سريزه
له اوس څخه تقريبا څلورسوه کاله مخکې پښتون اولس د داسې يو څو بعديز شخصيت شاهد و، چې د هغه افکار او اثار د معاصر انسان له غوښتنو، هيلو او ارمانونو سره برابر دي. دا شخص ژمن ليکوال و شاعر، فلسفي، عارف، ټولنپوه، ادبپوه، ژبپوه، تاريخپوه، رنځپوه، ارواپوه، جنرال، سياستپوه، سياستوال او ملتپال ستر ويناوال خوشال خان خټک وو.
په يوه ځانګړي زمان پسې تړلې شاعري و ليکوالي آفاقي رنګ نه خپلوي، دا لوی شاعران او پوهان دي، چې آثار يې کلاسيک دي او په هره زمانه کې او هر چېرې يې آثار لوستونکي لري. دا هغه پوهان دي چې درست بشريت ته پيغام لري او د شخصيت و شهرت جلوې او اوازې يې د مشخص زمان و مکان په محدوده کې قيد نه مني. دا هغه خلک دي، چې ځانونه يې په وړو دايرو کې ايسار کړي نه دي او د ټول بشريت لپاره، مينه، ژوند، نېکمرغي او… سوله غواړي.
لوی شاعران، ليکوال، پوهان يا لوی انسانان د ټول بشريت په مشترکو افتخاراتو کې راځي، په يوه ځانګړي نژاد، مذهب، سيمې او جغرافيې کې يې شخصيت و پنځونې محدودول له ټول بشر او همدغه لوی انسان سره ظلم دی.
هغه ټولنې او هغه ولسونه بختور دي، چې ماضي يې د همدغسې لويو انسانانو له افکارو سره غوټه وي. هغه ولسونه نېکمرغه دي، چې په ماضي کې کوم نابغه ولري او د حال لپاره يې د ولس ايډيال وي. هغه ولسونه او ټولنې بختورې دي، چې د خپلو لويو انسانانو پر قدر پوهه شي او له تيارو سره جګړې ته د خپلو لويو خلکو د افکارو مشالونه ولري.
د نړۍ په کچه د لويو انسانانو له جملې څخه يو هم ستر خوشال نيکه دی، چې له نن څخه کابو څلور سوه کاله مخکې په پښتونخوا کې نړۍ ته راغی او د پښتني فرهنګي بهير يو نه هېرېدونکي نوم دی.
د دې کوشنۍ ليکنې موخه دا ده، چې د ستر ويناوال خوشال بابا په شاهکار اثر (دستارنامه) کې هغه عمده افکار وګورو، چې بېخي معاصر دي او د معاصر افغان د ژوند لپاره اړين هم دي.
د يووشتمې پېړۍ د پښتانه انسان لوی کمال به دا وي، چې خوشال وپېژني، نورو ته يې ور پېژني، له افکارو څخه يې د ژوندانه په مختلفو برخو کې استفاده وکړي او د دستار د سړي په په جوړولو کې خپل رسالت تر سره کړي.
اصلي متن
د خوشال بابا اثار که په نظم دي که په نثر، د نويوالي، ښکلا، مقصديت او د شکلياتو او موضوعاتو د رنګارنګۍ تر څنګ د بابا د افکارو د مظهر آيينې دي، خان بابا فرمايي:
درست دېوان مې لکه باغ د علم ګنج دی
پکې هر رنګه ګلونه هر نهال
د ديوان که مې بيت بيت سره حساب شي
تر څلوېښت زره به تېر شي په دا کال
په دې ليکنه کې مو هڅه کړې ده، چې د خان بابا په دستارنامه کې د معاصرو افکارو څرک و درک ولګوو او را ويې سپړو. خان بابا فرمايي:
دا نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي
خوشال بابا په حقه دا دعوه کوي چې، عقيده مې نادره ده، ريښتيا هم خان بابا د هغه وخت په قبايلي پښتني ټولنه کې د داسې افکارو لرونکی وو، چې د هغه وخت پښتنو سم درک نه کړ او حتی تر اوسه لا هم د خان افکار پښتانه اولس سم درک کړي نه دي. خوشال بابا هغه وخت ګيله کړې وه، چې:
د خوشال قدر که اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم
او
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسېځه دا تورې قلمونه
د شلمې ميلادي پېړۍ په رابرېدو سره، پښتو ژبه د مطبوعاتو ژبه شوه، سوکه سوکه د خوشال پېژندنې په برخه کې کار وشو، د خوشال بابا کليات چاپ شول، د خوشال بابا منتخب اشعار نړۍوالو ژبو ته وژباړل شول، د خوشال بابا په اړه نړۍوال سيمينارونه جوړ شول، په مختلفو مجلو کې د خوشال بابا پر ژوند و فن مقالې وکښل شوې، د خوشال بابا په اړه مونوګرافونه، تيسيسونه، ډيزرټيشنونه وليکل شول، خوشالپېژندنه په پوهنتوني نصاب کې د يوه مضمون په شکل اضافه شوه او… اوس يې پس له مرګه ډېر عالم يادوي. خوشالپوهان هڅه کوي، چې د خوشال افکار تر ولسه ورسوي او د معاصر ژوند له غوښتنو سره سم د خوشال له افکارو څخه د مادي و معنوي ژوند په سمبالښت کې استفاده وکړي.
که د خوشال نيکه دستار نامه وګورو، په ظاهره کې د ملوک (سردار) لپاره يا د خپل ايډيال انسان لپاره يې شل هنره او شل خصلته ښوولي دي خو په حقيقت کې د خان بابا دغه شاهکار اثر (دستارنامه) د ولس لپاره اصلاحي او ريفورميستي افکار او پلانونه پخپله لمنه کې لري. خوشال بابا د شلو هنرونو او شلو خصلتونو په تشريح کې پر ټولنه د حاکم مذهب او اخلاقي سيستم رايه هم را اخيستې ده او بيا يې د خپلې پوهې او نړۍليد په رڼا کې خپله رايه هم قايمه کړې ده.
دستارنامه شلو هنرونو او شلو خصلتونو ته ځانګړې شوې ده، دلته به له معاصر وخت سره په اړيکه کې ځينې افکار له تاسو سره شريک کړو. د دستارنامې دويم هنر د علم په باره کې خوندورې خبرې لري. خان بابا ليکي:
“مټ په علم په فضيلت بويه، فضيلت او دولت سره توامان دي، د علم فضيلت د څېښتنو محتاج بادشاهان وي. هر څيز نقصان و کمال لري، د سړي کمال په علم په فضيلت کې، که يې حاصل کا، کمال يې حاصل شو او که نه په نقصان کې پاتې شو” (۱: ۲۴).
د علم و پوهې خپرول او ټول ولس ورته رابلل د معاصر وخت غوښتنه ده، پخوا خو علم انحصار وو، يوازې د خواصو په کورنۍ کې د ميراث په شکل موجود وو، خو خوشال بابا ټول ولس د علم حصول ته رابولي.
يوولسم هنر معاشرت دی، په دستار نامه کې تر همدغه سرليک لاندې راغلي:
“يعنې نکاح روا دي، دوه، درې، څلور. اما بهتره يوه ده” (۱: ۸۷).
وروسته پسې دا بيت ليکي:
چې مېرمنې پکې دوه شي
هغه خونه حبطه شي
د معاشرت په هنر کې يې د مېرمنو تعدد له مذهبي اړخه هم را اخيستی دی او خپله رايه يې هم ورسره پتلېز کړې ده، چې روا خو څلور دي، اما بهتره يوه ده. خوشال بابا پر دې پوهېده چې د اولاد تربيت دروند او مهم کار دی، نو اولاد که لږ وي، ممکن مادي او معنوي روزنه به يې تر ډېر اولاده اسانه وي. ښايي يو څوک ووايي، چې خوشال بابا دا نسخه پر خپل ځان ولې عملي کړې نه ده، ځکه خوشال بابا د ډېرو اولادونو پلار وو. په عمومي توګه د خوشال بابا له رايې څخه اوس خلک حمايت کوي، د هماغه وخت په قبايلي ټولنه کې، د يوه خان و سردار لپاره د ډېر اولاد لرل يو ضرورت وو، چې ښه بېلګه يې خان بابا او تېمورشاه دي. د ډېر اولاد لرل نور لاملونه هم لري، چې تر اوسه لا په پښتني ټولنه کې د ډېری پلرونو هيله د ډېر اولاد لرل دي.
دوولسم هنر د اولاد د تربيت دی، خان ليکي:
“د زوی په زوکړه ښادي، اما د لور په زوکړه هم دلګيري نه بويه، خدای زده چې بخت، برکت په کوم کې دی او همدا لوڼه دي چې مردان ترې پيدا کېږي. که واړه زوی وي، جهان به خراب شه” (۱: ۱۰۴).
وروسته پسې ليکي:”لکه د زوی تربيت لازم دی، مينه پرې بويه هسې په لور مينه بويه بلکې لوڼه لا حقدارې دي، د هلک والي د تربيت کار خو لکه د زوی هسې د لور، اما لور دې نيازمينه ساتله شي، د عصمت، عفت د شرم د حيا ارشاد دې ورته کېږي…..قصې افسانې دې هم زده کا، نرد، شطرنج دادې ښه زده کا، د ستنې کار لکه کښيده دا مهارت دې تمام وي، د پختن د رشتن د کاله د اراستن، د خپل ځان د آرايش، د خوشبويي د سازولو علم دا دې يې ډېر وي”(۱: ۱۰۷ – ۱۰۸).
خوشال بابا د نجونو د تعليم و تربيې طرفدار دی او پلرونه يې دې ته رابللي دي، چې تر نارينه اولاد دې هم د نجونو ډېر خيال ساتي. خوشال بابا د پورتني هنر د پېژندنې په ترڅ کې خپله ټولنه هم نقد کړې ده او هغوی يې کږلي دي، چې د نجونو پر زوکړه يې تندي تريو وي.
په پينځلسم هنر کې خان بابا ټول اولس د زراعت او بزګرۍ او په شپاړسم کې يې تجارت ته هڅوي. د هيواد او ولس نېکمرغي په علم، کر کېله او تجارت سره تړلې ده، ځکه دا د ټولني بېخبناوې دي.
اتلسم هنر د موسيقي د علم په باره کې دی، خوشال بابا ليکي:
“هغه به څه رنګه سړی وي، چې په سرود به يې حالت حاصل نه شي هغه چې پرې انکار کا هومره فکر خو دې وکا چې د داوود پيغمبر صوت معجزه وه که نه(۱: ۱۳۲).
په وسمهال کې لا ډېر پوهان دې ته زړه نه ښه کوي، چې د انسان پر اروا د موسيقۍ اثراتو ته ګوته ونيسي، خو خان بابا هغه مهال هم خپل افکار سانسور کړي نه دي، نه يې د زړه پر خبره ډبره ايښې ده.
نولسم هنر د نرد او شطرنج په باره کې دی، لومړی د دې هنر د تاريخ په باره کې ږغېږي، ورپسې ليکي:
” په زده کول يې فهم زياتېږي، په کول کې یې څو توکه مجرب دي، يو که سړی هر څو غمناک وي، چې له حريف سره په شطرنج کښېني د منصوبو په فکر کې يې هسې مستغرق ولاړ شي، چې خبر هم نه وي چې زه چېرې ناست يم ، لکه اوده يا مراقبه هسې حال لري، چې بازي د حريف نه ګټله شي، مهره وهله شي، ذوق بشاشت يې حاصلېږي، بل دا چې اختلاط سره ښه د مجلس کېږي، که په زړه کې سره بد ايسي و بله غليمان وي چې نرد شطرنج تر ميان کا، کلفت يې سره وغوړېږي، سره مين ياران شي بل دا چې د جنګ د قيقې منصوبې په شطرنج زده کېږي”(۱: ۱۳۶).
د معاصر وخت د انسان غوښتنه ده، چې سپورت وکړي، هغه که بدني سپورت وي، که ذهني، ځکه همدا ورزشونه دي، چې د انسان ځينې عقدې او غريزې سړوي. خوشال بابا د دستار سړی بدني و ذهني ورزشونو ته رابولي.
شلم هنر د نقاشي په باره کې دی، چې خوشال بابا يې پر اهميت ښه ږغېدلی دی.
په پښتانه اولس کې تر اوسه لا دا خبره دود ده، چې که څوک د کوم ژونديسري تصوير وکاږي، نو د قيامت په ورځ به هغه ته ساه ورکوي، چې دا نو د بنيادم له واکه وتلې خبره ده. د همدغه اثر په وجه خوشال بابا هم ځينې شبيې منع بللې دي خو د بهزاد هنر يې ستايلی او هغه يې حکيم او فاضل نومولی دی.
بيا يې د دانيال پيغمبر کيسه کړې ده چې له ابوالبشره تر خير البشره پورې د اکثر پيغمبرانو صورتونه، چې پر حرير باندې تصوير کړای شوي وو، د جبرايل (ع) له لوري ورته راوړل شوي وو.
که په لنډه توګه ووايو د خوشال بابا په اثارو کې د معاصريت موضوع اړوند افکار د (خوشال پېژندنې) په مرسته داسې خلاصه کولی شو:
۱- خوشال خان د نجونو د زدکړې طرفدار و.
۲- د تفريحي لوبود کولو لېوال و.
۳- د هنرونو سخت شوقمن او هنرمن و.
۴- خپل اولس يې د حرفو او کسبونو زدکړې ته را باله .
۵- د بې علمه او بې عمله شيخانو سره وران و.
۶- د غلامانو له خرڅلاو سره ناباندې و.
۷- د ښوونې او روزنې له لارې د دخلکو د سياسي او اجتماعي شعور لوړوول د ده هدف او مرام و.
۸- د هيواد ابادي ته د اولس رابلل.
۹- د فساد ،بې عدالتيو او رشوت په وړاندې مبارزه .
۱۰- د بې ځايه دودونو او رواجونو سره مخالف و (۳: ۲۱۱ – ۱۱۲).
پایله
خوشال بابا د پښتو ژبې په هغو ګوتشمېرو لیکوالو او شاعرانو کې راځي چې فکر يې توليد کړی دی. د نوموړي په اثارو کې د هغو افکارو څرک و درک ایستل، چې د معاصر انسان د ښه ژوند تېرولو لپاره اړین دي، لویه او پراخه موضوع ده خو په دې لیکنه کې د خان بابا په شاهکار اثر “دستارنامه ” کې پر راغلیو معاصرو افکارو باندې بحث شوی دی.
د معاصر وخت غوښتنه ده چې ښځې و نر دې د علم په وسله و ګېڼه سمبال وي، خوشال بابا دا خبره هغه مهال لا کړې وه. خوشال بابا ښه ځوانان هغه بولي، چې په يوه لاس کې يې توره او په بل لاس کې يې قلم نيولي وي.
په معاصر وخت کې د کوچنيانو پر سالمه ښوونه او روزنه او ښه تعلیمي سیستم باندې تاکید کېږي، خوشال بابا هم له نن څخه څلور سوه کاله مخکې پر دې تاکید کړی دی چې له ښې وسپنې ښه وسله سازېږي خو چې پښ ماهر سړی وي، له هر ډول وسپنې به ښه وسله جوړه کړي. خوشال بابا د ښوونې او روزنې يو فلسفي وو، له افکارو يې په اوسنۍ پيداګوژي کې استفاده کېدون لري.
معاصر وخت خلک بدني او ذهني سپورت ته رابولي، خان بابا له لامبو وهنې تر شطرنج کولو پورې پر لوبو بحث کړی دی او خلک یې د تکړښت “ورزش” کولو ته را بللي دي.
د معاصر وخت انسان ښکلو هنرونو ته په درنه سترګه ګوري او خان بابا خو دستارنامه شلو هنرونو ته ځانګړې کړې ده.
که په لنډه توګه ووایو خوشال نیکه د پښتو ژبې هغه هستۍ وه، چې له نن څخه کابو څلور سوه کاله مخکې یې په اثارو کې د معاصر انسان د ښه ژوند لپاره لا ډېر څه ميندل کېږي.
خوشال بابا د شلو هنرونو او خصلتونو په باره کې ښه ږغېدلی دی، ډېری ذکر کړي هنرونه يې د يوويشتمې پېړۍ د انسان په ژوند کې مثبت تغيير راوستلی شي.
اخځليک
۱- خټک، خوشال خان. (۱۳۹۴). دستارنامه. د سيد غني غني سريزه او ترتيب. پېښور: ميهن خپرندويه ټولنه.
۲- خټک، خوشال خان.(۱۳۸۷). د خوشال خان خټک کليات. دويم چاپ، د زاهد مشواڼي اوډون، سمون او وييپانګه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
۳- شاولي. (۱۳۸۹). خوشحال پېژندنه. جلال آباد: سلام خپرندويه ټولنه.