یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+په دې ورځ د نړۍ نامتو روسي کیسه لیکوال ومړ

په دې ورځ د نړۍ نامتو روسي کیسه لیکوال ومړ

تاند- له نن څخه ۱۲۰ کاله پخوا د ۱۹۰۴ د جولای په ۱۵ م د نړۍ نامتو روسی کیسه او ډرامه لیکوال انتوان چیخوف په جرمني کې د مغزي خونرېزۍ له کبله وفات شو.

چیخوف په خپل لنډ او له ناروغیو سره مل ژوند کې د داستاني ادبیاتو په برخه کې خورا ستر کارونه کړي دي. ده په خپل ۴۴ کلن عمر کې تر ۷۰۰ ډېر اثار وپنځول.

د چیخوف پلرنی نیکه مریی و خو وتوانېده چې د خپلې کورنۍ ازادي په پیسو واخلي. د چیخوف پلار دوکاندار او سختدریځی مذهبي و. خپل اولادونه یې په لښتو وهل. چیخوف یې په ۵ اولادونو کې دوهم و. د چیخوف پلار به د یکشنبو په ورځو خپل اولادونه په زوره کلیسا ته وړل.

د چیخوف پلار د موسیقۍ سخت لېوال هم و او له همدې کبله یې کاروبار خراب شو. دی په ۱۸۷۶ م کال د پوروړو له ډاره د کورنۍ له غړیو سره مسکو ته لاړ خو انتوان په تاګانزوګ کې یوازې پاتې شو چې لېسه بشپړه کړي؟

انتوان په تاګانروګ کې د لېسې د دورې په وروستیو کلونو کې تیاتر ته هم تو او لومړنۍ ډرامه یې د (بې پلارۍ) په نوم ولیکله. ده په همدغو کلونو کې د الکن په نوم غیررسمي او په لاس لیکلې مجله خپروله. انتوان په ۱۸۷۹ کې له لیسې تر فراغت وروسته مسکو ته لاړ، په مسکو پوهنتون کې طب پوهنځي ته داخل شو.

چیخوف د ۱۸۸۰ کال په نیمايي کې د مسکو پوهنتون له طب پوهنځي فارغ شو. په همدې کال یې لومړنۍ مقاله چاپ شوه. دا کال د انتوان چیبخوف د لیکوالۍ پیل ګڼل کېږي.

چیخوف د ادبي اثارو کره کتونکي او مورخ فیودور باتیوشکوف ته په یوه لیک کې کښلي«لومړنۍ لیکنه  چې له لسو تر پنځلسو کرښو وه، په دراګون فلای خپرونه کې د ۱۸۸۰ کال په مارچ یا اپریل کې خپره شوه. که خلک یې لیکنه وګڼي او دا په هیڅ حساب لیکنه یوه پیلامه وګڼي، نو زما د لیکوالۍ پنځه ویشتمه کالیزه به تر ۱۹۵۰ وړاندې نه وي.»

چیخوف د «خپل پوه ګاونډي ډاکتر فریدریخ ته د دون د اوسېدونکي څښتن ستیپان ولادیمیریج الین» په نوم لنډې کیسې ته اشاره لرله چې د سنجافک مجلې په ۱۰ مه ګڼه کې خپره شوې ده. ده له ۱۸۸۰ تر ۱۸۸۴ پورې پر دې سربېره چې د مسکو په طب پوهنځي کې زده کړې وکړې، د انتوشا چخونتې، د ورور ورور ، اولیس… په شان په مستعارو نومونو په طنزیه مجلو کې لنډې کیسې او طنزونه خپرول او له دې درکه په ترلاسه کړیو پیسو یې د خپلې مور، خور او وروڼو خرڅ برابراوه.

دی په ۱۸۸۴ م کال له طب څخه فارغ شو او مسکو ته نژدې په واسکرسنسک ښار کې یې د ډاکتر په توګه کار پیل کړ. د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه یې په همدې کال د «ملپامن کیسې» په نوم چاپ کړه او لومړني نقدونه د ده په اړه ولیکل شول. د همدغه کال په وروستۍ میاشت (دسمبر) چې چیخوف ۲۴ کلن و، د ده د نري رنځ ناروغي تشخیص شوه.

چیخوف له طب څخه تر فراغت وروسته کیسه لیکنې او ډرامه لیکلو ته د یوه مسلک په توګه پام واړاوه. په ۱۸۸۵ کې یې له پیتربورګ ورځپاڼې سره همکارۍ پیل کړه. ټاکل شوې وه چې د همدغه کال په سپټمبر کې د «په لویه لار کې» په نوم د ده ډرامه نندارې ته وړاندې شي خو د سانسور دولتي کټې یې مخه ونیوله.

د ۱۸۸۶ په لومړۍ میاشت کې یې د لنډو کیسو یوه ټولکه خپره شوه. یوه میاشت وروسته یې (فبروري) د نوي عصر ورځپاڼې له چلوونکي سره پېژندګلوي پیدا شوه او په دې ورځپاڼه کې یې په خپل اصلي نوم (چیخوف) یو شر لنډې کیسې خپرې کړې.

خو د نري رنځ ناروغي یې زیاته شوه، د ۱۸۸۷ په اپریل کې تاګانروګ او سپېڅلیو غرونو ته لاړ، په دوبي کې په باپکینا کې شت شو. د همدې کال په اګست کې یې «لېوه او ږه» ټولګه خپره شوه او په اکتوبر کې یې د ایوانوف په نوم اوږده ډرامه په مسکو کې نندارې ته وړاندې شوه چې ښه هرکلی یې وشو.

چیخوف، چې له نري رنځه په تکلیف و، د ۱۹۰۴ په جون کې د درملنې لپاره له خپلې ماندینې اولګا کنیپر سره د جرمني بادن وایلر ته لاړ. په دې استراحت ځای کې یې روغتیايي حالت یو څه ښه کېږي خو ښه والی یې ډېر دوام نه کوي.

د چیخوف ماندینه اولګا کنیپر په خپلو خاطرو کې د چیخوف د ژوند د وروستیو شېبو حال بیان کړی دی. دې لیکلي چې «د شپې ۱۱ بجې وې چې د چیخوف روغتیايي حالت سخت خراب شو. د ده معالج ډاکتر شورر  خبر کړ. ډاکتر ورته کامفور پیچکاري کړل چې ارام شي او بیا یې ورته شامپاین (شراب) راوغوښتل. انتوان یو ډک ګیلان پورته کړ. سوکه سوکه یې څښل، ما ته موسکی شو، ویې ویل: ډېر وخت کېږي چې شامپاین  نه و څښلي. ټول ګیلاس یې پر سر واړاوه او په کیڼ اړخ پرېوت. ما د ده خوا ته ورمنډه کړه او تر څو چې  پرې ږغ کاوه ده سا پرې کړې وه. د یوه ماشوم په شان ارام ویده شوی و. دا د ۱۹۰۴ کال د جولای د ۱۵ لومړني ساعتونه وو.»

د نړۍ دا ستر لیکوال، چې د ۱۸۶۰ د جنورۍ په ۲۹ د روستوف ولایت په تاګانروګ کې زېږېدلی، له نن څخه ۶۲ کاله پخوا د ۱۹۰۴ کال د جولای په ۱۵ مه سا پرې کړې.

3 COMMENTS

  1. هیله ده چی اشتباهات اصلاح کړئ:
    دلیکوال د مړینې کال : ۱۹۰۴
    د لیکوال د زیږیدو کال: ۱۹۶۰

  2. د نړۍ دا ستر لیکوال، چې د ۱۸۶۰ د جنورۍ په ۲۹ د روستوف ولایت په تاګانروګ کې زېږېدلی، له نن څخه ۶۲ کاله پخوا د ۱۹۰۴ کال د جولای په ۱۵ مه سا پرې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب