Home+د یوې پېغلې د خاطرو له کتابچې (لنډه کیسه) انتوان چخوف

د یوې پېغلې د خاطرو له کتابچې (لنډه کیسه) انتوان چخوف

ژباړه: محمد علیم بسمل.

د اکتوبر د یارلسمه: بلاخره بخت زما دروازوه هم وټکوله، دا سې یو څه وینم چې هېڅ باور مې نه کیږي د کورمخې ته مې یو ښکلی او غنم رنګ ځوان قدم وهي ډېره ښه قواره لري، دنګه ونه او تورې سترګې، برېتونه یې بیخي قیامت جوړوي! له نن سره پینځمه ورځ ده چې له سپېده چاوده همدلته ګرځي سترګې یې زموږ د کور په دریڅه کې خښې کړي. ما داسې ښکاره کړې چې زه یې کیسه کې هم نه یم.

د اکتوبر پینځلسمه: نن له سهاره باران وریږي خو ځوان لا همدلته قدم وهي؛ د هغه د قربانۍ په بدل کې مې سترګې خمارې کړې او یوه هوايي مچکه مې ورته ډالۍ کړه او یوه زړه وړنکې مسکا مې هم ورته وکړه. خور مې ( واریا) داسې انګېرلې چې د ځوان توجه دې جلب کړې او دهغې لپاره په شړکنده باران کې لوند خیشت ولاړ دی خو داهسې بې ځایه توقع ده؛ داسې مو چېرې او رېدلي چې غنم رنګ ځوان دې په غنم رنګې جینکۍ زړه بایللی وي. مور مو سپارښتنه وکړه چې ښکلې جامې په غاړه کړو او د ورڅۍ مخې ته کینو. ویل یې( که څه هم ممکنه ده چې چل باز سړی وي! خو بیا هم څوک څه نشي ویلی کېدی شي ښه سړی وي)چل باز! … داهم خبره شوه؟! مورې، په رښتیاهم چې ډېره بې شعوره یې.

د اکتوبرشپاړسمه: واریا داسې فکر کوي چې دهغې ژوند ماخراب کړی.ګواکې دا زما نېمګړتیا او تېر وتنه ده چې (هغه) له ماسره مینه لري او ( واریا) یې نه خوښیږي. له ورڅۍ نه مې غلی یو وړکی یاداشت ور وغور زاوه. آه څومره مکار دی! د ګچ په ټوټه یې د خپل کوټ په لستوڼي ولیکل( اوس نه) بیایې یو څو قدمه واخیستل او په همدې ګچ یې په مخامخ دېوال ولیکل: ( زه مخالفت نلرم بل وخت ته دې پاتې وي) سمدلاسه یې لیکل پاک کړل. هېڅ نه پوهیږم چې زړه مې ولې داسې په زوره درزیږي.

د اکتوبر ولسمه: واریا زما سینه پخپلې څنګلې زور کړه. ډېره پسته حسد کونکې او نفرت اچونکې جینکۍ یې نن (هغه) له ساتو نکي سره تر ډېره خبرې کولې او څو ځلې یې زموږ د ورڅۍ خواته اشاره وکړه. معلومیږي چې څه پلان لري خامخا پوليس را غواړي… په رښتیا هم چې نارینه ډېر دوکه مار، ظالمان او په عین حال کې مکار او زړه وړنکي دي.

د اکتوبر اتلسمه: ورور مې ( سرپوژا) له یوه اوږ مهالي غیابه وروسته د شپې ناوخته کورته راغی لا پالنګ کې سم نه و غځېدلی چې د حوزې پولیسو جلب پسې را ولېږه.

د اکتوبر نه نسمه: پست او نفرت اچونکي انسانه! ډېر بد سړی وختې، دا دوولس ورځې په دې خاطر په کمین کې ناست وې چې ورورمې چې د چا پیسې یې پټيې کړې وې او پټ شوی و ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...