د محمد ابراهیم شینواري لیکنه
تر اوږدې تجزیې او انحطاط، او په ختیځ کې د پیر روښان، خوشال خان، ایمل خان، دریاخان او نورو مشرانو تر مبارزو وروسته زموږ په جغرافیه کې د میرویس نیکه له خوا یو خپلواک دولت تاسیس شو، چې ډېر ژر د ده اولادونو د صفوي امپراطورۍ په ماتولو سره ایران، اذربایجان او د عراق او عمان ځینو سیمو تهر پراخ کړ. متاسفانه د چټکو فتحو دغه دوره د بېلابېلو عواملو له امله کمزورې او د نادر شاه افشار د سیلاب له امله بېرته ونړېده.
خو ډېر ژر د ستر احمدشاه بابا له خوا پخپله خاوره خپل نظام بېرته د یوې سترې امپراطورۍ په شکل تاسیس شو. احمدشاه بابا خپل داخلي او بهرني حریفان مات او دغسې ستر هیواد یې جوړ کړ، چې تر اوسني افغانستان پورې یې تسلسل روان دی.
د ده تر مړینې وروسته یې زوی تیمورشاه ارام حکومت وکړ، خو لمسی یې شازمان چې یو ستر استعداد وو، له سترو ستونزو سره مخ شو: کله چې په داخل کې ورسره ورونو د واک نیولو جګړې پیل کړې، د دولت داسې پیاوړي سیستمونه چې د وخت د لېرې او نږدې خطرونو سره مقابله کړای شي، لا نه وو جوړ شوي. د واک د سوله ایز انتقال او ولس د اشتراک میکانیزم بنسټي شوی نه وو. ملت په قومي او قبیلوي ډول تقسیم وو، اقتصاد، تعلیم، مهارتونه او ښاري ژوند لا سم پوخوالي ته نه و رسیدلی.
دوه ګاونډیان ایران او پنجاب د دراني امپراطورۍ کمزورۍ ته منتظر وو او د شاه زمان له مخالفینو سره یې مرسته کوله.
دوه سترې امپراطورۍ (انګلیس او روس) د افغانستان سرحدونو ته راورسیدل او پخپلو کې یې رقابت یا لویه لوبه پیل کړه. ایران او پنجاب د دغو امپراطوریو له مداخلو څخه په سیمه کې د خپل قوت د احتمالي زیاتوالي او سیمه ایزو حریفانو د کمزوري کولو لپاره د دوی سره په زیاتره مواردو کې د افغانستان پر خلاف ودرېدل. دغه حالت افغانستان ورو ورو یو حایل او محاصره هیواد کړ، چې ایله یې خپل موجودیت وساته خو روغ او ښکلی بدن یې نیم او د نړۍ د تره قۍ له کاروانه پآتې شو.
له دې سره سره انګلیسانو دوه ځلې پر افغانستان شدید یرغلونه وکړل، چې د افغانانو د قربانۍ په نتیجه کې له شدیدو تاوانونو او ماتې سره مخ شول. د شلمې پیړۍ په نیمایي کې شوروي اتحاد هم پر دې هیواد یرغل وکړ او ډیر ستر تاوانونه یې واړول، خو هغه هم په ماته او سرټیټۍ له افغانستانه ووت، خو داخلي جګړې ته د زمینې برابرولو له لارې یې له افغانانو خپل انتقام واخیست.
تر هغه وروسته بهرنیو جنګیالیو ته د نورې نړۍ پر ضد د افغان خاورې کارولو زمینه جوړه شوه، چې امریکا متحده ایالات او د هغې متحدین یې پر افغانستان یرغل ته وهڅول او شل کاله پر افغانستان جنګ تحمیل شو.
د امریکا تر وتلو وروسته طالبان بېرته راغلل چې نه یو عصري حکومت جوړوي، نه د ښځو، نجونواو بشر حقونو ته ژمن دي، نه د عصري تعلیم او نړیوالو پرمختګونو سره همنوا دي.
ولس په فقر او نهیلۍ کې پروت دی، او نړۍ ته پردی غم تر واورو سوړ دی.
د دې ټولو عواملو او ستونزو داخلي فکټورونه ډېر مهم وو او دي، که خارجي؟
راځئ، بې پلوه او جامع تحلیل وکړو:
داخلي فکټورونه (اصلي بنسټ)
د دولت جوړولو نیمګړتیاوې
د احمدشاه بابا تر مړینې وروسته، د واک د سولهیز انتقال، د قانون د حاکمیت، او د ملي بنسټونو جوړېدو فرصت ضایع شو.سلطنت شخصي او قبیلوي پاتې شو، پوره ملي او سیستمي کېدو ته زمینې جوړې نه شوې.
قومي او قبیلوي وېش
افغان ټولنه په قومي، قبایلي او سمتي هویتونو وېشل شوې پآتې شوه. د ملي هویت او ګډو ارزښتونو پر ځای قومي سیالۍ واکمنې شوې.
اقتصادي وروستهوالی
تولیدي اقتصاد نه و موجود، او د کرنې او مالدارۍ، او جنګي غنایمو تر محدودو سرچینو هاخوا هېڅ باثباته اقتصادي بنسټ نه جوړ شو. ښارونه کمزوري، صنعت او مهارتونه نیمګړي، او هیواد له نړیوالې سوداګرۍ څخه برخمن نه وو.
تعلیم او پوهنه
سره له دې چې اروپآ د تنویر او علمي پرمختګ دورې ته داخله شوې وه، خو اسیا او له هغې جملې افغانستان له عصري تعلیمه بې برخې وه او دا د دې سبب شو چې د سیاست، اقتصاد او اداري لپاره وړ کدرونه کم وي. د ټولنې د عامو وګړو پوهه د دیني زده کړو تر ابتدایي مفاهیمو محدوده پاتې شوه.
سیاسي مشرتابه
زیاتره مشرانو ډېری وخت خپلې شخصي او قبیلوي ګټې تر ملي ګټو مخکې ګڼلې.
د یووالي راوستلو پر ځای، د واک لپاره د یو بل پر ضد بهرنیو ته لاس غزول تکرارېدونکی دود شو.
خارجي فکټورونه (مهم خو دویمي)
ایران او پنجاب (سیکهـ/ هند)
د افغانستان کمزورۍ ته منتظر وو او د کورنیو مخالفینو ملاتړ یې کاوه، او د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره یې په افغانستان کې تل د بې ثباتۍ ملاتړ کړی دی.
لویه لوبه (انګلیس او روسیه)
افغانستان د ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله د دوو سترې امپراتوریو د سیالۍ میدان شو.د دې پر ځای چې د نړیوال او سیمه ایز پرمختګ شریک شي، افغانستان د حایل هېواد په توګه د سیاسي جګړو قرباني شو.
شوروي یرغل
په شلمه پېړۍ کې د شوروي یرغل په نتیجه کې د زرګونو انسانانو ژوند له منځه ولاړ، بنسټونه ویجاړ شول، او کورنۍ جګړې ته لاره هواره شوه.
امریکا او د نړیوال تروریزم په نوم جګړه
په افغانستان کې د القاعده او نورو نادولتي نظامي/ چریکي ډلو شتون او زموږ له خاورې د نورو هیوادو ګواښلو د امریکا او متحدینو یرغل ته زمینه برابره کړه، او د شل کلنې جګړې سبب شو. دغې جګړې افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي لحاظه له نورو ملتونو لا وروسته کړ.
د داخلي او خارجي فکټورونو پرتلنه
داخلي فکټورونه بنسټي دي.
که یو هېواد پیاوړي دولتي سیستونه ولري ، ملي یووالی، پرمختللی اقتصاد او باکفایته کدرونه پکې موجود وي، بهرني فشارونه یې کم زیانمنوي. بېلګه یې د ځینو نورو هېوادونو تاریخونه دي چې د امپراتوریو ترمنځ هم قرباني نه شول، ځکه له دننه قوي وو.
خارجي فکټورونه تکمیلي او د داخلي کمزورۍ تشدیدونکی دي.
کله چې یو هېواد له داخله کمزوری او وېشل شوی وي، بهرني ځواکونه یې د خپلو سیالیو ډګر ګرځوي. په افغانستان کې همداسې وشول: د داخلي کمزروۍ له کبله بهرنيو ځواکونو هر ځل د مداخلې توان پیدا کړ.
نننی حالت (طالبان)
د طالبانو واکمني د پخوانیو داخلي نیمګړتیاوو دوام دی:
شخصي/ ډلېز واک پر ملي حاکمیت غالب دی. سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز او امنیتي بحرانونه ژوریږي، د ښځو او ځوانانو حقونه محدود شوي، او د عصري تعلیم مخنیوی کېږي، (په ځانګړي ډول د نجونو لپاره). نړیواله انزوا د داخلي سیاستونو نتیجه ده.
بې پلوه نتیجه ګیري
اصلي او بنسټي ستونزې د افغانستان دننه وې او دي: د پیاوړو دولتي سیستمونو نشتون، داخلي نفاق او وېش، اقتصادي وروستهوالی او د مشرتابه کمزورتیا د ټولو ستونزو رېښه ده.
بهرني ځواکونه هر ځل د همدې داخلي ضعف څخه په ګټه اخیستو مداخله کوي. که له دننه پیاوړی یووالي، سیسټم او ملي لید لیدلوری موجود وای، افغانستان به د انګلیس، روس، شوروي، امریکا او ګاونډیانو د لوبو دومره نه قرباني کېده.
د تاریخ او د مختلفو هېوادونو د تجربو له مطالعې څخه دا ښکاري چې د ستونزو او بحرانونو ریښې ډېر وخت په داخلي عواملو کې نغښتې وي، که څه هم خارجي لاسوهنې یې شدّت او بڼه بدلوي.
که په داخل کې دولتونه کمزوري یا له منځه لاړ نه شي، د ملت دننه وېش او اختلافات کنټرول شی، اقتصادي پرمختګ راشي، سیاسي کلتور او مشروعیت پیاوړی شي، هیوادونه د ثبات او پرمختګ پر لور ځي.
خارجي فکتورونه، د ستونزو د تقویتي او سقوط د ګړندي والي سبب کیږي، چې پکې ګاونډیان، ستر قدرتونه، استعماري او نیواکګر سیاستونه او یرغلونه رول لري.
د تاریخ عبرتناک درسونه
د روم امپراطوري، عباسي خلافت، عثماني امپراتوري، د هند د مغولو امپراطوري او نور ډېر دولتونه د داخلي فساد، عیاشۍ او بې کاري له امله سقوط شول.
خو جاپان او ترکیې له ماتو څخه وروسته داخلي اصلاحات وکړل، د ملتونو وحدت یې تأمین او عصري سیسټمونه یې جوړ کړل؛ په نتیجه کې یې بهرني فشارونه هم مهار کړل او پرمختللي هېوادونه شول.
نتیجه:
بنسټیز او اوږدمهاله سببونه تل او یا په زیاترو وختونو کې داخلي وي. خارجي فشارونه د دې سببونو پایله چټکوي، خو د یوې ټولنې د سقوط اصلي ریښې دننه وي.
بهرنی لاس وهنه د هغه درزونو له لارې ننوځي چې په کور دننه موجود وي. که په کور کې خاینان بهرنیانو ته دروازې هم خلاصې کړي، پروسه لا چټکوي.
د طالبانو لپار ه ډیره سخته ده چې دا نوې استخباراتی لوبې دسیمه ایزه پالیسیو او دېپلوماسیو په کچه خوندی وساتی . طالبان نړیوالو اړیکو تعاملاتو، څېړنو ، ژورو مطالعاتو سره ډیر نابلد او احساساتی ډله ده . طالبان ټولو خلکو ته د کرکې او دښمنی په ستر ګه ګوری ابله ورځ کوم ملا
دوثیق په نوم له کوم چینل سره یی خبرې کولې نو ده وویل چې په سل ګونو شخصیتونو لکه وزیر،والی، اونور بد وبلا بی رته راستانه شوی او موږ ورسره تماس نیولی . لومړی شخصیت خو یوازې مقام او حکومتی خلک نشی کیدای اوبل په سلګونو ووتل دا دحکومت یو لوړ پوړی محترم دی. مشت نمونه ای خروار!