شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+روسانو په دې ورځ الاسکا پر امریکا خرڅه کړه

روسانو په دې ورځ الاسکا پر امریکا خرڅه کړه

تاند (دوشنبه/اکتوبر۱۸) ۱۵۶ کاله پخوا د ۱۸۶۷ ع کال د اکتوبر په دې ورځ (۱۸) څاري (تزاري) روسیې د واشنګټن د معاهدې پر اساس د الاسکا سیمه په اووه ملیونه او دوه لکه ډالره پر متحدو ایالتونو وپلورله.څاري روسیې چې په سایبریا کې ډېره پراخه سړه او په واورو پوښلې خاوره لرله، په دې نه پوهېدله چې څومره ارزښتناکه خاوره خرڅوي.

هماغه وخت د روسیې امپراتورۍ پیسو ته اړتیا لره او ګومان یې کاوه چې که الاسکا وپلوري نو لویه ګټه به یې کړې وي. روسان وروسته له دې چې په ۱۷۴۱ کې برینګ تنګي ته ورسېدل، لومړني سپین پوستي کاشفان ول چې له دې تنګي تېرشول او الاسکا ته ننوتل.

په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې ډېر روسان د څارویو د ښکار او د پوستکي د تحارت لپاره د الاسکا ساحلي سیمو ته تلل راتلل.

په ۱۷۹۹ کې د پوستکو د سوداګرۍ انحصار یوې روسۍ – امریکايي کمپنۍ ترلاسه کړ.

وروسته له دې چې د امریکا متحدو ایالتونو ،الاسکا رانیوله، دا ټاټوبی، چې وروسته د امریکا نه څلوېښتم ایالت شو، تر۱۸۸۴ پوري یې اداري سیستم نه درلود.

په ۱۸۹۶ او ۱۸۹۷ کلونو کې متحدو ایالتونو له مختلفو سیمو خلک په کلاندایک سیمه کې د سروزرو د موندلو لپاره الاسکا ته ورمات شول. ځینې تش لاس بېرته لاړل خو یو شمېر نورو د تل لپاره په الاسکا کې واړول.

الاسکا له ۱۹۴۶ ع کال وروسته په شمالي منجمد شمالي سمندر کې د امریکا په یوه ستراتیژیکه اډه بدله شوه، د امریکا د خاورې دا برخه پخواني شوروي اتحاد ته تر ټولو نژدې سیمه وه.

 یوازې یو کوچنی تنګی د پخواني شوروي او د اوسنۍ روسیې او الاسکا ترمنځ شته چې دا دوه ستر هیوادونه سره بېلوي.

الاسکا په ۱۹۴۶ ع کال د نهه څلوېښتم ایالت په توګه له متحدو ایالتونو سره یوځای شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب