جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د ۶ زرو پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعا

افغانستان کې د ۶ زرو پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعا

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې، چې تر ۶ زرو پورې پاکستاني طالبان په افغانستان کې موجود دي او د پاکستان خلاف فعالیت کوي.

دراني په یوه تلویزوني مرکه کې دا ادعا وکړه، خو د نورو پاکستاني چارواکو په شان یې په دې تړاو د خپلې ادعا کوم سند وړاندې نه کړ.

نوموړي په ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنیدل دوی ته خطرناک وبلل، ځکه په وینا یې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې ښه پټنځای وموند او له هغه ځایه یې د ده په ادعا د پاکستان خلاف خپل بریدونو تر ۶۵ سلنې زیات کړل.

پاکستاني استازي په افغانستان کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې موجود ادعا شوي پاکستاني وسله وال کنټرول کړي.

د طالبانو رژیم په دې اړه شوې ادعاوې تل بې بنسټه ګڼلي او ویلي، چې د افغانستان خاوره د هېچا خلاف نه کارول کیږي.

2 COMMENTS

  1. دا دی شيطان لمسی درانی په خپله دا ګلان ځان ته کرلی دی او د منافقینو او ترخګرو مرکز اسلام اباد ده لویه نمونه یې د اسامه ساتنه د ای اس ای په مرکز کښی وه کله چی پوه شول چی اسامه له کاره لویدلی او نور ورته ګټه نه کوی دسیسه یې ورته جوړه کړه او د امریکا په واسطه یې ومړ طالب ملا ډیزلی ده د طالب مرکز په دیوبند کښې ده د طالب مرکز د حقانیه مدرسه ده چې له همدی ځایونه ځان مرګی روزل کیدل او د ای اس ای په واسطه افغانستان ته د اتحاری لپاره لیږدل کیدل او مظلوم افغان ملت یې په وینو لړه اوس هماغه د ای اس ای نوکران پاکستان ته بلا شوی دی نودا د افغانستان مشکل نه ده دا ستاسو خپلو دالخورو مشکل دی پاکستان هڅی ملک نه ده باید هر ټوټه یې بیرته خپلو خلکو ته وسپارل شې لکه لوی افغانستان لوی اندیا او لوی بنګلدیش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب