جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د اوبو لګولو د عصري سیستمونو ډولونه

د اوبو لګولو د عصري سیستمونو ډولونه

عبدالسمیع واحدي

د اوبو لګولو ځیرک سیستم:

 د اوبو لګولو ځیرک سیستمونه د عصري سیستمونو یو ډول دی چي اکثره د قیمتي محصولاتو اوهمدارنګه د کورونو په حویلو کي د باغچو او ګلانو د اوبه کولو دپاره کارول کیږي، په ځیرک سیستمونو کي د مصنوعي ځیرکتیا داسي تکنالوژي څخه ګټه اخلي چي د هغي په واسطه د بوټو یا ګلانو د اړتیا وړ اوبو  مقدار او د اوبه ورکولو وخت په دقیق او اتوماتیک ډول ټاکي او په دې توګه د اوبو د بي ځایه ضایعاتو مخنیوی کوي، په ځیرک سیستم کي هم اساسي او فرعي پایپونه هماغه د قطره يی سیستم په شکل ځاي په ځاي کیږي او قطره چکانونو یا سپرنکل په واسطه اوبه ورکول کیږي.

د ابو لګولو ځیرک سیستمونه په لاندي ځایونو کي ډیر کارول کیږي:

  1. د شنه خونو په فارمونو کې تر څو محصولات زیاد کړي.
  2. د باغچو، قیمتي مثمره ونو او پارکونو د اوبو لګولو د مدیریت په برخه کي.
  3. د کورونو حویلو کي یا د بلاکونو او اپارتمانونو د ګلانو او ذینتي بوټو او داخلي شنه ځایونو کي.
  4. ښار منځ چمنونو او ګلانو په اوبه کولو کي د اوبه لګولو دځیرکو سیستمونو څخه کار اخیستل کیږي.  .

سینسرونه، مرکزي کنترولر(سمارت)، او د مصنوعي ځیرکتیا تکنولوژي د اوبو لګولو د ځیرک سیستم مهم اجزاوي دي.

سینسرونه: د خاورې رطوبت، د هوا تودوخه، باران، او باد اندازه کوي او اخیستل شوي ارقام کنټرولر ته لیږي.

مرکزي کنټرولر (سمارټ): د سینسر ارقام او د هوا معلومات تحلیل کوي او د هوښیار الګوریتمونو  په کارولو سره د اوبو لګولو مناسب وخت او مقدار ټاکي.

د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژي نصبول:

وای فای یا بېسیم ماډل کنټرولر د انټرنیټ شبکې سره وصل کوي او د سمارټ فونونو یا ټابلیټونو سره اړیکه تامینوي په دي توګه  داوبو لګولو ځیرک سیستم  د انترفیس په واسطه له لري څخه اداره کوي.

د اوبه لګولو ځیرک سیستم یو داسې طریقه دی چې د سینسرونو او مصنوعي ځیرکتیا  ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي ترڅو د نباتاتو د اوبو اړتیاوې په سمه توګه وټاکي او د اوبو لګولو وخت او مقدار په اتوماتيک ډول غوره کړي ترڅو اوبه خوندي کړي او لوړ کیفیت لرونکي محصولات تولید کړي. دا سیسټمونه، د ګرځنده تکنالوژي له لارې د انټرنیټ سره وصل کیږي او په دي ډول د اوبو لګولو د سیستم کنټرول او مدیریت ته اجازه ورکوي او د متغیر چاپیریال شرایطو لکه تودوخې، د خاورې رطوبت، او باران پراساس کار کوي.

داوبه لګولو د ځیرک سیستم ښیګڼی

د اوبو د ضایعاتو مخنیوي:

د دقیق او پر وخت اوبو لګولو سره، د اوبو د ضایع کیدو مخه نیول کیږي.

د محصولاتو لوړ کیفیت او مقدار:

د نباتاتو د ودې غوره شرایط برابروي، صحي او ډیر تولیدي محصولاتو ته لار هواروي.

له لري لارې څخه کنټرول:

د هر ځای څخه د اوبو لګولو سیسټم نظارت او کنټرول کولو ته لاسرسی امکان زیاتوي.

د اقلیمي شرایطو اندازه ګیري:

د اوبو لګولو ځیرک سیسټمونه معمولا په سمارټ سینسرونو سره سمبال وي چې اقلیمي تغیرات اندازه کوي، پشمول د خاورې رطوبت او د هوا تودوخي درجه، کله چی سینسرونه کشف کړي چې نباتات اوبو ته اړتیا لري، د اوبولګولو سیسټم په اتوماتيک ډول فعالیت پیلوي او اوبه لګول پیل کیږي.

ځیرک مهالویش:

د اوبو لګولو ځیرک سیسټم کولی شي د ځیرک مهالویش پراساس کار وکړي. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ اپلیکیشن تنظیم کړئ ترڅو سیسټم په اتوماتيک ډول په ځانګړي وخت کې یا د نباتاتو اړتیاو پراساس فعالیت  وکړي. دا ځانګړتیا تاسو ته اجازه درکوي چې خپل نباتات په منظم او غوره توګه اوبه کړئ، حتی د اوږدې مودې لپاره.

د کور د نورو ځیرکو وسیلو سره همغږي:

د سمارټ ټیکنالوژۍ له امله، د اوبو لګولو ځیرک سیسټم د کور نورو سمارټ تجهیزاتو سره همغږي کیدی شي. د مثال په توګه، که ځیرک وسایل د هوا معلومات په ګوته کړي چې باران اوري، د اوبو لګولو سیسټم ممکن په اتوماتيک ډول غیر فعال یا خپل تنظیمات بدل کړي.

د چاپیریال سره د تطابق خاصیت:

سیسټم په اتوماتيک ډول د هوا او خاورې شرایطو کې بدلونونو سره تطابق کوي.

د اوبو لګولو د ځیرک سیستم نمیګړتیاوي:

په لومړي مرحله کي ډیري پانګي اچوني ته اړتیا وي.

د اوبو لګولو ځیرک طریقه کي پرمختللي او مغلقه تکنالوژي کارول کیږي چي څار او ساتنه يي هم مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري.

نور بیا……

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب