Homeخبرونهپه افغانستان کې د سکاروي ناروغۍ لړزونکي ارقام

په افغانستان کې د سکاروي ناروغۍ لړزونکي ارقام

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د سکاروي یا سینه و بغل د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان عامې روغتیا وزارت پر دې ناروغۍ د افغان ماشومانو د اخته کیدو لړزونکي ارقام خپاره کړي.

د دې وزارت ویاند شرافت امرخېل ویلي، چې لږ ترلږه ۱،۱ میلیون د سکاروي/ سینه و بغل ناروغۍ ماشومانو په روان کال کې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

ویل شوي، چې د دوی له منځه تر ۲۳۰۰ پورې ماشومان مړه شوي هم دي.

ګومان کیږي، چې دا ارقام تر دې هم زیات وي ځکه یوه برخه ماشومان به حکومتي روغتیایي مرکزونو ته نه وي لېږدول شوي.

د جمهوري نظام له سقوط سره، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه هم کم شوي او نړیوالې مرستې ورسره کمې شوې دي.

1 COMMENT

  1. زه نو څه وکړم ؟؟ قربان د له دې خړیتې خولې شم ! زه مو چې وینم درته ژاړم ! چیرې دی هغه انسانیت !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...