د اوبو لګولو ځیرک سیستمونه د عصري سیستمونو یو ډول دی چي اکثره د قیمتي محصولاتو اوهمدارنګه د کورونو په حویلو کي د باغچو او ګلانو د اوبه کولو دپاره کارول کیږي، په ځیرک سیستمونو کي د مصنوعي ځیرکتیا داسي تکنالوژي څخه ګټه اخلي چي د هغي په واسطه د بوټو یا ګلانو د اړتیا وړ اوبو مقدار او د اوبه ورکولو وخت په دقیق او اتوماتیک ډول ټاکي او په دې توګه د اوبو د بي ځایه ضایعاتو مخنیوی کوي، په ځیرک سیستم کي هم اساسي او فرعي پایپونه هماغه د قطره يی سیستم په شکل ځاي په ځاي کیږي او قطره چکانونو یا سپرنکل په واسطه اوبه ورکول کیږي.
د ابو لګولو ځیرک سیستمونه په لاندي ځایونو کي ډیر کارول کیږي:
- د شنه خونو په فارمونو کې تر څو محصولات زیاد کړي.
- د باغچو، قیمتي مثمره ونو او پارکونو د اوبو لګولو د مدیریت په برخه کي.
- د کورونو حویلو کي یا د بلاکونو او اپارتمانونو د ګلانو او ذینتي بوټو او داخلي شنه ځایونو کي.
- ښار منځ چمنونو او ګلانو په اوبه کولو کي د اوبه لګولو دځیرکو سیستمونو څخه کار اخیستل کیږي. .
سینسرونه، مرکزي کنترولر(سمارت)، او د مصنوعي ځیرکتیا تکنولوژي د اوبو لګولو د ځیرک سیستم مهم اجزاوي دي.
سینسرونه: د خاورې رطوبت، د هوا تودوخه، باران، او باد اندازه کوي او اخیستل شوي ارقام کنټرولر ته لیږي.
مرکزي کنټرولر (سمارټ): د سینسر ارقام او د هوا معلومات تحلیل کوي او د هوښیار الګوریتمونو په کارولو سره د اوبو لګولو مناسب وخت او مقدار ټاکي.
د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژي نصبول:
وای فای یا بېسیم ماډل کنټرولر د انټرنیټ شبکې سره وصل کوي او د سمارټ فونونو یا ټابلیټونو سره اړیکه تامینوي په دي توګه داوبو لګولو ځیرک سیستم د انترفیس په واسطه له لري څخه اداره کوي.
د اوبه لګولو ځیرک سیستم یو داسې طریقه دی چې د سینسرونو او مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي ترڅو د نباتاتو د اوبو اړتیاوې په سمه توګه وټاکي او د اوبو لګولو وخت او مقدار په اتوماتيک ډول غوره کړي ترڅو اوبه خوندي کړي او لوړ کیفیت لرونکي محصولات تولید کړي. دا سیسټمونه، د ګرځنده تکنالوژي له لارې د انټرنیټ سره وصل کیږي او په دي ډول د اوبو لګولو د سیستم کنټرول او مدیریت ته اجازه ورکوي او د متغیر چاپیریال شرایطو لکه تودوخې، د خاورې رطوبت، او باران پراساس کار کوي.
داوبه لګولو د ځیرک سیستم ښیګڼی
د اوبو د ضایعاتو مخنیوي:
د دقیق او پر وخت اوبو لګولو سره، د اوبو د ضایع کیدو مخه نیول کیږي.
د محصولاتو لوړ کیفیت او مقدار:
د نباتاتو د ودې غوره شرایط برابروي، صحي او ډیر تولیدي محصولاتو ته لار هواروي.
د لري لاري څخه کنټرول:
د هر ځای څخه د اوبو لګولو سیسټم نظارت او کنټرول کولو ته لاسرسی امکان زیاتوي.
د اقلیمي شرایطو اندازه ګیري:
د اوبو لګولو ځیرک سیسټمونه معمولا په سمارټ سینسرونو سره سمبال وي چې اقلیمي تغیرات اندازه کوي، پشمول د خاورې رطوبت او د هوا تودوخي درجه، کله چی سینسرونه کشف کړي چې نباتات اوبو ته اړتیا لري، د اوبولګولو سیسټم په اتوماتيک ډول فعالیت پیلوي او اوبه لګول پیل کیږي.
ځیرک مهالویش:
د اوبو لګولو ځیرک سیسټم کولی شي د ځیرک مهالویش پراساس کار وکړي. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ اپلیکیشن تنظیم کړئ ترڅو سیسټم په اتوماتيک ډول په ځانګړي وخت کې یا د نباتاتو اړتیاو پراساس فعالیت وکړي. دا ځانګړتیا تاسو ته اجازه درکوي چې خپل نباتات په منظم او غوره توګه اوبه کړئ، حتی د اوږدې مودې لپاره.
د کور د نورو ځیرکو وسیلو سره همغږي:
د سمارټ ټکنالوژۍ له امله، د اوبو لګولو ځیرک سیسټم د کور نورو سمارټ تجهیزاتو سره همغږي کیدی شي. د مثال په توګه، که ځیرک وسایل د هوا معلومات په ګوته کړي چې باران اوري، د اوبو لګولو سیسټم ممکن په اتوماتيک ډول غیر فعال یا خپل تنظیمات بدل کړي.
د چاپیریال سره د تطابق خاصیت:
سیسټم په اتوماتيک ډول د هوا او خاورې شرایطو کې بدلونونو سره تطابق کوي.
د اوبو لګولو د ځیرک سیستم نمیګړتیاوي:
په لمړي مرحله کي ډیري پانګي اچوني ته اړتیا وي.
د اوبو لګولو ځیرک طریقه کي پرمختللي او مغلقه تکنالوژي کارول کیږي چي څار او ساتنه يي هم مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري.
منابع او ماخذونه:
کتاب طراحی سیستم های آبیاری قطره ای تالیف مهندس امین روشنی
ویکیپدییا دانشنامه آزاد
محیط زیست- تقی زاده انصاری، مصطفی
https://www.unccd.int/cso/green-earth-organization