جمعه, مارچ 29, 2024
Home+چیخوف په لنډ عمر کې تر ۷۰۰ ډېر اثار ولیکل

چیخوف په لنډ عمر کې تر ۷۰۰ ډېر اثار ولیکل

تاند- له نن څخه ۱۶۴ کاله پخوا د ۱۹۶۰ کال د جنورۍ په ۲۹ مه د د نړۍ نامتو روسی کیسه او ډرامه لیکوال انتوان چیخوف د روسیې د روستوف ولایت په تاګانروګ کې وزېږېد.

چیخوف په خپل لنډ او له ناروغیو سره مل ژوند کې د داستاني ادبیاتو په برخه کې خورا ستر کارونه کړي دي. چیخوف، چې د ۱۹۰۴ د جولای په ۱۵ مه په جرمني کې د مغزي خونرېزۍ له کبله وفات شوی، په خپل ۴۴ کلن عمر کې تر ۷۰۰ ډېر اثار وپنځول.

چیخوف سره له دې چې د نړۍ تر ټولو مطرح کیسه لیکوال بلل کېږي خورا مهمې ډرامې هم کښلې دي.

د چیخوف پلرنی نیکه مریی و خو وتوانېده چې د خپلې کورنۍ ازادي په پیسو واخلي. د چیخوف پلار دوکاندار او سختدریځی مذهبي و. خپل اولادونه یې په لښتو وهل. چیخوف یې په ۵ اولادونو کې دوهم و. د چیخوف پلار به د یکشنبو په ورځو خپل اولادونه په زوره کلیسا ته وړل.

د چیخوف پلار د موسیقۍ سخت لېوال هم و او له همدې کبله یې کاروبار خراب شو. دی په ۱۸۷۶ م کال د پوروړو له ډاره د کورنۍ له غړیو سره مسکو ته لاړ خو انتوان په تاګانزوګ کې یوازې پاتې شو چې لېسه بشپړه کړي؟

انتوان په تاګانروګ کې د لېسې د دورې په وروستیو کلونو کې تیاتر ته هم تو او لومړنۍ ډرامه یې د (بې پلارۍ) په نوم ولیکله. ده په همدغو کلونو کې د الکن په نوم غیررسمي او په لاس لیکلې مجله خپروله. انتوان په ۱۸۷۹ کې له لیسې تر فراغت وروسته مسکو ته لاړ، په مسکو پوهنتون کې طب پوهنځي ته داخل شو.

چیخوف د ۱۸۸۰ کال په نیمايي کې د مسکو پوهنتون له طب پوهنځي فارغ شو. په همدې کال یې لومړنۍ مقاله چاپ شوه. دا کال د انتوان چیبخوف د لیکوالۍ پیل ګڼل کېږي.

چیخوف د ادبي اثارو کره کتونکي او مورخ فیودور باتیوشکوف ته په یوه لیک کې کښلي«لومړنۍ لیکنه مې چې له لسو تر پنځلسو کرښو وه، په دراګون فلای خپرونه کې د ۱۸۸۰ کال په مارچ یا اپریل کې خپره شوه. که خلک یې لیکنه وګڼي او دا په هیڅ حساب لیکنه یوه پیلامه وګڼي، نو زما د لیکوالۍ پنځه ویشتمه کالیزه به تر ۱۹۵۰ وړاندې نه وي.»

چیخوف د «خپل پوه ګاونډي ډاکتر فریدریخ ته د دون د اوسېدونکي څښتن ستیپان ولادیمیریج الین» په نوم لنډې کیسې ته اشاره لرله چې د سنجافک مجلې په ۱۰ مه ګڼه کې خپره شوې ده. ده له ۱۸۸۰ تر ۱۸۸۴ پورې پر دې سربېره چې د مسکو په طب پوهنځي کې زده کړې وکړې، د انتوشا چخونتې، د ورور ورور مې، اولیس… په شان په مستعارو نومونو په طنزیه مجلو کې لنډې کیسې او طنزونه خپرول او له دې درکه په ترلاسه کړیو پیسو یې د خپلې مور، خور او وروڼو خرڅ برابراوه.

دی په ۱۸۸۴ م کال له طب څخه فارغ شو او مسکو ته نژدې په واسکرسنسک ښار کې یې د ډاکتر په توګه کار پیل کړ. د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه یې په همدې کال د «ملپامن کیسې» په نوم چاپ کړه او لومړني نقدونه د ده په اړه ولیکل شول. د همدغه کال په وروستۍ میاشت (دسمبر) چې چیخوف ۲۴ کلن و، د ده د نري رنځ ناروغي تشخیص شوه.

چیخوف له طب څخه تر فراغت وروسته کیسه لیکنې او ډرامه لیکلو ته د یوه مسلک په توګه پام واړاوه. په ۱۸۸۵ کې یې له پیتربورګ ورځپاڼې سره همکارۍ پیل کړه. ټاکل شوې وه چې د همدغه کال په سپټمبر کې د «په لویه لار کې» په نوم د ده ډرامه نندارې ته وړاندې شي خو د سانسور دولتي کمېټې یې مخه ونیوله.

د ۱۸۸۶ په لومړۍ میاشت کې یې د لنډو کیسو یوه ټولکه خپره شوه. یوه میاشت وروسته یې (فبروري) د نوي عصر ورځپاڼې له چلوونکي سره پېژندګلوي پیدا شوه او په دې ورځپاڼه کې یې په خپل اصلي نوم (چیخوف) یو شمېر لنډې کیسې خپرې کړې.

خو د نري رنځ ناروغي یې زیاته شوه، د ۱۸۸۷ په اپریل کې تاګانروګ او سپېڅلیو غرونو ته لاړ، په دوبي کې په باپکینا کې مېشت شو. د همدې کال په اګست کې یې «لېوه او مېږه» ټولګه خپره شوه او په اکتوبر کې یې د ایوانوف په نوم اوږده ډرامه په مسکو کې نندارې ته وړاندې شوه چې ښه هرکلی یې وشو.

چیخوف، چې له نري رنځه په تکلیف و، د ۱۹۰۴ په جون کې د درملنې لپاره له خپلې ماندینې اولګا کنیپر سره د جرمني بادن وایلر ته لاړ. په دې استراحت ځای کې یې روغتیايي حالت یو څه ښه کېږي خو ښه والی یې ډېر دوام نه کوي.

د چیخوف ماندینه اولګا کنیپر په خپلو خاطرو کې د چیخوف د ژوند د وروستیو شېبو حال بیان کړی دی. دې لیکلي چې «د شپې ۱۱ بجې وې چې د چیخوف روغتیايي حالت سخت خراب شو. د ده معالج ډاکتر شورر مې خبر کړ. ډاکتر ورته کامفور پیچکاري کړل چې ارام شي او بیا یې ورته شامپاین (شراب) راوغوښتل. انتوان یو ډک ګیلان پورته کړ. سوکه سوکه یې څښل، ما ته موسکی شو، ویې ویل: ډېر وخت کېږي چې شامپاین مې نه و څښلي. ټول ګیلاس یې پر سر واړاوه او په کیڼ اړخ پرېوت. ما د ده خوا ته ورمنډه کړه او تر څو چې مې پرې ږغ کاوه ده سا پرې کړې وه. د یوه ماشوم په شان ارام ویده شوی و. دا د ۱۹۰۴ کال د جولای د ۱۵ لومړني ساعتونه وو.»

په تاند کې د چیخوف ځینې کیسې او پر اثارو لیکنې خپرې شوي:

د چیخوف یاد | اسدالله غضنفر

د چیخوف د کیسو پلاټ/ غزانور غزا

او دا هم د چیخوف د یوې لنډې کیسې ژباړه:

شرط (لنډه کیسه) انتوان چیخوف

ژباړن: غرانور غزا

د منی تیاره شپه وه. بوډا صراف د خپلې مطالعې په کوټه کې کته پورته تلو، پنځلس کاله پخوا یې یاد ته راتلل چې د مني په یوه شپه یې په کور کې مېلمستا کړې وه. ډېر متفکر خلک پکې وو او ډېر جالب بحثونه یې هم سره کړي وو.

په خبرو خبرو کې پر اعدام هم غږېدلي وو. ډېری مېلمانه چې ډېر خبریالان او روڼ اندي هم پکې وو، د اعدام مخالف وو. دا ډول مجازات یې نور منسوخ، بې اخلاقه او اجرا یې د یوه مسیحي دولت نه لرې بلل. د ځینو هغو په باور، د اعدام سزا باید په هرځای کې ابدي حبس ته ځای پرېږدي.

بالاخره کوربه هم خبرې پیل کړې، ویې ویل – زه ستاسو له نظر سره مخالف یم، نه مې تراوسه د مرګ سزا لیدلې او نه هم عمري قید، خو که څوک یې سره پرتله کوي، اعدام له عمري قید ډېر اخلاقي او انساني دی. اعدام په یو وار سړی وژني، خو عمري قید ګام په ګام د سړي ژوند اخلي. د کوم جلاد چلند لږ ډېر انساني دی؟ هغه چې په څو دقیقو کې وژل کوي او که هغه څوک چې له سړي د ژوند د زرې زرې په اخیستلو څو کاله تېروي.

بل مېلمه وویل – دواړه په یوه اندازه غیراخلاقي دي، ځکه د دواړو هدف یو دی او هغه هم ژوند اخیستل دي. دولت خو خدای نه دی، له انسان د داسې څه د اخیستلو حق نه لري، چې که وغواړي ور کولی یې نه شي.

په مېلمنو کې یو ځوان وکیل و، شاوخوا پنځه ویشت کلن به و. چې نظر یې وپوښتل شو، ویې ویل- اعدام او عمري قید په یوه اندازه غیر اخلاقي دي، خو که زه وغواړم چې د ځان لپاره په دواړو کې یو غوره کړم، هرو مرو دویم غوره کووم، هرڅنګه چې وي، بیا هم په هر حالت ژوند له مرګ بهتر دی.

بحث ګرم شو، صراف چې په هغو ورځو کې ډېر ځوان او زیات عصباني و، ناڅاپه بدګمان شو، په مېز یې په زوره لاس وواهه، په وکیل یې ور چغه کړه، ویې ویل – رښتیا نه وایي! تیار یم، دوه میلیونه شرط در سره کېږدم چې ان په انفرادي زندان کې هم د پنځو کلونو د تېرولو طاقت نه لرې.

ځوان وکیل وویل – که ډېر یې لېوال یې، شرط دې منم، خو د پنځو کلونو لپاره نه، بلکې د پنځلسو کلونو لپاره.

۲

صراف چغه کړه- پنځلس کاله؟ منې! ښاغلو، زه دوه میلونه ور سره شرط ږدم.

ځوان وویل- منم یې! تاسو دوه میلیونه د دې شرط په سر ږدئ او زه هم خپله ازادي.

وروسته د دواړو ترمنځ دا بې معنا او څاروي ډوله شرط کېښودل شو. صراف چې له میلیونه پیسو سره له حساب کتاب پرته بې پروا او سپک چلندی و، له دې شرط کېښودلو راضي و، د ماښامانۍ دوعا په مهال یې په وکیل ملنډه هم وکړه او ویل یې- ځوانه چې څومره وخت لرې ښه فکر وکړه! ما ته دوه میلیونه پیسې ناڅیزه دي، خو تاسو د خپل عمر درې یا څلور خورا ښه کلونه ضایع کوئ. د دې لپاره درې یا څلور کلونه یادوم چې له دې ډېر وخت تېرولی نه شې! بې چاره! دا هم مه هېروه چې له جبري بند د دواطلب بند تېرول لا ډېر ګران دي. دا فکر- چې سړی هر وخت وغواړي، ځان ازادولی شي- په بند کې ټول  وجود بې هوشه کوي، زړه مې در باندې سوځي.

اوس صراف مخ او څټ ته تلو، هرڅه یې په یاد و، له ځانه به یې پوښتل- د دې شرط هدف څه و؟ ښه والی یې څه دی، چې هغه سړی د ژوند پنځلس کلونه خاورې کوي او زه هم دوه میلیونه پیسې بربادوم؟ یعنې په دې کار سره ثابتولی شو چې اعدام له عمری قید غوره دی؟ نه نه. دا ټول کارونه بې معنا دي یواځې په ما کې یې د یو ساتیري سړي هوس ښکاره کړ او په هغه کې هم د یوه پيسه دوست ساده تمه….

وروسته یې د هغه ماښام نورې پېښې په یاد شوې، چې فیصله وشوه، هغه ځوان به د بند ټول کلونه په سخته څارنه کې د صراف د باغ په یوه خونه کې تېروي. دا فیصله هم وشوه چې پنځلس کاله به ازاد نه وي، ان د هغې ودانۍ له درشل به هم پښه بېرون نه ږدي، نه به انسان لیدلی او نه د هغوی غږ اورېدلی شي.

د ورځپاڼې یا لیک ترلاسه کولو حق هم نه لري، خو دا اجازه یې لرله چې ساز غږولی او کتاب لوستلی شي. لیک کاږلی، شراب څښلی او سیګرټ څکولی شي.

د قرارداد د شرایطو له مخې، له نړۍ سره د اړیکو یواځنۍ لار یې هغه کوچنۍ ورسۍ وه چې د دې کار لپاره جوړه شوې وه.

خو هغه څه یې چې زړه غوښتل، درلودلی یې شول، لکه کتاب، د موسیقۍ اثار، شراب او داسې نور. هر څومره یې چې غوښتلی، دومره بس و، چې سپارښتنې یې ولیکي، خو یواځې له هغې کوچنۍ ورسۍ یې ترلاسه کولی شول.

په تړون کې ټول داسې حساسیتونه او جزیات په پام کې نیول شوي و، چې د هغه بند یې ډېر سختولی او ډېر ګوښه کولی شو، پر دې سربېره ځوان مکلف و، چې ټیک پنځلس کاله په هغه ودانۍ کې پاتې شي، پیل یې هم د ۱۸۷۰ کال د نومبر د څوارلسمې له دوولسو بجو و او پای یې هم د ۱۸۸۵ کال د نومبر په څوارلسمه په دوولسو بجو و.

ډېر ناڅیزه حرکت یې هم شرط ماتولی شو، ان له ټاکلې نېټې که دوه دقیقې مخکې هم وتلی، صراف هغه ته د دوه میلیونه پيسو له ور کولو معاف کېده.

۳

له لنډو یادښتونو یې دا پته لګېده، چې د بند په لومړي کال یواځېتوب او زړه تنګۍ سخت ځوراوه، شپه ورځ به یې له خونې د پیانو غږ پورته کېده، له شراب څښلو او سیګرټ څکولو یې ډډه کوله. لیکلي یې وو، چې شراب د سړي هوس پاروي او دا هوسونه د یوه بندي خورا سخت دښمنان دي. له دې ډېر غمجنوونکی بل شی نشته چې سړی شراب وڅښي او ملګری ونه لري. پوهېده چې سیګرټ یې د خونې هوا ککړوي.

اول کال یې داسې کتابونه غوښتل چې عموماً موضوعات یې د روښانه کرکټر و، لکه د پېچلو مینو د پلاټ ناولونه، عاطفي او خیالي کیسې او دا ډول نور شیان.

په دویم کال، د پیانو غږ له خونې څخه نه پورته کېده، بندي یواځې د کلاسیکې موسیقۍ اثار غوښتل. په پنځم کال بیا د پیانو غږ له هغې خونې پورته شو او د شرابو سپارښتنه هم وشوه.

ټول هغه کسان چې له وړې کړکۍ یې دا بندي لیده، دا به یې ویل چې په هغو کلونو کې یې کار خوړل او څښل و، تل به یې اسوېلې اېستل او په غوسه به یې له ځان سره خبرې کولې. کتاب یې نه لوست، کله به د شپې کېناست او یو څه به یې لیکل. څو ساعتونه به تېر شول، خو ده به لیکل کول، اما کله به چې سهار شو، همغه لیکل به یې څېرل او له یو نه ډېر ځله یې ژړا هم واورېدل شوه.

شپږم کال له نیمايي اوښتی و، چې د مختلفو ژبو، فلسفې او تاریخ مطالعه یې په حرص سره پیل کړه. ځان یې په مطالعه کې ډوب کړی و. دومره ډېر چې ان صراف هم د هغو کتابونو په برابرولو کې ستړی و چې ده به یې سپارښتنه کوله. په څلورو کلونو کې یې د هغه له غوښتنې سره سم، تر شپږ سوو جلدو کتابونه برابر کړل. په همدې وخت کې صراف له بندي دا ډول لیک ترلاسه کړ: ښاغلی بند ساتونکی، دا لیکونه په شپږو ژبو درته کاږم، هغو کسانو ته یې ور کړه چې په دې ژبو پوهیږي. پرېږده چې ویې لولي. که ان یوه تېروتنه یې پکې پیدا نه کړه، نو له تا هیله لرم چې په باغ کې یو ډز وکړه. دا ډز به ماته وښیي چې زیار مې بې ځایه نه دی. د هر عمر او هرې خاورې نابغه ګان په مختلفو ژبو خبرې کوي، خو په ټولو کې یو ډول اور بلیږي. اه! که فقط تاسو پوی شوي یاست، چې زما روح څه غجیبه خوشالي کوي، چې اوس د دوی د پېژندلو وړتیا  لري.

د بندي غوښتنه  په ځای شوه، وروسته صراف په باغ کې د دوو ډزو امر وکړ.

۴

له لسم کال وروسته بندي بې حرکته د مېزشا ته کېناست، له انجیل پرته یې بل څه نه لوستل. صراف ته هیښوونکې وه، چې لیدل یې کوم سړي چې په څلورو کلونو کې په شپږ سوه علمي کتابونو کې استاد شوی و، یو بشپړ کال یې خپل وخت په داسې کتاب تېر کړ، چې پرې پوهېدل اسان دي. له انجیل وروسته د الهیاتو او د مذهب د تاریخ کتابونو ته نوبت ورسېد.

د بند په پاتې دوو کلونو کې یې خورا ډېر کتابونه ولوستل چې ډول ډول و. یو وخت به د طبیعي علومو په کتابونو بوخت و، بیا به یې د لرډ بایرن او شکسپیر کتابونه وغوښتل.

په یادښتونو کې یې په یوه وخت د کیمیا کتابونه، د درمل  جوړونې لارښود کتاب، یو ناول او د فلسفې او الهیاتو په هکله رسالې غوښتې وې. لوستل یې داسې سړي ته ورته و چې د ماتې بېړۍ شاوخوا لامبو وهي او هره شیبه هڅه کوي، چې په یوه او بیا بله ماته دړه پسې په نښتلو خپل ژوند وژغوري.

بوډا صراف دا هرڅه یاد ته را وړل او له ځان سره یې فکر کاوه.

ـ س ـ سبا په دوولسو بجو هغه بېرته خپله ازادي ترلاسه کوي، د موافقې له مخې باید هغه ته دوه میلیونه پیسې ور کړم، ټولې همدومره را سره دي، که دا کار وکړم – یو مخ به ډوپه شم.

پنځلس کاله مخکې میلیونر و چې د پیسو حساب او کتاب یې نه معلومېده، خو اوس وېرېده چې له ځان وپوښتي، پور کړې پیسې یې ډېرې دي، که شتمني.

د ونډو بازار کې بې کچې قمار، ځیږ فکر او توند خوی یې چې په راتلونکو کلونو کې یې هم له شر خلاصېدلی نه شو، ورو ورو  بدبختۍ ته ګوزار کړ، هغه مغرور، زړور او په خپل نفس باوري میلیونر په منځني صراف بدل شو، چې په پانګونه کې یې په هر کته پورته کېدلو سره اندامونه لړزېدل.

له ناهیلۍ یې سر کېکاږه، زمېده او ویل یې – سپیره شرط! ولې دا سړی نه مري؟ بس څلوېښتم کال یې دی. ان وروستۍ شانداپلۍ به هم رانه واخلي. واده به وکړي او له ژوند به خوند واخلي.

د ونډو لوبې ته به ور ودانګي، خو زه به په کینه د یو ګدا په څېر ورته ګورم، تل به له هغه دا یوه جمله اورم:( زه خپل نېکمرغه ژوند ستا احسانمند بولم، پرېږده چې مرسته در سره وکړم.) نه دا ډېره لرې ده! له دې بې عزتۍ او ډوپه کېدلو د خلاصون یواځنۍ لار د همدغه سړي وژل دي.

۵

ګړۍ د درې بجو غږ وکړ، صراف غوږونه څک کړل، د کور ټول خلک ویده وو، د یخ وهلو ونو له شڼا پرته بل غږ نه اورېدل کېده. هڅه یې کوله کړپ کړوپ ونه کړي، له اور ضد صندوق یې د هغې دروازې کیلي را وباسله چې پنځلس کاله یې کولپ خلاص شوی نه و، د کوړتۍ په جیب کې یې واچوله او بېرون ووت.

په باغ کې یخ او تیاره وو. باران ورېده. له ځول باران سره ګډ توند باد په باغ کې تاوېده، شڼا یې وه، ونې یې یو بل خوا ښورولې. صراف که هر څومره سترګې ځیرولې خو نه یې ځمکه، نه هم سپینې مجسمې او  نه کوټه او نه یې ونې لیدلې، چې د کوټې لور ته تلو، دوه ځل یې ساتونکي ته غږ کړ، خو ځواب یې وانه ورېد، معلومه وه چې ساتونکي د هوا د یخنۍ لامله کوم ځای ته پنا وړې ده او اوس په اشپزخانه یا سړخونه کې خوبولی دی.

بوډا فکر کاوه – که خپل پلان په میړانه عملي کړم، له ټولو اول شک به په ساتونکي کیږي.

په تیاره کې یې د کوټې ځینه او ور پیدا کړل، بالاخره یې د هغې خونې په درشل پښه کېښوده. وروسته د ړانده په څېر له کوچني دهلېز تېر شو، اورلګیت یې روښانه کړ. هیڅوک هلته نه و. له بسترې پرته کټ و، د خونې په یوه کونج کې توره چدني بخارۍ وه. د بندي د خونې د دروازې مهر او موم تراوسه لاس ناخوړلي وو.

کله چې اورلګیت مړ شو، بوډا چې له هیجان یې بدن لړزېده، له وړې ورسۍ یې د ودانۍ منځ ته پټ ور کتل. شمع له کمې رڼا سره په خونه کې سوځېدله. بندي د مېز شاته ناست و. له شا، د سر له وېښتانو او لاسونو پرته یې بل څه نه لیدل کېدل. پرانیستي کتابونه، په مېز، په دوو څوکیو، فرش او د مېز سره نږدې پراته وو.

پنځه دقیقې تېرې شوې، خو بندي یو ځل هم ونه خوځېد. پنځلس کاله بند ور زده کړي و چې څه ډول بې حرکته کېني. صراف په ګوته څو ځل ورسۍ ووهله، خو بندي هیڅ غبرګون ونه ښود. وروسته صراف د ور مهر او موم په ارام  مات کړل، کیلي يې په کولپ کې تاو کړه. د زنګ وهلي کولپ کڼوونکی غږ واورېدل شو، د وره غنګا شوه. صراف فکر کاوه چې سملاسي د پښو غږ او هیښوونکې چغې واوري، خو درې دقیقې ووتلې او خونه د پخوا په څېر خاموشه وه. د ننوتلو هوډ یې وکړ.

۶

د مېز شاته، یو سړی چې د عادي خلکو په څېر نه و، بې حرکته ناست و. لکه یو اسکلېټ چې په هډوکو یې نری پوستکی پروت وي. ججغ بجغ وېښتان یې د ښځو په څېر و، ګډه وډه ږیره یې درلوده. مخ یې زېړ و، خاورین رنګ ته ورته و. سترګې پکې لوېدلې وې، ملا یې نرۍ او اوږده وه. لاسونه یې چې تراسه یې سر پکې نیولی و، دومره نري او ډنګر و، چې په لیدلو یې سړی وېرېده. سپین تارونه یې په وېښتو کې لاندې باندې لیدل کېدل. که چا یې خوار او جینګ مخ ته کتلی، باور یې نه کاوه چې هغه دې یواځې څلوېښت کلن وي.

ویده و… د ټیټ کړي سر مخ ته یې مېز ایښی و، په هغه د کاغذ پاڼه پرته وه، چې په ښه لیک یې څه ور باندې لیکلي وو.

صراف فکر یووړ- بې  چاره پیداوښت! ویده دی، په غالب ګومان د هغو دوو میلیونو پیسو خوب ویني. ماته دا بس ده چې دا نیم ژواندی انسان پورته کړم، په کټ کې یې واچوم او په کم زور سره یې په بالښت سا بنده کړم، وروسته به ان خورا ماهر متخصصان هم داسې مدرک پیدا نه کړي چې ثابته کړي، په تاوتریخوالي سره وژل شوی دی، خو اول باید ووینم چې دلته یې څه لیکلي دي.

صراف له مېز کاغذ پورته کړ او دا یې ولوستل –

سبا د غرمې دولس بجې خپله ازادي او له نورو خلکو سره د یو ځای کېدلو حق ترلاسه کووم، خو د دې خونې له پرېښودلو او لمر لیدلو مخکې، فکر کووم، تاسو ته څو خبرې کول ضرري دي. په سپېڅلي وجدان سره یې تاسو ته داسې وایم – لکه د خدای په مخکې چې ما ګوري ـ هغه دا چې زه له ازادي، ژوند او روغتیا، همدارنګه له ټولو هغو شیانو کرکه لرم چې تاسو یې په خپلو کتابونو کې د دې دنیا ښه شیان بولئ.

پنځلس کاله مې په ټوله مینه د دې دنیا د ژوند په مطالعه تېر کړل. سمه ده چې په دغه وخت کې مې نه دنیا ولیده او نه انسانان، خو ستاسو په کتابونو کې مې خوندور شراب وڅښل. سندرې مې وویلې، په ځنګلونو کې مې هوسۍ او ښکرور غرڅه ښکار کړل، له ښځو سره مې مینه وکړه…. ښایسته ښځې چې د ورېځو په څېر اسماني او نازکې وې، خو ستاسو د شاعرانو او نوابغو په کوډګر قلم تخلیق شوې وې، د شپې به مې لیدلو ته راتللې، په غوږ کې به یې هیښوونکې کیسې راته کولې چې زما هوش یې له سره وړو.

ستاسو په کتابونو کې البرز څوکې او بلانک غره ته وختلم او له هغو هسکو مې د لمر ختلو ننداره کوله، په ماښام کې د لمر پرېوتلو په مهال مې هم لیدل چې اسمان، سمندر او د غرو سرونه په سره او طلایي شفق کې غرقیږي. په هغه ځای کې مې د خپل سر له پاسه د تندر سخته برېښنا لیده، چې وریځې یې پرې کولې.

شنه ځنګلونه، دښتې، سیندونه، سمندرګي او ښارونه مې لیدل، د سمندري پرښتو سندرې او د شپنو د شپېلیو غږونه مې اورېدل، د ښکلو پرښتو په وزرونو مې لاس وواهه، چې را کوزېدل او له ما سره یې پر خدای بحث کاوه…. ستاسو په کتابونو کې ما ځان ډېرو ژورو خندکونو ته رساوه، معجزه مې کوله، انسان مې واژه، ښارونه مې سوځول، نوي مذهبونه مې تبلیغول، ټولې پاچاهۍ مې فتح کولې….

۷

ستاسو کتابونو پوهه را کړه. ټول هغه څه چې د انسان ناارام فکر په پېړیو کې پنځولي وو، زما د مغزو په لنډه محدوده کې را ټول شوي دي، زه پوهېږم چې له تاسو ټولو ډېر پوی یم.

خو ستاسو له کتابونو نفرت کووم. له پوهې او دنیوي نعمتونو بېزار یم. دا ټول د ځلوب(سراب) په څېر، بې ارزښته، تېرېدونکي، خیالي او دوکه کوونکي دي. ممکن تاسو ویاړلي، پوی او نرم و اوسئ، خو مرګ به مو د ژوند له مخ داسې پاک کړي، چې ته وا د ځمکې لاندې په غار کې له اوسېدونکي موږک بل څه نه واست.

 ستاسو اولاد، ستاسو تاریخ، ستاسو نه پنا کېدونکې پوهه به له دې خاورینې کورې سره یو ځای وسوځي او یا به هم کنګل شی.

تاسو عقل له لاسه ور کړی دی او ناسمه لار مو نیولې ده. باطل مو د حق په ځای او بدرنګي مو د ښکلا په ځای غوره کړي دي. حیران به شئ، که وګورئ چې د ځینو نادرو پېښو لامله، ناڅاپه د مڼې او مالټې  ونې د مېوې په ځای چونګښې او مارمولک ونیسي، او له ګلاب ګل د خوږبويي په ځای د اسونو د خولو بوی لاړ شي، ځکه زه هم تاسو ته حیرانیږم چې په له اخرت مو دنیا غوره کړې ده، نه غواړم چې تاسو وپېژنم.

د دې لپاره چې په عمل کې ثابته کړم، له ټولو هغو شیانو څومره کرکه لرم چې تاسو یې په خاطر ژوند کوئ، له هغو دوو میلیونو پیسو تېرېږم، چې یوه ورځ راته د جنت په څېر خیال و او اوس ترې بېزار یم. د دې لپاره چې همدغه پیسې مې هیڅ حق ونه ګڼل شي، له دې ځایه له ټاکلې نېټې پنځه ساعته مخکې وځم او تړون تر پښو لاندې کووم….

کله چې صراف دې ځای ته ورسېد، کاغذ یې په مېز کېښود او د عجیب سړي سر یې مچو کړ، په ژړا له خونې ووت. هیڅکله او ان هغه وخت یې هم دومره ځان سپک نه وو ګڼلی، چې په ونډو بازار کې یې درون تاوان لیدلی و. کور ته چې ورسید، په بستره کې وغځېد، خو اوښکو او احساساتو څو ساعته خوب ته نه پرېښود.

راتلونکی سهار ساتونکی په تښتېدلي رنګ صراف ته په منډه ورغی، ویې ویل، هغه سړی چې په خونه کې بندي و، له ورسۍ یې باغ ته ټوپ واچاوه، د دروازې لور ته لاړ او ورک شو.

صراف سملاسي له خپلو خدمتګارانو سره هغې خونې ته لاړ، د بندي له تښتېدلو ډاډه شو. د دې لپاره چې په راتلونکي کې کومه خبره ورته جوړه نه شي، هغه لیکنه یې ور سره واخیستله، چې بندي پکې د دوو میلیونو پیسو له اختیستلو ډډه کړې وه، کله چې کور ته ستون شو، په اورضد صندوق کې یې کېښودله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب