چې له دې ایسته به په ملګروملتو، امنیت شورا او نورو نړیوالو سټېجونو کې د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي.

4 COMMENTS

  1. رب العالمينه ته انوارالحق او ډله يې له نظاميانو او استخباراتو سره خنازير او بيزوګان کړه او بيا يې هلاک کړه. د دوی نسل سم دی او دا طبقه اصلاح کېدونکې نه ده. خدايه ته دوی په دنيا وآخرت ذليل کړه او د قيامت پر ورځ ورته د رحمت په نظر ونه ګورې او خدايه ستا له رحم نه يې محروم کړه.

  2. ستاسو دعا ته آمین وایو .
    پنجابیان د شر نه رارسوي ، له خیره یې مونږ تېر یو . زمونږ ملاتړ دهېڅکه نه کوي .

  3. د پنجابی جنرالانو شر اچونی او کرایی رول په منطقه کی دِ منطقی لوی او متحد قوتونه مجبور کړل چي دِ شر د تولید منطقوی فابریکه او ځاله مهار او د تیرې تقریباٙٙ نیمې پیړۍ لیونتوب ځواب ورکړی
    او تر ټی ټی پی قوی څپیړې ورکړی چي یوه یی د میدان هوایی څپیړه وه چي تحریک جهاد پاکستان
    ورکړه او دِ نورو قوی څپیړو انتظار به کوی ، دا د اجرتی کتلست جنرالانو د غیر عاقلانه عمل ، رد عمل
    دی ، دی کی نه افغان مقصر دی او نه دِ پاکستان مومن ملت .
    افغانان باید د درونی استحکام نه وروسته د منطقوی او جهانی تغیراتو نه په ګټی سره ځان ترمیم او ځیرکانه استفاده وکړی ، او دا ښه فُرصت دی ـ چي دِ قوت کورنی او بهرنی عناصر راټول او ځان دِ
    ذلت نه وباسی .

  4. پاکستان دی د رحمان بابا دغه څلورسوه کاله وړاندی یو ځل د زړه په غوږو واوری: تل چی بل په غیشو ولی هسی پوه شه…..چی همدا غیشی به ستا په لور ګوذار شی. آدمزاد په معنا واړه یو صورت دۍ…..هر چی بل آزاروی هسی آزار شی. پاکستان اوس د هغو مارانو له چیچلو کړیږی چی پخپله یی زموږ لپاره جنتر کړی وو. له بلی خوا پاکستان له اقتصادی اړخه د پاڼ په ژۍ ولاړ دۍ. د پاکستان د دغی بد حالت ټوله پړه د هغه هیواد دپوځ پغاړه ده چی خپله اصلی دنده یي پری ایښی ده او د هیواد سیاسی ډګر ته یی را دانګلی دی. څرنګه چی پوځ د هیواد داقتصادی رغونی څخه عاجز دۍ نو د هیواد له داخلی ستونځو څخه د پاکستانی اولس د پام اړولو په پار یی د موقت سرپرست حکومت د اصلی دندی بر خلاف د افغانستان څخه د ورغلیو کډوالو او ټی ټی پی اجنډا مخته کړیده. مګر دا اجڼدا ډیری خطرناکی پایلی هم لرلۍ شی. پاکستانی پوځی سیاسیون چی د پردی تر شاه چاری مدیریت کوی پدی جاری کړنو سره خپل هیوا په نړۍ کی نور هم ګوښه کوی. او د آی ایم ایف زندۍ نوره هم د دوی پغاړه تنګه کیږی. لدی سره د دوی اقتصادی ناورین له کنتروله وزی. کچیری افعانان خپل ملی یووالۍ مظبوط وساتی او طالب چارواکی د خلکو روا غوښتنی ومنی نو دلته په کور د ننه چاپیریال ډیر برابر دۍ او پاکستان ته یوازی د چین سره اقتصادی دهلیز او د آی ایم ایف پور وپاتی کیږی. هغه هم ډیر سخت شرطونه له ځان سره لری ڼو دپاکستان اقتصادی ستونځی او اقتصادی ګوښه توب دنوموړی هیواد د بربادۍ غوره لامل ګرځیدلۍ شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب