یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول...

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول مخ په لوړېدو دی

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په اوو کلونو کې تر ټولو لوړې اندازې ته ورسید.

په وروستیو ورځو کې د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په داسې حال کې مخ په لوړېدو دی چې د ګاونډیو هیوادونو د پیسو ارزښت په ټیټېدو دی.

نن (یکشنبه) د کابل په شهزاده سرای کې، چې د افغانستان د پیسو د تبادلې تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي، هر ډالر پر څه کم ۶۷ افغانۍ تبادله شو.

د جمهوري نظام په لومړیو کې د نویو افغاني نوټونو له چاپېدو وروسته یو ډالر په ۴۸ افغانۍ تبادله کېده. دې وضعیت ډیر کلونه دوام وکړ خو د جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې، چې ډېرو خلکو له افغانستانه پیسې ایستلې د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندې ولوېد او هر ډالر په شاوخوا ۸۰ افغانۍ تبادله کېده.

څرګنده نه ده چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانۍ ارزښت دقیقاً ولې لوړ شوی دی خو تر دې مخکې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو په خاطر په اوونۍ کې تر ۴۰ میلیون ډالرو پورې راتګ د افغانۍ د ارزښت د دوام دلیل بلل کېده.

ځینې وايي چې له پاکستان او ایران څخه د لکونو افغانانو راتګ هم ممکن د افغانۍ پر ارزښت مثبت اغېز کړی وي. خو ځیني اقتصادپوهان د ګاونډیو هیوادونو د پیسو پر ځای په افغانیو د معاملو زیاتېدا د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مهم عامل بولي. د دوی په وینا دې کار په بازار کې د افغانیو لپاره تقاضا زیاته کړې ده.

نن سهار په شهزاده سرای کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ په ۲۴۲ افغانۍ او یو انګلیسي پونډ په ۸۲ افغانۍ تبادله کېده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب