دا له وطن نه زرګونه کیلومتره د لیرې پروت افغان ماشوم خبره ده.
تېره ورځ مې له ډاکټر سره د لیدلو ورځ وه، کله مې چې ډاکټر سره خبرې وشوې،بیرته کورته را روان شوم.
په یو بس کې کیناستم، د لږ مزل کولو وروسته بس په یو تم ځاي کې ودریده او ورته یوه دري کسیزه افغان کورنۍ راوښتله،یوه ځوانه میرمن،یو ځوان سړی او د شاوخوا شپږو کالو یو ماشوم و.
ماشوم او پلار يې په یو سیټ کې او میرمن يې په بل سیټ کې کیناسته.
دوي په دري ژبه خبرې کولې،ماشوم لومړی له پلار څخه د اوبو غوښتنه وکړه،خو پلار يې ورته په ځواب کې وویل چې په بس کې اوبه نشته او چې ترې کوز شو،له دکان به يې درته واخلم.هلک هم ورته وویل سمه ده.
پلار يي ورته د اوبو نشتوالي په وجه د صبر کولو دوه دري نورې خبرې هم وکړې.
هغه پسې هلک خپل پلار ته په دري ژبه وویل:کله چې کورته لاړ شو له هغه وروسته (ما به خط دیورند میروم).
پلار يې په ناهیلي انداز ورته وویل:بچو موږ له وطن او له ډیرنډ فرضې کښې ډیر لرې یو او اوس ورته تګ نشي کیدلی.
او ته ولې غواړې چې د ډیورنډ فرضې کرښې ته لاړ شي ،نو ته خو ماشوم يې هلته به څه وکړي؟
هلک په کوچنۍ خوله وطن سره د مېنې،محبت ،له خپلې خاورې څخه د دفاع او ساتنې داسې په زړه پورې خبره وکړه چې خداي شته زما غوینی يې زیګ کړ او د بدن ويښتان مې نیغ ودریدل.
هلک وویل زموږ په خاوره پنجاب یرغل کړی،زموږ وطن بمبار کوي،هلته بې ګناه ماشومان،ښځي او نور انسان وژل کيږي او ټپیان کږي او موږ به دلته ارام ژوند کوو.
د همدې یرغلګرو خلاف زما کاکاګان،ماماګان او نور افغانان جګړه کوي،زه هم غواړم چې لاړشم او د خپلو خلکو خوا کې ودریږم ،څه مې چې له وسه کیږي هغه د وطن دفاع دپاره ترسره کړم.
خاوره پر موږ حق لرې چې ساتنه يې وکړو.
ما هم ماشوم ته وویل:بچیه د پلار خبره دې سمه ده،ته لا کوچنی يې،ستا د درس وخت دی باید اوس درس و وايي،چې غټ شوي،درسونو او یو ښکلي مسلک کې بریالی شوي،په خپلو پښو به ودریږي او هیواد ته به علم انتقال کړي،دعلم او د هیواد په پرمختګ کې به پکار شي.
هغه هم داسې دی لکه تا چې په یواځی ځان له تور پنجاب لس جنګونه ګټلې وې.
هلک خوسحاله شو او راته يې کوچنی لاس راکړ چې زه درسره ژمنه کووم چې درس به وایم او له درس وروسته به د خپل وطن په ابادۍ کې برخه اخلم.
ما چې د دې کوچني ماشوم احساس او وطن سره مېنې ته وکتل او هغو وطن پروشانو ته مې وکتل چې د پاکستان بمبار ته يې خوشحالې کوله،اوس هم په دې طمع دي چې بیا به قدرت ورسیږي او د افغان غیرتي او باتور ولس په برخلیک به لوبې کوې حق حیران شوم.
ماشوم ته مې وویل بچیه غټ سړی شي او بلا دې په هغو ټولو جاسوسانو او د هغوي پر پلویانو پریوزه چې څوک اوس د ګران وطن د بربادۍ او پکې د بلې جګړې اور بلول غواړي.
یادښت:وخت کم و،همدومره خبرې موسره وشوي.
د ماشوم خبرو او وطنې احساس راڅخه داخبره هیره کړه،چې ترې نوم او ځاي پوښتنه وکړم.
جرمني،حیسن ایالت وایلبورګ
۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵