مکالمه یو هغه عنصر دی چې زموږ په ادبي بحثونو کې کمه توجه ورته شوې ده، حال دا چې د ډرامې ټول دارمدار په مکالمه ولاړ دی او د ناول او لنډې کیسې د کامیابۍ لپاره کامیابه مکالمه ضروري ده. په دې لیکنه کې د کیسه ییزو خبرو په ډولونو، نقش، اهمیت او زموږ د کیسه ییزو مکالمو په ستونزو خبرې کېږي.
کیسه ییزې خبرې له لویه سره په دوه ډوله وېشلی شو: (الف) خبره یا مونولوګ (ب) خبرې اترې.
خبره د یو کس وي او مکالمه تر یوه د ډېرو کسانو. په یوه کیسه کې د یو چا خبرې یا کټ مټ رانقل کېږي (Direct Speech) او یا یې د خبرې مطلب بل څوک بیانوي (Indirect Speech) چې په دې لیکنه کې دویم ډول خبرو ته ناکټ مټ وایو. خبره ممکن د کرکټر په زړه کې تېره شي یا یې په خوله وکړي.
د کټ مټ خبرې یو کیسه ییز مثال دا دی: «هغه ته په زړه کې ورګرځېدل: خیر، یو څه بدلېدل خو یې حق هم دی. له دومره هستي سره خو به یو څوک خامخا بدلېږي. که زه وای هم ښایي یو څه بدل شوی وای.» (۱)
خو په دې بل مثال کې بیا د (باړه ماما) خبره کټ مټ نه ده راخیستل شوې: «د هغه کوډله د مېوو دانو او لوښو نه ډکه شوه. تر دې چې یو ماښام باړه ماما د امسا په زور جومات ته راغی او کلیوالو ته یې خواست وکړ چې دی خپلې فقیرۍ ته پرېږدي. ځکه چې هغه نه ولي دی، نه بزرګ، یو ګنانګار بنده دی. خو اوبه له ورخه اوښتې وې.» (۲) د باړه ماما د خبرو په پاسني اقتباس کې یوازې د هغه د خبرو مطلب نه دی بیان شوی بلکې د هغه لحن Tone، طرز او خپلو کلمو ته هم یو څه پام شوی دی.
کیدای شي چې لیکوال(راوي) د باړه ماما د لحن او طرز له معرفي کولو سره لا زیاته دلچسپي ولري. په دغسې حالت کې زما په ګومان بهتره ده چې لیکوال د ربط وییکی یعنې(چې) راوړي خو قید، زمان او ضمیر دې نه بدلوي. مثلا د باړه ماما خبرې دې داسې ولیکي:« … او کلیوالو ته یې خواست وکړ چې ما خپلې فقیرۍ ته پرېږدئ، زه نه ولي یم او نه بزرګ؛ یو ګنانګار بنده یم. خو اوبه له ورخه اوښتې وې…»
که لیکوال(راوي) د باړه ماما د خبرې یوازې مفهوم را اخیستلای نو شاید لیکلي یې وای: «باړه ماما د خپل کرامت خبره بې ځایه وبلله.» دا جمله په حقیقت کې د خبرې توصیف دی.
کټ مټ خبره او د نا کټ مټ خبرې درې سره ډولونه په یو بل باندې څه زیاتوالی نه لري. لیکوال کولای شي چې له هر ډوله یې کار واخلي خو د کیسه ییزې اړتیا له مخې کله یو ډول خبره ښه ده، کله بل ډول. دغه ډولونه هر یو خپلې ښېګړې لري. د کټ مټ خبرې یوه ښېګړه دا ده چې د اصلي ویناوال خپل لحن او طرز پکې پوره پوره ساتل کېږي او لوستونکي ته دا سوال نه پیدا کېږي چې د کیسې راوي ( Narrator) به خبره تر کومه حده بدله کړې وي. د ناکټ مټ خبرو بیا یوه ښېګڼه دا ده چې اوږدې خبرې پکې لنډېدلای شي.
که راوي د چا د خبرو یوازې معنا او مقصد را واخلي نو خبره خو یې لنډه کړه مګر د هغه د خبرو طرز، لحن او کلمات یې وخوړل. د اصلي ویناوال د خپل طرز او لحن د ساتنې ګټه دا ده چې هم د کیسې د بیان په انداز کې تنوع رامنځ ته کېږي (په دې شرط چې تنوع نور ضرر پېښ نه کړي) او هم د کرکټر له معرفي کولو سره لاس کوي. د هر چا د خبرو انداز د هغه د کرکټر د ښودلو یوه ښه ذریعه ده. که لیکوال غواړي د چا خبرو ته خاص اهمیت ورکړي نو شاید د هغه خبره کټ مټ راواخلي خو که خاص اهمیت نه ورکوي، ممکن ناکټ مټ ډول ښه وبولي. د ناکټ مټ خبرې هغه ډول چې د اصلي ویناوال لحن او طرز پکې ساتل کېږي (لکه د باړه ماما) یو بل خاصیت هم لرلای شي او هغه طنز دی. د بل د خبرو تقلید ممکن طنز وزېږوي. څرنګه چې د بنګي غاړې په نهم فصل کې (چې باړه ماما خبرې پکې کوي) د راولي لحن د طنز مالګه لري نو په دې حساب د باړه ماما د خبرو د رااخیستلو لپاره د دغه طرز انتخاب د متن له عام لحن سره سمون خوري.
له بلې خوا د « ډیوې بلېږي ډیوې سوځېږي» په نوم کیسه کې (چې لږ مخکې یې تاسې اقتباس شوې برخه ولوسته) د خبرو کټ مټ را اخیستل ځکه مناسب ښکاري چې هغه خبرې مهمې وې. دغه کیسه د یوه تنګلاسي سړي په باب ده چې غواړي خپل دوست ته ورشي او مرسته ځنې وغواړي. دوست یې اوس ښې ډېرې پیسې پیدا کړې دي. تنګلاسی سړی له ځان سره وایي چې د دوست ثروت خو به د هغه په فکر او محبت کې فرق نه وي راوستی؟ دا خبرې چې د ده په زړه کې تېرېږي، مهمې او جدي دي. د تنګلاسي سړي ورځ بده ده او چې د خپل مشکل په باب فکر کوي، فکر یې طبعا د یوې جدي موضوع په باره کې دی، د طنز ګنجایش پکې نشته. مونږ په دې کیسه کې د راوي په لحن او د کیسې په پیغام Theme کې هم د طنز نخښه نه وینو. په کیسه کې وروسته معلومېږي چې ثروت د هغه دوست بدل کړی دی، اوس د پخوا غوندې نه دی. د دې کیسې دردوونکی پیغام د هغې په نوم کې هم له ورایه ځلېږي: « ډیوې بلېږي، ډیوې سوځېږي» نو په داسې حال کې به راوي د څه لپاره د تنګلاسي سړي خبره په طنزیه انداز را اخیسته؟
د دې څرګندونو مطلب دا نه دی چې ناکټ مټ خبرې خامخا غیرجدي وي او د طنز مالګه لري. مطلب دا دی چې د کامیابې کیسې لیکوال که یوه خبره په کوم ډول را اخلي ، خامخا به ورته دلایل لري. دا هسې چوټ انداز حساب نه دی.
زموږ اکثره کیسه لیکوال کیسه ییزو مکالمو او خبرو ته برسېرن ګوري حال دا چې دا توکی ډېر اهمیت لري او ښه دقت غواړي.
پروفیسر جی. بي هربل او پروفیسر جان. او. بیټي په خپل ګډ تالیف (An Introduction to the Drama) کې د ډرامې لپاره د مکالمې ( Dialogue) وړتیاوې داسې په ګوته کړې دي: (یو) د ډرامایي عمل له پرمخ بېولو او توضیح کولو سره مرسته، (دوه) نندارچیانو ته د هغو معلوماتو ورکول چې دوی ته له بلې لارې نه دي رسېدلي، (درې) د نندارچیانو د احساساتو پارول، (څلور) د کرکټرونو د خوی خصلت ښودل، (پنځه) او بالاخره که مکالمه ښکلې کېدای شي نو په دې توګه یو ډول ښکلا رامنځ ته کول.» (۳)
مکالمه په کیسه کې هم دغه وړتیاوې لرلای شي خو فرق یې دا دی چې دلته مکالمه د لوستونکو د احساساتو په پارونه کې هغومره اهمیت نه لري لکه په ډرامه کې یې چې لري. له بلې خوا د مکالمې د ښکلې کولو او له دې لارې د یو ډول ښکلا د رامنځ ته کولو چانس تر معاصرې ډرامې په کیسه کې ډېر دی. البته، د کیسه ییزو مکالمو وړتیاوې باید دا خامه تمه را پیدا نه کړي چې که په کیسه کې مکالمه راوړو نو خامخا به مو ګټه کړې وي.
د ګري پرووست دا جملې هر هغه چا ته چې کیسه ییزې مکالمې لیکي، د سرو زرو ارزښت لري:« کله چې د (جوزوف خپل مور و پلار ته ور وپیژندلم) غوندې ساده جمله تر خبرو اترو غوره وي؛ چې د کیسې د بیان نورې طریقې تر خبرو اترو اغیزمنې وي؛ چې خبرې اترې د کرکټر باطن راڅرګند نه کړای شي؛ چې مکالمه د کیسې په پرمخ بېولو کې مرسته ونه کړي او بالاخره دا چې د مکالمې د دواړو غاړو خبرې له یو بل سره ټکر ونه لري ، نود خبرو او مکالمو له خیره تېرېدل پکار دي.» (۴)
د پښتو کیسې خپلو ستونزو او پرابلمونو ته په پام سره دلته د پښتو د کیسه ییزو مکالمو اصلي نیمګړتیاوې په شپږو برخو کې د دغو شپږو پوښتنو د کولو له لارې جاجوو:
۱- ایا کرکټرونه د مکالمې په وخت او ځای کې هماغسې خبرې کولای شي چې لیکوال ورته لیکلي دي؟
۲- ایا کرکټرونه د هغو خبرو کول لازم ګڼي چې لیکوال یې د دوی لپاره لیکي او که لیکوال هسې د هغو په نوم خپلې خبرې لوستونکي ته رسوي؟
۳- ایا د مکالمې د هرې غاړې د هر ځل خبره دا خاصیت لري چې لوستونکی د هغو په باب د بل لوري د نظر او عکس العمل معلومېدو ته وهڅوي؟
۴- ایا د هر کرکټر مکالمه دا قدرت لري چې د کیسې د بل کرکټر له خبرو بېله راښکاره شي؟
۵- ایا مکالمې له اضافاتو پاکې او د کیسې د حوصلې او مقصد مطابق لنډې شوې دي؟
۶- د مکالمو لپاره د مناسبې ژبې نخښې کومې دي؟
د لومړۍ پوښتنې د ځواب په اړه زموږ د ادب د لویې خدمتګارې مېرمن زیتون بانو د یوې کیسې (لاس) لومړۍ مکالمه او د کیسې له پیله تر لومړۍ مکالمې پورې د کیسې ټول متن راوړو او بیا ورباندې وغږېږو:
« هغه نرسه وه. ډېره ښه او همدرده نرسه چې د هغې دې چابکدستي او مستعدۍ ته به دې کتل نو بنده به ویل چې بس دا نرسنګ جوړ د دې د ژوند اصلي مقصد و او د خپل مقصد په حاصلولو هغه دومره خوشحاله وه چې خپل ټول ارام او ژوند یې هډو دې کار ته وربخښلی و. د هغې د کار نه سټاف څه چې ټول مریضان هم ډېر خوشحاله وو. د هغې کار سره ډېره زیاته مینه وه. دومره مینه چې اکثر به د چوټي په ورځ هغې د چا نرسې سره ډېوټي بدله کړه او کار به یې کولو. چرته خال خال به داسې ورځ کال کې راتله چې هغه به په ډېوټي نه وه ولاړه. دې نه علاوه د هغې اخلاق دومره بلند وو چې اکثرو ډاکترانو به د هغې اخلاق نورو طالب علمانو نرسانو ته د مثال په طور پېش کول. هغه څه ښکلې نه وه خو د هغې حلیم طبیعت دومره ډېر ښکلی و چې په هغې هر څوک میین وو. هرې یوې نرسې ته به هغې د دوستې په نظر کاته او هرې نرسې به دا کوښښ کاوه چې د هغې سهېلۍ شي خو د هغې اصلي سهېلۍ شمعه وه کومه چې په هغې ورکه میینه وه. دوی دواړه به په یوه کمره کې اوسېدې. یو ځای یې د نرسنګ تربیت حاصل کړی و او اوس دواړه سټاف نرسانې وې. د خپلې بې وسۍ باوجود هم میمونې ځان یوازې نه ګڼلو او هغه خوشحاله وه چې شمعه د هغې سهیلۍ ده او کله نا کله به د هغې څه نا څه کار کوم به چې د هغې د وس نه بهر و د شمعې په وجه پوره کېدو. شمعې به اکثره خپلې چوټیانې د میمونې د کبله هم په هاسټل کې تېرولې کوم کې چې نرسانو استوګنه کوله. شمعې خو به اکثره دا کوشش کولو چې میمونه چوټیانو کې خپل کور ته بوځي خو میمونې کله هم د هغې دا خبره نه وه منلې. د میمونې دا پنځم کال و چې دلته راغلې وه خو په دومره موده کې هغې کله هم د هاسټل نه بهر قدم نه و ایښی. د هغې دا اوچت کردار په خلقو دومره رعب اچولی و چې چا ترینه کله هم د دې وجه نه وه پوښتلې او که چا به کوشش هم وکړو نو هغې به خبره هاخوا دیخوا کړه. هم دغه وجه وه چې هغې به په وس سره په فضول ګپ شپ کې حصه نه اخیسته. خو شمعه اخر د هغې نږدې سهیلۍ وه ، هغې نه دومره صبر ونه شو او اخر یې ترې نه یوه ورځ پوښتنه وکړه:
- میمونې که خفه کېږې نه نو نن درنه یو تپوس کوم. امېد دی چې ته به ما مایوسه کوې نه. زما دا مطلب نه دی چې تا ته دې څه تکلیف در ورسي خو کېدای شي چې څه داسې خبره وي چې هغه چا ته د دې د پاره ویل نه غواړې چې هغه … خیر. زه تا ته دا یقین درکوم چې که څه راز وي نو زه به یې ځان سره لحد ته وړم او هیڅوک به رانه خبرېږي نه. خو دومره راته ووایه چې ستا دا پنځم کال روان دی او په دې دومره موده کې هیچرته هم چرې تللی نه یې، نه درله چرې څوک راغلي دي. نو زه دا پوښتنه کولی شم چې د دې وجه څه ده؟
- وجه خو یې ما ته هم شاید معلومه وي یا نه وي.
میمونې بیا د خبرې خوړولو کوښښ وکړو.
- میمونې! که ستا په ما یقین نه وي نو زه درته قسم خورم. ته زما په دوستۍ اعتبار وکړه. دوستان په ډېرو سختو کې په کار راتلی شي او تا د پاره خو به زه خپل سر هم قربان کړم. ما نه خبره مه پټوه.
- شمعې ، داسې څه خبره کېدای شي چې زه یې تا نه پټوم؟
- ښه دومره راته ووایه چې ته د کوم ځای نه راغلې یې؟
- دا مانه هېر دي چې زه د کوم ځای نه راغلې یم.
- ستا مور شته؟
- نه.
- پلار دې شته؟
- او، خو …. نه.
- څه مطلب؟
- مطلب دا چې هغه اوس زما پلار نه دی. هغه د نورو بچو پلار دی.
- بل واده یې کړی دی؟
- هو
- ستا وروڼه خویندې هم شته؟
- بله خور مې نه وه، یو زه وم، یو مې ورور و.
- ورور دې څه شو؟
- د هغه نه هم نه یمه خبره. زمونږ مېره مور ډېره سخته وه. ما خو ورسره د بې شرمۍ عمر تېرولو خو ورور مې ډېره موده وشوه چې چرته یې ځان غایب کړو. اوسه پورې یې څه پته نه ده لګېدلې او که لګېدلې وي نو هم ترې زه خبره نه یمه.
- ته به هم د مېرې مور د لاسه تنګه شوې وې نو ځکه دې نرسنګ اختیار کړو؟
- نه، د مېرې مور خو نه، حقیقت دا نه دی. زه د ډېرو سختو آموخته یمه. ما هغې سره عمر تېرولی شو خو زه، زه، زه شمعې پرېږده، مه مې زخمونه څېړه. ته زما نیک خواه او خواخوږې یې. ته مې په زخمونو مالګې مه دوړوه. زما هیڅوک نشته. زه خدای پاک صرف د نرسنګ د پاره پیدا کړې یم. که په خپلو فرایضو کې کوم چې په ما د یوې نرسې په حیثیت عاید کېږي، رانه چرته کوتاهي وشوه نو د دې وجه رانه وپوښته، دا مه وایه چې …» ( ۵ )
دا خبرې داسې نه دي چې د شمعې یا میمومې په خوله دې شوې وي. دا خبرې هغوی نه شوای کولی. ولې؟ ځکه چې شمعه له ډېر وخته راهیسې د هغې نږدې ملګرې وه. دومره نږدې چې «شمعې به اکثر خپلې چوټیانې د میمونې د کبله په هاسټل کې تېرولې.» دوی دواړه به همېشه یو ځاې وې. شمعه په هغې ورکه لېونۍ وه او میمونې به د هغې په وجه تنهایي نه احساسوله. نو ایا شمعې د هغې په باب د ابتدایي معلوماتو د حصول لپاره پنځه کاله صبر کاوه؟ ایا یو څوک (په تېره بیا ښځه) له داسې چا سره په کلونو دومره نږدې دوستي ساتلی شي چې د ژوند په باره کې یې ډېر ابتدایي معلومات نه لري؟ شمعې تر اوسه پورې دا تپوس هم ترې نه و کړی چې مور وپلار لرې او که نه؟ ښځې چې یو بل وپیژني او پېژندل څه چې له یوه بس تمځایه تر بل پورې په یوه چوکۍ ناستې وي نو هم غالبا له یو بله د کور او کورنۍ په باب پوښتنې کوي. که دا ومنو چې د میمونې د رعب په وجه او یا څه داسې بل علت شمعې هغه پوښتلی نه شوای نو بیا خو سوال پیدا کېږي چې اوس څه چل وشو چې شمعې دا جرات پیدا کړ؟ همدا راز که میمونې پخوا دا رنګه پوښتنو ته ځواب نه ورکاوه، اوس یې ولې ورکوي؟ میمونه خو ډېره هوډیالۍ او په خپله فیصله ولاړه نجلۍ ده. دا دومره هوډیالۍ ده چې وروسته بیا خپل هغه لاس غوڅوي چې بې وفا اشنا ته یې لیکونه ورباندې لیکل. ایا داسې یو څوک د بل چا په معمولي خواهش هغه خبرې کوي چې په کلونو کلونو یې پټې ساتلې دي؟ میمونې ته خو اسانه او مناسبه لاره دا وه چې شمعې ته یې ویلي وای چې: « معافي غواړم زما نه زما د ذاتي ژوند په هکله تپوسونه مه کوه.» له بلې خوا که چرته د یو علت له مخې (چې لوستونکی ته نه دی معلوم او لیکوال ته پکار وو چې لوستونکی یې ځنې خبر کړی وای) میمونې اوس دا مناسبه ګڼلې ده چې خپلې ځينې پټې خبرې شمعې ته څرګندې کړي نو بیا د هغې داسې خبرو ته څه حاجت دی: « دا ما نه هېر دي چې زه د کوم ځای نه راغلې یم.» دا خبره خو د هغه چا کېدای شي چې غواړي مخاطب ورنه نورې پوښتنې ونه کړي.
لنډه دا چې په دې کیسه کې دا خبرې نه میمونه کولای شي، نه شمعه او په همدې وجه کامیابې نه دي.
د ډرامې د فن یو عالم کینت ترپ رو Kenneth Thorpe Rowe په خپل کتاب (Write That Play )کې لیکي:«زما یوې شاګردې چې د مکالمه لیکنې ډېر عالي استعداد یې په برخه و په یوه جونګړه کې د جنوب د خوارانو د ژوند په موضوع باندې یوه فوک ډرامه (۶) ولیکله. دا له نوموړې سیمې ښه خبره وه. په ډرامه کې یې یوه بوډۍ وه. یو ځای ما وړاندیز وکړ چې بوډۍ باید یوه بله خبره هم وکړي. لیکواله کښېناسته او شېبه نیمه یې چت ته وکتل، بیا یې ماته سترګې راواړولې، سر یې وخوځاوه، ویې ویل: «د بوډۍ له خولې مې هیڅ وانه ورېدل. ما په خپله خبره ټینګار وکړ، ورته ومې ویل چې دلته یو شی کم دی. بوډۍ به دلته څه کول؟ لیکوالې نیمګړتیا ومنله، بیا یې پاس وکتل او شېبه نیمه پس یې په اطمینان سره راوکتل، ویې ویل: « بوډۍ ګاځره خرپوي.» (۷) مطلب دا چې لیکوال باید کرکټرونه سترګو ته ودروي او له ځانه وپوښتي چې دغه کسان له دغو ځانګړنو سره په دغه وخت او ځای کې څه وایي او څه کوي؟
زمونږ د کیسو په یوه بله مکالمه کې یوه مور زوی ته وایي: «پلار به دې هر وخت راته ویل: صبر کوه خیرغواړه چې ژوند وي هر څه کېږي. خو زه ډېره وارخطا وم. زړه مې نه صبرېده. ښځې خو وي داسې. دومره خو به تا ته هم یاد وي چې د څلورو کالو به وې چې خدای پاک دې تره ته لور ورکړه. همدغه نازو، کله یې رانه منع کوله، ستا په نامه مو کړه. څه خبر وو چې خدای پاک به څه راپېښوي. هغه غریبه هم په بمباریو کې له مور پلار دواړو څخه خلاصه شوه. د اسرې ځای یې ورک شو. وایې نه وري چې بیا به ځان په ژړا مړ کړي او ستا پلار خو لا پخوا ارماني ګور ته تللی و. خبره رانه اوږده شوه.» (۸)
د مور خبره تر دې هم اوږده ده . دلته صرف هغه برخه را واخیستل شوه چې له دې پوښتنې سره اړه لري چې ایا کرکټرونه د هغو خبرو کول لازم ګڼي چې لیکوال ورته لیکلي دي او که لیکوال د هغو په نوم خپلې خبرې لوستونکي ته کوي؟ ځواب څرګند دی. په دې خبرو کې اکثره جملې داسې دي چې مور یې د ویلو ضرورت نه احساسوي او دا لیکوال دی چې د هغې په نوم خپلې خبرې راته کوي. لیکوال غوښتي دي چې د دې کورنۍ له ځینو مسایلو لوستونکي خبر کړٍي، کنه نو د دې زوی خو باید پخوا لا په دې خبرو خبر وای. په حقیقت کې لیکوال لوستونکی په غوږ وهي مګر نوم یې ورته ایښی دی چې مور، زوی ته خبرې کوي.
د خبرو اترو له لارې د معلوماتو لېږدول نازک کار دی او دا خطر پکې شته چې مکالمه مصنوعي کړي. که دا مشکل پیدا هم نه شي، له دې لارې د معلوماتو لېږدول ممکن مکالمه بې ډوله، اوږده او بې مزې کړي. معلومات هم پخپله او هم د هغه عکس العمل په وجه چې معمولا یو مخاطب یې د نوې خبرې په اورېدو سره څرګندوي، د مکالمې د اوږدېدو سبب ګرځي.
که یو ملګری بل ته ووایي چې موټر مې چپه شو. دا بل ممکن په دې اړه ډېرې پوښتنې وکړي. دا طبیعي عکس العمل دی. که څه هم لیکوال مجبور دی چې تر واقعي خبرو اترو ډېرې مختصرې مکالمې ولیکي مګر بیا هم پکار ده چې د واقعي خبرو ګومان ورباندې وشي. معمولا داسې نه شی کېدای چې یو سړی خپل ملګري ته ووایي: ورور مې له کابله راغی او هغه ورته ووایي: نور!
اوس به د مکالمې په باب دریمه پوښتنه وکړو: ایا د مکالمې خبرې له یو بله د زېږدېدو خاصیت لري؟ ایا د هر یوه خبره د بل د غږولو توان لري؟ ایا د یوه لوري خبره د بل لوري د پارولو سبب کېږي؟
زموږ د یوې کیسې دا مکالمه ولولئ: «یره (یاره) ګل بازه وروره څه به دې سر خوږوم، آس ډېر ښه شی وي په اوښیاري (هوښیاري) کې خو اول نومره دی که رشتیا راباندې وایې د هیڅ شي کمی یې نه شته خو یوازې دومره ده چې خبرې نه شي کولای، ښه….
- ښه وپا ( وفا) داره هم وي، وایي په کتابونو کې راغلي چې آس د خپل څښتن سره لویې مرستې کړې دي . ان تر دې چې له کوم خطر نه د خپل څښتن د خلاصي په خاطر یې ځان مرګ ته ورکړی دی او…
- ټیک خبره دې وکړه، شابشکې (شاباس) ما هم همداسې ویل ، هو! .. هو! خود نو، آ ده په سترګو یې ګورو، کتابونه خو غلط شی نه را اخلي ، آس خو آس وي نو.. توبه! توبه! د خدای نه جار شم څه مخلوک (مخلوق ) یې پیدا کړی!…
- ته ګوره! په خپله ایوان (حیوان) وپا (وفا) یې د انسان… ( ۹)
دغه ټیپ مکالمې د کیسې د فن په لحاظ کامیابې نه دي. دلته د یوه لوري خبرې د بل لوري د خبرې د اورېدو تنده نه راپیدا کوي. د دواړو لوریو په نظر کې توپیر او ټکر نشته. د دې مکالمې کیسه چې (د تاجي آس) نومېږي، له آسانو سره د مینې او دلچسپي په موضوع لیکل شوې ده. دا کیسه د موضوع له نظره پخپل نوعیت کې تازه والی لري خو څرنګه چې له سره تر پایه د داسې مکالمې په بڼه وړاندې کېږي چې تضاد ورکې نشته نو په نتیجه کې لیکنه له تلوسې Suspense څخه بې برخې شوې ده او حرکت او نورېدنه (۱۰) پکې نه وینو. یوه کیسه که تلوسه ونه زېږوي بیا هم کیسه ده خو که نورېدنه پکې نه وي، کیسه ورڅخه نه جوړېږي. د دې کیسې په سرکېنۍ برخه کې چې ومولوسته، لولو چې ګل باز او یو بل سړی دواړه له آسونو سره مینه لري. دغه مینه چې د کیسې اصلي موضوع ده تر پایه په خپل حال پاتېږي او په دې ډول د کیسې په لومړني حالت (Situation) کې تغییر نه راځي. تغییر ځکه نه راځي چې دواړه غاړې د یو بل خبرې تاییدوي.
کله نا کله په کامیابو کیسو، فلمونو او ډرامو کې وینو چې د مکالمې لوري د یو بل د خبرو پخلی کوي او د یو بل خبرې بشپړوي. دا رنګه مکالمه د فلم، کیسې یا ډرامې اصلي توکی نه وي او معمولا د دې لپاره راوړل کېږی چې د یوه بل شي په مقابل کې د دوو یا ډېرو کسانو همفکري او یو موټی والی وښیي.(د نوي کور نوي ژوند په ډرامو کې یې مثالونه شته.) همدا وروستی ډول مکالمه هم چې اوږده شي زړه تنګوي. په اوږدو کیسو، ډرامو یا فلمونو کې د ګڼو کردارونو د کرکټرکښنې(Characterization) امکان ډېر وي. په دا رنګه آثارو کې ان په تاییدوونکو او بشپړوونکو مکالمو کې هم معمولا د کرکټرونو د ځانګړونو د توپیر په دلیل د هغوی په خبرو کې محدود تصادم او ټکر(Conflict) ښودل کېږي، څو په دې ډول د لوستونکي یا لیدونکي دلچسپي وساتل شي. په لنډه کیسه کې چې د ګڼو کسانو او کله نا کله ان د یوه کس د لازمې کرکټرکښنې امکان نشته نو اوږده مکالمه، که د دواړو غاړو د خبرو تر منځ یې تضاد نه وي او یا څه داسې بل کیفیت ونه لري چې د یوه خبره د بل د خبرې د اورېدو تلوسه راپیدا کړي، د ټولې کیسې د ناکامۍ سبب کېږي.
دا لاندې مکالمه یوه مناسبه کیسه ییزه مکالمه بللای شو:
- اجمل دې لیدلی؟
- لیدلی خو مې دی.
- څه یې ویل ؟
- بس اجمل دی نو.
- ته خو ووایه، څه یې ویل؟
- اوس څه به یې ویلي وي، څه یې کوې؟
- زه یې پیژنم بیا به یې زما غیب کاوه.
- پرېږده یې ، هرڅوک پوه شه خپل ګور و ګردن یې، دا یې ستا غیبت کړی، ستا څه کم شول؟ خو ګناه به دې تویه شوې وي.»
په دې مکالمه کې اته ځله خبرې شوې دي. اول سړی اجمل ته بدبینه دی. دویم سړی د دې بدبینۍ ډېرېدل غواړي خو ورسره هڅه کوي چې نیت یې ښکاره نه شي. دلته هر ځل خبره یا سوالیه انداز لري یا نیمګړې وي، نوره توضیح غواړي او یا په څه بله طریقه د مخاطب د پارولو او غږولو تومنه پکې شته. که د اول سړي په ځواب کې دویم سړي ویلي وای:«هو، اجمل مې لیدلی دی.» نو معنا به یې دا وه چې دویم سړي د لومړي کس د عکس العمل د ښکارېدو هڅه نه ده کړې. خو دلته دویم سړی وایي، «لیدلی خو مې دی.» له ( خو) څخه د ده منظور دا دی چې ده نه یوازې اجمل لیدلی بلکې څه بل خبر هم لري. دی دلته د (خو) او د جملې د دغه طرز په ذریعه د مقابل لوري غبرګون پاروي. مثلا: اجمل خو مې لیدلی مګر له دې پوښتنې ستا منظور څه و؟ اویا :«اجمل مې لیدلی خو په تا پسې یې بد ویل.» د ( بس) کلمه دلته تر ډېره حده د « بس یې کړه، سر مه په خوږوه، پرې یې ږده.» او داسې نورو جملو نمایندګي کوي چې د یوه منفي کار به مقابل کې د تسل ورکولو په وخت ویل کېږي. دغه راز په (بس) باندې د پیل شوې خبرې په پای کې (نو) د یوې ناویلې خبرې د کولو علامه ده. ( نو) یو اړیکویکی دی چې معمولا جملې سره وصلوي. د ذکر شوې خبرې په پای کې (نو) دا معنا لري چې یوه بله جمله ناویلې پاتې ده.
منظور دا چې په کامیابه مکالمه کې د مخاطب د ذهن د پارولو او د هغه د عکس العمل د ښودلو امکان زیات وي.
کله نا کله هغه خبرې چې نه ویل کېږي په مقابل لوري ډېر اثر کوي او د لوستونکي تلوسه زیاتوي. د نصیر احمد احمدي یوه کیسه چې (شنه سترګه) نومېږي، داسې پیلېږي: «انځرګل په خواره خوله راته وویل: له ما څخه دې بد راځي.» ما وخندل: «نه، هیڅکله نه، دا ستا فکر دی.»
خو ما دروغ ویل، انځرګل مې نه خوښېده. هيڅ تاوان یې هم نه و رارسولی. دا د انسان خاصیت دی، کله کله به یې په هیڅ خبره یو څوک نه خوښېږي او یا به یې داسې کس په زړه کې ناست وي چې کوم ښه به یې نه وي ترې لیدلي. په دې هیله چې خبره بلې خوا ته کږه کړم، ورو مې وویل: تږی یم.» (۱۱)
کله چې په مکالمه کې د ټکر ضرورت یادوو، منظور مو یوازې مستقیم ټکر نه وي. که یو څوک په قهر غږېږي او بل نرم ځواب ورکوي، دا هم یو ډول ټکر دی.
د ښې مکالمې په باره کې بل سوال دا دی چې ایا د هر کرکټر خبرې د سبک، سویې او روحیې په لحاظ د بل کرکټر له خبرو یو څه بېلې دي؟ زموږ وینا زموږ د شخصیت هینداره ده او د هر چا شخصیت له بله بېل دی. زموږ ګڼو کیسه لیکوالو د خپلو کیسو په مکالمو کې دې اصل ته چندان پام نه دی کړی. ایا زموږ د کیسو د کرکټرونو نوم که پټ وساتل شي، خبرې یې بیا هم سره بېلولای شو؟ په واقعي ژوند کې خو ان د دوو وروڼو د خبرو په سبک کې توپیر وي.
اوس به راشو د ښې مکالمې په یو بل اصل به وغږېږو او هغه دا چې ښه مکالمه له اضافي خبرو پاکه وي. له اضافي خبرو مطلب هغه جملې او کلمې دي چې نشتوالی یې په کیسه کې څه خلا نه پیدا کوي. داسې کلمې او جملې نه یوازې په مکالمه بلکې د کیسې په نورو برخو کې هم ښې نه دي خو لکه څنګه چې د ناول په نسبت لنډه کیسه له اضافي جملو ډېره تاواني کېږي دغسې د یوې کیسې تر اکثرو برخو مکالمه له اضافاتو ډېر زیان لیدلی شي. دلته به د کیسه ییزو اضافو شپږو ډولونو ته اشاره وکړو چې په پښتو کیسو کې یې مثالونه لږ نه دي:
۱- تاسې د مېرمن زیتون بانو د (لاس) په کیسه کې ولوستل چې د میمونې په باب ځينې خبرې (لکه دا خبره چې میمونې په روغتون کې پنځه کاله تېر کړي دي.) هم په مکالمه کې راغلې او هم تر مکالمې دمخه ذکر شوې دي. دا معلومات صرف یو ځای کافي وو. په یوه کیسه کې او خصوصا لنډه کیسه کې که خاصه اړتیا نه وي د یوه مطلب د بیا یادولو ضرورت نشته.
په دې سلسله کې دوو نورو خبرو ته هم اشاره پکار ده. یو دا چې کله نا کله په ډېره ښه لنډه کیسه کې هم د یو مطلب، یوه انځور یا یوې کلمې بیا بیاراوړل وینو. دلته له تکرار او ټینګار څخه موخه معمولا یوه سیمبول او علامت ته اشاره وي. سیمبول تر عادي معنا په پراخې معنا دلالت کوي او بیا بیا راوړل یې سیمبولوالي ته د لوستونکي د پام اړولو ذریعه وي. بله دا چې که یوه موضوع هم په مکالمه کې راتلی شي او هم د کیسې په نوره برخه کې، لیکوال ته پکار دي چې لا مناسب ځای یې وپيژني او دا یاد ولري چې په کیسه کې معمولا د موضوعاتو د ځایولو لپاره د مکالمې لمن تر نورې برخې تنګه وي. په نوره برخه کې د لیکوال لاس یو څه ډېر ازاد وي.
۲- د میمومنې او شمعې د مکالمې په لومړیو جملو کې تاسې لولئ چې دوی دواړه د یو بل نومونه اخلي. زمونږ په ځینو کیسه ییزو خبرو اترو کې دا رنګه نوم اخیستل د مکالمې تر پایه پورې تکرارېږي. په دې کې شک نشته چې مونږ یو نیم وخت په واقعي خبرو اترو کې هم د یو بل نوم اخلو او اکثر پکې مقصد دا وي چې چې مخاطب د متکلم خبرو ته پام وکړي خو په کیسه ییزو خبرو کې که دا رنګه یو ضعیف احتمال په نظر کې ونه لرو (اوبهتره ده په نظر کې یې ونه لرو ځکه د کیسې یو اصل دا دی چې د مکالمې کرکټرونه یې معمولا د یو بل خبرو ته پوره پام کوي.) نور نو په کابو ټولو ځایونو کې دا ډول نوم اخیستنې ته ضرورت نشته. شاید دا شی له راډیویي ډرامو زمونږ کیسو ته راغلی وي. په راډیویي مکالمو کې ممکن د مکالمې لوري د یو بل نوم د دې لپاره واخلي چې اورېدونکی د مخاطب او متکلم په پيژندنه کې تېر نه وځي. په کیسو کې دغه ستونزه نشته.
۳- مونږ په رشتیاني ژوند کې یو بل ته ست و سلام کوو. دا زمونږ دود، کلتور او عادت دی او په ځینو ژانرونو لکه تلویزیوني ډرامه کې پوره پام ورته پکار دی، خو په کیسه کې ورته خاصه اړتیا نشته. څوک چې سلام اچوي یا د خپل کور په مخ کې بل ته وایي چې راځه چای وڅښه له دغو خبرو څه خاص مطلب نه لري. دا خبرې نه د ده د کرکټر نماینده ګي کوي، نه کوم بل مقصد څرګندوي. په همدې خاطر یې په کیسو کې راوړل غالبا زاید وي. په تلویزیوني ډرامه کې چې دوه کسه پیژندوی سره ویني، خامخا به یو بل ته سلام کوي خو کیسه مونږ ته نه راښکاري بلکې راوي یې راته تېروي. د لوستونکي او راوي تر منځ دا موافقه شوې ده چې اخیرالذکر به صرف د مطلب د خبرو اطلاع ورکوي. په یوه کامیابه کیسه ییزه مکالمه کې که د ست و سلام غوندې موضوعات راځي هغه به بې مطلبه نه وي. لکه د (د بنګي غاړه) په پنځم فصل کې یو ځل د کیسې د راوي پلار ته څو کسه سپاره درېږي. د کیسې د راوي پلار ورته وایي: «ستړي مه شئ! هغوی هماغسې غلي وو. چې ابا مې د کور لویې دروازې ته ورسېد، بیا یې ورته وویل، ستړي مه شئ، راکوز شئ چې حجرې ته لاړ شو. په سپرو کې یوه خپل وربوز خلاص کړ. لنډه کۍ ږیره یې وه او د آس د اواز نه یې ښکارېده چې د ډلې مشر دی. ویې ویل: مونږ راغلي یوو چې زمونږ سړی راوسپارئ. ابا مې په تعجب وویل: کوم سړی؟ څوک یادوئ؟ هغه وویل، منان یادوم ، زمونږ مدعي. پلار مې وویل: د منان په نامه څوک نه پېژنم. خو تاسې راکوز شئ، لږ دمه وکړئ او بیا به ما په خبره پوه کړئ. شین ږیري په زهر خند وویل: مونږ د ډېر لرې ځایه راغلي یوو، ان د قرغز نه. د ډېرو پوښتنو نه پس مو دا کور پیدا کړ. پل ستاسو د کور پورې را رسېدلی او بیا د شولو په پټي کې ورک شوی. پل د کلي نه بهر نه دی وتلی. زمونږ امنا په دې راغله چې سړی ستا په کور کې دی. بس هغه په لاس راکړه او د حجرې ست پرېږده.» ( ۱۲)
په پورتنو خبرو کې لیکوال ځکه د ست و سلام ذکر لازم ګڼلی چې دلته ست و سلام خاصه کیسه ییزه معنا لري. کوربه راغلیو سپرو ته د مېلمنو په سترګه ګوري خو هغوی ورباندې د ګناهګار د پټوونکي ګومان کوي. دا چې سپاره کسان د کور د خاوند ستړې مشې او د حجرې ست ته ځواب نه ورکوي، د هغوی پارېدلی حالت راښیي.
۴- زمونږ په ګڼو کیسه ییزو مکالمو کې د خبرو اترو د طبیعي ښودلو لپاره د محاورو، متلونو او د عادي غږېدا د داسې نورو ځانګړنو په استعمال کې افراط کېږي. دغه افراط هم په کیسه ییزو مکالمو باندې اضافي بوج باروي. (۱۳)
۵- د پښتو په ګڼو کیسه ییزو مکالمو کې یو بل ډول اضافه بار دا دی چې د مکالمو د جملو لپاره غیرضرروي قیدونه راوړل کېږي. مثلا په لاندې مکالمه کې: «یوه سپین ږيري په حیرانتیا وپوښت: ولې په څه وران دي زویه.» ( ۱۴) « سپین ږیري د تایید په ډول وویل: ته رشتیا وایې…»(۱۵)
دلته (په حیرانتیا) او (د تایید په ډول) ته خاصه اړتیا نه وه. د سپین ږیري له لومړۍ خبرې حیرانتیا او له دویمې خبرې یې د بل د خبرې تایید په خپله معلومېږي. دا مثال هم ولولئ: «او بیا یې مونږ ته د شکایت په دود وویل: خیرخیریت دی! نه خبرې ، نه روغبړ، بس ګونګی غوندې له ځان سره پټ پټ پښېږې، په چورتونو کې به ډوب یې، اخر څه خبره ده.؟ مونږ خو دې څه دښمنان نه یوو، حال راته ووایه!» (۱۶) دلته هم د مور خبرې د هغې شکایت څرګندوي او اضافي قید یعنې ( د شکایت په دود) که نه وای، لا به ښه وو.
د زیتون بانو د (لاس) کیسې په مکالمه کې د میمونې له دې خبرې وروسته چې په دې نه پوهېږي چې ولې هاسټل ته ورته څوک نه راځي، لیکواله لیکي:« میمونې بیا د خبرې خوړولو کوښښ وکړو.» دې توضیحي جملې ته ځکه اړتیا نه وه چې لوستونکی د میمونې له خبرو هم همدا معنا اخلي.
البته، دغسې توضیحي جملې او قیدونه له یو مخې غیر ضروري نه دي. ځينې یې ضرور وي او په ځینو یې د اضافه ټاپه نه شو لګولی. مثلا دا قید اضافي نه دی:« بل کس له لرې راچیغه کړه: او بله خبره نو څه ده؟ » (۱۷)
یوه ورځ په پېښور کې یوه مشهور ډرامه لیکونکي ویل چې دا رنګ قیدونه، د ډرامو او افسانو د مکالمو تر منځ توپیر راولي خو دا خبره سمه نه ده. په ډرامه کې هم که د مکالمې جملې دغسې قیدونو ته اړتیا ولري، لیکوال یې ورته لیکي. تاسې د ارنسټ همېنګوې کیسې وګورئ چې مکالمې پکې ډېرې زیاتې دي مګر دا رنګه قیدونه پکې په وړو کې د مالګې حیثیت لري.
کله چې دغه قیدونه اضافي هم نه وي، غوره ده چې ځای یې فعل ته ورکړو. مثلا د دې په ځای چې ولیکو: «مدیر په قهر وویل: هیڅکله.» دا بهتره ده:« مدیر یې عریضه ورڅیره کړه، ویې ویل: هیڅکله.»
په لاندې دوو مثالونو کې هم دویم مثال بهتره دی:
« رییس په کبر ورته وویل: څه کار دې دی؟ »
« رییس بې له دې چې له تلویزیوني ډرامې سترګې را اوچتې کړي، ورته وویل: څه کار دې دی؟»
۶- زمونږ په ځینو کیسه ییزو مکالمو کې یو بل ډول اضافه د اروپایي مکالمو د تقلید په وجه پیدا شوې ده. د اروپایانو په خبرو کې زمونږ تر هغو تعارفات زیات دي. که څه هم زمونږ په ژبه کې تعارف ورځ په ورځ زیاتېږي؛ مثلا « خواهش کوم» په پښتو کې د ورستیو کلونو پیداوار دی. خو دغسې تعارفات که د نورو ژبو تر اغیز لاندې ډېر وکاروو، په کیسې او رښتیاغوندیتوب(Verisimilitude) باندې بوج کېږي.
د کیسه ییزو خبرو اترو لپاره د مناسبې ژبې نخښې نښانې کومې دي؟ کیسه ییزې مکالمې له لویه سره یا په معیاري ژبه لیکل کېږي یا ژوندیو خبرو ته ورته وي. د اکثرو خبرو غوښتنه دا ده چې مکالمې یې باید واقعي خبرو ته نږدې وي، خو واقعي خبرې اترې او کیسه ییزې مکالمې غټ توپیرونه هم لري. مثلا:
۱- په خبرو کې ډېر څه په داسې ذریعو بیانوو چې په لیکنۍ ژبه کې ورته نخښې نه لرو. (لکه په اشارو، تاکیدونو…)
۲- په واقعي خبرو کې مونږ تر کیسه ییزو مکالمو خورا مفصل غږېږو خو « ناول لیکونکی ان هغه وخت هم د مکالمو په راوړلو کې امساک کوي چې مقصد یې په لوستونکي باندې د زړه تنګوونکې پرګپي او اوږدې غږېدا احساسول وي.» ( ۱۸)
۳- د کیسو خبرې اترې تر وسه وسه مقصدي وي. دلته یوه بې مقصده کلمه هم بده لګېږي خو په واقعي خبرو کې ډېر ځله له موضوع وځو او خبرې مو ممکن خاص هدف ونه لري.
۴- په واقعي خبرو کې ګڼې کلمې هاغسې نه ویل کېږي لکه په لیک کې چې راځي. مثلا ورښت ته اکثره وخت ورښ وایو.
له دا رنګه توپیرونو سره سره قاعده دا ده چې د کیسې په مکالمو دې د واقعي خبرو تنده څه نا څه ماته شي.
رابرټ ایل هیلیرډ په خپل کتاب کې د ډرامو د مکالمو په باب لیکي:« دلته د نظر یو څه اختلاف شته چې د مکالمو ژبه دې ادبي وي او که دې واقعي خبرو اترو ته ورته وي. په هر حال، اصلي خبره دا ده چې د مکالمو ژبه دې د ډرامې د غوښتنې مطابق وي.» (۱۹) د دغه لیکوال خبره د کیسه ییزو مکالمو په اړه هم سمه ده. که په کیسه کې د کرکټر خبرې داسې وي چې په خپل وخت او ځای کې غیرواقعي او مصنوعي احساس نه شی نو طرز یې که هر ډول وي، سم دی.
د پښتو کیسې ګڼو لیکوالو رشتیانو خبرو ته د مکالمو د نږدې کولو هڅې کړې دي. دلته د دوی د هڅو ځینې اړخونه جاجوو:
۱- زمونږ یو شمېر لیکوال د واقعي مکالمې د رااحساسولو لپاره ځينې غیرپښتو کلمې بدلوي. مثلا د فکر او قلم په ځای به پکر و کلم لیکي. دا تجربه کامیابه نه ښکاري. مونږ کیسې په پټه خوله لولو او د غیرپښتو کلمو اواز هسې هم بدلوو. مونږ لیکو(اخلاص) خو وایو (اخلاس) . ځينې وخت لیکوال ځان مجبور ګڼي چې د دغسې بدل کړیو کلمو اصلي بڼه په لیندیو کې ولیکي او دا کار پخپله منفي اغیز لري. په لیندیو کې د کلمو د اصلي املا یا معنا رااخیستل، روایت له طبیعي مسیره باسي، د کیسې په ویلو کې خنډ پېښوي او لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې لیکوال په کیسه کې مداخله کړې ده.
۲- په ځینو کیسو کې وینو چې لیکوال د مکالمې د طبیعي ښودلو لپاره لهجې Dialect یا عامیانه ژبې Slang (۲۰) ته پناه وړې ده. په دې تجربه هم تکیه نه شو کولای. د لهجې او عامیانه ژبې ځینې ستونزې دا دي:
یو، د لهجې د کارولو لپاره د کلمو د املا بدلول پکار دي. د خوست په ځینو لهجو کې (توت) ته (تیت) وایي او په غزني کې ځینې خلک وایي: په چینک چي چی واچوه، یعنې په چاینک کې چای واچوه. دغه مثالونه راښیي چې د املا بدلول په مطلب باندې د پوهېدلو امکان کموي.
دوه، کله چې د کیسې یو کردار په خاصه لهجه غږېږي، معنا یې دا ده چې له خاصې قبیلې او سیمې سره تعلق لري. که د کرکټر له سیمې او قبیلې څخه د لوستونکي خبرېدل په کیسه کې څه خلا نه ډکوي او یا یې نه خبرېدل څه خلا نه پیدا کوي ، نو په دغسې وختونو کې لهجه ممکن د شپږمې ګوتې حیثیت ولري او تر ګټې یې تاوان زیات وي. تاوان ځکه پېښوي چې د لوستونکي پام داسې خوا ته اړوي چې له کیسې سره یې تعلق نشته.
درې، زمونږ ټولنه قبایلي ده. یو منفي کرکټر که په خاصه لهجه خبرې کوي، ممکن دغه انتخاب د قبیلې توهین وګڼل شي.
څلور، په لهجې باندې د لیکلو ستونزه هغه وخت لا جوتېږي چې د نورو ژبو کیسې راژباړو. په ژباړلیو مکالمو کې به له کومې لهجې کار اخلو او ولې؟ دا او داسې نورې پوښتنې مو دې نتیجې ته رسوي چې که خاص دلیل ونه لرو د کیسې او ناول د مکالمو په لیکلو کې باید لهجې ته پناه یو نه سو.
۳- د مکالمې د طبیعي ښودلو لپاره زمونږ ځينې لیکوال د متلونواو محاورو ډېر استعمال ته مخه کوي . د دې ذریعې یو مشکل دا دی چې متل او محاوره د بیت او لنډۍ غوندې مستقل وجود لري او استعمال یې ممکن د دې سبب شي چې د لوستونکي پام نورو خواوو ته واوړي. داسې خواوې چې له کیسې سره به یې تعلق نه وي . بله دا چې په واقعي ژوند کې ټول نه بلکې ځینې کسان متلونه او محاورې زیاتې استعمالوي. دا ضرور نه ده چې د کیسې کرکټر دې همدغسې یو څوک وي.
زموږ د کیسه ییزو مکالمو د ژبې اصلي عناصر باید کوم وي؟ هغه عناصر چې د هغو په مټ هم په مکالمو باندې د واقعي خبرو اترو ګومان وشي او هم د پوهېدا په برخه کې مشکل رامنځ ته نه کړي. په حقیقت کې سوال دا دی چې د کیسه ییزې مکالمې ژبې ته به معیارونه څنګه ټاکو؟
پوهاند عبدالحی حبیبي لیکي: « معیاري لیکنه هغه وخت ټاکل کېدای سي چې د پښتنو له ټولو لهجو څخه د اجتماعي او مدني اختلاط او ادبي ګډون او تفاعل په اثر کې یو معیار راووځي او دا هغه وخت ممکنه ده چې پښتانه له قبایلي ژونده ووځي او تګ راتګ دونې پکې ډېر سي چې ټولې لهجې او خصوصي تعبیرونه او اداوې او ګرامري خصایص سره ګډ سي او د بقای اصلح له قانونه سره برابر ناوړه ووځي او وړ پاته سي.» (۲۱)
د استاد له خبرو خو رامعلومېږي چې مونږ د نور نثر لپاره هم د معیار په ټاکلو کې ستونزې لرو نو کیسه ییزو مکالمو ته به معیار له کومه کوو؟ مکالمې خو هسې هم تر بل هر ډول نثر له ژوندۍ او ګړنۍ ژبې سره ډېرتعلق لري او د هغې له بېلابېل والي، خوځنده والي او ناتثبیت والي اغېزمنېږي.
په ژبه کې د معیار خاصیت دا وي چې د بېلو بېلو لهجو ویونکي ورته غاړه ږدي. معیار د کره کولو ذریعه وي او منلي حدود رامنځ ته کوي. په ادب او ادبي ژبه کې د معیارونو د ټاکنې یوه لویه ذریعه ادبي شهکارونه دي. مونږ په کیسه ییز ادب کې لا داسې آثار نه لرو چې د کلاسیک والي مقام ته ورسي.(۲۲) دغه واقعیت د کیسه ییزې مکالمې لپاره د مناسبې ژبې د نخښو ټاکل لاسخته کړي دي.
خو لکه څنګه چې د اجتماعي اختلاط او ادبي ګډون د طبیعي یون په نتیجه کې او دغه راز د لیکوالو او پوهانو د ارادي هڅو په برکت په پښتو نثر کې د معیاري لیکنې نخښې ورځ په ورځ ډېرې شوې دي، دغسې د کیسه ییزې مکالمې په اړه هم د ښو داستاني آثارو د لیکلو په څنګ کې نظري بحثونه او وړاندیزونه مونږ د کیسه ییزو مکالمو د معیار په باب توافق ته نږدې کولای شي. دلته هڅه کوو چې د پښتو کیسه ییزې مکالمې د ژبې لپاره ځینې مناسبې نخښې وړاندیز کړو. که د کیسې د فن په حساب د مکالمې ځانګړنو، د ژوندو خبرو اترو نفسیاتي او ارواپوهنیز اړخ، د ژبې د استعمال ځانګړنو او د پښتو او املا محدودیتونو، امکاناتو او روحیې ته ځیر شو، د پښتو کیسه ییزو مکالمو د ژبې په برخه کې ممکن ځينو آرونو ته ورسېږو یا ورنږدې شو. په دې اړه ځینې وړاندیزونه دا دي:
(۱) کیسه ییزه مکالمه او د هغې ژبه مستقل وجود نه لري . د مکالمې د موضوع په څېر د هغې د ژبې ټاکنه هم په دې پوښتنې پورې اړونده ده چې « څوک، له چا سره، په څه نیت، په څنګه حال کې » خبرې کوي؟ د ښاغلي انځور په لنډه کیسه ( ډېوې بلېږي، ډیوې سوځېږي) کې د کیسې راوي (چې د کیسې یو کردار هم دی) د خپل پخواني دوست، احسان الله، د خوی او سلوک د بدلېدو په باب له ځان سره فکر کوي، وایي: «… له دومره هستي سره که زه هم وای نو یو څه بدلېدم.» خو دی په خپله خبره بېرته پښېمانه کېږي او په ز ړه کې ورګرځي:« که زه وای؟ نه، نه، ولې ، اخر په څه او هغه هم د احسان الله په وړاندې؟» په دې کیسه کې راوي د احسان الله د پوهنتون د وختونو یار دی. راوي لوستی سړی دی او په همدې خاطر د (په وړاندې) ترکیب د هغه له خولې غیرطبیعي نه دی. مونږ پوهېږو چې عام خلک (ستا په وړاندې، زما په وړاندې) نه وایي او یا یې ډېر لږ خلک وایي، خو د تعلیم یافته قشر په خبرو کې دغه ترکیب دود دی ځکه خو دلته د (احسان الله په وړاندې) عبارت مصنوعي نه دی. دغه راز که یو آمر خپل مامور ته ووایي: « صاحب، تاسې څه فرمایل؟» مونږ ته غیرطبیعي ښکاري خو که دغه وخت د آمر ورځ بده وي او په مامور څه کار آسانېږي ، بیا نو پاسنۍ خبره غیرطبیعي نه ده.
(۲) په واقعي خبرو کې ځینې لنډوونې او اسانونې وینو. ځينې لنډونې او اسانونې په لهجې پورې تعلق لري، لکه یو شمېر خلک چې کابل ته کبل وایي، مګر ځينې لنډونې او اسانونې عامې دي، لکه:
یو، د لنډ تېر مهال Present Perfect Tense په جمله کې د خبرو په وخت (دی) ډېر ځله غورځي، لکه: اجمل دې لیدلی؟
دوه، ( هم) په ژوندو خبرو کې معمولا له ما قبلې کلمې سره یوځای کېږي او (ه) یې غورځي. لکه موږم( موږ هم). زما په ګومان که په کیسه ییزو مکالمو کې که د هم (ه) وغورځوو او له ماقبلې کلمې سره یې یو ځای کړو، دا به کېدونې او ګټوره چاره وي. شاید غوره دا وي چې (هم) یوازې د ټینګار په وخت په مکالمه کې پرېږدو.
درې، (یې) په ژوندو خبرو کې له ( څه)، ( نه)، ( مه) او ځینو نورو کلمو سره یو ځای کېږي. لکه څې ویل( څه یې ویل) . د ژوندو خبرو دا ځانګړنه هم د مکالمې ژبې ته داخلولی شو. رحمان بابا فرمایي:
اورنګ زېب هم یو فقیر و
چې ټوپۍ یې وه په سر
خو یې هومره فقیري وه
چې څې نه و میسر
څلور، (کوي) په خبرو کې معمولا (کیي) کېږي او ( راکړ، ورکړ، وکړ) په ګڼو لهجو کې په ( راکه، ورکه، وکه) اوړي. دغه اوړېدون د مکالمې د ژبې یوه نخښه بللای شو.
د ګړنۍ یا لیکنۍ ژبې ذکر شوي توپیرونه د پښتو په ګڼو لهجو کې شته او کېدای شي چې د کیسه ییزې مکالمې او د کیسې د نور نثر په بېلولو کې استفاده ورنه وشي.
۳- د جملو په اسمونو، صفتونو او قیدونو کې په دې خاطر تغییر راوستل چې لوستونکي ته د مکالمې احساس ورکړي، ممکن د ګټې کار نه وي. که دغه کار کېږي باید خاص دلایل ولري: مثلا د باړه ماما په خبرو کې مو ولوستل چې: دی نه ولي دی او نه بزرګ، یو ګنانګار بنده دی.» دلته د ګناهکار په ځای د ګنانګار لیکل خاص دلیل لري. خبره دا ده چې د کیسې راوي او باړه ماما ګناه ته په یوه سترګه نه ګوري. هغه څه ته چې باړه ماما ګناه وایي، د راوي په اند ممکن ګناه نه وي. ځکه خو راوي غوره بللې چې د باړه ماما ګنانګار، ګنانګار وبولي. (د راوي د دې سلیقې د ثبوت لپاره نورې نخښې هم شته. په دغه اثر کې راوي د کلیوالو فکرونو او عادتونو ته په انتقادي نظر ګوري. که راوي د کلیوالو د ژوند، عادتونو او اندونو په باب بېل نظر نه لرلای نو بیا ګنانګار لیکل څه هنر نه و.)
۴- په واقعي خبرو کې لازمه نه ده چې په جملو کې په کوم شي تاکید کېږي هغه دې په سر کې راوړل شي خو په لیکنۍ مکالمه کې غوره ده چې د تاکید کلمې په سر کې راوړو: «اجمل له کندزه پرون راغی.»، «پرون اجمل له کندزه راغی.»، « له کندزه اجمل پرون راغی.» که څوک وپوښتي چې اجمل له کوم ځایه پرون راغی، غوره دا ده چې کندز د جملې په سر کې راوړو.
۵- رشتیانۍ خبرې ډېرې باریکۍ لری چې که لیکوال ډاډه نه وي چې د لوستونکي به ورپام شي نو بهتره ده یا ورنه تېر شی او یا د خپلې کیسې او مکالمې د لازم توکي په توګه تکیه ورباندې ونه کړي. دلته له لازم توکي مراد هغه جز دی چې په نه پوهېدو سره یې د ټولې کیسې په پوهېدو کې مشکل پیدا کېږي.
د رشتیانو خبرو د باریکیو یو مثال: که له اجمله څوک وپوښتي چې نن سحر دې څوک ولیدل؟ اوس که د اجمل ذهن متمرکز وي ، ممکن سمدستي ځواب ورکړي چې: ایمل. خو که یې ذهن ټول نه وي یو څه وخت ورته پکار دی چې خبره وریاده شي. له بلې خوا دی ګومان کوي چې که غلی پاتې شي مخاطب به بیا پوښتنه وکړي. په همدې خاطر د ذهن د راټولولو او د مخاطب د غلي کولو لپاره ممکن داسې ځواب ورکړي: نن… سحر…مې… ایمل ولید.» ژوندۍ ژبه دا رنګه ډېرې باریکۍ لري چې لیکوال باید د لیکنۍ ژبې امکاناتو ته په پام سره په کیسه کې ځای ورکړي.
۶- که چېرې زمونږ لیکوالو د فعل په لیکلو کې او په تېره بیا د سربلونو او اوستر بلونو په لیکلو کې معیار ساتلی نو دا دوې ساحې هم د مکالمې د ژبې د انعکاس لپاره پکارېدلای شوی.( زموږ ځینې لیکوال[ راغلل] د راغله یا راغلو په بڼه لیکي او [شي] په سین لیکي. دغه راز د [ له] او د [د] په استعمال کې لازم دقت نه کېږي.)
۷- د کابل راډیو په ډرامو کې به د مور، پلار او لور لهجه یوه نه وه. مثلا پلار به کندهارۍ پښتو ویله، مور به مشرقي واله پښتو ویله او لور به وردګه وه. دا ناکامه تجربه که د یوه سړي په خبرو کې تکرار شي څومره به ناسمه وي! که لیکوال دخپلو مکالمو د ژبې لپاره په شعوري ډول د بېلو بېلو سیمو د محاورو، متلونو او عامیانه ژبې ټولولو ته مټې راونغاړي او د هرې سیمې پښتو له بلې بېله ونه ساتي نو بیا دا خطر شته چې مثلا د کندهار په پښتو کې د تعجب په معنا ( یو) د پېښور د لهجې له ( مړه) سره یو ځای کړي او د یوه کرکټر په خبرو کې یې راوړي.
زموږ د لیکوال په لیکنه کې د ده د خپلې لهجې اثرات هسې هم وي نو که د کیسې د مکالمې ژبه له هغې لهجې سره هماهنګه غوره شي چې دی ورباندې ګړېږي، دا کار به یې د نور نثر او مکالمو تر منځ له وحدت او انسجام سره هم مرسته وکړي. البته، له لیکل شوې مکالمې باید ټول هغه منفي خصوصیات وایستل شي چې لهجه یې د پوهېدا په برخه کې یا نورو برخو کې لري.
اوجین والټر په خپل کتاب (څنګه یوه ډرامه ولیکو.؟) کې د مکالمې په باب لیکوالو ته یوه مشوره ورکوي چې زما په خیال ګټوره ده. دی لیکي: «د مکالمې په لیکلو کې تاسې هغه څه مه لیکئ چې نور یې وایي، هغه څه لیکئ چې که تاسې د نورو په ځای وای نو دغسې خبرې به مو کولې.» (۲۳) دی د خپلې مشورې د توضیح کولو په وخت لیکي: «دا مشکله ده چې معلومه کړې چې پلاني کرکټر به په دغسې یا هغسې حالاتو کې څه ویل مګر دا تصور کولای شې چې که ته په هاغسې حالاتو کې وای څه به دې ویل.» (۲۴) وروسته بیا یو مثال ورکوي چې د جان سمیت له دوکانه د هغه نوکر غلا کړې ده ، اوس یې باسي. د دې مکالمې د لیکلو لپاره دوکاندار ته پکار دي چې د دوکاندار د خبرو په نوبت له ځان سره فکر وکړي چې که دی دوکاندار وای او نوکر یې غلا کړې وای نو څه به یې ورته ویل. همدا راز دوکاندار ته پکار ده چې د نوکر د خبرو په نوبت له ځان سره فکر وکړي چې که دی دغسې په غلا تورن وای دوکاندار ته به یې څه ویل. اوجین والټر وړاندې لیکي: «ته کولای شې د هغه چا د خبرو طرز او غاړه خپله کړې چې پیژنې یې یا دې یو وخت لیدلی اورېدلی وي خو شرط دا دی چې دا کار په شعوري ډول ونه کړې. که ته د مکالمې خبرې په اتومات ډول نه لیکې او بلکې یوازې یې د فکر او تعقل په زور لیکې نو بیا ممکن له ځانه وپوښتې: « کله چې د جان سمیت غوندې دوکاندار د غلا په تور خپل نوکر له کاره باسي، څه به ورته وایي؟ کله چې له ذهنه دغسې پوښتنه وکړې، پوه شه چې پاتې راغلی یې. ځکه تا خو کله نه دوکانداري کړې ده او نه دې کله د دوکان نوکر د غلا په تور له کاره ایستلی دی.» (۲۵)
د مکالمې لیکل د ذهن اتومات، خپلکاره او نیم شعوري فعالیت غواړي. مونږ چې د خبرو په وخت جملې جوړوو داسې نه وي چې هرې کلمې او جملې ته د بلې جملې او کلمې په څنګ کې ښه په فکر سره ځای ټاکو. البته، د بلد چاپېریال او بلدو خلکو کرکټرکښنه د کامیابۍ ډېر چانس لري. ماکسیم ګورکي په ښارونو کې ژوند کړی او د کارګرو له کرکټرونو ښه خبر و خو له بزګرو سره یې وخت نه وو تېر. د ده برعکس، تولستوي ډېر عمر له بزګرو سره تېر و، د هغوی له ژونده ، فکره او د خبرو له طرزه ښه خبر و. همدا وجه ده چې د ماکسیم ګورکي په کیسو یې نیوکه کړې ده چې: «ستا په کیسو کې بزګران ډېر هوښیار ښودل کېږي. بزګران په رښتیاني ژوند کې بې ځایه ګړېږي، ګډې وډې وایي، په خبرو یې څوک سم نه پوهېږي. د هغوی په خبرو کې لفظي خطاوې تل له هغې دلچسپي سره اخښلې وي چې دوی یې له غیر عادي ډول غږېدا سره لري. یو ښه بزګر هیڅوخت د خپل عقل پوخوالی نه څرګندوي. دی په دې کار کې خپله واره نه ویني. دی پوهېږي چې نور خلک ناپوه انسان ته په اسانه زړه ورګډوي او دا هغه شی دی چې د بزګر پکې ګټه ده.» (۲۶)
ښه کیسه او ښه مکالمه ښه کار غواړي. د همینګوې له قوله لیکل شوي دي چې د خپل ناول (له وسلې سره مخه ښه) وروستۍ پاڼه یې نهه دېرش ځله پاکنویس کړه.
ګرامر تر ډېره حده د کلمو او جملو د جوړښت قواعد راپیژني او په دې مو پوهوي چې په جمله کې دې کومه کلمه په کوم ځای کې وي. معنا پوهنه (Semantics) له کلمو او جملو سره د چاپېریال او واقعي دنیا د ښکارندو ( پدیدو) روابط څېړي او د ژبې پراګماټیکس Pragmatics د ژبې او د هغې د استعمالوونکو روابط مطالعه کوي. دغه وروستی علم مثلا راته وایي چې د یوې ټولنې خلک د خپلو مشترکو تجربو په رڼا کې ځینې خبرې په دې وجه نه کوي چې ډاډه دي چې مخاطبان یې ورباندې پوهېږي. مونږ که چا ته ووایو چې په روژه کې راشه، په دې ډاډه یو چې هغه له روژې څخه د کال د یوې میاشتې معنا اخلي. یو څوک که شل کاله وروسته له لندنه کابل ته راغلی وي، په خبرو کې ممکن (دلته) د لندن لپاره استعمال کړي. دی په فزیکي لحاظ په کابل کې دی خو په ذهني لحاظ لا هورې اوسي. که زما د مخاطب لپاره یا زما لپاره د یو چا تر نوم او نورو ځانګړنو د هغه غلا ډېره د توجه وړ وي نو مخاطب ته ممکن ووایم: هغه غل خو بیا راغلی دی. که یوه خبره ناڅاپي پیلوم، په سر کې شاید ووایم: رښتیا، او که بېرته خپلې اصلي خبرې ته ورګرځم، ممکن ووایم: په هر حال. دا هغه موضوعات دي چې د ژبې له پراګماتیکس سره تعلق لري او د ښې مکالمې په لیکلو او شنلو کې مو پکارېږي.
د زېګمند فرویید له څېړنو سره سم، د انسان شخصیت په درې برخو وېشل کېږي. یوه هغه برخه ده چې د ماشوم له زوکړې سره دنیا ته راځي. د شخصیت دا برخه یوازې د درد په لرې کولو او د خوند په اخیستلو راضي کېږي. دا برخه ID (یعنې هغه) نومېږي. ID په حقیقت کې ړوند هوس دی، بل څه نه دی. ماشوم د وخت په تېرېدو سره ورو ورو پوهېږي چې له چاپېریال سره سم چلېدلو ته اړ دی. که یې یخني کېږي نو لاره دا نه ده چې اور ته لاس وروړي او چې چاکلېټ غواړي د مور خوښې ته هم پام پکار دی. د فرویید په ارواپوهنه کې د شخصیت دا برخه Ego (یعنې زه) نومېږي. د فرویید په اند، د ماشوم شخصیت په څلور، پنځه کلنۍ کې یو بل اړخ هم مومي او هغه دا چې تر اوسه که یې د مور و پلار یا نورو غوښتنې له وېرې منلې، له دې وروسته وار په وار دغه غوښتنې له وېرې نه بلکې د زړه له تله مني او په دې ډول د هغه د شخصیت یو بل اړخ یعنې اخلاقي وجدان هم پیدا کوي چې د فرویید په ارواپوهنه کې ورته د Super ego ( بر زه) نوم غوره شوی دی.
د فرویید په اند لکه څنګه چې د وګړي شخصیت درې برخې لري د هغه ذهن هم په درې برخو وېشل کېږي. یوه هغه برخه ده چې لا شعور یې بولو او له محتویاتو یې بالکل نا خبره یوو. د ذهن د بلې برخې فعالیت نیم شعوري دی. دلته هغه خاطرې دېره دي چې د نیم هېر شوي خوب غوندې څه نا څه رایادېدلی شي او شعور د ذهن هغه برخه ده چې له محتویاتو یې خبر یوو.
په نتیجه کی ویلای شو چې وګړي نه خپل ځان پوره پیژني او نه بل ته د زړه د خبرې په کولو کې همېشه رشتوني وي. د دوی د خبرو تر شا ممکن نورې خبرې پټې وي. دغو ناویل شویو خبرو ته چې له ویل شویو خبرو یې لږ و ډېر احساسولای شو د خبرو د سیوري نوم ورکوو. لیکوال ته پکار ده چې مکالمو ته له دې اړخه هم وګوري. مثال:
د اجمل په باب د لومړي او دویم کس په مکالمه کې (چې مخکې مو ولوسته) اتمه خبره داسې ده: «پرېږده یې، هر څوک پوه شه، خپل ګور و ګردن یې، دا یې ستا غیبت کړی، ستا څه کم شول؟ خو ګناه به دې توی شي.» دا د دویم سړي خبره ده. دی غواړي چې لومړی سړی (خپل مخاطب) اجمل ته (چې غایب دی) نور هم بدبینه کړي. خو مصلحت ګر عقل د خپلې شیطاني ارادې د پوره څرګندېدا اجازه نه ورکوي. که د فرویید له نظریې په خلاص مټ استفاده وکړو نو وبه وایو چې ایډ یې د ایګو له سانسور سره مخ دی. دی د مکالمې اتمه برخه د نصحیت په انداز کوي: «پرېږده یې، هر څوک پوه شه خپل کار یې پوه شه…» دی که څه هم شر اچوونکی دی مګر د خبرو انداز یې د مصلح بنیادم دی. د ده خبرې سیوری لري. که د ده مخاطب د ده د خبرو په سیوري پوه شي خو دی په ځان پوه نه کړي نو معنا یې دا ده چې لوستونکی او لومړی کس په یو داسې څه خبر دي چې دویم کس ورباندې نه دی خبر. او که برعکس لومړي کس ته دی شیطان نه بلکې خواخوږی کس ښکاره شي نو لوستونکی او دی له داسې څه خبر دي چې لومړی کس ورباندې پوه نه دي. دغه مثال راښیي چې د خبرو سیوری د مکالمې ډراماتیک حالت پیاوړی کوي، د انسان د واقعي فطرت له ښودلو سره مرسته کوي او مکالمې ته د معنا په لحاظ پیاوړتیا وربخښي.
د معنا په لحاظ د خبرو اترو د پیاوړي کولو یو تخنیک دا دی چې د دواړو لوریو په خبرو کې غیرمستقیم حالت ډېر کړو. مثال: احمد نن په خپل موټر کې له کابله کندز ته روان شوی دی. د ده له تلو درې، درې نیم ساعته وروسته په کابل کې واوره پیلېږي. له مور سره یې د احمد اندېښنه ده ځکه د واورې په ورځ له سالنګه تېرېدل یو څه سخته وي. مور یې د احمد پلار ته وایي: واورې ته ګوره! هغه ځواب ورکوي: احمد به اوس که خدای کول له سالنګه څه چې له جنجانه هم تېر وي.» د احمد د پلار خبره د هغې د خبرې غیرمستقیم ځواب دی.
د مکالمو په باب یوه بله خبره دا ده چې جملې یې کمې، لنډې او سلیسې پکار دي. لنډې خو ځکه چې په واقعي خبرو کې هم ساده او بسیطې جملې زیاتې وي او له سلیس څخه منظور دا دی چې کله یې په لوړ اواز لولو ، ژبه یې روانې او بې زحمته ادا کړي. دغه مقصد ته د رسېدو لپاره بهتره ده چې مکالمې که د کیسې لپاره لیکو یا د ډرامې لپاره، په هر حال، په لوړ اواز ولولو. د کرکټر د یو نوبت خبرې که تر درې، څلور جملو اوږدېږي، معمولا ښه نه وي.
د پښتو ځینې لیکوال د مکالمې د لیکلو په وخت اول د کرکټر خبره لیکي او بیا راوړي چې پلاني وویل. مثال: «دا ډېرې عجیبه مرغۍ وې. راهب جېفر ځان سره وویل.» (۲۷) چې بهتره ده د پښتو جملو له خپل جوړښت سره سم اول ولیکو پلاني وویل ، بیا یې خبره راوړو.
زموږ د کیسو په ځینو مکالمو کې د جملو په منځ کې یا په پای کې څو ټکي وي چې په مقصد یې لوستونکی نه پوهېږي. که خبره پوره وي او لوستونکي ته د دې احساس ورکول څه ګټه نه لري چې خبره نیمګړې ده نو په مکالمه کې دغسې ټکو ته اړتیا نشته. کله نا کله په مکالمو کې هم د نور نثر غوندې څو ټکي د هغې خبرې په ځای راوړل کېږي چې لیکوال یې سپکه ګڼي. مثال: « که زما په څنګ کې چې د هر … او سړي ځای وای نو اوس به مې پر تا غوندې … سترګې نه لګېدلې او تر دغه ځایه به بدې ورځې نه رارسولم.» ( ۲۸) دلته دواړ ه ځایه له دریو ټکو څخه د لیکوال مراد د سپي کلمه ده. که د سپي کلمه لیکل شوې وای، عیب یې څه و؟ د فرانسې نچرلسټو لیکوالو (لکه امېل زولا) په خپلو ادبي آثارو کې هغه کلمې ولیکلې چې پخواني ورباندې شرمېدل. د نیچرلستو دغه کار د هغوی بری او مخ په وړاندې ګام ګڼل کېږي. خوشحال خټک هم دا رنګه احتیاط نه ده کړی. غني خان د هغو کلمو په ذریعه چې په «مودبه» او « درنه» ژبه کې ورته ځای نه و، ناویلې خبرې او ناڅرګندې ښکلاوې بیان کړې.
پای لیکونه:
۱- سپېدې مجله، پرله پسې ګڼه ۲۸، د زرین انځور، ډیوې بلېږي ډیوې سوځېږي، لنډه کیسه
۲- سپېدې مجله، پرله پسې ۳۵ ګڼه، ۲۵۶ م، د سعدالدین شپون د بنګي غاړه.
3- Jay B. Hullbell and John O.Beaty: An Introduction to Drama P. 11
۴- فن داستان نویسی ( مجموعه مقالات)، ترجمه حسن سلیمانی، تهران،۱۳۶۶، راز گفتگوهای قوی، از گری پروست، ص ۳۹۸
۵- زیتون بانو: هینداره، پېښور، ۱۹۵۸، لاس (لنډه کیسه)
۶- فوک ډرامه Folk Drama: داسې ډرامه ده چې ښه پوهو، ماهرو کسانو په ولسي موضوعاتو لیکلې وي. دا رنګه ډرامې معمولا د عادي کسانو په ذریعه نه اجرا کېږي او نه عوامو ته سټېج کېږي. فوک ډرامې ماهر لوبغاړي منورو کسانو ته وړاندې کوي.( A Reader Guide to Literary Terms,By K.Beckson and A.Gons P 63)
7- Kenneth Thorp Rowe: Write That Play, New York, 1944, P. 153
۸- سپېدې، پرله پسې ۳۰ ګڼه، ورکه غاړه کۍ، د سید شهریار لنډه کیسه
۹- د زېرې کالنۍ ، کابل، ۱۳۶۰، د تاجي آس، د نورمحمد سهیم لنډه کیسه
۱۰- هره کیسه باید د یوه تغییر بیان وي. هغه حالت چې د کیسې په سر کې وي د کیسې تر پایه پورې لږ یا ډېر بدلېږي.د طرحې(سکیچ) او لنډې کیسې اساسي توپیر دا دی چې طرحه د انځور غوندې یو حالت ښیي خو په لنډه کیسه او ناول کې د مخامخېدنې یا ټکر conflict په نتیجه کې نورېدنه change خامخا راځي.
۱۱- نصیر احمد احمدي: مینه( لنډې کیسې)،۱۳۸۴، شنه سترګه (لنډه کیسه)
۱۲- سپېدې، پرله پسې ۳۴ ګڼه،۳۹۹م، د سعدالدین شپون د بنګي غاړه.
۱۳- زموږ د ځینو کیسو په نورو برخو کې هم د متلونو ګڼه ګوڼه زیاته وي. که یو متل یو مطلب رسوي، د دویم متل راوړل، چې هماغه خبره او مطلب تکراروي، په کیسه باندې ممکن بوج شي. دا کار کېدای شي په نثر کې خوند پیدا کړي خو کیسې ته شاید تاوان پېښ کړي.
۱۴- ډېوه ( مجله)، اول کال، ۷ ګڼه، کلی او موټر، د عبدالوکیل شینواري لنډه کیسه
۱۵- همدا لیکنه
۱۶- زبیر شفیقي: د تیارو په تل کې، ۱۳۹۶، ۱۵ او ۱۶ مخ.
۱۷- ډیوه، اول کال، ۷ ګڼه، کلی او موټر، د وکیل شینواري لنډه کیسه
۱۸- ادبیات داستاني( مجله)، شماره ۱۰، سال ۱۳۷۲، گفتگو در داستان و واقعیت، نوشته نارمن پیچ، ترجمه روبرت صفاریان
19- Robert L.Hillard: Writing for T.V and Radio, New York, 1976, p.366
20- The readers Encyclopedia of American Literature,london.P.556=
« لهجه معمولا د معیار له ژبې بېله وي.تر ډېره حده ځایي او سیمه ییزې ځانګړنې لري او د تعلیم یافته وو له منلې ژبې فرق کوي. لهجه د لغوي زېرمې، ګرامر، تلفظ، املا او نحوي جوړښت په برخه کې خپلې ځانګړنې لري. عامیانه ژبه په اسانۍ سره د لهجې معادل نه شو بللی؛ که څه هم یو نیم وخت یې له یو بله بېلول ګران دي. لهجه نسبتا ثابته او عامیانه ژبه نسبتا خوځنده وي. د عامیانه ژبې خینې کلمې په لهجه کې شاملېږي او دغه کلمې چې ورته ضرورت وي یا ښکلې وي، معیاري ژبې ته هم لاره مومي.»
۲۱- عبدالحی حبیبي: پښتو نثر ته یوه کتنه، کابل، ۱۳۶۰، ۲۵ مخ
۲۲- له کلاسیکو آثارو منظور معمولا منلي آثار وي. ممکن یو اثر د اوس زمانې وي خو د خپل کمال په برکت په کلاسیکو آثارو کې وګڼل شي. مثلا د ارواښاد الفت (غوره نثرونه) کلاسیک بللای شو.
23- Eugen Walter: How to Write a Play, New York, ch.vii, p, 5
24- ibid P. 8
25- ibid P.9
۲۶- شیرین دخت دقیقیان: منشا شخصیت در ادبیات داستانی، ۱۳۷۱، ص ۶۱ و۶۲
۲۷- شیرین زاده خدوخیل: دیدن ( لنډه کیسه)، پلوشه( مجله)، ۱۹۹۴، د سپمتبر ګڼه
۲۸- خالق رشید: ګلمجمه ببو( لنډه کیسه)، ډېوه( مجله)، اول کال، ۷ ګڼه